دغه پرېکړه د ملکي ادارو د تصفیې د ګډ کمیسیون تر څېړنو او بایومټریک پروسې وروسته شوې ده، چې له مخې به یې د پخوانیو کارمندانو پر ځای طالب وسله وال په درېیمه درجه بستونو کې پر دندو وګومارل شي.
د ترلاسه شوي سند له مخې، د فرامینو او احکامو د تعقیب او نظارت لوی ریاست تر سرپرستۍ لاندې پلاوي په ملکي ادارو کې د تصفیې لړۍ پیل کړې وه.
د دغه پلاوي په څېړنو کې څرګنده شوې چې په وزارتونو او ادارو کې په درېیمه درجه بستونو کې کار کوونکي کسان د طالبانو غړي یا ددوی په وینا، مجاهدین نه وو، ځکه نو د هغوی پر ځای د واجد شرایط طالب وسله والو د ګومارلو پرېکړه شوې ده.
افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د طالبانو د دفاع وزارت د دوو سرچینو منلې چې د «هبتي قطعې» په نوم د ۸۰۰۰ کسیز ځانګړي ځواک د جوړېدو بهیر روان دی، چې تمویل، روزنه او پوځي تجهیزات به یې د روسیې لهخوا برابر شي.
سرچینې وايي چې دا قطعه به د داعـ..ش پر ضد عملیات کوي.
سرچینې وايي، دا قطعه د ډېورنډ کرښې د څار او امنیت ټینګښت لپاره جوړیږي او ټاکل شوې چې د داعش - خراسان ډلې د فعالیتونو پر وړاندې عملیات وکړي او افغانستان ته د هغوی د ننوتلو مخه ونیسي.
د معلوماتو له مخې، دا ځواک به د طالبانو له رسمي امنیتي جوړښتونو جلا وي او یوازې د ملا هبتالله اخوندزاده تر مستقیم امر لاندې به فعالیت کوي. د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه به پرې واک ونه لري.
په کندهار او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې د پخوانیو طالب سرتېرو پوستې به پر خپل ځای پاتې وي، خو د سرحدي وضعیت په اړه به وروستۍ پرېکړې د همدې نوې قطعې لهخوا کېږي.
د سرچینو په وینا، دا مهال د دې قطعې ۴۰۰۰ کسان د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي او د ثبت بهیر یې روان دی او ۴۰۰۰ نور په کابل کې د تنظیم په پړاو کې دي.
همدارنګه ویل کېږي چې د دې قطعې غړي به د نورو طالبانو په پرتله لوړ معاشونه او امتیازات ولري او استخدام به یې له افسرۍ کچې پیل کېږي.
سرچینې زیاتوي چې یاد ځواک ته به پرمختللې وسلې، د شپې لید تجهیزات، پوځي موټر، چورلکې او څارګر ډرونونه ورکړل شي او جنګیالي به یې د سرحدي ګزمو، قاچاق ضد عملیاتو او د پرمختللې ټېکنالوژۍ د کارونې په برخو کې وروزل شي.
سرچینو په دې تړاو د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا ناسته د طالبانو له همدغه پنځه کسیز پلاوي سره چې بروکسل ته ځي، شوې او که ددې ډلې له نورو استازو سره، څه ونه ویل.
طالبان بروکسل ته په خپل دغه سفر کې هڅه کوي له اروپايي هېوادونو څخه په جرم تورنو افغانانو د شړلو په بدل کې پر یادو هېوادونو خپل ډېپلوماټان ومني.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت او په ترکیه کې ددغه هېواد سفارت د طالبانو پلاوي ته د ویزو ورکولو په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي او نه یې هم د طالبانو د شپږو ډیپلوماټانو پر سر له دې ډلې سره د هوکړې خبر تایید کړی دی.
دغه سفر په اروپا کې له نیوکو سره هم مخ شوی او د اروپايي پارلمان یو شمېر غړو او په ۲۷ هېوادونو کې میشتو افغان مدني فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعانو د طالبانو استازو ته د ویزو له ورکولو سره مخالفت کړی، ځکه دوی باور لري چې دا ډول اړیکې د طالبانو د حکومت د غیر مستقیم مشروعیت لامل کېدای شي.
سره له دې چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۳ زره ټنه کبان په کور دننه تولید کړي، خو لا هم د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت کبان واردوي. د کبانو فارم لرونکي وایي، چې له پاکستان سره د لارو له بندېدو وروسته اوس دوی له تاجکستان نه د کبانو بچي واردوي.
د ننګرهار د کبانو د یوه فارم په څنډه کې یادګار کامهوال د اوبو پر سطحه او تر اوبو لاندې د کبانو ټوپونه او حرکتونه څاري. خو هغه د دې صحنې تر شا د هغه بازار په اړه هم فکر کوي، چې د وارداتو او کورني تولید ترمنځ پرېکړه کوي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند چارواکي وایي چې په هېواد کې نږدې ۲۹۰۰ لوی او واړه د کبانو فارمونه فعال دي او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۳ زره ټنه کبان په کور دننه تولید شوي دي. سره له دې، افغانستان لا هم د شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت کبان له بهر څخه واردوي، ځکه کورنی تولید د بازار ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای.
افغانستان که څه هم سمندر ته لار نه لري، خو د پراخو سیندونو، بندونو، جهیلونو او طبیعي اوبو له برکته د کبانو د روزنې او سوداګرۍ لپاره د پام وړ ظرفیت لري.
نوموړي وویل، چې پخوا به یې همزولو له پاکستان نه کبان راوړل او ده به په بازار کې خرڅول، خو اوس چې لارې تړل شوې دي، نه پوهېږي چې د ژمي په رارسېدو به څه کوي.
ضیا د شپږ کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی دی. د هغه پلار د یوه طالب چارواکي د واده په مراسمو کې د ډزو پر مهال ټپي شوی و او وروسته ومړ او اوس د خپلې مور او پنځو خویندو سرپرستي ورترغاړې ده.
له بلې خوا، سوداګر وایي چې د سړو خونو کمښت، د کبانو د خوراک لوړې بیې او د ترانسپورټ ستونزې لا هم د دې سکتور پر وړاندې مهمې ننګونې دي. دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د کبانو د روزنې او بازارموندنې لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ننګرهار ولایت د طالبانو تر ادارې لاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د کبانو کوم دولتي فارم نشته، خو ۵ لوی او ۴۲ واړه خصوصي فارمونه فعال دي. د یاد ریاست په وینا، سره له دې چې دغه فارمونه د کبانو د تولید مهمه برخه برابروي، بیا هم د ژمي په موسم کې د ولایت اړتیا نه شي پوره کولای.
اوس مهال ننګرهار کې ۵ لوی او ۴۲واړه فارمونه فعالیت لري
دیاد ټرمینل مسوول امینالله غوریاني د طالبانو اړوند رسنیو ته ویلي، چې د ترمینل د بېلابېلو برخو د جوړولو چارې لا هم روانې دي او له بشپړېدو وروسته به موټرچلوونکو او مراجعه کوونکو ته لا پراخ خدمات وړاندې شي.
په ورته وخت کې، د تورغونډۍ بندر د ترانسپورټ ریاست مسوولان وایي، د دغه ټرمینل فعالیت به د باروړونکو موټرو د تګ راتګ په بهیر کې د لا ښه نظم د رامنځته کېدو او موټرچلوونکو او ترانسپورتي شرکتونو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرېدو لامل شي.
د طالبانو د هرات د تورغونډۍ بندر د ترانسپورټ مدیر عبدالغفور بریالي ویلي، ټول هغه باروړونکي موټر چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته داخلیږي، په دې ټرمینل کې به تم کېږي او د اړینو پړاوونو تر بشپړولو وروسته به خپل سفر ته دوام ورکوي.
یو شمېر موټرچلوونکو هم د دغه ټرمینل له جوړېدو هرکلی کړی او وایي، د تم کېدو، استراحت او د اړتیا وړ خدماتو د ترلاسه کولو لپاره د مناسب ځای موجودیت به د دوی ستونزې تر ډېره راکمې کړي.
د هرات تورغونډۍ بندر، چې د هېواد په لوېدیزه حوزه کې دویم ستر بندر بلل کېږي، د ټرانزیټ، سوداګرۍ او د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او هر کال د وارداتو او صادراتو پام وړ کچه د همدې بندر له لارې ترسره کېږي.