افغانستان انټرنشنل د جمهوري نظام له سقوط وروسته په لویه پکتیا، کونړ او نورستان کې د القاعده شبکې مالي لګښتونه ارزولي او دا ارزونه ښيي چې د افغان حکومت له سقوط وروسته دې شبکې په لویه کچه مالي امکانات ترلاسه کړي، یا لږ تر لږه توانېدلې چې خپلو بندو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.
د ارزونو پایلې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر نه د ۲۰۲۳ کال تر جنوري پورې سیف العدل د القاعده ټول هغه پورونه ادا کړي، چې په افغانستان او پاکستان کې پرې د وسلو تاجرانو درلودل.
القاعده له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د شمالي او سویلي وزیرستان د وسلو له مارکېټونو، د سیالکوټ او ګوجرانوالې له فابریکو او افغان او پاکستاني وسله خرڅوونکو او قاچاق کوونکو نه ګڼې وسلې، په ځانمرګو او موټربم بریدونو کې کاریدونکي توکي او بارود پېرلي وو.
د سرچینې په باور، دې وسلو او پوځي موټرو د ګل بهادر ډله پیاوړې کړه او د پاکستاني ځواکونو خلاف یې عملیات چټک کړل.
سرچینه وایي، چې د غنیمت حکم او جواز، د جنګیالیو کورنیو او بهرنیو ډلو ته جرئت ور کړ، چې وسلې، موټر او نور امکانات ترلاسه کړي او یا خپله برخه پر نورو جنګیالیو، ازاد مارکیټ کې او یا پر قاچاق وړونکو یې وپلوري.
د افغانستان انټرنشنل پښتو د پلټونکې ډلې معلومات ښيي، چې القاعدې د دغو وسلو او غنیمتونو د خرڅلاو پرمهال، د ټي ټي پي جنګیالیو هر ګروپ ته لس امریکايي ایم فور، ایم ۱۶ او پر هغو د پاسه تړل کېدونکي دوربینونه (Pulsar Thermal Optics) او نور شپه لید (Night vision) تجهیزات پیرلي چې د هر پلسر دوربین بیه د هغه ډول ته په پام له ۱۴۰۰ ډالرو نه تر شپږ زره ډالرو پورې ده.
ځینې دوربینونه له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې پېرل شوي دي.
د پلټنو له مخې، القاعدې شبکې ایم فور ټوپک د هغو کیفیت ته په پام له ۱۵۰۰ ډالرو نه تر ۳۰۰۰ ډالرو پېرلي او دغه ټول پېر او پلور په یورو کرنسۍ شوی، چې د خوست په صرافیو کې په افغانۍ تبادله کیدې.
دغه راز، بهرنیو جنګیالیو او له وزیرستان نه د را ستنو شویو جنګیالیو کورنیو ته د غزني په واغظ، مقر او قره باغ کې هم د ښارګوټو په څېر کمپونه جوړ شوي، چې د پکتیکا له لمن او پڅې مېلې سیمو نه هلته انتقال شي، خو دغو کورنیو غزني ته له تګه انکار کړی او اوس له دې ودانیو اغزن سیم تاو دی.