• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۱:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا یوه سیاسي څېره مولانا محمد ادریس ترنګزی د سې شنبې په ورځ سهار په چارسده کې په یوه هدفمند برید کې ووژل شو او دوه ساتونکي یې ټپیان شول. د سیمه‌ییزو سرچینو او پولیسو د معلوماتو له مخې، ادریس اتمانزیو سیمې ته د حدیثو د درس لپاره روان و.

د پېښې جزییات ښيي چې وسله‌والو د هغه پر موټر ډزې وکړې، چې په پایله کې یې نوموړی سخت ټپي شو اود ولسوالۍ مرکزي روغتون ته د لېږد پر مهال ومړ. د هغه مړی روغتون ته انتقال شو او د مرګ د خبر تر خپرېدو وروسته یې په زرګونو پلویان راټول شول او مظاهرې یې وکړې.

پولیس چارواکي وایي چې برید نامعلومو کسانو کړی او بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي دي.

د پاکستان امنیتي ادارو او د خیبر پښتونخوا حکومت تراوسه د نوموړي د وژونکو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستاني طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې د نوموړي وژل کېدل غندلي او د دیني عالمانو د وژلو تور یې د پاکستان پر «پټو ادارو» اچولی، خو دې ادعا ته تر دې دمه پاکستاني ادارو غبرګون نه دی ښودلی.

په کابل کې طالبانو په یوه اعلامیه کې د مولانا محمد ادریس وژنه «یوه ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه بللې او د دیني عالمانو وژنه یې د اسلام د دښمنانو کار بللی دی».

د جمعیت علمای اسلام خیبر پښتونخوا امیر سناتور مولانا عطا الرحمن وویل، چې د هغه اوسنی مدعي حکومت او حکومتي ادارې دي ځکه دده په وینا، د خلکو د مال او ژوند ساتنه د حکومتي ادارو مسوولیت دی.

مولانا ادریس څوک و؟

مولانا محمد ادریس په ۱۹۶۱ کال کې د چارسدې ولسوالۍ په ترنګزۍ په سیمه کې زېږېدلی و.

هغه د خپلې کورنۍ د دیني عالمانو د درېیم نسل غړی و او غور نیکه یې شیخ مولانا محمد اسماعیل د مشهور عالم شمس الحق افغاني استاد ګڼل کیږي.

محمد ادریس د خیبر پښتونخوا د نوموتي دیني عالم مولانا محمد حسن جان مدني زوم و. حسن جان د ۲۰۰۷ کال په سپټمبر کې د پېښور په وزیرباغ کې یوه ځانمرګي برید وواژه.

ادریس په دارالعلوم حقانیه کې لوړپوړی مدرس و او د ایالتي اسمبلۍ غړی (ایم پي اې) هم پاتې شوی و.

هغه موټر، چې شیخ ادریس پکې مدرسې ته روان و، له پېښې وروسته پرې د ډزو نښې لیدل کیږي
100%
هغه موټر، چې شیخ ادریس پکې مدرسې ته روان و، له پېښې وروسته پرې د ډزو نښې لیدل کیږي

مولانا ادریس د پاکستان په ملي سیاست کې فعاله ونډه لرله. هغه د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام د چارسدې ولسوالۍ امیر پاتې شوی و او وروسته د ګوند ایالتي اعلی سرپرست او د مرکزي شورا غړی و.

هغه د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ غړی هم پاتې شوی و او د اسمبلۍ د مرستیال (ډپټي سپیکر) په توګه یې هم دنده ترسره کړې وه.

مولانا محمد ادریس خپلې لومړنۍ دیني زده‌کړې په خپل کور کې د خپل پلار او نیکه تر لارښوونې لاندې، د ښوونځي له زده‌کړو سره یوځای ترسره کړې. له میټرک وروسته یې زده‌کړې په دارالعلوم نعمانیه اتمانزۍ، چارسده کې بشپړې کړې. لوړې دیني زده‌کړې یې په دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک کې بشپړې کړې وې.

هغه عصري زده‌کړې هم کړې وې او له پېښور پوهنتون څخه یې په عربي او اسلامي زده‌کړو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی و.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې نوموړي په دارالعلوم نعمانیه کې دنده ترسره کوله او د مدرسې طالبانو ته یې د حدیثوکتابونه تدریسول.

ادریس کابل ته د مولانا فضل الرحمن د تللي پلاوي غړی و

مولانا ادریس د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې د طالبانو او پاکستان د اړیکو رغولو په هدف له مولانا فضل الرحمن سره یوځای کابل ته سفر وکړ. په دغه سفر کې نوموړي د طالبانو له رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند، مولوي عبدالکبیر، د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو له وزیرانو او نورو چارواکو سره لیدنې کتنې درلودې.

ددغه سفر هدف د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د اړیکو رغول او د پاکستاني طالبانو ستونزې ته د حل لارې لټول ګڼل کېدل.

شیخ ادریس په ۲۰۲۴ کال کې کابل ته د سفر پرمهال په یوه غونډه کې لیدل کیږي
100%
شیخ ادریس په ۲۰۲۴ کال کې کابل ته د سفر پرمهال په یوه غونډه کې لیدل کیږي

ویل کېږي چې نوموړی د دغه سفر پر مهال له مولانا فضل الرحمن سره یوځای کندهار ته هم تللی و، خو طالبانو په رسمي ډول دغسې سفر نه دی تایید کړی.

هغه په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، « نن په نړۍ کې واحد اسلامي نظام په افغانستان کې دی، ټول وزارتونه او مشري له علماوو سره دي. کله چې پر دې خاوره کوز شوو، نظر مو پر پټکي، ږیره او اسلامي نظام لګي، یوې خوشبویه ځمکې ته موږ راغلي یو».

خو دوه کاله وروسته هغه د طالبانو د پلویانو له نیوکو سره هغه مهال مخ شو، چې د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر په ملاتړ یې څرګندونې وکړې.

شیخ ادریس په خپله وروستۍ وینا کې د ایران او امریکا ترمنځ په اوربند کې د پاکستان د حکومت، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د لوی درستیز رول ستایلی و.

ادریس په دې وروستیو کې د معتصم اغاجان د افغان او پاکستاني علماوو د پلټفورم د نوښت غړی هم و.

دغه پلټفورم، چې د پاکستان نور دیني عالمان مولانا شیخ زاهدالرشیدي، مولانا محمد حنیف جلندري، مولانا فضل الرحمان، مولانا عبدالله شاه مظهر او نور یې هم غړي دي، د وري میاشتې په پیل کې په یوه اعلامیه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پای ته رسېدلي اوربند د غځولو غوښتنه کړې وه.

معتصم اغاجان وروسته طالبانو په کندهار کې بندي کړ او د دغه پلټفورم هڅې هم ودرېدې.

د مذهبي مشرانو پرله پسې وژنې

په وروستیو کلونو کې خیبر پښتونخوا یالت د دیني عالمانو د هدفي وژنو له نوې څپې سره مخ دی.

د ډېرو پېښو په اړه تر اوسه هېڅ مسوول لوری په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

له ادریس وړاندې ناڅرګندو وسله والو د عوامي نشنل پارټۍ یو نوموتی غړی او دیني عالم مولانا خانزیب او د پي ټي اېم ملاتړی مفتي منیر شاکر ووژل. دوی دواړه په خیبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه په قبایلي ولسوالیو کې د پاکستان د امنیتي ادارو د سیاستونو او عملیاتو د منتقدانو په توګه پېژندل کېدل.

مفتي شاکر په خپلو ویناوو کې پر دودویزو دیني عالمانو هم نیوکې کولې او د ګڼو دیوبندي عالمانو او د هغوی د پلویانو غبرګونونه یې را پارولي وو.

د خیبر پښتونخوا مشهور دیني عالم او د اکوړه خټګ د حقانیه دارالعلوم بنسټګر مولانا سمیع الحق، چې د «طالبانو معنوي پلار» هم یاد شوی، د ۲۰۱۸ کال د نومبر پردویمه په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د چړو په وارونو ووژل شو، خو تر اوسه یې د وژونکو په اړه رسمي دریځ نه دی په ډاګه شوی.

د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې د هغه زوی حامد الحق هم، چې د خپل پلار ځایناستی ټاکل شوی و، په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. حامد الحق د حقانيه دارالعلوم مرستیال مشر او له ۲۰۰۲کال نه تر ۲۰۰۷ کال پورې د پاکستان د ملي شورا غړی و.

په دې لړ کې ډېری هغه دیني عالمان په نښه شوي، چې د دیني کړیو تر څنګ په سیاسي ډګر کې هم فعال دي.

مولانا فضل الرحمن، شیخ ادریس او د جمعیت علمای اسلام پاکستان نور غړي په کابل کې له مولوي عبدالکبیر سره په ناسته کې
100%
مولانا فضل الرحمن، شیخ ادریس او د جمعیت علمای اسلام پاکستان نور غړي په کابل کې له مولوي عبدالکبیر سره په ناسته کې

په پېښور کې افغان خبریال طاهرخان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ځینې ډلې د جګړې له لارې د تغییر ملاتړ کوي، خو ځینې نورې مذهبي ډلې ددغه دریځ ملاتړ نه کوي او دې اړخ ته ځینې خلک ګوته نیسي، خو دده په وینا، وسله والو ډلو دا پېښه غندلې ده.

نوموړي وویل، « دا له وخت مخکې خبره ده، چې د شیخ ادریس په وژلو کې به څوک لاس لري. لومړی به دې ته انتظار کیږي، چې څوک یې مسوولیت پرغاړه واخلي او یا پولیس خپلې څیړنې بشپړې کړي».

په دغسې پېښو کې ډېری په جګړه کې ښکیلو ډلو، په ځانګړې توګه د دیوبندي عالمانو په وژنه کې داعش خراسان ډلې ته ګوته نیول کیږي.

د خیبر پښتونخوا خبریال او د چارو شنونکي حق نوازخان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي او ترهګریزې پېښې ډېرې شوې او په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ دیوبندي عالمان په نښه شوي دي.

د هغه په وینا، په سیمه کې د داعش خراسان او دیوبند مکتب پر اساس اختلافات هم لیدل شوي او داسې پاکستاني وسله وال هم کېدای شي وي، چې د نوموړي له خبرو سره توافق ونه لري، خو کره هیڅ ډلې ددې پېښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخېستی.

د جمعیت علمای اسلام په څېر مذهبي سیاسي ګوندونه، چې د پاکستان په پارلماني سیاست کې اوږد او فعال حضور لري، د دغو بریدونو پاموړ هدف دی. دغه ګوند، چې مشري یې مولانا فضل الرحمن کوي، له افغان او پاکستاني طالبانو سره د تاریخي او فکري اړیکو له امله مشهور دی او وخت ناوخته د سولې په خبرو اترو کې د منځګړي رول هم لوبوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱

مولانا محمد ادریس د جمعیت علمای اسلام د مرکزي شورا او د پخواني صوبايي اسمبلۍ غړی نن په چارسده کې په یوه هدفي‌برید کې ووژل شو. نوموړی په حقانیه مدرسه کې د ګڼو طالب مشرانو استاد هم پاتې شوی و.

مولانا محمد ادریس ترنګزی په ۱۹۶۱کال کې د چارسدې په ترنګزي سیمه کې په یوې علمي کورنۍ کې زېږېدلی، پلار یې مولانا حکیم عبدالحق د «مناظر اسلام» په نوم مشهور و. نېکه یې شیخ الحدیث مفتي شهزاده د دارالعلوم دیوبند فاضل او عالم و.

هغه د مدینې پوهنتون مشهور عالم شیخ الحدیث مولانا محمد حسن جان مدني شهید زوم و.نوموړي په ۱۹۸۳کال کې د چارسدې په جامعه نعمانیه کې تدریس پیل کړ او اوږده موده یې بېلابېل علوم تدریس کړل. وروسته یې په دارالعلوم اسلامیه تنګي کې تدریس وکړ او بیا یې په بېلابېلو مدرسو کې تدریس ته دوام ورکړ. په ۲۰۱۳کال کې هغه د دارالعلوم نعمانیه د شیخ الحدیث او د مدرسینو د رییس په توګه وټاکل شو.

نوموړی د اکوړه خټک د حقانیه دارالعلوم فاضل و او د بنسټګر شیخ عبدالحق ځانګړی شاګرد هم پاتې شوی و. د مولانا شېرعلي شاه له مړینې وروسته د مولانا سمیع الحق په ټینګار هغه هلته د حدیث درس پیل کړ او د بخاري او ترمذي له لارې یې زرګونه زده‌‌کوونکي وروزل.

په سیاسي ډګر کې هم هغه مهم نظریاتي شخص پاتې شوی، چې په ۲۰۰۲کال کې له چارسدې د صوبايي اسمبلۍ غړی وټاکل شو. هغه د جمعیت علمای اسلام د مرکزي او صوبایي شورا غړی هم و.

نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو. پاکستانی لیکوال محمد زاهد شاه په یوې لیکنه کې کاږلي، چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا د خبرو اترو او د سیمې د کړکېچ د کمښت په تړاو د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د رول ستاینې له امله هغه پر خواله رسنیو او ځینو سیاسي کړیو په ځانګړي ډول د تحریک انصاف د ځینو غړو او پښتون ملتپالو له‌خوا له سختو نیوکو او نامناسب چلند سره مخ شوی و او ان ځېنې ګواښونه یې هم ترلاسه کړي وو.

د خیبرپښتونخوا په چارسده کې د مولانا محمد ادریس د وژنې په غبرګون خلکو لاریون کړی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا په چارسده کې سلګونه کسان د مولانا محمدادریس د ژونې په غبرګون لارو او کوڅو ته راوتلي‌ او لاریون یې کړی. په ورته وخت کې د پاکستان یوشمېر سیاست‌والو، فعالانو او عامو خلکو پر هغه شوی برید غندلی دی.

سلګونه کسانو د خیبرپښتونخوا په چارسدې کې د مولانا ادریس د وژنې پر ضد لاریون کړی، لاریون کوونکو یوشمېر څلور لارې او نورې لارې هم تړلې دي او د عدالت غوښتنه یې کړې ده.

مولانا محمد ادریس نن سې‌شنبه د خیبرپښتونخوا د چارسدې په اتمانزيو سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی دی. نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر محمد سهیل اپریدي یاده پېښه غندلې او د پېښې د څېړنې لپاره یې پر بېړنیو اقداماتو ټینګار کړی دی. له بل پلوه د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم یاده پېښه د ناامنۍ یوه بېلګه یاده کړې او د دغه ډول هدفي وژنو په وړاندې یې د چوپتیا پر غوره کولو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي غوښتنه کړې، چې صوبایي او فدرالي حکومتونه دې یو پر بل د تور لګول پرېږدي او د سیمې د امن لپاره دې عملي ګامونه واخلي. د پاکستاني طالبانو تحریک هم په یوې اعلامیه کې د د مولانا محمد ادریس وژنه غندلې او دغه پېښه یې د اندېښنې وړ یاده کړې ده.

د یادې ډلې ویاند محمد خراساني زیاته کړې، چې د دارالعلوم حقانیه جامعه بنسټګر، استادان او مشران د دښمنو دولتي ادارو له‌خوا په بېلابېلو بڼو په نښه شوي دي. په اعلامیه کې راغلي: «دغه ډول بریدونه د ټولنې پر امن، د علم پر مرکزونو او د دیني ارزښتونو پر بنسټونو بریدونه دي، چې هېڅکله د زغملو وړ نه‌دي».

ګڼو فعالانو او دیني عالمانو پر مولانا محمد ادریس دغه برید غندلی او له حکومت یې د پېښې د څېړنې او برید کوونکو د نیونې غوښتنه کړې ده. تر دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ګڼ دیني عالمان په نښه شوي وو.

ميا افتخار حسين: دولتي پاليسيو کې پښتونخوا په دوامداره توګه له پامه غورځول کيږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱

په خيبرپښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر ميا افختار حسين ويلي، له بده مرغه د پاکستان په دولتي پاليسیو کې پښتونخوا پرله پسې د پامه غورځول کيږي، هغه د برېښنا د پرچاوۍ، د ګاز په اوږد بندښت او د بیو په بې مهاره لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه د دوشنبې په ورځ په يوه بیان کې وويل، خيبرپښتونخوا چې له خپلې اړتیا ډېر او ارزانه برېښنا تولیدوي، له ۱۸ تر ۲۰ ساعتونو پورې برېښنا نه لري.

هغه زیاته کړه، همداراز د ګاز د پرله پسې بندښت له امله کورنی ژوند فلج شوی دی، د خلکو انغري ساړه شوې دي، صنعت ترڅنګ یې کاروبار هم سخت اغېزمنېږي.

د میا افتخار حسين په خبره، د پښتونخوا خلک له مخکې نه د لسیزو راهیسې له ترهګرۍ او بې‌امنۍ سره مخ دي او د تحریک انصاف ګوند په حکومت یې هم نيوکې کړي چې د تېرو ۱۴ کلونو له خرابې حکومتولۍ امله یې ايالت د بدحالۍ تصویر ګرځېدلی دی.

هغه وويل، ايالتي او مرکزي حکومتونه د پښتونخوا له بنسټیزو ستونزو څخه په بشپړ ډول بې‌پروا ښکاري او ايالتي حکومت د اساسي حقونو د تر لاسه کولو لپاره هېڅ جدي نه دی. بايد د مرکز سره د ايالت په ستونزو جدي خبرې وکړي.

جنوبي وزیرستان کې ځانمرګی برید او نښته؛ دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا د جنوبي وزيرستان ولسوالۍ په برمل کې د پاکستاني پوځ په يوه امنیتي پوسته ځانمرګی برید او وسله واله نښته شوې، چې لږ تر لږه دوه ملکي وګړی په کې وژل شوي او د پنځه امنيتي سرتېرو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د جنوبي وزيرستان پوليسو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تاييد کړې، چېد دوشنبې په ماښام د کوز جنوبي وزیرستان برمل په اعظم ورسک سيمه کې په پوځي پوسته دا ځانمرګی بريد ترسره شوی دی.

پولیس چارواکو په پېښه کې مرګ ژوبله تايید کړې او ویلي یې دي چې د ځانمرګي بريد وروسته د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوې ده.

دوی وویل، د بريد په ترڅ کې د پوستې ترڅنګ د ځايي خلکو کورنو ته هم زيان اوښتی، او ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي خو د مخابراتي ستونزو له امله ورته کافي معلومات نه دي رسېدلي.

د پاکستان ځينې رسنيو د امنيتي چارواکو له قوله ويلي، ځانمرګی بريد یې شنډ کړی دی. خو د پاکستان پوځ د دغه پېښې په اړه تراوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

پېښور کې د ښځینه روغتیاپالانو لاریون؛ له لسو میاشتو راهیسې معاش نه دې راکړل شوی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۶ GMT+۱

په پېښور کې لسګونه ښځینه روغتیاپالانو د معاش د نه ورکړې له امله لاریون کړې، دوی وایي چې د لسو مياشتو راهسې ورته معاش نه دی ورکړل شوی. بل لور ته د پښتونخوا ایالتي حکومت له دغو لاریونوالو سره خبرې کړي چې په نږدې راتلونکي کې به یې معاشونه ورکړل شي.

روغتیاپالانو د لاریون پر مهال په لاسونو کې بنرې پورته کړې وې او غوښتنې یې کولې چې دوی ته دې د لسو میاشتو معاش ورکړل شي، او د دوی لندمهالې دندې دې دایمي کړل شي.

دغو ښځینه روغتیاپالانو وويل، د دوی څخه د عامې روغتيا په هره برخه کې کار اخېستل کيږي، خو بيا یې څوک پوښتنه نه کوي.

دوی زياته کړه، د معاش نه ترلاسه کېدو له امله یې د کور ورځنی خرڅ ستونزمن شوی، او د اولادنو د ښوونځي د لګښتونو د نه ورکولو له امله یې ماشومان له ښوونځیو څخه بهر کړل شوي دي.

د لاريون وروسته د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو ځانګړي سلاکار، شفيع جان د کار کوونکو يوې کمېټۍ سره ليدلي، دوی ته یې د دوه مياشتو د معاش ورکولو باور ورکړی او د دوی په نورو غوښتنو د عمل کولو لپاره یې ترې وخت غوښتی دی.

خيبرپښتونخوا کې وخت په وخت د بېلابيلو ادارو کار کوونکي او ان تر دې د تعلیمي ادارو کارکوونکي د معاش نه ترلاسه کېدو شکايتونه کوي.