• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اکاپس: افغانستان په ۲۰۲۷کال کې د سختو بارانونو او سېلابونو له ګواښ سره مخ دی

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د بشري وضعیت د څېړنې ادارې «اکاپس» په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۷کال کې د ال نینو اقلیمي پدیدې له امله په افغانستان کې د ورښتونو زیاتوالی د سختو سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او نورو طبیعي پېښو ګواښ زیاتولای شي.

د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) په دغه راپور کې راغلي، د ۲۰۲۶کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۷کال تر فبرورۍ پورې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو او د ختیځو او مرکزي سیمو په ځینو برخو کې له منځنۍ کچې د زیاتو ورښتونو اټکل شوی دی.
د اټکل له مخې، د ۲۰۲۷کال له مارچ څخه تر مئ میاشتې پورې دغه ورښتونه د هېواد نورو سیمو ته هم غځېږي او په اپرېل او مئ میاشتو کې به تر ټولو زیات وي. اکاپس وايي، د ورښتونو زیاتوالی او د تودوخې لوړېدل به په ژمي کې د توپانونو، د سیندونو د اوبو کچې لوړېدو، د واورو د ژر ویلي کېدو، ناڅاپي سېلابونو او په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښوویېدنې احتمال زیات کړي. د راپور له مخې، د ورښتونو د کچې او جغرافیایي وېش په اړه لاهم ناڅرګندتیا شته.
د راپور په ټکو، د افغانستان شاوخوا ۲۴ سلنه خاوره د سېلابونو د ډېر لوړ ګواښ او ۲۲ سلنه یې د لوړ ګواښ په سیمو کې راځي چې ډېری یې په شمالي او ختیځو ولایتونو کې پرتې دي.
اکاپس یادونه کړې، چې په ۲۰۲۴کال کې د ال نینو او اقلیمي بدلونونو له امله سختو ورښتونو او سېلابونو د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۲۵ اغېزمن کړي وو او تر ۱۷۳ زرو ډېر کسان یې زیانمن کړي وو. همداراز، د ۲۰۲۶کال د مارچ او اپرېل سېلابونو د هېواد ۳۱ ولایتونه اغېزمن کړي، شاوخوا ۳۱ زره کسان زیانمن شوي، ۵۵ کسان مړه او ۱۴۸ نور ټپیان شوي وو.
راپور زیاتوي، چې د احتمالي سېلابونو اغېزې به د افغانستان پر بشري وضعیت هم فشار زیات کړي. د سېلابونو له امله د څښاک اوبو سرچینې، د اوبو رسولو شبکې او روغتیايي مرکزونه زیانمنېدای شي چې په پایله کې به د کولرا، نس‌ناستې او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیات شي. همداراز، د پولیو د ویروس د خپرېدو احتمال به هم لوړ شي.د اکاپس د اټکل له مخې، په ۲۰۲۷کال کې به د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا نهه سلنه زیاته شي او تر څلور مېلیونه ډېر ماشومان به درملنې ته اړتیا ولري؛ د سختې خوارځواکۍ پېښې هم ۱۶ سلنه زیاتېدای شي او نږدې ۱.۱ مېلیونه ماشومانو ته به ورسېږي.راپور خبرداری ورکوي، چې سېلابونه او ځمکې ښوویېدنې به د کرنیزو ځمکو، فصلونو، څارویو او د خلکو د خوراکي توکو زېرمو ته زیان ورسوي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال له سپټمبر څخه تر اکتوبر پورې په افغانستان کې ۱۵.۹ مېلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وو؛ خو اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷کال تر اپرېل پورې به دغه شمېر ۱۹.۲ مېلیونو ته لوړ شي.



کاپس وايي، د سېلابونو له امله به د کورونو د ویجاړېدو او د خلکو د بې‌ځایه کېدو ګواښ هم زیات شي؛ په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان نه راستانه شوي کډوال، بې‌ځایه شوي کسان، ښځې، ماشومان، زاړه او معلولیت لرونکي کسان به له زیاتو ستونزو سره مخ شي؛ ځکه ډېری یې په کمزورو کورونو او لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي او مرستې او لومړنیو خدمتونو ته محدود لاسرسی لري.
په راپور کې د ښځو او نجونو وضعیت ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د تګ راتګ او کار محدودیتونه به د طبیعي پېښو پرمهال مرستو او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی نور هم ستونزمن کړي. همداراز، د سېلابونو له امله د معیشت له لاسه ورکول د ماشومانو د کار، کم‌عمره ودونو او ناقانونه کډوالۍ ګواښ زیاتولای شي.
اکاپس د بشري مرستو د کمښت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د ۲۰۲۶کال د بشري اړتیاوو او مرستو د پلان ۶۷ سلنه بودجه د نومبر تر ۱۱مې نه وه برابره شوې. د راپور له مخې، د بودجې کمښت او د ژمي پرمهال د لارو د بندېدو احتمال ښايي له ۱۴۰زرو ډېر زیانمن کسان له اړینو مرستو بې‌برخې کړي.

ډېر لیدل شوي

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم
۱

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم

۲

طالبانو د ږیرې او خولۍ په اړه د هبت‌الله امر نه منونکو محصلینو ته د اخراج خبرداری ورکړ

۳

ذبیح الله مجاهد: له ډیورنډ کرښې رااوښتونکو سره به د نورستان د پېښې په څېر چلند وشي

۴

د ملګرو ملتونو راپور: له ایران څخه شړل شوې افغانه مېرمن ګدایۍ ته اړ شوې ده

۵

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې: د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي

•
•
•

نور خبرونه

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو تر واک لاندې ښځې له سخت تبعیض سره مخ دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۰
100%

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان‌نویل بارو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» بللې او ویلي یې دي، چې طالبان اوس غواړي ان د ښځو نومونه هم له‌منځه یوسي.

د بارو په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ښځې او نجونې په روانه پېړۍ کې له تر ټولو سخت تبعیض سره مخ دي. بارو ویلي، چې طالبانو د افغانستان ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محرومې کړې او له عامه ژوند څخه یې څنګ ته کړې دي.

هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «غیرانساني شکنجه» بللې او افغان ښځو ته یې په خطاب کې ویلي: «موږ تاسې نه هېروو، فرانسه ستاسو ترڅنګ ولاړه ده او تاسې یوازې نه یاست».

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، هېواد یې د بشریت ضد جرمونو د مخنیوي او سزا ورکولو په اړه د نړۍوال کنوانسیون په خبرو اترو کې هڅه کوي چې «جنسیتي اپارتاید» هم د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

د بارو په وینا، فرانسې په تېرو پنځو کلونو کې د بشري مرستو هغو پروګرامونو ته ۱۸۷ مېلیونه یورو ځانګړې کړي چې د افغان ښځو له‌خوا د ښځو د ملاتړ لپاره اداره کېږي. هغه ویلي، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت له خرابېدو سره سم به یې هېواد له افغان ښځو خپل ملاتړ پراخ کړي.

د نوموړي په خبره، د فرانسې پوهنتونونه به د ۲۰۲۷کال په جنورۍ کې ۵۰ افغان نجونې او ښځینه محصلانې ومني او د فرانسې حکومت به د همدې کال په سپټمبر کې افغان ممتازو محصلانو ته ۳۵ تحصیلي بورسیې ورکړي.

د فرانسې د پارلماني شبکې د راپور له مخې، بارو ویلي چې هېواد یې راتلونکی کال ۲۰۰ نورې افغان ښځې هم مني چې دغه شمېر د اوسني شمېر پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د هغه په وینا، فرانسه به د دغه ښځو د منلو لپاره په سیمه، په ځانګړې توګه په پاکستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور پیاوړی کړي او د کډوالو په چارو کې به د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره همکاري وکړي.

بارو همداراز په پاریس کې د افغانستان د یوه فرهنګي مرکز د جوړېدو ملاتړ هم اعلان کړی دی.

بارو دغه څرګندونې د فرانسې په پارلمان کې د زرغون ګوندونو د استازې لېا بالاژ الماریکي د پوښتنې په ځواب کې وکړې. الماریکي له حکومته وغوښتل، چې فرانسې ته د طالبانو د دوو استازو د احتمالي سفر په اړه وضاحت ورکړي.
د هغې په وینا، ټاکل شوې چې دغه دوه کسان فرانسې ته ولاړ شي او له افغان کډوالو څخه د ځینو کسانو د بېرته شړلو په اړه خبرې وکړي. هغې د فرانسې حکومت ته په خطاب کې وویل: «تاسو د دې لپاره چې افغان وګړي د طالبانو لاسونو ته وسپارئ، ټولې ښځې قرباني کوئ».

بارو د دغو دوو کسانو د هویت او فرانسې ته د هغوی د سفر د نېټې په اړه څه ونه ویل. هغه وویل، د فرانسې حکومت غواړي د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړي چې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري او د فرانسوي چارواکو په ارزونه د عامه نظم او امنیت لپاره تر ټولو زیات ګواښ ګڼل کېږي.

هغه له طالبانو سره اړیکې «یوازې تخنیکي» وبللې او ویې ویل، چې فرانسه له دې ډلې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت هېڅ نیت نه‌لري.

د افغانستان د ښکلا تر شا پټ کړاوونه؛ د بهرنیو یوټیوب چلوونکو پر ویډیوګانو نیوکې

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۰
100%

د اېرلنډ «اېرش اګزمینر» ورځپاڼې افغانستان ته د بهرنیو یوټیوب چلوونکو پر سفرونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، یوشمېر دغه کسان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د یوه امن، ښکلي او سیاحتي هېواد په توګه انځوروي چې د دغه هېواد له واقعي وضعیت سره په ټکر کې دی.

یادې ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) په دغه خپرې شوې مقاله کې راغلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان ته د بهرنیو یوټیوب چلوونکو سفرونه زیات شوي او ډېری یې په خپلو ویډیوګانو کې د طالبانو له وسله‌والو سره دوستانه چلند، د هېواد طبیعي ښکلا، د خلکو مېلمه‌پالنه او د سفر پرمهال د امنیت احساس ښيي؛ خو دغه ویډیوګانې د افغانستان د واقعیتونو یوازې یوه محدوده برخه منعکسوي او د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې د خلکو د ژوند له پراخو ستونزو سترګې پټوي.
په مقاله کې راغلي، د افغانستان د طبیعي ښکلا، کلتور او مېلمه‌پالنې ښودل ستونزه نه ده؛ بلکې ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي، چې دغه ښکلاوې د مېلیونونه ښځو او نجونو د محرومیت، بې‌وزلۍ، ماشومانو د پلور، خوارځواکۍ، اقتصادي سقوط او د خلکو د محدودو ازادیو د پټولو لپاره وکارول شي. د مقالې له مخې، ګڼ بهرني یوټیوب چلوونکي افغانستان داسې معرفي کوي، لکه د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې دغه هېواد د نړۍ له ناسم قضاوت سره مخ شوی او اوس د سفر لپاره یو مناسب او خوندي ځای دی.
په مقاله کې د یوشمېر بهرنیو یوټیوب چلوونکو، په ګډون د امریکايي فلمي لوبغاړې ویتني رایټ او اډیسن پییر مالوف سفرونو ته اشاره شوې او پر هغو ویډیوګانو نیوکه شوې، چې په‌کې له وسله‌والو طالبانو سره دوستانه تعامل، د ښځو د وضعیت په اړه طنزيه څرګندونې او د افغانستان د کلتور په نوم د طالبانو د چلند ستاینه لیدل کېږي. د لیکوالې په باور، دغه ډول منځپانګه د افغانانو د کړاوونو پر ځای د طالبانو د واکمنۍ لپاره د نرم او مثبت تصویر په جوړولو کې مرسته کوي.
مقاله کاږي، چې د طالبانو تر واک لاندې ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي؛ نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي، ښځې له ګڼو ټولنیزو او کاري محدودیتونو سره مخ دي او ځینې یې په پټه سوداګري او نجونې پټې زده‌کړې کوي. هغې نیوکه کړې، چې یوټیوب چلوونکي د افغانستان د وضعیت په اړه د افغان ښځو، فعالانو او هغو خبریالانو وضعیت پټوي چې د طالبانو د محدودیتونو او فشارونو په اړه راپورونه خپروي.
مقاله کې د خواله رسنیو د نفوذ په اړه خبرداری ورکړل شوی او لیکل شوي، دغه ډول ویډیوګانې کولای شي د خلکو برداشتونه، نظرونه او د یوه هېواد په اړه نړۍواله همدردي بدله کړي. هغې ټینګار کړی، چې د افغانستان د واقعیتونو په اړه د یوه بشپړ انځور وړاندې کول او د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د کړاوونو نه هېرول د نړۍ ګډ مسوولیت دی.

د طالبانو په فکري غوټو کې د اجتهاد او تقلید مساله

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۰
•
محمد محق
100%

د طالبانو په دیني او سیاسي فکر کې یوه بنسټیزه مساله، چې د دې ډلې پر سیاست جوړونه مستقیم اغېز لري، د اجتهاد او تقلید په اړه د دوی د برداشت څرنګوالی او له حکومتي پرېکړو سره د مشروعیت اړیکه ده.

د طالبانو مشر په کابل کې په خپله وروستۍ وینا کې هڅه وکړه چې مسلمانان پر مجتهد او مقلد ووېشي او د اجتهاد د دروازې پر تړل کېدو په ټینګار سره، د دې ډلې سیاستونه د پخوانیو فقیهانو د فتواوو د پیروۍ په چوکاټ کې توجیه کړي.

دا لیکنه غواړي وښيي چې په دې برخه کې د طالبانو د مشر برداشت سطحي او له تاریخي واقعیتونو لرې دی او دا برداشت پر یوه مسلم دیني حقیقت بدلول او سیاستولي او حکومتولي ورسره تړل، د ټولنې لپاره خطرناکې پایلې لري.

اجتهاد، تقلید او د طالبانو د سیاستونو شرعي توجیه

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د دې ډلې د دریځونو او سیاستونو د توجیه کولو په موخه، د اجتهاد او تقلید مسالې ته مخه کړه او هڅه یې وکړه چې د دغو دوو مفاهیمو په حواله د طالبانو د کړنو شرعي بنسټ روښانه کړي. د هغه استدلال پر دې ساده او عامه‌خوښ وېش ولاړ و چې مسلمانان د فقهي مقام له مخې پر دوو ډلو وېشل کېږي: مجتهدان او مقلدان. د هغه په وینا، مجتهدان هغه کسان دي چې د شرعي احکامو د استنباط صلاحیت لري او مقلدان دنده لري چې د هغوی له نظریاتو او فتواوو پیروي وکړي. نوموړي وروسته د دې ادعا په مطرح کولو سره چې د اجتهاد دروازه له پېړیو راهیسې تړل شوې او نور هېڅ مجتهد نه دی راڅرګند شوی، پایله واخیسته چې د نن ورځې مسلمانان د تقلید په مقام کې دي او د هغوی دنده خپلواک اجتهاد نه، بلکې د پخوانیو علماوو د اجتهادونو او فتواوو پیروي او د هغو پلي کول دي.

د دې استدلال له مخې، طالبان ادعا نه کوي چې دوی پخپله اجتهاد کوي یا ځان ته د اجتهاد صلاحیت ورکوي، بلکې خپل سیاستونه او اقدامات د پخوانیو فقیهانو د احکامو او فتواوو پلي کول بولي. یعنې هره طرحه چې د خلکو د برخلیک په اړه په پام کې نیول کېږي، د پخوانیو د فتواوو له مخې به وي او دوی ځانونه د هغو په پليتابه مکلف ګڼي. د طالبانو مشر دغه راز د فتواوو د تعدد مسالې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې کله په یوه مساله کې څو بېلابېلې فتواوې موجودې وي، امیر کولای شي د فقیهانو له نظریاتو یوه غوره کړي او له هغه وروسته د هغه د امر اطاعت د قاضیانو او د چارو د پلي کوونکو لپاره لازمي کېږي.

دا استدلال څو بنسټیزې پوښتنې راپورته کوي: ایا پر مجتهد او مقلد د ټولو مسلمانانو وېشل، په هغه بڼه چې د طالبانو مشر یې مطرح کوي، د اسلام په لومړنیو سرچینو کې ریښه لري؟ ایا د اجتهاد دروازه په رښتیا تړل شوې ده؟ ایا د اسلام په تاریخ کې یوازې څو محدود مجتهدان موجود وو؟ او په پای کې که خپلواک اجتهاد ناشونی وي، نو د بېلابېلو فتواوو له منځه د یوې د غوره کولو لپاره د امیر واک له کوم معرفتي او حقوقي بنسټ څخه برخمن دی؟ د دغو پوښتنو د ځواب لپاره باید لومړی د اجتهاد او تقلید د رامنځته کېدو تاریخ ته ور وګرځو.

د اسلام په لومړنیو سرچینو کې اجتهاد او تقلید

په اصطلاحي معنا پر دوو ډلو مجتهد او مقلد د مسلمانانو وېشل په قرآن مجید کې نشته. البته په قرآن کې پر پوهې، اګاهۍ او وړتیا لرونکو کسانو ته پر رجوع کولو ټینګار شوی دی. د بېلګې په توګه، د نحل سورت په ۴۳ ایت کې د ناپوهۍ په صورت کې د اهل ذکر (پوهانو) ته رجوع مطرح شوې ده او د نساء سورت په ۸۳ ایت کې پیغمبر او اولي‌الامر ته د چارو سپارلو یادونه شوې، یعنې هغو کسانو ته چې د استنباط وړتیا لري. خو د پوهې او تخصص خاوندانو ته د رجوع کولو د اصل او هغې نظریې ترمنځ چې ټول مسلمانان پر دوو ثابتو طبقو، مجتهد او مقلد، وېشي او د هغوی اکثریت د یوه ټاکلي فقهي مذهب پر انحصاري پیروۍ مکلفوي، بنسټیز توپیر شته.

په قرآن کې داسې څرګند حکم په قطعي توګه نشته، چې مسلمانان باید د تل لپاره د یوه مشخص امام یا فقهي مذهب مقلدان وي. د اسلام پیغمبر ته په منسوبو حدیثونو کې د اجتهاد کلیمه او مشتقات راغلي دي، خو په دقیقه توګه پر هغې اصطلاحي معنا دلالت نه کوي. د بېلګې په توګه، په یوه روایت کې راغلي دي: که حاکم اجتهاد وکړي او سم حکم ته ورسېږي، دوه ثوابه به ولري او که په خپل اجتهاد کې تېروځي یو ثواب به ولري. دا روایت په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې نقل شوی دی. اجتهاد په خپله عمومي معنا کې د سم حکم یا تشخیص ته د رسېدو لپاره د علمي او فکري هڅې ترسره کولو ته ویل کېږي. خو د اجتهاد اصطلاحي تعریف او د اجتهاد د صلاحیت د ترلاسه کولو د شرایطو ټاکل، د اصول فقهې په علم پورې اړه لري چې په ورپسې پېرونو کې رامنځته شوی دی. څرګنده ده چې په نبوي روایتونو کې د هغو فقهي مذهبونو له ډلې څخه چې په ورپسې پېړیو کې رامنځته شوي، د یوه مذهب د انحصاري پیروۍ لپاره کوم څرګند او عمومي الزام نشته.

د فقهي مکتبونو تدریجي رامنځته کېدل او د اجتهاد د لارو چارو تنوع

د اسلام له لومړنۍ دورې څخه په تېرېدو سره، بېلابېل فکري او اجتهادي جریانونه په تدریجي ډول رامنځته شول. خو د اجتهاد، تقلید او فقهي مذهب مفاهیمو له همغه پیله دقیق، تثبیت شوي او یو شان چوکاټونه نه درلودل. په لومړنیو پړاوونو کې بېلابېلو عالمانو او نظر خاوندانو، د فکري تمایلاتو او بېلابېلو لارو چارو له مخې، د دیني متونو په پوهېدو او د احکامو په استنباط لاس پورې کاوه. ځینو د نصوصو پر ظاهري معنا او لفظي دلالتونو ډېر ټینګار کاوه، ځینو د احکامو موخو او مقاصدو ته پاملرنه کوله، یوه ډله د عرفونو، منل شویو دودونو او د ټولنې د عامو کړنلارو لپاره په ډېر اهمیت قایله وه او بلې ډلې د صحابه‌وو او تابعینو پر فکري او عملي میراث تکیه کوله. د دغو تمایلاتو ترڅنګ، بېلابېلې لارې چارې لکه قیاس، استحسان، مصلحتونو ته پاملرنه او له سیمه‌ییزو دودونو څخه ګټه اخیستل هم په بېلابېلو مکتبونو کې تر بحث او استفادې لاندې وو. دغه وضعیت څو نسلونو ته وغځېد. له دې پلوه، د فقهي مذهبونو رامنځته کېدل د یوه تاریخي او علمي بهیر پایله ده، نه د هغو له مخکې ټاکل شویو چوکاټونو د یوې ټولګې پایله چې د اسلام د تاریخ له پیله په همدې بڼه موجود وو.

سربېره پر دې، د اسلامي فکر تاریخ یوازې د څو محدودو مجتهدانو د شته والي شاهد نه دی. د فقهې، کلام، حدیث، تفسیر او نورو اسلامي علومو په برخو کې ګڼو پوهانو څېړنې، استنباط او نظریې ورکولې. ان د اخلاقو، زهد او روزنې په څېر برخو کې هم پراخې فکري او نظري هڅې روانې وې، او دا ټول د فکر او اند د تاریخ له نظره، د خپلواکو علمي او فکري هڅو او د اجتهادي فعالیتونو له ډولونو څخه ګڼل کېږي.

سیاسي ځواک او د فقهي مذهبونو تثبیت

په ورپسې دورو کې د تاریخي تجربو له مخې، په ورته مسالو کې د بېلابېلو فتواوو موجودیت کله ناکله د محکمو ترمنځ د همغږۍ او د قضایي نظام د ادارې په برخه کې ستونزې رامنځته کولې. له همدې امله، ځینو حکومتونو د ځانګړو فقهي مکتبونو ملاتړ او د هغو په چوکاټ کې د زده‌کړو او قضاوت د تنظیمولو لاره خپله کړه. په دې برخه کې عباسي خلافت او ورسره تړلو حکومتونو، په ځانګړې توګه سلجوقیانو، د دیني زده‌کړو د رسمي بنسټونو په پراختیا کې مهم رول درلود. د سلجوقیانو په دوره کې د نظامیه مدرسو جوړول او پراخول، د سیاسي ملاتړ، د دیني زده‌کړو د تنظیم او د ځانګړو فقهي او کلامي جریانونو د پیاوړتیا ترمنځ د اړیکې له څرګندو بېلګو څخه وو. په همدې شرایطو کې، حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي څلور مذهبونو د اهل سنتو د نړۍ په ډېرو سیمو کې لا ډېر رسمي اعتبار وموند. دغه بهیر د بېلابېلو حکومتونو په قلمرو کې په بېلابېلو بڼو پر مخ ولاړ. د بېلګې په توګه، د عباسي دورې پر مهال په بغداد کې مستنصریه مدرسه د څلورو مذهبونو زده‌کړو ته ځانګړې شوې وه او د ممالیکو په دوره کې هم د څلورو مذهبونو لپاره جلا قضایي دندې رامنځته شوې. په داسې نظام کې، د حکومت له ملاتړ څخه د یوه برخمن مذهب سره تړاو په ځینو دورو کې د قاضیانو د ګومارنې او له رسمي ملاتړ څخه د برخمنېدو په یوه مهم معیار بدل شو. په پایله کې ان هغه فقیهان چې علمي وړتیا او د خپلواک نظر لرلو صلاحیت یې درلود، ښايي په رسمي قضایي مقام کې اړ شوي وي چې د یوه ټاکلي مذهب په چوکاټ کې عمل وکړي. په دې توګه، د اجتهاد لپاره د علمي وړتیا او د یوه خپلواک فقهي نظر د رسمي پلي کولو د امکان ترمنځ واټن رامنځته شو.

د فکري نوښت کمېدل او د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو نظریې رامنځته کېدل

په ورپسې پېړیو کې، د سیاسي، پوځي او ټولنیزو بحرانونو یوې ټولګې، لکه صلیبي جګړو، د مغولو بریدونو او د اسلامي حکومتونو ترمنځ کورنیو شخړو، د اسلامي نړۍ په یو شمېر سیمو کې د علمي او ښوونیزو مرکزونو پر وضعیت اغېز وکړ. دغه بدلونونه په ځینو چاپېریالونو کې د علمي بنسټونو د کمزوري کېدو، د پوهې د لېږد د ګډوډېدو او د فکري نوښت لپاره د مناسبو شرایطو د کمېدو لامل شول. په همدې وخت کې د فقهي دود په ځینو برخو کې د پخوانیو د تثبیت شویو نظریاتو د پیروۍ تمایل پیاوړی شو او د بشپړو خپلواکو فقهي مکتبونو رامنځته کول لږ دود شول. په داسې شرایطو کې، هغه لیدلوری رامنځته یا پیاوړی شو چې وروسته د «اجتهاد د دروازې د تړل کېدو» په نوم وپېژندل شو.

د دغه لیدلوري له مخې، د سترو مجتهدانو دوره پای ته رسېدلې او نور هېڅوک د خپلواک اجتهاد مقام ته نه شي رسېدای او د وروستیو دورو د علماوو دنده د موجوده مذهبونو پیروي او د پخوانیو فقیهانو د نظریاتو تطبیقول دي. په دې برخه کې، د مذهبي او ټولنیزو اختلافاتو په اړه اندېښنو هم د داسې لیدلوري په پیاوړتیا کې رول درلود. ځینو داسې انګېرله چې د نویو نظریاتو مطرح کول او د اجتهادي اختلافاتو پراخول ښايي د تفرقې د زیاتېدو لامل شي، نو د مخنیوي لپاره یې غوره ګڼله چې د پخوانیو پر لاره او دود بسنه وشي. له دې سره سره، یو شمېر فقیهانو د پېژندل شویو مذهبونو په چوکاټ کې د احکامو استنباط ته دوام ورکړ او دغسې کسانو ته په اصطلاح کې «په مذهب کې مجتهد» (مجتهد فی‌المذهب) ویل کېدل. په دې توګه، اسلامي فقهې خپل ژوند ته دوام ورکړ او د استنباط فعالیت، که څه هم په محدودو چوکاټونو کې و، ونه درېده. د فقهي تاریخ معاصرې څېړنې، په ځانګړې توګه د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو په اړه د وائل حلاق څېړنه، ښيي چې د اسلام په تاریخ کې د اجتهاد د بشپړ درېدو تصور سم نه دی او ګڼ شواهد د فقهي او استنباطي فعالیتونو د دوام څرګندونه کوي او باید د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو نظریه یو قطعي تاریخي حقیقت او د ټولو فقیهانو د اتفاق وړ ونه ګڼل شي.

له فکري رکود څخه د تقلید د منتقدو جریانونو تر رامنځته کېدو پورې

په وروستیو پېړیو کې، په ځانګړې توګه په هغو دورو کې چې د اسلامي تمدن د زوال پېر بلل کېږي، د تقلید او اجتهاد مسالې نوی اهمیت وموند. یو شمېر مسلمان علما او متفکران دې پایلې ته ورسېدل چې پخوانیو نظریاتو ته نه بشپړه پابندي او په دیني مسالو کې له بیا غور کولو څخه ډډه کول د اسلامي تفکر د فکري جمود له مهمو لاملونو څخه دي. په پایله کې له مذهبي تقلید څخه د تېرېدو او د اجتهاد د بیا راژوندي کولو اړتیا مطرح شوه. یو له هغو جریانونو څخه چې په دې برخه کې یې انتقادي دریځ خپل کړ، سلفي جریان او ورسره نږدې فکري تمایلات وو. دغو جریانونو استدلال کاوه چې که څه هم فقهي مذهبونه د سترو علماوو د علمي هڅو پایله ده، خو په پای کې د هغو انسانانو د پوهې او استنباط محصول دي چې له عصمت څخه برخمن نه دي. له همدې امله، د هغوی نظریات د قطعي دیني نصوصو په څېر مطلق اعتبار او له نیوکې څخه خوندیتوب نه شي لرلای. د تقلید ځینو منتقدانو مذهبي تعصب او د فقیهانو نظریاتو ته تقدس ورکول د بدعتونو په ډله کې وشمېرل او ان په ځینو سختدریځو تمایلاتو کې د غیر معصومو انسانانو په پټو سترګو پیروي د شرک یو ډول وګڼل شو. په مقابل کې یوې ډلې علماوو د تقلید دفاع وکړه او په دې باور وو چې د غیرمتخصصو کسانو له خوا صلاحیت لرونکو فقیهانو ته مراجعه یو علمي او عملي ضرورت دی، ځکه له ټولو مسلمانانو څخه دا تمه نه شي کېدای چې په خپلواکه توګه له دیني سرچینو څخه شرعي احکام استنباط کړي. په دې منځ کې یو شمېر نورو منځنۍ لاره غوره کړه. هغوی د غیرمتخصصو کسانو له خوا د علم خاوندانو ته د رجوع کولو اړتیا منله، خو له دې رجوع څخه یې د یوه مشخص مذهب مطلق او انحصاري تقلید جوړول نه منل. په دې توګه، د اجتهاد او تقلید پر سر ناندرۍ د اسلامي فکر په تاریخ کې پر یوې له لانجې ډکې مسالې بدلې شوې.

د تقلید په اړه سلفي نیوکه او په بله کچه د جمود بیا تولید

که څه هم د سلفي جریانونو، لکه محمد بن عبدالوهاب او د دې جریان د نورو څېرو له خوا د مذهبي تقلید نقد له ځینو اړخونو څخه د فقهي مذهبونو د انحصاري اقتدار د ننګولو پر لور یو ګام و، خو دغه لیدلوری د رکود د کړۍ په ماتولو کې بریالی نه و. دغه نقد په ظاهره هڅه کوله چې د پخوانیو فقیهانو نظریاتو ته د تقدس ورکولو مخه ونیسي، خو اساسي ستونزه لا هم په ژوره کچه پر خپل ځای پاتې وه، ځکه د فقهي او حقوقي تفکراتو د بیا رغونې لپاره یې د نوې او هر اړخیزې لارې چارې وړاندیز نه کاوه چې د نوې نړۍ له بدلونونو سره سم وي. دغه فکري تړاو په ځانګړې توګه د عقایدو او کلامي بحثونو په برخه کې، لا څرګنده بڼه خپله کوله. دې جریان د سلفو له فکري میراث او هغو شخصیتونو سره چې د هغوی د لارې دوام‌ورکوونکي ګڼل کېدل، د تقلید دریځ خپل کړی و او په بله وینا، په سلفیت کې د یوه فقهي مذهب تقلید خپل ځای د یوه موروثي تفسیري نظام پیروۍ ته پرېښود.

سلفي جریانونه ډېری کتاب او سنت ته د مستقیمې رجوع پر اړتیا ټینګار کوي، خو د دې کار لپاره له پخوانیو د پوهې له تقلید څخه غوره لاره نه وړاندې کوي. داسې ښکاري چې دغه جریانونه نه پوهېږي چې کتاب او سنت ته مراجعه پخپله د هغو معناوو ته د بې‌واسطې رسېدو په معنا نه ده، بلکې پر هر متن، د دیني متونو په ګډون، پوهېدل ژبنیو قواعدو، د تفسیر لارو چارو، د روایتونو د اعتبار د تشخیص معیارونو او د عقل او نقل ترمنځ د اړیکې په اړه مخکینیو انګېرنو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د دغو پخوانیو تقلید همغه څه دي چې دوی پرې د فقهي مذهبونو مقلدان په نښه کوي.

د پخوانیو میراث، لکه فقهي او تفسیري نظامونه، په ځانګړو تاریخي شرایطو کې د انسانانو د علمي هڅو پایله ده او نقد او بیا کتنې ته اړتیا لري. که د پخوانیو د تفسیري طریقې پیروي له قرآن او سنت څخه د مستقیمې پیروۍ په معنا معرفي شي، د دیني نص او له هغه څخه د انسانانو د تاریخي پوهې ترمنځ پوله له منځه ځي. په داسې وضعیت کې، پر دین د پوهېدو یوه ځانګړې طریقه له خپل انساني او تاریخي ماهیت څخه لوړ مقام ترلاسه کوي او پر هغې نقد د کتاب او سنت مخالفت ګڼل کېږي. له دې لیدلوري څخه، سلفیت د تقلید له منطق څخه د بشپړ تېرېدو پر ځای، د هغه بله بڼه بیا تولیدوي.

د اسلامي تفکر په تاریخ کې د تقلید د نقد ځنډن دود

تش تقلید او له اجتهاد څخه لرېوالی ان امام ابوحنیفه په ګډون د مذهبونو امامانو ته په منسوب فقهي میراث کې هم تر نقد لاندې پاتې شوی دی. په ورپسې دورو کې هم یو شمېر مخکښو علماوو، هر یوه له خپل ځانګړي دریځ څخه، د تقلید مساله او د هغه د اعتبار حدود تر بحث لاندې ونیول. ابوحامد غزالي په «المستصفی» کتاب کې د اجتهاد شرایط او د تقلید مقام وڅېړه. ابن‌جوزي او ابن‌قیم جوزیه هم په خپلو اثارو کې په بېلابېلو لارو پر بې‌دلیله پیروۍ او مذهبي تعصب نیوکه کړې ده. په وروستیو پېړیو کې، جلال‌الدین سیوطي د «الرد علی من أخلد إلی الأرض وجهل أن الاجتهاد فی کل عصر فرض» رسالې په لیکلو سره، د اجتهاد پر دوامدار امکان او اړتیا ټینګار وکړ. له هغه وروسته، شاه ولي‌الله دهلوي په خپلو هغو اثارو کې چې «الإنصاف فی بیان أسباب الاختلاف» یې یوه بېلګه ده، د فقیهانو د اختلاف لاملونه او د مذهبونو اړوند مسالې وڅېړلې. محمد بن علي شوکاني هم په «القول المفید فی أدلة الاجتهاد والتقلید» په څېر اثارو کې پر تقلید نیوکه وکړه او د اجتهاد دفاع یې وکړه. نوې دورې ته په ننوتلو سره، محمد عبده او د اصلاح‌پالو متفکرانو یو شمېر نورو څېرو چې له الازهر او د اسلامي نړۍ له نورو علمي مرکزونو سره یې تړاو درلود، د عقلانیت د بیا راژوندي کولو، د فکري جمود پر وړاندې د مبارزې او په دین د پوهېدو په لارو چارو کې د بیا کتنې اړتیا مطرح کړه. دغه بېلګې ښيي چې د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو نظریه نه یوازې د اسلام په تاریخ کې یوازینی موجود لیدلوری نه و، بلکې په بېلابېلو دورو کې له مخالفت او نیوکې سره هم مخ شوې ده.

په نوې زمانه کې اجتهاد: له فردي اجتهاده تر ډله‌ییز او تخصصي اجتهاده

په نوې زمانه کې د اجتهاد بحث د هغه د دروازې د پرانیستلو پر اړتیا تر نظري ټینګار واوښت او د نویو راپیدا شویو مسالو د ځوابولو لپاره یې عملي هڅې هم رامنځته کړې. اقتصادي بدلونونو، د بانکي نظام پراختیا، د نویو حقوقي او سیاسي بنسټونو رامنځته کېدو، د طبي علومو پرمختګ او د ټولنیزو اړیکو پېچلتیا داسې پوښتنې راپورته کړې چې ځوابول یې د نویو واقعیتونو دقیقې پېژندنې ته اړتیا لرله. په داسې شرایطو کې د اجتهاد د بهیر بیا پیلول د پام وړ شمېر مسلمانو پوهانو له خوا تر ټینګار لاندې ونیول شول. خو په عصري پېر کې د ژوند پېچلتیا ته په پام سره، یو شمېر فقیهانو او د اصول فقهې متخصصانو د فردي اجتهاد پر ځای ډله‌ییز اجتهاد وړاندیز کړ. عبدالوهاب خلاف له هغو معاصرو علماوو څخه و چې ډله‌ییز اجتهاد ته یې بلنه ورکړه. یو شمېر نورو هم د اجتهاد د تجزیه‌کېدو نظریه مطرح کړه او ویې ویل چې اړینه نه ده یو مجتهد په ټولو موضوعاتو کې د نظر خاوند وي، بلکې کېدای شي یو فقیه په یوه ټاکلې برخه کې د اجتهاد مقام ته ورسېږي، پرته له دې چې په نورو ټولو مسالو کې هم له همدې صلاحیت څخه برخمن وي. محمد ابوزهره له هغو معاصرو فقیهانو څخه دی چې په خپلو اصولي بحثونو کې یې پر دې اړخ ټینګار کړی دی.

د فتوا معاصر بنسټونه او د اجتهادي ژوند دوام

په دې برخه کې د مطرح شویو بېلابېلو لیدلوریو له بحث څخه په تېرېدو، نن ورځ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې بېلابېل بنسټونه د فتوا ورکولو او فقهي څېړنو مسوولیت پر غاړه لري. دغه بنسټونه، که څه هم د نویو فقهي مکتبونو بنسټګر نه دي، خو د فقهې او اصول فقهې له پراخ میراث څخه په ګټې اخیستنې او د بېلابېلو مذهبونو د نظریاتو په کارولو سره هڅه کوي چې د معاصرو ټولنو له اړتیاوو سره سم ځوابونه وړاندې کړي. نړیوال فقهي مراکز، د فتوا شوراګانې، څېړنیز مرکزونه او په عربي او غیرعربي مسلمانو هېوادونو کې پوهنتوني بنسټونه د دغو فعالیتونو د دوام بېلګې دي. په دغو مرکزونو کې ګڼ شمېر عالمان او څېړونکي پر لیکلو، تدریس، څېړنې او د فتواوو پر صادرولو بوخت دي او په دې برخه کې ګڼ علمي اثار او تخصصي خپرونې خپرېږي. له همدې امله، دا تصور چې له څو پېړیو تېرېدو وروسته نور هېڅ مجتهد نشته او د مسلمانانو ټول فقهي فعالیتونه باید د پخوانیو فتواوو تر تکرار پورې محدود شي، د اسلامي نړۍ د معاصرو علمي او فقهي فعالیتونو له واقعیت سره سمون نه لري.

وروستۍ خبرې:

د پورته بحثونو په پام کې نیولو سره، د اجتهاد او تقلید په اړه د طالبانو د مشر لیدلوری تر دې چې د اسلامي فقهې د تاریخ د علمي او انتقادي مطالعې پایله وي، د دغه تاریخ د یوه محدود او متأخر برداشت انعکاس دی چې د یوه مطلق او نه بدلېدونکي حقیقت په توګه منل شوی دی.

په حقیقت کې، نوموړی د اجتهاد او تقلید په اړه هم پخپله د تقلید پر بنسټ ولاړ لیدلوری لري. هغه د فقهي مذهبونو تاریخي رامنځته کېدل، د شرعي احکامو د استنباط د لارو چارو تنوع، د تقلید د نقد اوږد تاریخي دود او تر نن ورځې پورې د اجتهادي فعالیتونو استمرار له پامه غورځوي. په دې توګه د فقهې د تاریخ له لانجمنو لیدلوریو څخه یو هغه د سیاست جوړونې او دولتولۍ د بنسټ په توګه وړاندې کوي.

ددغه چلند تناقض هغه وخت لا څرګندېږي چې له یوې خوا له معاصرو عالمانو څخه د اجتهاد صلاحیت اخیستل کېږي، خو له بلې خوا امیر ته دا واک ورکول کېږي چې له څو بېلابېلو فتواوو څخه یوه هغه وټاکي او قاضیان یې پر پلي کولو مکلف کړي، حال دا، چې پر یوې فتوا د بلې هغې مستدله ترجیح، خپله یو ډول اجتهادي قضاوت غواړي.

د طالبانو د فکر له بنسټیزو غوټو څخه یوه هم د فقهي جمود او سیاسي اقتدار ترمنځ همدا تړاو دی. له طالبانو سره خبرې اترې ځکه ستونزمنې او کله ناکله بې‌پایلې وي چې اختلاف یوازې د څو فتواوو یا فقهي احکامو پر سر نه دی، بلکې د دین د معرفت‌پوهنيزو او مېتودولوژیکو بنسټونو په اړه هم ژور اختلاف موجود دی.

تر هغه چې د پخوانیو فقیهانو تاریخي برداشتونه له نیوکې پورته او له نقد خوندي وګڼل شي، د دې ډول لیدلوري د پلویانو قانع کول چې پر فقهي میراث، له معاصرو علومو څخه ګټې اخیستنې او له دین او د نننۍ نړۍ له واقعیتونو سره د عقلاني چلند په اړه بیا کتنې ته اړتیا لري، ستونزمن کار به وي.

د دغه فکري بن‌بست پایلې هغه مهال ناورین‌زېږوونکې بڼه خپلوي چې د دولت په جوړښت کې عملي او څرګندې شي او د یوې ټولنې پر برخلیک، د وګړو پر حقونو او د ودې او پرمختګ پر فرصتونو اغېز وکړي. دا وضعیت نه یوازې د افغانانو د کړاوونو او ستونزو لامل دی، بلکې د نړۍ په نورو برخو کې د ډېرو مسلمانانو اندېښنې هم راپاروي او د اسلام‌وېرونې تبلیغاتو لپاره پلمه برابروي.په دې توګه، د طالبانو د دولتولۍ تجربه د سیاسي او ټولنیزو پایلو ترڅنګ دا خطر هم رامنځته کوي چې د اسلام متنوع او خوځنده فکري او تمدني میراث د هغه یوه تر ټولو محدود تاریخي برداشت ته راټیټ شي.

نظري: افغانستان به د هېڅ هېواد اقتصادي انحصار ته پرېنږدو

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي، یاده ډله هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر اقتصاد واکمن شي او یا د دغه هېواد اقتصادي سرچینې په خپل انحصار کې واخلي. نوموړي ویلي چې طالبان غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ اقتصادي اړیکې ولري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري دا څرګندونې له چین او روسیې سره د طالبانو د اړیکو ته په اشاره، له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي. نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت هڅه کوي له ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې وساتي او اجازه به ور نه کړي چې افغانستان د کوم ځانګړي هېواد د سیاسي یا اقتصادي نفوذ په ډګر بدل شي.

نظري د افغانستان پراخې طبیعي زېرمې د دغه هېواد لپاره مهم اقتصادي فرصت بللی او ویلي یې دي، چې دا سرچینې باید د اقتصادي ودې لپاره وکارول شي، نه دا چې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ترې ګټه واخیستل شي.

نظري ویلي، حکومت یې غواړي افغانستان پر یوه سیمه‌ییز اقتصادي مرکز بدل کړي او له بهرنیو پانګه‌والو سره د داسې همکاریو زمینه برابره کړي، چې دواړه لوري ترې ګټه واخلي. د نوموړي په وینا، د طالبانو حکومت نه غواړي د افغانستان په اقتصادي فعالیتونو کې کوم هېواد انحصاري ونډه ولري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال په دغه مرکه کې د لوېدیځ اقتصادي بندیزونو ته هم اشاره کړې او ادعا یې کړې، چې دا ډول فشارونه د هېوادونو د خپلواکۍ او پر ځان د بسیا کېدو هڅې پیاوړې کولای شي. نوموړي ویلي، د طالبانو حکومت د پوځي حضور پر ځای له ډیپلوماسۍ او خبرو ملاتړ کوي او غواړي د جاپان په څېر هېوادونه له لوېدیځ سره د اړیکو په جوړولو کې منځګړیتوب وکړي.

نظري جاپان د افغانستان ملګری هېواد بللی او د دغه هېواد له جګړې وروسته بیارغونه یې د افغانستان لپاره یوه بېلګه ګڼلې ده. هغه له جاپاني شرکتونو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او ژمنه یې کړې، چې د دوی د ژوند او پانګې بشپړ امنیت به تامینېږي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو حکومت بهرنیو پانګه‌والو ته د مالیاتو د کمولو، صنعتي ښارګوټو، د ویزو د اسانتیاوو، د برېښنا د برابرولو او د اداري بهیرونو د ساده کولو ژمنې کوي.

هغه ویلي، د طالبانو د اقتصاد وزارت له غیر دولتي بنسټونو سره د کارونو مسوولیت لري او د لویو سوداګریزو شرکتونو چارې د سوداګرۍ وزارت پر مخ وړي.

نظري په داسې حال کې له بهرنیو پانګه‌والو د پانګونې غوښتنه کوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې له پراخو اقتصادي ستونزو او نړیوالو بندیزونو سره مخ دی او د طالبانو حکومت لا هم د ډېرو هېوادونو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د طالبانو مخالفانو او هنرمندانو د وحید صابري په مړینه خواشیني څرګنده کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۰
100%

د افغانستان د نوموتي سندرغاړي وحید صابري مړینې د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو او هنرمندانو غبرګونونه راپارولي دي. هغوی د نوموړي د هنري مقام او ګډو خاطرو په یادولو سره، د داسې یو غږ پر غلي کېدو خواشینې څرګنده کړې چې د افغانستان د څو نسلونو له موسېقۍ او خاطرو سره تړلی و.

صابري د شنبې په ورځ، د لړم په ۳۰مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په خپل اپارتمان کې مړ شو. د افغانستان د مشهورو څېرو او خلکو له پراخو غبرګونونو سره سره، د دې راپور تر چمتو کېدو پورې د طالبانو چارواکو د هغه د مړینې په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم په یوه پیغام کې ویلي، چې صابري د کلونو په اوږدو کې د هېواد د کلتور په برخه کې ارزښتناک او تلپاتې خدمتونه کړي او د یوه محبوب او درناوي وړ شخصیت په توګه د افغانستان د خلکو په منځ کې ځانګړی ځای لري.

ښاغلي دوستم زیاته کړې، چې له صابري سره ډېرې ارزښتناکې خاطرې لري او د داسې یوه فرهنګي او انساني شخصیت له لاسه ورکول د هېواد د فرهنګي ټولنې لپاره لویه ضایعه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هم په اېکس کې لیکلي:«وحید صابري لوی زړه، رسېدونکی غږ او له وطنه ډکه مینه‌ناکه روحیه لرله».

همدارنګه د افغانستان د ازادۍ جبهې هم د لړم په درېیمه، په یوه اعلامیه کې د صابري مړینه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان له فرهنګي وضعیت سره تړلې بللې ده. دغې جبهې صابري د افغانستان د معاصرې موسېقۍ له مخکښو او تلپاتې څېرو او د لمریزې پېړۍ د ۶۰مې او ۷۰مې لسیزې د موسیقۍ د زرین پېر له هنرمندانو څخه بللی دی. په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د هنر او کلتور پر وړاندې د منظمو محدودیتونو له لارې هنرمندان، سندرغاړي، شاعران، لیکوالان او خبریالان له ازاد فعالیت څخه محروم کړي یا یې کډوالۍ ته اړ کړي دي. ازادۍ جبهې د صابري مړینه د هېواد د هنري او فرهنګي ټولنې لپاره لویه ضایعه بللې او له کورنۍ او مینه‌والو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

له حبیبیه لېسې تر ملي راډیو ټلوېزیون پورې

صابري د حبیبیه لېسې د زده‌کړو پر مهال له موسېقۍ سره مینه پیدا کړه. هغه مهال به دی له خپلو له څو ټولګیوالو سره راټولېده، د ښوونځي پر مېزونو او څوکيو به یې لاسونه وهل او سندرې به یې ویلې. صابري تر سندرغاړي کېدو مخکې ډرم غږاوه او له یوې سیمه‌ییزې موسېقۍ ډلې سره یې همکاري کوله. د ډرم غږولو د ازموینې لپاره ملي راډیو ټلوېزیون ته ورغی؛ خو هغه کس چې ټاکل شوې وه ازموینه ترې واخلي، حاضر نه شو.

صابري وړاندیز وکړ، چې د ډرم غږولو پر ځای به سندره ووایي. هغه د احمد ظاهر یوه سندره وویله او په ازموېنه کې بریالی شو. د خپلې لومړنۍ سندرې په ثبتولو کې هم سایر هراتي ورسره مرسته وکړه. د «بچه زحمت‌کش دهقان منم» سندره، چې شعر او موسېقي یې په لومړي سر کې د افغان سندرغاړې فرزانې لپاره جوړه شوې وه، د یوې کلمې له بدلولو وروسته صابري ته وسپارل شوه.

د صابري په وینا، د دې سندرې له خپرېدو وروسته هغو کمپوزرانو، چې پخوا یې ورته پام نه کاوه، په خپله د همکارۍ لپاره ورسره اړیکه ونیوله.

د پراخو غبرګونونو په ترڅ کې راپر او لیکوال محمدجواد حسيني له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د صابري د مړینې په اړه د طالبانو چوپتیا د موسېقۍ او کلتور په برخه کې د دې ډلې له کړنو سره تړلې بللې ده. حسيني وايي: «طالبانو واک ته له بېرته رسېدو راهیسې د افغانستان د موسېقۍ او کلتور له زیانمنولو پرته بل څه نه دي کړي. موږ د طالبانو د غبرګون په تمه نه یو او دا تمه هم نه لرو چې غبرګون وښيي.»

هغه په ورته مهال اندېښنه څرګنده کړې، چې که د صابري مړی کابل ته ولېږدول شي، ښايي طالبان د هغه د جنازې په مراسمو کې د خلکو ګډون منع کړي. حسيني زیاته کړې، چې طالبانو تر اوسه د موسیقۍ په اړه له تاوتریخوالي پرته بل څه نه دي ښودلي.

افغان هنرمند او د موسیقۍ استاد وحید قاسمي هم صابري نجیب، ځوانمرد، وفادار او د مینې وړ انسان بللی او ویلي یې دي، چې هغه په عزت او درناوي ژوند وکړ او د خپلو ملګرو او همکارانو په منځ کې یې ځانګړی ځای درلود. قاسمي د دې له امله خواشیني څرګنده کړې، چې صابري د خپل ژوند وروستۍ شېبې په پردېسۍ او یوازېتوب کې تېرې کړې.

د کنسرت لپاره سفر چې پر کډوالۍ بدل شو

د صابري د ژوند یو مهم پړاو په ۱۳۷۱ لمریز کال کې پیل شو؛ هغه مهال چې د یوه هنري پروګرام د اجرا لپاره له اسد ارام سره تاجکستان ته ولاړ.

صابري په همدې کال له تاجکستانه ازبکستان او بیا مسکو ته ولاړ. هغه د کډوالۍ په کلونو کې هم د موسیقۍ فعالیت ته دوام ورکړ او د نوو سندرو د ثبتولو لپاره یې هند ته سفرونه وکړل.

د صابري هم‌مهاله سندرغاړي جواد غازیار هم له هغه سره د خپلو ګډو انځورونو په خپرولو لیکلي:«څومره ژر دا تلپاتې غږ چوپ شو او څومره خواشینوونکې ده چې زمانه تر ټولو ښکلي غږونه په تر ټولو تریخ سکوت بدلوي».

پښتوژبي سندرغاړي جاوېد امرخېل ویلي، غوښتل یې د صابري د درناوي په پار د خپل راتلونکي کنسرت پر مهال په جرمني کې د «ابرها اگر ببارد» سندره اجرا کړي، خو د هغه د مړینې خبر یې واورېد.

بل افغان سندرغاړي تواب ارش هم ویلي، چې د صابري خوږ غږ او ارزښتناک هنر د موسیقۍ د مینه‌والو په زړونو کې ځای درلود او که څه هم غږ یې چوپ شوی، خو سندرې او هنري خاطرې به یې هېڅکله هېرې نه شي.

هغه غږ چې د یوه نسل په خاطرو کې پاتې شو

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند وحید عمر ویلي، د صابري غږ د هغه نسل د خاطرو یوه برخه ده، چې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې لوی شوي دي. هغه لیکلي: «هر څوک چې زما د عمر وي او په کابل یا د افغانستان په کوم بل ښار کې لوی شوی وي، د وحید صابري غږ او څېره یې له ژوند سره تړلي دي. د «لاله ګادیوان» او «سبزینه‌رنګ» له سندرو نیولې، د «دو موجود ز هستی گرامی‌تر است» تر سندرې پورې، دا ټولې زموږ د نسل د ماشومتوب او ځوانۍ د خاطرو برخه دي».

د افغانستان د پخواني ولسمشر نجیب‌الله لور هیلې نجیب هم د نوروز د خاطرو او د باران ډلې د هنرمندانو، لکه مختار مجید، وحید صابري، فرهاد دریا او اسد بدیع د اجراوو په یادولو لیکلي، چې د مشهورو څېرو مړینه له وطنه د لرېوالي درد لا زیاتوي.

همدارنګه افغان سینماګر لطیف احمدي هم په یوه پیغام کې لیکلي: «وحید صابري یوازې یو سندرغاړی نه و؛ هغه د یوه نسل غږ و، زموږ د خاطرو غږ و».

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر لیکوال او شاعر عبدالباري جهاني هم په فېسبوک کې په یوه پیغام کې د صابري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده. هغه صابري د خوږ غږ، ښو اخلاقو او له وطن سره د مینې لرونکی هنرمند بللی دی. جهاني د خپل یوه غزل په یادولو، چې صابري یې کمپوز او اجرا کړی و، لیکلي:«خمار مي نه ماتیږي شرابونه بېګانه دي ـ ساقي راته اشنا دی خو جامونه بېګانه دي». هغه ویلي، صابري دغه شعر په داسې سوز کمپوز او ویلی و، چې تر هغه وروسته هېڅ هنرمند ونه توانېد چې په هماغه بڼه یې اجرا کړي. جهاني څرګنده کړې، چې دا شعر له ۱۵ کلونو ډېرې تبعیدۍ وروسته کندهار ته د هغه د بېرته ستنېدو او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ده د احساساتو انځور و؛ هغه مهال چې ورته خپل وطن پردی ښکارېده.

په تاشکند کې خاورو ته سپارل

په ورته مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په لومړي سر کې ټاکل شوې وه د وحید صابري د جنازې مراسم د سې‌شنبې په ورځ، د لیندۍ په درېیمه په تاشکند کې ترسره شي؛ خو وروسته کابل ته د هغه د مړي د لېږدولو موضوع هم مطرح شوه، چې له امله یې په همدې ورځ د هغه د خاورو ته سپارلو بهیر وځنډېد.

د سرچینو په وینا، د صابري وروڼه د سې‌شنبې په ماښام تاشکند ته رسېږي او د هغوی له رسېدو وروسته به د هغه د خاورو ته سپارلو د وخت او ځای په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.