• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قرغزستان وایي د «کاسا - ۱۰۰۰» پروژې خپله برخه ټول کارونه یې بشپړ کړي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱

قرغزستان اعلان کړی، چې د سیمه‌ییزې برېښنا لېږد پروژې «کاسا-۱۰۰۰» اړوند د خپلې برخې ټول ساختماني کارونه یې بشپړ کړي او نورې چارې د افغانستان د برخې بشپړېدو پورې تړلي دي.

د «اوراسیا د ثبات او پراختیا صندوق» د راپور له مخې، تاجکستان او پاکستان هم خپلې زیربنايي چارې پای ته رسولې دي، خو د پروژې وروستی پرمختګ اوس د افغانستان د برخې بشپړېدو پورې تړلی پاتې دی.

د معلوماتو له مخې، د دې ۱۳۰۰کیلومتره اوږدې پروژې شاوخوا ۴۵۰کیلومتره برخه د قرغیزستان په خاوره کې ده.

د کاسا-۱۰۰۰پروژه په افغانستان کې د شیرخان بندر له لارې د کندز ولایت څخه پیلېږي او تر تورخم پورې رسېږي، چې اوږدوالی یې له ۵۶۰تر ۵۸۰کیلومترو پورې اټکل شوی او د پروژې تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي.

دغه پروژه چې نږدې ۱،۲میلیارد ډالر لګښت لري، د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د لوړ ولتاژ برېښنا لېږد لپاره پیل شوې ده. د دې طرحې له مخې، قرغزستان او تاجکستان به د اوړي په موسم کې خپله اضافي برېښنا افغانستان او پاکستان ته صادر کړي.

په افغانستان کې د دې پروژې ساختماني چارې د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته درېدلې وې. هغه مهال یوازې د برېښنا د ستنو یوه برخه نصب شوې وه، که څه هم ډېری تخنیکي تجهیزات هېواد ته رسېدلي وو.

دا بهیر له اوږده ځنډ وروسته د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې، د امنیتي تضمینونو له ترلاسه کولو وروسته، بېرته پیل شو.

د اوراسیا د پراختیا صندوق ویلي چې د افغانستان د برخې بشپړېدل د پروژې د وروستي پړاو او تخنیکي ازموینو لپاره ضروري دي.

د یاد بنسټ په وینا، که د افغانستان برخه بشپړه شي، نو د سیمه‌ییزې برېښنا د لېږد دغه پروژه به د ۲۰۲۷کال تر پایه په بشپړ ډول فعاله شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د حـ ـماس د جلاوطنه مشر ځوی د اسراییل په برید کې ټپي او ۵ تنه نور وژل شوي دي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱

پر غزې د اسراییل د هوايي بریدونو پر دوام د حـ ـماس د مرکچي پلاوي مشر خلیل‌الحیه زوی ټپي او ۵ نور فلسطینیان وژل شوي دي. خلیل‌الحیه د غزې د راتلونکي په اړه له اسراییل سره د غیر مستقیمو خبرو مشري کوي. اسراییل لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

رویټرز خبري اژانس ته د غزې طبي سرچینو او د حماس غړو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) پر غزې د اسراییل په درېیو جلا جلا بریدونو کې د حماس د مرکچي پلاوي مشر خلیل‌الحیه زوی عزام‌الحیه سخت ټپي شوی او یو بل کس ورسره وژل شوی دی.

په جلا وطنۍ کې د حماس د مرکچي پلاوي د مشر خلیل‌الحیه ۳ نور زامن په غزه کې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې او درېیم زوی یې په ۲۰۲۵ کال کې په دوحه کې د حماس د مشرتابه پر ضد د اسراییل په یوه برید کې وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، تر دې برید مخکې په غزه کې د اسراییل په دوو نورو هوايي بریدونو کې د یوه ډګروال په ګډون ۴ نور فلسطنیان هم وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.

یاد ډګروال چې نسیم الکلازاني نومېده او د خان یونس په سویل الموازي سیمه کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مشر وو، هغه مهال ووژل شو چې موټر یې د اسراییل د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شو.

رویټرز دمخه راپور ورکړی وو، چې اسراییل په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې پر پولیسو بریدونه زیات کړي دي. اسراییلي پوځ په الموازي کې د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د حماس یو فعال یې په نښه کړی، خو د نورو بریدونو په اړه یې تبصره نه‌ده کړې.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال له اکتوبر راهیسې د حماس او اسراییل تر منځ له اوربند وروسته پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۳۰ فلسطینیان وژل شوي او د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له ۷۲،۵۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

په امریکا کې د تیلو بیې د ۲۰۲۲کال راوروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱

د سي‌بي‌ایس نیوز د راپور له مخې، په ټوله امریکا کې د تیلو منځنۍ بیې د چهارشنبې په ورځ د هر ګیلن لپاره ۴،۵۴ ډالرو ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۲کال د اوړي راهیسې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

په راپور کې ویل شوي، چې د عادي بنزینو بیه د روان کال د مارچ له ۹مې راهیسې شاوخوا ۵۲سلنه، یعنې ۱،۵۶ډالر په هر ګیلن کې لوړه شوې ده. د دې زیاتوالي اصلي لامل په منځني ختیځ کې د تیلو د جریان ګډوډي او د انرژۍ د بازارونو بې‌ثباتي بلل شوې ده.

سي‌بي‌ایس زیاتوي، چې د ۲۰۲۲کال په اوړي کې، د کرونا وبا پر مهال د انفلاسیون د لوړېدو له امله د بنزینو بیه تر ۵،۰۲ډالرو په هر ګیلن پورې رسېدلې وه.

د راپور له مخې، که څه هم د چهارشنبې په ورځ د تیلو نړیوالې بیې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې د هیلو له امله لږ راکمې شوې، خو د پمپونو پر سر د بنزینو بیې لا هم لوړې پاتې شوې دي.

کارپوهان وایي چې دا وضعیت ښيي د نړیوالو تېلو بازار او د مصرف کوونکو لپاره د تیلو پرچون بیې تل په مستقیم ډول نه بدلېږي، او د عرضه‌زنځير، لېږد او بازار نور عوامل هم پرې اغېز لري.

تهمینه سالک: د طالبانو د «اصلاح شوي» تصور حقیقت نه لري

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۳:۰۱ GMT+۱

د فرانسې پارلمان کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته د ښځو حقونو فعالې تهمینه سالک ویلي، چې ځینې اروپايي هېوادونه د کډوالو افغانانو د بېرته لېږلو لپاره د طالبانو کوربه‌توب کوي، چې دا چاره جدي اندېښنې راپورته کوي. هغې زیاته کړې، چې د طالبانو د «اصلاح شوي» تصور حقیقت نه لري.

نوموړې ویلي، چې دا هغه کډوال دي چې د همدې ډلې(طالبان) له وېرې او فشارونو له امله له افغانستان څخه وتلي دي، او اوس بېرته د هماغې ادارې سره مخ کېږي چې دوی ترې تښتېدلي وو.

تهمینې سالک ټینګار کړی، چې «طالبان اصلاح شوي نه دي» او د هغوی په اړه د بدلون ادعاوې واقعیت نه لري.

هغې د اروپايي هېوادونو پر هغو پالیسیو هم نیوکه کړې، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره تعامل ته لاره هواروي، او ویلي یې دي چې دا به د بشري حقونو وضعیت لا نور هم خراب کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د بشري حقونو او کډوالو موضوع په نړیوالو غونډو کې د بحث مهمه برخه ګرځېدلې ده.

په دوحه کې د طالبانو او ګامبیا سفیران د اقتصادي او سیاسي اړیکو په تړاو غږېدلي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱

په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د ګامبیا له سفیر عمر جاح سره لیدنه کې د افغانستان او ګامبیا ترمنځ د اړیکو او همکارۍ په تړاو خبرې کړې دي. خبرپاڼه کې راغلي چې د ناستې پر مهال د افغانستان د عمومي ثبات او امنیت په اړه مفصل بحث شوی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، دواړو لورو د امنیتي وضعيت تر څنګ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی دی او د راتلونکو تماسونو لاره یې هواره بللې ده.

د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان دننه د پانګونې پر فرصتونو هم خبرې شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا موضوع د اجنډا مهمه برخه وه او د ګډو علاقو په نورو برخو کې هم نظرونه تبادله شوي دي.

دوحه کې د‌ طالبانو سفارت د خبرپاڼې له مخې، د ګامبیا سفارت په قطر کې د افغانستان اړوند چارې هم تعقیبوي او له همدې کبله دغه لیدنه په دوحه کې ترسره شوې ده. د ناستې نور جزییات نه دي شریک شوي او نه هم د احتمالي موافقو یا راتلونکو ګامونو په اړه کوم مشخص اعلان شوی دی.

طالبان: په هلمند کې مو څه باندې ۱۹ ټُنه نشه‌يي توکي سوځولي دي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۱

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په لښکرګاه ښار کې یې ۱۹ اعشاریه ۲ ټُنه بېلابېل نشه‌يي توکي سوځولي دي.. د خبرپاڼې له‌مخې، په دې نشه‌يي توکو کې خام او پاخه تریاک، چرس، شیشه، شراب، کیمیاوي تېزاب، نشه‌يي ګولۍ او نور ورته توکې شامل وو.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه مواد چې ډېری یې تریاک، شیشه، شراب او چرس دي، په بېلابېلو عملیاتو کې ترلاسه شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په سوځول شویو موادو کې ۳۳۶۶ کیلو خام تریاک، ۱۵۹۱ کیلو پاخه تریاک، له ۵۸۶ کیلو څخه زیات امفیټامین شیشه، تر ۱۴۰ کیلو زیات بست مواد، له ۱۲۵۲ کیلو زیات پاخه چرس، ۲۳۹ کیلو مساله، ۲۷۲ګرامه هیرویین، ۵۷۱ګرامه ایف، له یو کیلو زیات ټابلیټونه، ۷۰۰ لیټره مایع شربت، ۳۴۰ کیلو د تاریاکو اړوند درمل، ۳۳۱ لیټره تېزاب، ۸۵۰ګرامه ټابلین ګولۍ، ۱۰۳ګرامه کرسټال، ۱۴۸ کیلو مشکوک شراب، ۹۰۰۰ دانې زیکپ ګولۍ، ۱۰ کیلو رنګ، ۴۱۷ کیلو خام چرس او زرګونه کیلو نور مختلف نشه یي توکي شامل وو».

په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې د نشه‌يي توکو کرکېله او کاروبار صفر ته رسولی، خو د چارو د شنونکو په وینا، په دومره ډېره اندازه د نشه‌يي توکو موجودیت د طالبانو یاده ادعا تر پوښتنې لاندې راولي، خو طالب مسوولین ټینګار لري چې، چې د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه به په جدي ډول روانه وي او هېچا ته به اجازه ورنه‌کړل شي، چې د ټولنې امنیت او د ځوانانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو مسوولینو زیاته کړې، چې دغه ډول عملیات به دوام لري او هڅه کېږي، چې د نشه یي توکو د تولید، قاچاق او کارونې مخه په بشپړه توګه ونیول شي.