• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د زعفرانو له لسګونو میلیونو ډالرو صادراتو سربېره کروندګرو ته لږه ګټه پاتې کېږي

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۰

په داسې حال کې چې ځايي چارواکي په هرات کې پر ۱۲ زره هکټاره ځمکه د زعفرانو د کښت او سږ کال په ټول افغانستان کې له ۵۰ تر ۷۰ ټنو پورې د زعفرانو د راټولولو د اټکل خبر ورکوي، هغه کارګران او کروندګر چې د دې محصول په تولید کې ونډه لري لا هم اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د زعفرانو د ګل یوولسم جشن په دې وروستیو کې په هرات کې د طالبانو، د خصوصي سکتور د استازو، کروندګرو، کارګرانو او د ښار د خلکو په ګډون ترسره شو.

د دغه جشن په څنډه کې د اعلان شویو شمېرو له مخې، افغانستان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د څه باندې ۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تر ۳۱ ټنو ډېر زعفران صادر کړي دي.

همدارنګه په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره هکټاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده چې نږدې ۱۲ زره هکټاره یې په هرات کې ده.

هرات د افغانستان د نږدې ۹۰ سلنه زعفرانو په تولید سره د دغه محصول د کښت او پروسس اصلي مرکز ګڼل کېږي.

100%

سره زر

زعفران چې د اقتصادي ارزښت له امله ورته «سره زر» ویل کېږي، په وروستیو کلونو کې د افغانستان په یوه مهم صادراتي محصول بدل شوی دی.

د افغانستان زعفرانو په بلجیم کې د «ذایقې» د نړیوالې موسسې د ۲۰۲۶ کال په ارزونه کې د لوړ کیفیت او ځانګړي عطر او خوند له امله د لسم ځل لپاره د «نړۍ د غوره زعفرانو» لقب ترلاسه کړ.

سره له دې نړیوال شهرت او د صادراتو زیاتوالی لا هم د هغو ټولو کسانو د ژوند د وضعیت د متناسب ښه والي په مانا نه دی چې د دغه محصول په تولید کې ونډه لري.

د نجونو زیار او لږ مالي امکانات

د حاصلاتو د راټولولو په فصل کې زرګونه ښځې او نجونې د زعفرانو په کروندو او د پروسس په مرکزونو کې کار کوي.

د ګلانو د جلا کولو، پاکولو او صادراتو لپاره د دغه محصول د چمتو کولو ډېره برخه کار د ښځو پر اوږو دی.

د افغانستان د زعفرانو د اتحادیې په وینا، د حاصلاتو د راټولولو په فصل کې نږدې ۵۰ زره کسان په دغه برخه کې کار کوي چې شاوخوا ۹۵ سلنه یې ښځې دي.

په هرات کې یوه کارګره ښځه وايي چې د یوه کیلوګرام زعفرانو د پاکولو لپاره یوازې ۵۰ افغانۍ مزد ترلاسه کوي؛ په داسې حال کې چې د همدومره زعفرانو ارزښت په کورني بازار کې شاوخوا سل زره افغانۍ دی.

مهتاب، هغه نجلۍ چې د ښوونځي په رخصتیو کې د زعفرانو په کرونده او فابریکه کې کار کوي، وايي چې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله یې دغه کار ته مخه کړې ده.

د ډېرو کم عاید لرونکو ښځو او کورنیو لپاره د زعفرانو موسمي کار د ژوند د ځینو لګښتونو د پوره کولو لپاره یو فرصت دی؛ خو دا فرصت معمولاً یوازې د حاصلاتو د راټولولو او د محصول د پروسس تر فصل پورې محدود پاتې کېږي.

بنسټیزې ستونزې څه دي؟

د زعفرانو صادروونکي وايي، چې بانکي ستونزې، د پیسو لېږد، د ترانسپورت لګښتونه او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی د دغه محصول د صادراتو د پراختیا پر وړاندې اصلي خنډونه دي.

د معیاري پروسس، بسته بندۍ او بازارموندنې لپاره د کافي اسانتیاوو نشتوالي دا لامل هم شوی چې د افغانستان د زعفرانو یوه برخه په ناپیلې بڼه صادره شي او تولیدوونکي ونه شي کولی د خپل محصول له بشپړ اضافي ارزښت څخه ګټه پورته کړي.

د دې ننګونو سره سره، بهرني بازارونه لا هم د افغانستان زعفرانو ته لېوالتیا ښيي.

نوي راپورونه له شلو څخه زیاتو هېوادونو ته د دغه محصول د صادرېدو خبر ورکوي، چې په هغو کې اروپایي هېوادونه، امریکا او هند شامل دي.

د کروندګرو د ملاتړ ټینګار

اقتصادي کارپوهان وايي، چې د دې لپاره چې زعفران د افغانستان د کرنیز اقتصاد په یوې باثباته اډانې بدل شي، له دهقانانو ملاتړ، د پروسس د معیاري فابریکو جوړول، د ملي نښان پیاوړي کول، نړیوالو بازارونو ته مستقیم لاسرسی برابرول او د تولیدوونکو د کوپراتیفونو جوړول اړین دي.

د هرات د زعفرانو په یوولسم جشن کې تولیدوونکو او د دې برخې کارګرو هم د صادراتي بازارونو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ؛ خو د دوی غوښتنه یوازې د صادراتو زیاتوالی نه دی. هغوی غواړي چې د زعفرانو د نړیوال شهرت عاید، د تولیدوونکو کورنیو د ژوند او معیشت په ښه کولو کې لویه برخه ولري.

ډېر لیدل شوي

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟
۱

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟

۲

د وحید صابري د ژوند ناویلې کیسې؛ له هنري پیل تر پردېسۍ

۳

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۴

غربت افغان پلار د ترکیې قاچاقي لارو ته اړ کړ؛ د پښو ګوتې یې د پرېکېدو له ګواښ سره مخ دي

۵

سارا اډمز: امریکایي یوټیوبر «سنیکو» د حقاني شبکې له پخواني دوه‌ګوني جاسوس سره سفر کړی

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو په بدخشان کې د شیعه‌ګانو جومات نیولی

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۰
100%

د بدخشان د نُسي ولسوالۍ د ارخود کلي اوسېدونکي وايي، طالبانو یې جامع جومات نیولی او د شیعه‌مذهب پیروانو ته اجازه نه ورکوي چې ترې ګټه واخلي. د خلکو په وینا، سره له دې چې د طالبانو یوه پلاوي د جومات د بېرته سپارلو امر کړی، خو د دې ډلې سیمه‌ییز چارواکي یې له پلي کولو ډډه کوي.

ځايي سرچینو د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په دویمه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ارخود کلي د دولس‌امامي شیعه‌ګانو جامع جومات څو کاله مخکې د طالبانو د قوماندان جمعه‌خان فاتح په امر نیول شوی او له هغه وخت راهیسې شیعه‌ګان په بشپړ ډول په دې جومات کې له لمانځه او ترې استفادې کولو څخه محروم شوي دي.

د سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکو دغه جومات په خپلو شخصي لګښتونو جوړ کړی و؛ خو د ودانۍ له بشپړېدو سره سم طالبانو جومات ونیو او د همدې کلي د یو شمېر سني‌مذهبو اوسېدونکو په واک کې یې ورکړ.

ځايي اوسېدونکي وايي، د سیمې د نفوس غوڅ اکثریت شیعه‌ګان دي او یوازې څو سني کورنۍ د طالبانو په ملاتړ د جومات کنټرول په لاس کې لري.

سرچینې زیاتوي، د جمعه فاتح تر نیول کېدو وروسته د طالبانو یو پلاوی سیمې ته ولاړ او د خلکو د شکایتونو له څېړلو وروسته یې امر وکړ چې جومات دې شیعه‌ګانو ته بېرته وسپارل شي. خو دغه امر تر اوسه نه دی عملي شوی او شیعه‌ګان له نویو ګواښونو سره مخ شوي دي.

د سرچینو په وینا، د کلي د اوسېدونکو استازي د لړم میاشتې په لومړیو کې د دغه پلاوي د امر د پلي کېدو د تعقیب لپاره د ولسوالۍ مرکز ته ورغی؛ خو د جمعه فاتح د پخوانیو نږدې کسانو له خوا ونیول شو او وځورول شو. دغه کسان اوس د طالبانو د استخباراتو او پولیسو په ادارو کې دندې لري.

د بدخشان د درواز سیمې مذهبي لږکیو تر دې وړاندې هم څو ځله د طالبانو، په ځانګړې توګه په سیمه کې د دې ډلې د پخواني قوماندان جمعه فاتح له تاوتریخوالي ډک چلند او مذهبي ځپنې څخه شکایت کړی و.

د جمعه فاتح له تسلیمېدو وروسته طالبانو سیمې ته یو پلاوی ولېږه، څو د هغه د څو کلونو کړنې وڅېړي. خو د سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه پلاوي ډېری موندنې او سپارښتنې تر اوسه نه دي عملي شوې او پر مذهبي لږکیو فشارونه لا هم دوام لري.

اسماعیلیه او دولس‌امامي شیعه‌ګان د بدخشان د درواز سیمې له هغو مذهبي ډلو څخه دي چې د طالبانو له پراخو ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي.

یوناما د روان کال د زمري په میاشت په یوه راپور کې اعلان وکړ چې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلیه مذهب ۳۳ عبادت ځایونه تړلې او د دې مذهب پر پیروانو یې مذهبي محدودیتونه زیات کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د یو شمېر نورو ادارو په همکارۍ په بدخشان ولایت کې د اسماعیلیه وګړو عبادت ځایونه تړلې او د دې مذهب پیروانو ته یې امر کړی چې له دغو ځایونو څخه د عبادت لپاره ګټه وانخلي.

طالبانو لسګونه پخواني پوځیان له شمال‌ختیځ څخه د پلچرخي زندان ته ولېږدول

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۲ GMT+۰
100%

سرچینې وایي، طالبانو ۱۰۵ بندیان له کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو څخه په کابل کې د پلچرخي زندان ته لېږدولي دي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دې بندیانو ډېری پخواني پوځیان دي چې د طالبانو له مخالفو جبهو سره د غړیتوب یا همکارۍ په تور نیول شوي وو.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د لړم په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه، ۴۰ بندیان له تخار، ۴۰ بندیان له بدخشان او ۲۵ نور بندیان له کندوز څخه د پلچرخي زندان ته انتقال کړي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو بندیانو یو شمېر له ۱۰ کلونو څخه زیات په اوږدمهاله بند محکوم شوي دي.

په ورته وخت کې د دغو بندیانو د یو شمېر کورنیو او خپلوانو د هغوی د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په کندوز کې د یوه پخواني بندي نظامي، عظیم ورسجي خپلوان وایي، چې کابل ته د هغه له لېږدولو وروسته د هغه د وضعیت او ساتلو د ځای په اړه هېڅ معلومات نه لري.

هغوی د طالبانو له خوا د شخصي غچ اخیستنې د احتمال په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د ښاغلي ورسجي کورنۍ په تېره یوه اوونۍ کې د هغه د موندلو لپاره د بګرام او پلچرخي زندانونه لټولي خو تر اوسه یې د هغه هېڅ درک نه دی موندلی.

د عظیم ورسجي خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کندوز کې د طالبانو یو قوماندان او د دې ډلې د ۲۱۷ عمري قول اردو پخوانی قوماندان، محمد اکا له زندانه د ورسجي د انتقال پر مهال د هغه ملګری و.

د ورسجي د خپلوانو په وینا، هغه د محمد اکا تر امر لاندې ځواکونو باندې د برید په تور نیول شوی و.

طالبانو هغه تورن کړی و چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ په «حوض ویغنان» سیمه کې په یوه خونړي برید کې د دې ډلې لږ تر لږه ۱۱ تنه غړي وژلي ول.

د عظیم ورسجي خپلوانو د هغه د وضعیت په اړه د سختې اندېښنې په څرګندولو سره له نړیوالو بنسټونو او سازمانونو غوښتي چې د دې بندي د برخلیک روښانه کولو او د هغه د ساتلو د ځای په اړه معلوماتو ته د کورنۍ د لاسرسي لپاره همکاري وکړي.

سرچینې وايي، چې د مقاومت جبهو د فعالیتونو له پراخېدو او په سیمه‌ییزو زندانونو کې د احتمالي برید یا پاڅون په اړه د طالبانو اندېښنې له امله بګرام او څرخي پله زندانونو ته د دغو بندیانو د لېږدولو له اصلي لاملونو څخه وه.

په ورته وخت کې په تخار کې د طالبانو یو پخواني زنداني افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغه زندان وضعیت خورا خراب دی او د بندیانو شمېر یې تر ظرفیت خورا زیات دی.

د دغې سرچینې په وینا، په تخار کې د طالبانو په زندان کې له دوو زرو زیات کسان ساتل کېږي چې ډېری یې د خپل نیول کېدو په لامل نه پوهېږي او د خپلو دوسیو تر څېړلو پورې، میاشتې میاشتې په بې برخلیکه حالت کې پاتې کېږي.

په بدخشان کې د یو شمېر بندیانو نږدې کسانو هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د خپلو خپلوانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

هغوی وايي، کابل ته د بندیانو لېږد د هغوی د کورنیو لپاره شرایط لا پسې سخت کړي دي.

د دغو کسانو په وینا، سیمه‌ییزو زندانونو ته د کورنیو لاسرسی اسانه و او هغوی کولی شول د خپلو زنداني خپلوانو له احواله خبر شي او لیدنې ته یې ورشي؛ خو کابل ته د هغوی لېږد، د لارې د لرې‌والي او د امکاناتو د محدودیت له امله کورنیو ته جدي ننګونې پیدا کړې دي.

د دغو بندیانو ډېری برخه پخواني پوځیان دي او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

ذبیح الله مجاهد: له ډیورنډ کرښې رااوښتونکو سره به د نورستان د پېښې په څېر چلند وشي

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په پکتیا کې د یوې ولسي غونډې پر مهال خبرداری ورکړ، چې که څوک له ډیورنډ فرضي کرښې راواوړي، له سخت چلند سره به مخ شي. مجاهد دغه راز ادعا کړې، چې د دوی« بنسټیزې پروژې» به ۱۰ کاله وروسته، د افغانستان بڼه په«بشپړه توګه بدله» کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن دوشنبه، د لیندي پر ۲مه د پکتیا نښتر مشاعرې ته د وینا پرمهال دا څرګندونې وکړې.

هغه زیاته کړه: که هر څوک له ډیورنډ فرضي کرښې راواوړي له هماغه برخلیک سره به مخ شي چې په نورستان کې ورسره یوه ډله مخ شوې وه.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان خاورې ته په غیرقانوني ډول داخلېدونکو کسانو ته به هېڅ ډول اجازه ورنه‌کړل شي.

مجاهد زیاته کړه: هغه ډله چې له پاکستان څخه نورستان ته رااوښتې وه، غړي یې ونیول شول او موټرو ته واچول شول.

هغه ګواښ وکړ چې که نور کسان هم له دغې فرضي کرښې د تېرېدو هڅه وکړي، نو ورته چلند به ورسره وشي.

د طالبانو ویاند د پکتیا له قومي مشرانو او سپین‌ږیرو څخه وغوښتل، چې د دوی د حکومت ملاتړ وکړي او له امنیتي ځواکونو سره یې څنګ په څنګ ودرېږي.

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې قومي مشران او ولسي مخور باید خپلې مشورې له طالب چارواکو سره شریکې کړي.

۱۰ کاله وروسته؛ بشپړ بدل افغانستان

ذبیح‌الله مجاهد، دغه راز د دوی یو شمېر اقتصادي او پراختیایي پروژو ته له اشارې سره ادعا وکړه، چې دغه «بنسټیزې پروژې» به په راتلونکو لسو کلونو کې د افغانستان بڼه په بشپړه توګه بدله کړي.

د طالبانو ویاند دا هم وویل، چې خلک باید د دوی «ډېر منندوی» وي، ځکه د ده په خبره، دوی په هېواد کې «بشپړ امنیت» ټینګ کړی دی. هغه زیاته کړه، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې «سترې لاسته راوړنې» لرلې، خو خلک د دغو لاسته راوړنو د لیدو «احساس» نه لري او یا یې هم نه‌شي« درک کولای».

طالب چارواکي د «سراسري امنیت» ټینګښت د خپلې څه باندې ۵ کلنې واکمنۍ یوه له تر ټولو لویو« بریاوو» ګڼي خو د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان باور لري، چې د طالبانو یو شمېر وسله والو مخالفو ډلو په وروستیو کې د دوی دغه ادعا ننګولې ده.

له دې سره، ګڼ شمېر افغانان او نړیوال بنسټونه په افغانستان کې له ژور بشري ناورین، پراخې بې‌کارۍ، اقتصادي کړکېچ او پر بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو پر زده‌کړو او کار له لګول شویو بندیزونو سخت شکایت لري.

مجاهد په داسې مهال له ډيورنډ کرښې راوښتونکو کسانو ته خبرداری ورکوي، چې د روان کال د تلې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې طالبانو له دغې کرښې نورستان ولایت ته د خپلو لسګونه وسله والو مخالفانو د راوښتو، مرګ ژوبلې او نیولو ادعا وکړه.

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې ډلې بیا په دغه سیمه کې پر طالبانو د بریدونو او ترې د یو شمېر سیمو د لنډمهاله نیولو ادعا کړې وه.

د اسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب د افغان ښځو په غونډه کې څه تېر شول؟

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۶ GMT+۰
100%

د «زموږ غږ واورئ» څلورمه غونډه کې افغان ښځینه مشرانو، د ملګرو ملتونو د چارواکو، ډېپلوماتانو او د مدني ټولنې استازو د خپلو ویناوو پر مهال د طالبانو پر ځواب‌ویلو، د افغان ښځو د حقونو پر ملاتړ او د عدالت د ټینګښت لپاره د نړیوالو میکانېزمونو پر کارولو ټینګار وکړ.

د «عدالت او سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغان ښځو مشري د ځواب‌ویلو له لارې» تر سرلیک لاندې د «زموږ غږ واورئ» څلورمه غونډه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو، د لېندۍ په لومړۍ او دویمه نېټه، د اسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې په مادرید کې جوړه شوه.

دا غونډه د اسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د «د افغانستان لپاره ښځې» سازمان په همکارۍ جوړه شوې وه او شاوخوا ۷۰افغان ښځینه او نارینه مشران، د ملګرو ملتونو چارواکي، ډېپلوماتان، څېړونکي، دیني عالمان او د مدني ټولنو استازو پکې ګډون کړی و.

دا غونډه ولې جوړه شوه؟

100%

د «زموږ غږ واورئ» څلورمه غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله تېرېږي، خو افغان ښځې او نجونې لا هم د زده‌کړو، کار، ټولنیز او سیاسي ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

د غونډې جوړوونکو ویلي چې د دې غونډې موخه د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د طالبانو د ځواب‌ویلو لپاره د هڅو پیاوړتیا، په سیاسي او سوله‌ییزو بهیرونو کې د ښځو د رول ملاتړ او د حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او مدني ټولنې ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ رامنځته کول دي.

ګډونوالو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو له مانادار ګډون او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو له ځواب‌ویلو پرته دوامداره سوله او باثباته راتلونکی ناشونی دی. دوی ویلي چې نړیواله ټولنه باید د عدالت، د ښځو د حقونو او د افغانستان په اړه د اړوندو نړیوالو میکانېزمونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ویناوالو څرګندونې

د غونډې د پرانیستې په مراسمو کې د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوېل البارس بوینو ټینګار وکړ چې هېواد به یې د طالبانو رژیم په رسمیت ونه پېژني او اجازه به ورنه کړي چې د ښځو حقونه د سیاسي معاملې موضوع وګرځي. هغه همدارنګه په نړیوالو قوانینو کې د «جنسیتي اپارټایډ» د په رسمیت پېژندلو ملاتړ وکړ او د افغان ښځو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د څېړلو غوښتنه یې وکړه.

100%

ورپسې، د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پریمیلا پتن وویل چې د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي او د جبري ودونو، جنسي تاوتریخوالي او د ښځو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه لا هم راپورونه خپرېږي.

هغې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د مستند جوړونې او څېړنیزو میکانېزمونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د ملګرو ملتونو د بودیجې کمېدل د افغان ښځو د ملاتړ بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

د غونډې بله ویناواله ناوي پیلای وه چې مشهوره حقوق‌پوهه، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ پخوانۍ مشره ده. هغې په خپل ویډیويي پیغام کې وویل چې لکه څنګه چې په سویلي افریقا کې د اپارټایډ نظام په پای کې مات شو، په افغانستان کې د هغې پر وینا د «جنسیتي اپارټایډ» پر وړاندې مبارزه به هم په پای کې پایله ورکړي.

هغې د طالبانو د مشرانو د ځواب‌ویلو لپاره د نړیوالو اقداماتو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې عدالت به بالاخره ټینګ شي.

د پرانیستې مراسمو په بله برخه کې فوزیې کوفي د «د افغانستان لپاره ښځې» سازمان د مدیره پلاوي مشره او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې د افغانستان اوسنی وضعیت د نړۍ له تر ټولو سختو بشري حقونو بحرانونو څخه وباله او ویې ویل: «د طالبانو حکومت د طالبانو له خوا او د طالبانو لپاره دی».

هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د خواخوږۍ پړاو شاته پرېږدي او د طالبانو د ځواب‌ویلو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د یو میلیون لاسلیکونو کمپاین

د غونډې یوه مهمه برخه د «یو میلیون لاسلیکونو کمپاین» پرانیسته وه. دا نوښت په نړیواله کچه د جنسیتي اپارټایډ د په رسمیت پېژندلو او د ښځو د حقونو د رعایت لپاره پر طالبانو د فشار زیاتولو په موخه پیل شوی دی.

دا برخه د ایسلنډ د پخوانۍ لومړۍ وزیرې په نوښت جوړه شوې وه. د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر هم له دغه کارزار سره یوځای شو او خپل ملاتړ یې ترې څرګند کړ.

د «د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره یو میلیون غږونه» کمپاین له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د طالبانو له په رسمیت پېژندلو ډډه وکړي او د افغان ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. دغه کمپاین په افغانستان کې په سیاسي پرېکړو کې د ښځو د ګډون غوښتنه هم کړې ده.

100%

د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې د افغانستان د ښځو د غونډې د څلورم پړاو جوړوونکو دا اعلامیه چمتو کړې او د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ یې د یو میلیون لاسلیکونو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د ښځو د حقونو یوې فعالې د مادرید د «زموږ غږ واورئ» غونډې په څنډه کې د طالبانو په بند کې د دوو ښځو، بي‌بي صدیقې او مژدې ازبیک انځورونه او د هغوی د کورنیو لیکونه د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر ته سپارلي او د هغوی د خوشې کېدو لپاره یې د هڅو غوښتنه کړې ده.

د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوېل البارس په ځواب کې د افغانستان د ښځو وضعیت په بشپړه توګه د نه منلو وړ بللی او ټینګار یې کړی چې د افغان ښځو د ازادۍ او خوندیتوب او د خپلو جرمونو په تړاو د طالبانو د ځواب‌ویلو لپاره به هڅې دوام وکړي.

ډله‌ییز او تخصصي بحثونه

د پرانیستې له مراسمو وروسته، ګډونوالو په څلورو تخصصي بحثونو کې د افغانستان د ښځو د وضعیت اړوند ننګونې او حل‌لارې وڅېړلې. د دغو بحثونو سرلیکونه دا وو: د ښځو زده‌کړې، کارموندنه او اقتصادي پیاوړتیا، ځواب‌ویلو او عدالت، د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونه، او ښځې، سوله او امنیت.

ټاکل شوې چې د دغو غونډو په لړ کې د افغانستان لپاره د ځواب‌ویلو لارښود چوکاټ هم معرفي شي. دا نوښت په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د ځواب‌ویلو لپاره د حقوقي، سیاسي او نړیوالو هڅو د همغږۍ په موخه جوړ شوی دی.

د «زموږ غږ واورئ» غونډه د څلورم پرله‌پسې کال لپاره د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر په کوربه‌توب او د «د افغانستان لپاره ښځې» بنسټ په همکارۍ په مادرید کې جوړه شوه. دغه نوښت د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ کال کې، د طالبانو واک ته له بېرته رسېدو څو میاشتې وروسته، په نړیوالو غونډو کې د افغان ښځو د غږ پورته کولو په موخه پیل شو. د دې غونډې څلورم پړاو په داسې حال کې جوړ شو چې د کابل له سقوط څخه پنځه کاله تېرېږي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه لا هم دوام لري.

اسپانیې له ۲۰۲۱ کال راهیسې «فیمینستي بهرنی سیاست» د خپلې کاري اجنډا برخه ګرځولې ده. دا تګلاره د جنسیتي برابرۍ، په سیاسي بهیرونو کې د ښځو د ګډون او په نړیواله کچه د ښځو د حقونو پر دفاع ټینګار کوي. په همدې چوکاټ کې، مادرید په وروستیو کلونو کې د افغان ښځو پر یوه مهم ملاتړي بدل شوی، د «زموږ غږ واورئ» غونډو له جوړېدو یې ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې د ښځو د زده‌کړو، کار او سیاسي ګډون د حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.

د نوبل جایزې ګټونکې وايي افغانان به د اپارټایډ پر ضد مبارزه کې بریالي شي

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۰
100%

نامتو حقوق‌پوهې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوي پیلای د مادرید په څلورمه غونډه کې ویلي چې لکه څنګه چې په سویلي افریقا کې د اپارټایډ پر وړاندې مبارزه په پای کې بریالۍ شوه، په افغانستان کې به هم د «جنسیتي اپارټایډ» پر وړاندې مبارزه بریالۍ شي او دا نظام به یوه ورځ پای ته ورسېږي.

مېرمن پیلای چې پخوا یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې په توګه دنده ترسره کړې، په خپله انلاین وینا کې ویلي چې د کابل له سقوط څخه نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت نه دی ښه شوی او د طالبانو پراخ محدودیتونه لا هم دوام لري.

هغې د شته شمېرو په یادولو سره ویلي چې له هرو لسو افغان ښځو څخه اته یې نه دنده لري او نه هم زده‌کړو ته لاسرسی لري. د هغې په وینا، د ښځو له بنسټیزو حقونو محرومول په کلتور یا دین نه شي توجیه کېدای.

مېرمن پیلای د طالبانو د مشرانو پر وړاندې نړیوالو قضایي اقداماتو ته په اشارې سره وویل، د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د جرمونو نړیوالې محکمې په هاګ کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نیولو غوښتنه کړې وه. هغې د دې اقدام ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو عاملان باید ونیول شي او عدالت ته وسپارل شي.

د ملګرو ملتونو دې پخوانۍ چارواکې د افغانستان د ښځو د ملاتړ او د طالبانو د ځواب‌ویلو لپاره د ټولو نړیوالو میکانېزمونو او وسایلو د کارولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا هڅې باید د افغان ښځو په مشرۍ او د هغوی په محوري رول پر مخ ولاړې شي.

پیلای همدارنګه د سنګسار په څېر د سزاوو د پلي کولو په اړه د طالبانو د چارواکو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې په عام محضر کې د ښځو د سنګسارولو ګواښ عدالت نه دی، بلکې دا کار د بشري حقونو له اصولو او انساني کرامت سره ښکاره ټکر لري.

هغې د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغان ښځو د مقاومت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان ښځې له ټولو محدودیتونو سره سره غلې شوې نه دي. د هغې په وینا، دوی د بشري حقونو د سرغړونو پېښې مستندوي، په کورنیو ټولګیو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي او ان په جلاوطنۍ کې هم د ښځو د حقونو د دفاع لپاره خپل غږ پورته ساتي.

پیلای افغان ښځو ته په خطاب کې وویل: «تاسو هغه قربانیانې نه یاست چې د ژغورنې په تمه ناستې یاست؛ تاسو د بشري حقونو مدافعانې او د بدلون رامنځته کوونکې یاست».

هغې همدارنګه د حقونو او برابرۍ لپاره په مبارزه کې له ښځو سره د افغان نارینه‌وو د پیوستون پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې عدالت ته رسېدل د ټولنې د ټولو برخو ملاتړ ته اړتیا لري.

پیلای په پای کې د خپل هېواد تجربې ته په اشارې زیاته کړه: «په سویلي افریقا کې د اپارټایډ ختمول یو وخت لرې او ناشونی خوب ښکارېده، خو بالاخره پای ته ورسېد. زه باور لرم چې یوه ورځ به په افغانستان کې هم جنسیتي اپارتاید پای ته ورسېږي».

هغې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان ښځې هېرې نه کړي او د عدالت او برابر حقونو تر ترلاسه کېدو پورې باید د هغوی ترڅنګ پاتې شي.