طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې ځواکونو یې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۳ تنه د غلا او د قیمتي لرګیو د قاچاق په تور نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې ځواکونو یې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۳ تنه د غلا او د قیمتي لرګیو د قاچاق په تور نیولي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې یکشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) خپره شوې راغلي چې د نیول شویو کسانو له ډلې ۶ تنه نیمروز ولایت کې، ۴ تنه ننګرهار کې او یو بل کس د فراه ولایت د شیب کوه ولسوالۍ کې د غلا په تور نیول شوي دي.
همداراز خبرپاڼه زیاتوي چې، ۲ تنه د کونړ ولایت پیچ ولسوالۍ کې د قیمتي لرګیو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات په بېلابېلو ولایتونو کې د جنایي جرمونو د مخنیوي په موخه ترسره شوي.

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله ښايي د «اپسټین قضیه» بیا د نړیوالو بحثونو مرکز وګرځي. هغه ادعا کړې چې دا موضوع د جګړې پر مهال تر ډېره پټه ساتل شوې وه.
خرم په ایکس لیکلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان ترمنځ د یوه تفاهم له امله ممکن ځینې پخوانۍچي حساس موضوعات بیا راپورته شي.
هغه په خپل پوسټ کې دا هم یادونه کړې چې د امریکا په رسنیو کې د «ریژیم چینج» په نوم د یوه نوي بحثپاروونکي کتاب د خپرېدو خبرونه خپاره شوي دي.
د هغه په وینا، دا کتاب د نیویارک ټایمز د دوو خبریالانو له خوا لیکل شوی او پکې د سپینې ماڼۍ د مهمو او خصوصي غونډو او د امریکا د ولسمشر د دفتر د داخلي چارو په اړه ادعاوې شاملې دي، چې ښايي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره سیاسي ستونزې جوړې کړي.
خرم زیاتوي چې اسراییل د امریکا او ایران ترمنځ له نږدې کېدو څخه ناراضه دی او دا وضعیت د سیمې په سیاسي اړیکو کې حساسیتونه نور هم زیاتوي.
د طالبانو د سرحدي پولیسو عمومي ریاست وایي چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې لس تنه د جعلي اسنادو د کارولو په تور نیولي دي.
د یاد ریاست ویاند، عابدالله فاروقي، ویلي چې دغه کسان د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
فاروقي د نیول شویو کسانو د اسنادو د ډول او د هغوی د هویت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې د دوی امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د غیرقانوني اسنادو په کارولو له هېواد څخه بهر سفر وکړي.
د طالبانو د سرحدي پولیسو په وینا، د هوايي ډګرونو او سرحدي دروازو د څارنې بهیر دوام لري او د جعلي اسنادو د کارولو د مخنیوي لپاره اقدامات زیات شوي دي.
تر دې وړاندې د غبرګولي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې هم د طالبانو د سرحدي پولیسو عمومي ریاست اعلان کړی و چې د کابل په هوايي ډګر کې یې اته تنه د جعلي اسنادو په کارولو د سفر کولو پر مهال نیولي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي چې په بلخ او غور ولایتونو کې یې درېیو ښځو ته یې د مهر حق اخیستی او د دوی په وینا د هغوی د شرعي حقونو د ترلاسه کولو زمینه یې برابره کړې ده.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو ښځو له کلونو راهیسې د خپل مهر د ترلاسه کولو غوښتنه کوله، خو د وزارت په وینا، د هغوی مېړونو د مهر له ورکړې ډډه کوله. د خبرپاڼې له مخې، دغو ښځو د امر بالمعروف ریاستونو ته شکایتونه وړاندې کړي وو او وروسته د قضیو تر څېړنې یې خپل دغه حق ترلاسه کړی.
د طالبانو د ادعا له مخې، د یادو ښځو مېړونه او د کورنۍ غړي د امر بالمعروف ریاستونو ته وربلل شوي او تر سپارښتنو وروسته یې ژمنه کړې چې ټاکل شوې مهر به له کوم کمښت پرته ادا کړي.
طالبان همداراز وایي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دوی د محتسبینو په هڅو نږدې سل نورو ښځو هم د میراث او مهر اړوند خپل شرعي حقونه ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د حقونو فعالان او یو شمېر منتقدین وایي چې د ښځو د انفرادي قضیو حل، د ښځو د حقونو د پراخو محدودیتونو اندېښنې نه شي له منځه وړلی. د دوی په وینا، افغان ښځې لا هم له زده کړو، کاري فرصتونو او ټولنیز حضور څخه محرومې دي، هغه محدودیتونه چې د نړیوالو بنسټونو له خوا د ښځو د اساسي حقونو د نقض په توګه یاد شوي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو او د بشري حقونو فعالانو په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه یوازې جلا جلا سرغړونې نه دي، بلکې د ښځو د عامه ژوند د له منځه وړلو لپاره یو منظم او قانوني شوی نظام رامنځته شوی چې د «جنسیتي اپارتاید» په نوم یادېږي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې پر نجونو د پوهنتونونو بندیز د ښځینه ډاکټرانو، وکیلانو، انجنیرانو او دولتي کارکوونکو د نوي نسل د له منځه تلو لامل شوی دی.
نړیوال بانک هم اټکل کړی چې په ځینو ولایتونو کې د ښځو د کار کچه تر پنځو سلنې کمه شوې ده.
راپور زیاتوي چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ کال کې د «امر بالمعروف» تر نامه لاندې داسې قوانین نافذ کړل چې له سلو ډېر محدودیتونه په قانوني بڼه پر ښځو لګوي. په دغو محدودیتونو کې د جامو اغوستل، له محرم پرته سفر او حتی په داسې ځایونو کې خبرې کول شامل دي چې پردي نارینه یې واوري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په ارزونه کې راغلي: «موخه یوازې محدودول نه دي، بلکې له عامه ژوند څخه د ښځو حذفول دي.»
د راپور له مخې، په کابل او هرات کې د ۲۰۲۶ کال پر مهال لسګونه ښځې د دغو مقرراتو د تطبیق په لړ کې نیول شوې دي.
د ملګرو ملتونو څارونکو ویلي چې یوازې د روان کال په جون میاشت کې په هرات کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د حجاب د اصولو د نه مراعتولو په تور نیول شوې دي.
راپور د ماشومانو د ودونو زیاتوالي ته هم اشاره کوي او وایي چې د اقتصادي ستونزو او د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو له امله دغه پدیده پراخه شوې ده. د یونیسف د معلوماتو له مخې، افغانستان کې شاوخوا ۲۸ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې ودېږي.
افغانې سیاستوالې فوزیې کوفي د ښځو د وضعیت په اړه ویلي: «موږ د کلتوري محافظهکارۍ شاهدان نه یو، بلکې د ښځو د بنسټیز حذف شاهدان یو.»
راپور زیاتوي چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه یوازې فزیکي نه، بلکې رواني اغېزې هم لري. بشري بنسټونه وایي، د زدهکړو او کار له حقه د محرومیت له امله د ښځو او نجونو ترمنځ د خپګان، اضطراب او رواني ستونزو کچه لوړه شوې ده.
راپور وایي چې افغانې ښځې د پټو درسي شبکو، انلاین زدهکړو او مدني فعالیتونو له لارې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د یوه افغان ښوونکي په وینا: «هغوی ښوونځي تړلي، خو زموږ ذهنونه یې نه دي تړلي.»
د راپور په پای کې ټینګار شوی چې د افغانستان د ښځو وضعیت نور یوازې د بشري حقونو عادي سرغړونه نه بلل کېږي، بلکې د ښځو د حذف یوه منظمه حکومتي تګلاره ده چې نړیواله ټولنه یې له پامه نه شي غورځولای.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي، چې د روان کال په تېرو پنځو میاشتو کې ۸۰۲ زره او ۷۷۲ افغانان په خپله خوښه او یا هم په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني، ویلي چې دغه کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه دغه هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې چې وزارت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د بېلابېلو مرستو زمینه برابره کړې ده. د نوموړي په وینا، د دغو کورنیو د ماشومانو د زده کړو په برخه کې هم د کډوالو وزارت د طالبانو د پوهنې وزارت سره په همغږۍ کار کوي.
بلخوا، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) مشر عرفات جمال ویلي، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو بودجه کمه شوې ده. د هغه په وینا، پخوا به هرې راستنېدونکې کورنۍ ته شاوخوا ۲ زره امریکايي ډالر نغدي مرسته ورکول کېده، خو اوس د بودجې د کمښت له امله دغه اندازه ۱۷۰ډالرو ته راټیټه شوې ده.
عرفات جمال وایي، دا اندازه مرسته ښايي یوازې د کډوالو د بېرته راستنېدو لګښتونه یا د لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو اړتیاوې پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ۶ میلیونو ډېر افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
اوچا د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ډېری راستنېدونکي هغو سیمو ته ستانه شوي چې له وړاندې د بېوزلۍ، د کاري فرصتونو د کمښت او لومړنیو خدماتو ته د محدود لاسرسي له ستونزو سره مخ وې.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د ډېرو کورنیو لپاره هېواد ته راستنېدل د ستونزو پای نه، بلکې د نویو ننګونو پیل دی.