هغه وايي: «استادان او محصلین په ازاده توګه خبرې نه شي کولای. حتی د جامو اغوستلو بڼه، د خبرو کولو بڼه او اکاډمیک چلند، ټول موارد د حاکم نظام له خوا پر محصلینو او استادانو تحمیلېږي».
عبیدي ټینګار کوي، چې د اکاډمیکې ازادۍ محدودیت یوازې د استادانو او محصلینو په بڼه او چلند پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکې پر ښوونیزه اړیکه او د علمي لېږد پر بهیر هم اغېز کوي: «کله چې محصل اکاډمیکه ازادي ونه لري او استاد هم اکاډمیکه ازادي ونه لري، د پوهې د انتقال بهیر له ستونزې سره مخ کېږي.»
د محدودیتونو په سیوري کې د لوړو زدهکړو راتلونکی
د بلخ، هرات او تخار د محصلینو خبرې د هبتالله اخندزاده د څرګندونو او د حامد عبیدي د تحلیل ترڅنګ، د افغانستان د پوهنتونونو د فضا د بدلون انځور وړاندې کوي؛ داسې فضا چې په هغې کې پر ښوونیزو ستونزو او د زدهکړې د فرصتونو پر کمښت سربېره، د محصلینو ظاهري بڼه او شخصي چلند هم د څارنې او چلند موضوع ګرځېدلې ده.
په داسې حال کې چې په هرات کې یو محصل د خولۍ د نه لرلو له امله له لیکلې ژمنې او د شړلو له ګواښ سره مخ شوی، نور محصلین د ظاهري معیارونو د مراعتولو لپاره له فشار، په لیلیه کې له جبري او د پوهنتون د امرونو او د روغتون د چاپېریال د اړتیاوو ترمنځ له تضاد څخه خبرې کوي.
هممهاله، د یونسکو او یونیسف شمېرې د محصلینو او د کانکور د داوطلبانو د شمېر له کمښت څخه حکایت کوي.
دا ارقام په یوازې توګه د محصلینو د کمښت لامل نه په ډاګه کوي، خو ښيي چې د افغانستان د لوړو زدهکړو نظام واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو وړاندې کلونو په پرتله، د محصلینو د شمېر له پام وړ کمښت سره مخ شوی دی.
عبیدی خبرداری ورکوي، چې پر اکاډمیکې ازادۍ د محدودیتونو دوام او د څېړنې او پوهې د انتقال کمزورتیا به پر پوهنتونونو او د افغانستان پر علمي راتلونکې اوږدمهاله زیانونه پر ځای پرېږدي.
له دې سره، ګڼ شمېر افغانان او نړیوال بنسټونه په افغانستان کې له ژور بشري ناورین، پراخې بېکارۍ، اقتصادي کړکېچ او پر بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو پر زدهکړو او کار له لګول شویو بندیزونو سخت شکایت لري.