هغه چې افغانستان ته په خپل سفر کې د طالبانو د ځینو غړو ملاامام شو او د دې ډلې یوه غړي ورته له یوې افغان نجلۍ سره د واده وړاندیز وکړ، پخوا یې له خپلې ملګرې سره په جنسي محفلونو کې د ګډون او له نورو سړیو سره د هغې د اړیکې د لیدلو خبره کړې وه.
هغه همدا راز ویلي دي، چې په نوي ځوانۍ کې یې د نارینه وو پورنوګرافي کتل او داسې احساس یې کاوه چې ښایي همجنسباز وي.
اسنیکو، د امریکا مشهورې انټرنیټي څېرې په وروستیو ورځو کې افغانستان ته سفر کړی او د کابل په بېلابېلو سیمو کې د خپل سفر له بهیره په ټولنیزو شبکو کې ژوندۍ ویډیوګانې خپروي.
هغه په دې سفر کې د طالبانو له یو شمېر غړو او چارواکو سره لیدلي او د خپلو ژوندیو خپرونو لویه برخه یې د دې ډلې له کسانو سره خبرو اترو ته ځانګړې کړې ده.
افغانستان ته د اسنیکو د سفر په خپرو شویو ویډیوګانو کې د طالبانو یو غړی هغه ته وړاندیز کوي چې ورته افغانه مېرمن پیدا کړي او په بله ویډیو کې اسنیکو د دې ډلې د غړو د لمانځه امامت کوي.
اسنیکو څوک دی؟
اسنیکو، چې اصلي نوم یې نیکو کن د بالینتازي دی، امریکایي یوټیوبر او د ټولنیزو شبکو جنجالي څېره ده چې د اړیکو، جنسیت او سیاست په اړه د بحث پاروونکو لیدلورو له امله شهرت لري.
اسنیکو په یوه کاتولیکه کورنۍ کې لوی شو او وروسته مسلمان شوی دی.
افغانستان ته د هغه وروستي سفر او د طالبانو له غړو سره لیدنې هم یو ځل بیا د هغه نوم په رسنیو کې راپورته کړی دی.
دغه امریکایي یوټیوبر د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په ۴مه د «پیر ټو پیر» پادکست په ۱۸۵مه برخه کې له خپلې پخوانۍ ملګرې سره د پرانیستې اړیکې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په یوه دوره کې یې په څلورو جنسي محفلونو کې ګډون کړی و.
اسنیکو په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې په دغو محفلونو کې په یوه کې له بل سړي سره د خپلې ملګرې د جنسي اړیکې شاهد و.
هغه په دې مرکه کې وایي، هغه صحنه ورته ډېره ځورونکې وه او له لږ ځنډ وروسته یې کوټه پرېښوده.
د دغې مرکې له خپرېدو وروسته، د ټولنیزو شبکو کاروونکو همدې روایت ته په اشارې، د اسنیکو لپاره د «کاک» لقب وکاراوه.
دا کلمه د انګلیسي ژبو په انټرنیټي کلتور کې د هغه سړي لپاره یو سپکاوی کوونکی اصطلاح ده، چې جنسي شریکه یې له نورو سړیو سره اړیکه لري او دی پر دې موضوع خبر وي.
دغه امریکایي یوټیوبر د ۱۴۰۴ کال په کب میاشت کې هم په یوه ژوندۍ خپرونه کې وویل، چې په شاوخوا ۱۴ کلنۍ کې یې فکر کاوه ښایي همجنسباز وي او له همدې امله یې د همجنسبازو سړیو پورنوګرافي یا لوڅ فېلمونه کتلې دي.
هغه وویل، چې دا محتوا ورته زړه راښکونکې نه وه.
په هماغه دوره کې په ټولنیزو شبکو کې د اسنیکو شخصي عکسونه خپاره شول او ځینو کاروونکو ادعا وکړه چې هغه د سړیو په پورنوګرافیکو فلمونو کې شتون درلود.
اسنیکو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې یو شمېر خپاره شوي عکسونه جعلي دي او ځینې نور یې هغې دورې پورې اړه لري چې دی ۱۷ کلن و.
سره له دې هم تر اوسه د سړیو په پورنوګرافیکو یا لوڅو فلمونو کې د هغه د شتون د تایید لپاره کوم معتبر او خپلواک سند نه دی خپور شوی.
افغانستان ته د دغه امریکایي یوټیوبر د سفر په یوه خپره شوې ویډیو کې د طالبانو یو غړی اسنیکو ته وړاندیز کوي چې که وغواړي په افغانستان کې واده وکړي، ورته به افغانه مېرمن پیدا کړي.
د طالبانو دا غړی ادعا کوي چې په افغانستان کې «ډېرې» نجونې چمتو دي په «ویاړ» سره له دغه امریکایي یوټیوبر سره واده وکړي.
دغو څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د اسنیکو د سفر بله ویډیو چې د لړم په ۲۸مه خپره شوې، ښیي چې هغه د طالبانو د څلورو غړو امام شوی دی.
هغه د امامت پر مهال د حمد سورت او کافرون سورت په لوړ غږ او د انګلیسي ژبو په تلفظ قرائت کوي.
د اسنیکو مسلمانېدل
اسنیکو په یوه کاتولیک کورنۍ کې لوی شوی او یو څه موده بېخدایۍ ته مایل و. هغه ویلي دي چې د امریکا د مدني حقونو د فعال مالکوم ایکس د ژوندلیک تر لوستلو وروسته چې په زندان کې مسلمان شوی و، له دې دین سره لېواله شو.
اسنیکو په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ لمریزو کلونو کې په ټولنیزو شبکو کې له اسلام سره د خپلې لېوالتیا په اړه لیکلي وو، خو لا مسلمان شوی نه و.
هغه د ۱۴۰۲ لمریز کال په پیل کې له اسلام سره تر ډېرې بلدتیا او جومات ته تر تګ وروسته، شهادت کلیمه وویله او مسلمان شو.
اسنیکو له «درې مسلمانانو» او «ولاد ټيوي» خپرونو سره په مرکو کې د دې لارې په اړه خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې د هغه کال په روژه کې د عمرې ادا کولو لپاره مکې ته لاړ.
افغانستان ته د هغه وروستي سفر او د طالبانو له غړو سره لیدنې له دې جملې د افغان مېرمنې موندلو وړاندیز او د دې ډلې د کسانو په منځ کې امامت د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پام ځان ته اړولی دی.