• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۸ GMT+۱

نن (د مئ ۵مه) د قابلو نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره پر زده‌کړو لګېدلي بندیز او محدودیتونو د قابلو پر شمېر او فعالیت ناوړه اغېز کړی او د ښځو د روغتیايي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

که څه هم قابلې د یوه هېواد د روغتیايي نظام له بنسټیزو ستنو څخه دي؛ خو په افغانستان کې دغه برخه د نجونو د زده‌کړو بندیز له امله له ناروښانه وضعیت سره مخ ده. شنونکي خبرداری ورکوي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د مسلکي قابلو له سخت کمښت سره مخ شي، داسې کمښت چې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو پر روغتیا به ناوړه اغېزې ولري.

ورته مهال په ګڼو روغتونونو کې د زېږون څانګې له بې‌سارې ګڼې‌ګوڼې سره مخ دي او قابلې اړ دي چې له محدودو امکاناتو سره ډېرو ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي. ندا (مستعار نوم) چې د هرات په یوه خصوصي روغتیایي مرکز کې کار کوي وایي:« ما په ایران کې د ښوونې او رورنې څانګه کې تر ماسټرۍ پورې زده‌کړې کړې وې؛ خو کله چې افغانستان ته ستنه شوم، اړه شوم چې قابلګي ولولم. اوس په همدې برخه کې کار کوم؛ خو کله چې راتلونکې ته ګورم، رښتیا هم د افغانستان د ښځو لپاره اندېښمنه یم. که دغه حالت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي څو کاله وروسته هېڅ نوې فارغه قابله ونه لرو».

هغه زیاتوي: «له ایران او پاکستان څخه د کډوالو بېرته راتګ وضعیت نور هم پېچلی کړی دی. د ولادي څانګې ګڼه‌ګوڼه د پخوا پرتله ډېره شوې او موږ له درانه کاري فشار سره مخ یو. سره له دې بیا هم ځینې ښځې د لاسرسي ستونزو او کلتوري محدودیتونو له امله په کورونو کې زېږون کوي، چې دا د مېندو او ماشومانو د مړینې ګواښ زیاتوي».

یوه بله تجربه‌لرونکې قابله مسکا(مستعار نوم) چې تقاعد ته نږدې ده وایي: «قابلګي یوازې یو مسلک نه‌دی؛ بلکې د مور او ماشوم ژوند ژغورل دي. که د نجونو زده‌کړې په دې برخه کې بندې پاتې شي، ډېر ژر به له جدي کمښت سره مخ شو او دا به د زېږون پرمهال ګواښونه لا زیات کړي». هغه زیاتوي:« زموږ د کار او انرژۍ وخت نور پای ته رسېږي او زه ډېره خواشینې یم، چې نوی نسل به ډېر ژر د مسلکي قابلو له شتونه محرومه شي». هغه وایي، د روغتیایي زده‌کړو بندیز یو نه جبرانېدونکې تېروتنه ده چې تاوان به یې ټول عام خلک پرې کوي.

ثنا (مستعار) چې د کندهار په کوچني مومند خصوصي روغتون کې ډاکټره ده، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: «موږ د پرسونل له کمښت، د ډېر کاري فشار او کله ناکله د تجهیزاتو له نشتوالي سره مخ یو. سره له دې هڅه کوو ښه خدمتونه وړاندې کړو؛ خو پرته له نوو او روزل شویو قابلو، د دغه وضعیت دوام ډېر ستونزمن دی».

هغې وویل، چې په پخواني نظام کې د روزنیزو پروګرامونو له امله ښه فرصتونه وو؛ خو اوس دغه امکانات محدود شوي دي. د هغې په وینا؛ د محرم شرط هم د ځینو کورنیو لپاره ستونزې جوړې کړې او ځینې ښځې یې له کار کولو راګرځولې دي.

ثنا ټینګار کوي، چې د ښځو پر زده‌کړو بندیز یې ژوره اندېښنه رامنځته کړې؛ ځکه په اوسني حالت کې هم د قابلو کمښت احساسېږي او په راتلونکو کلونو کې به دغه ناورین لا ژور شي. هغه غوښتنه کوي، چې د ښځو پر زده‌کړو او کار لګول شوي محدودیتونه باید ژر تر ژره لرې شي.

د پکتیا په یوه روغتیایي مرکز کې یوه قابله چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې، وایي: «قابله‌ګانې د مور او ماشوم د ژوند ژغورنې په برخه کې نه بدلېدونکی رول لري. په لرو پرتو سیمو کې اکثره خلک بنسټیز روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري؛ نو موږ ته ډېرې پېچلې او بېړنۍ پېښې راځي. له محدودو امکاناتو سره، سره هڅه کوو چې د مېندو او ماشومانو ژوند وژغورو؛ خو د نوو قابلو د نه روزنې له امله راتلونکی ډېر اندېښمن ښکاري».

د هغې په وینا؛ طالبانو د کورنۍ تنظیم (Family Planning) پروګرام بند کړی او په دې اړه عامه پوهاوی کم دی، چې له امله یې ډېرې ښځې د شته محدودیتونو له امله له دغه خدمتونو ګټه نه‌شي اخیستلای، چې دا د پرله‌پسې مېندوارۍ او روغتیايي ستونزو لامل ګرځي.

قابلې ټینګار کوي، چې د ښځو زده‌کړې، د نوو قابلو روزنه او د عامه پوهاوي لوړول د یوې سالمې ټولنې لپاره بنسټیزې اړتیاوې دي. په داسې حال کې چې د ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه دوام لري، اندېښنه دا ده چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې له جدي ناورین سره مخ شي؛ داسې ناورین چې اغېزې به یې تر راتلونکو نسلونو پورې ورسېږي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

د برېښنا شرکت: په افغانستان کې د برېښنا د وېش کچه له ۹۰ تر ۱۰۰ سلنې پورې زیاته شوې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۳ GMT+۱
د برېښنا شرکت: په افغانستان کې د برېښنا د وېش کچه له ۹۰ تر ۱۰۰ سلنې پورې زیاته شوې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت وايي، وروستیو ورښتونو په هېواد کې د اوبو بندونه ډک کړي او په ټول هېواد کې د برېښنا د وېش کچه د پام وړ لوړه شوې ده. بل خوا خلک بیا غوښتنه کوي، چې د یو کیلو واټ بیه دې له دوه نیمو افغانیو را کمه شي.

د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حق پرست وایي، چې دامهال په ډېرو سیمو کې ۲۴ ساعته برېښنايي چوپړتیاوې وړاندې کېږي او د برېښنا تولید او غوښتنه له ۹۰ تر سل سلنې لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، یاد شرکت د شبکو د پراختیا لپاره نوې برېښنايي شبکې فعاله کړې چې د دوامداره برېښنا د لېږد وړتیا لري. نوموړي زیاته کړې: «ورښتونو بندونه ډک کړي، له هغو بندونو څخه چې وړاندې یې برېښنا کچه کمه وه اوس لوړه شوې ده. مثال: د نغلو او سروبي ماهیپر بند پخوا د وچکالۍ له کبله د ۳۰ څخه تر ۳۵ مېګاواټه برېښنا تولیدوله اوس ۱۶۹ مېګاواټه برېښنا راکوي».

په ورته وخت کې یوشمېر کورنۍ د برېښنا د بیلونو له لوړې بیې شکایت کوي. د کندهار یو اوسېدونکی حاجي امین‌الله وايي، چې تر ۳۰۰ مېګاواټه پورې د یو مېګاواټ بیه دوه نیمې افغانۍ ده. هغه زیاته کړې:« د یو مېګاواټ بیه دوه نیمې افغانۍ ده، د ډېرو د وس څخه وتلې خبره ده، که چېرې په دوو میاشتو کې د تحویلۍ بیل رانغی بیا نو دوه برابره ډېرېږي».

دوی غوښتنه کوي، چې د برېښنا په بېو کې دې کموالی راشي. سوداګر، هټۍوال او د هوټلونو څښتنان هم له طالبانو څخه د دایمي برېښنا غوښتنه لري. عبدالجبار چې په کندهار کې هوټل لري‌ وايي: «د برېښنا ستونزه دایمې نه‌ده حل شوې، کله چې هوا ډېره یخه یا ګرمه وي، برېښنا ډېره کمه وي او بیلونه زیات. باید برېښنا د ډېروالي‌ سره د بیلونو بیې هم کمې شي».

په افغانستان کې د برېښنا سکتور له کلونو راهیسې له جدي ستونزو سره مخ دی. افغانستان لاهم په پراخه کچه پر وارداتي برېښنا تکیه لري، چې ډېره برخه یې له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران نه واردېږي.

د کورنیو سرچینو محدود تولید، زړې شبکې، تخنیکي ستونزې او د برېښنا ضایعات هم هغه عوامل دي، چې د برېښنا لګښت لوړوي. سربېره پر دې د برېښنا د وېش سیستم کې اداري ستونزې او د عوایدو راټولولو کمزورتیا هم د مالي فشار لامل ګرځي، چې په پایله کې یې بیلونه زیاتېږي.

له کندهار نه جدې ته د حاجیانو د لېږد لړۍ پیل شوه

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۱ GMT+۱
له کندهار نه جدې ته د حاجیانو د لېږد لړۍ پیل شوه
100%

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې له دغه ولایت څخه جدې ته د حاجیانو د لېږد لړۍ نن سې‌شنبه (د غویي ۱۵مه) پیل شوه. په کندهار کې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ویاند عبدالرازق عمري هم ویلي، چې له کندهار نه د حاجیانو د لېږد بهیر رسماً پیل شوی دی.

د هغه په وینا؛ په لومړنیو دوو الوتنو کې ۶۹۲ د روزګان او زابل ولایتونو حاجیان د جدې له لارې مکې مکرمې ته انتقال شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې سږکال به له کندهار زون څخه ۸۰۷۳ حاجیان مکې مکرمې ته ولېږدول شي.

د طالب چارواکو په وینا؛ د حاجیانو د لېږد دغه لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري او ټول حاجیان به په منظم ډول سعودي عربستان ته انتقال شي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تېره ورځ ویلي و، چې تر دې دمه ۱۴زره او ۵۲۳ حاجیان د ۴۶ الوتنو له لارې سعودي عربستان ته لېږدول شوي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ له څلورو زونونو څخه ټولټال د ۳۰زره افغان حاجیانو د لېږد لړۍ پیل شوې ده.

سږکال به د افغان حاجیانو د لېږد بهیر د افغانستان له څلورو لویو زونونو څخه په ۹۶ الوتنو کې ترسره شي. طالبان وايي، چې د حاجیانو د لېږد مسوولیت د دوو کورنیو هوایي شرکتونو اریانا افغان او کام‌اېر پر غاړه دی.
د یادې ډلې د پلان له‌مخې؛ ۱۵زره حاجیان به په مستقیم ډول مدینې منورې ته او ۱۵زره نور حاجیان به د جدې هوایي ډګر له لارې مکې مکرمې ته ولېږدول شي.

طالبان وايي د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو یو دولتي شرکت هره ورځ ۵۰ ټنه سکاره تولیدوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۰ GMT+۱
طالبان وايي د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو یو دولتي شرکت هره ورځ ۵۰ ټنه سکاره تولیدوي
100%

د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست وایي، چې د «سراسیاب» د ډبرو سکرو دولتي شرکت د ورځې تر ۵۰ ټنو پورې د سکرو د تولید ظرفیت لري. دغه کان د سمنګان ولایت د دره‌صوف ولسوالۍ په سوېل لوېدیځه برخه کې د شباشک کان شاوخوا موقعیت لري او د سیمې د سکرو لرونکو له مهمو سیمو ګڼل کېږي.

د یاد کان د کېندنې چارې شاوخوا یو کال وړاندې پیل شوې او اوس‌مهال یې د تولید کچه ۵۰ ټنو ته رسېږي. د شرکت د فني او تخنیکي چارو مشر اېمل اریوبي وايي، دغه کان دوه اساسي برخې او دوه کاري ټکي لري چې د تولید ظرفیت یې کولای شي له ۵۰ تر ۲۵۰ ټنو پورې لوړ شي.

بل لور ته د څلورګونو کانونو د امریت جیولوجېست سید حسیب‌الله شفق وایي، چې دغه کان د لیول (طبقو) پربنسټ استخراجېږي او کولای شي د سکرو دوه طبقې چې پلن والی یې له ۲ تر ۴ مترو پورې دی؛ پرې کړي.

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه اوس هم د پراختیا او چمتووالي په پړاو کې ده او شاوخوا ۴۰ کارکوونکي په‌کې په کار بوخت دي. د دغه کان سکاره چې د تودوخې ارزښت یې له ۷۵۰۰ (GCV) څخه لوړ دی او له باکیفیته او ان کرسټالي سکرو شمېرل کېږي.

د ډبرو سکاره د افغانستان له مهمو طبیعي سرچینو څخه دي، چې ډېری زېرمې یې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې له بدخشان نه تر هرات پورې په یوه جیولوژیکي کمربند کې موقعیت لري.

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۱
ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی
100%

د خیبرپښتونخوا د چارسدې په اتمانزيو سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د مولانا محمد ادریس صاحب ترنګزي په نوم یو دیني عالم په ډزو وژلی دی. نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو.

د ځایي پولیسو په وینا؛ په دغه پېښه کې د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي. پولیس وایي، له پېښې وروسته وسله‌وال له سیمې په تېښته بریالي شوي؛ خو سیمه کلابنده شوې او د پلټنې عملیات روان دي.

100%
100%

طالبانو ته د یوه زنداني د مېرمنې لیک: له ۷ورځو راهیسې د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه‌لرو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱
طالبانو ته د یوه زنداني د مېرمنې لیک: له ۷ورځو راهیسې د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه‌لرو
100%

د همایون خواهاني مېرمنې طالبانو ته په یوه لیک کې ویلي، خاوند یې بې‌ګناه دی او ۷ ورځې کېږې چې د هغه د ساتنې ځای، روغتیايي‌ وضعیت او برخلیک په اړه معلومات نه‌لري. مېرمن خواهاني ویلي، چې له همدې کبله یې کورنۍ او ماشومان اندېښمن او له روحي ستونزو سره مخ دي.

سیاه‌موی خواهاني په دغه لیک کې ویلي، چې خاوند یې د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې فوزیه کوفي سره د کورنیو اړیکو لرلو په تور نیول شوی او دامهال یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه‌لري.

هغې ویلي، چې خاوند یې په تېرو پنځو کلونو کې وطن ته خدمت کړی او هیڅ کوم جرم نه‌لري. په لیک کې د هغه نیول کېدل د «انساني، اسلامي او حقوقي اصولو» خلاف عمل یاد شوی.

مېرمن خواهاني له طالب مسوولانو، علماوو او بانفوده کسانو غوښتنه کړې، چې د هغه په خلاصون کې ورسره همکاري وکړي.

طالبانو لاتراوسه د نوموړي د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي.