نوموړې ویلي، چې دا هغه کډوال دي چې د همدې ډلې(طالبان) له وېرې او فشارونو له امله له افغانستان څخه وتلي دي، او اوس بېرته د هماغې ادارې سره مخ کېږي چې دوی ترې تښتېدلي وو.
تهمینې سالک ټینګار کړی، چې «طالبان اصلاح شوي نه دي» او د هغوی په اړه د بدلون ادعاوې واقعیت نه لري.
هغې د اروپايي هېوادونو پر هغو پالیسیو هم نیوکه کړې، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره تعامل ته لاره هواروي، او ویلي یې دي چې دا به د بشري حقونو وضعیت لا نور هم خراب کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د بشري حقونو او کډوالو موضوع په نړیوالو غونډو کې د بحث مهمه برخه ګرځېدلې ده.
په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د ګامبیا له سفیر عمر جاح سره لیدنه کې د افغانستان او ګامبیا ترمنځ د اړیکو او همکارۍ په تړاو خبرې کړې دي. خبرپاڼه کې راغلي چې د ناستې پر مهال د افغانستان د عمومي ثبات او امنیت په اړه مفصل بحث شوی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، دواړو لورو د امنیتي وضعيت تر څنګ د دوهاړخیزو اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی دی او د راتلونکو تماسونو لاره یې هواره بللې ده.
د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان دننه د پانګونې پر فرصتونو هم خبرې شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا موضوع د اجنډا مهمه برخه وه او د ګډو علاقو په نورو برخو کې هم نظرونه تبادله شوي دي.
دوحه کې د طالبانو سفارت د خبرپاڼې له مخې، د ګامبیا سفارت په قطر کې د افغانستان اړوند چارې هم تعقیبوي او له همدې کبله دغه لیدنه په دوحه کې ترسره شوې ده. د ناستې نور جزییات نه دي شریک شوي او نه هم د احتمالي موافقو یا راتلونکو ګامونو په اړه کوم مشخص اعلان شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت د چهارشنبې په ورځ د «د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ پر ضد ملي ستراتېژۍ» سند خپور کړ. په دې سند کې په لاتیني امریکا کې د نشهيي توکو د قاچاق پر کارټلونو، د چپپالو توندلارو ډلو او د اسلامي سختدریځو ډلو لکه القا-عده او داع -ش پر وړاندې مبارزې باندې تمرکز شوی دی.
دا لومړیتوبونه د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کورني او بهرني سیاست څرګندونه کوي؛ داسې سیاست چې پکې افغانستان هېڅ ځای نه لري او د طالبانو له لوري له ترهګرو سازمانونو، لکه القاعده سره د پراخو اړیکو په اړه چوپتیا غوره شوې ده. د دې ستراتېژۍ له مخې، داعش خراسان او القاعده (په ځانګړي ډول د عرب ټاپووزمې څانګه) د هغو پنځو اصلي ترهګرو ډلو په ډله کې راځي چې د امریکا پر ضد د پولو هاخوا د بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري او له همدې امله د مبارزې په لومړیتوب کې ځای لري.
سره له دې، د دې سند تر ټولو څرګنده خبره دا ده چې د افغانستان نوم په بشپړ ډول د یوه هېواد یا د ترهګرو وسلهوالو ډلو د فعالیت د سیمې په توګه پکې نه دی یاد شوی. په دې ستراتېژۍ کې د هغو ډلو د حضور یا فعالیت هېڅ یادونه نه ده شوې چې په افغانستان کې فعالې دي، لکه داعش خراسان او القاعده. دا په داسې حال کې ده چې داعش خراسان په افغانستان کې مېشت دی او القاعده هم بېرته دې هېواد ته د ستنېدو سره خپل مرکزونه او روزنیز بنسټونه بېرته فعال کړي دي.
د د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په وروستیو کې د تحلیل له مخې، د تېرو درې لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره د چپپالو ترهګریزو بریدونو شمېر له ښي اړخو زیات شوی دی.
دا دریځ وروسته له هغه نور هم پیاوړی شو چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د ټرمپ متحد او محافظهکار فعال چارلي کرک ووژل شو.
خو ګورکا ټینګار کړی چې دا ستراتېژي به د ښي اړخو تاوتریخجنو ډلو پر وړاندې هم عملي شي؛ هغه ډلې چې که څه هم ځینې یې د ټرمپ ملاتړ کوي، خو د د امریکا فدرالي پلټنو اداره په وینا، لا هم د کورني ترهګرۍ له جدي ګواښونو څخه شمېرل کېږي.
له وتلو پنځه کاله وروسته دا سند په داسې حال کې خپرېږي چې له افغانستانه د امریکا د بشپړ وتلو نږدې پنځه کاله تېرېږي، خو لا هم د دې هېواد د راتلونکي په اړه کومه رسمي او روښانه ستراتېژي نه ده وړاندې شوې. که څه هم د نوې ستراتېژۍ د جوړېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو تر اوسه کوم رسمي سند نه دی خپور شوی، او د امریکا اوسنی مهم تمرکز د خپلو نیول شوو وګړو، لکه محمود شاه حبیبي، د ازادۍ موضوع ده.
د طالبان له انکار سره سره، نړیوال راپورونه ښيي چې دغه ډله لا هم له القاعده سره اړیکې لري او افغانستان یو ځل بیا د داعش خراسان لپاره په خوندي پناهځای بدل شوی دی. سره له دې، افغانستان چې دوه لسیزې د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې اصلي مرکز و، اوس په عملي توګه د واشنګټن د امنیتي لومړیتوبونو له لېسته وتلی دی.
امریکا اوس په افغانستان کې هېڅ مستقیم پوځي یا ډیپلوماتیک حضور نه لري او د دې هېواد سفارت له دوحه څخه خپل فعالیتونه پر مخ وړي. شنونکي وايي، د ډونالډ ټرمپ د حکومت نوې تګلاره له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې د بنسټیز بدلون څرګندونه کوي.