• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ننګرهار فارمونو ته د کبانو بچي اوس د پاکستان پرځای له تاجکستان نه راوړل کیږي

خاطره اسحاقزۍ

لیکواله او خبریاله

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۲ GMT+۱

سره له دې چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۳ زره ټنه کبان په کور دننه تولید کړي، خو لا هم د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت کبان واردوي. د کبانو فارم لرونکي وایي، چې له پاکستان سره د لارو له بندېدو وروسته اوس دوی له تاجکستان نه د کبانو بچي واردوي.

د ننګرهار د کبانو د یوه فارم په څنډه کې یادګار کامه‌وال د اوبو پر سطحه او تر اوبو لاندې د کبانو ټوپونه او حرکتونه څاري. خو هغه د دې صحنې تر شا د هغه بازار په اړه هم فکر کوي، چې د وارداتو او کورني تولید ترمنځ پرېکړه کوي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند چارواکي وایي چې په هېواد کې نږدې ۲۹۰۰ لوی او واړه د کبانو فارمونه فعال دي او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۳ زره ټنه کبان په کور دننه تولید شوي دي. سره له دې، افغانستان لا هم د شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت کبان له بهر څخه واردوي، ځکه کورنی تولید د بازار ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای.

افغانستان که څه هم سمندر ته لار نه لري، خو د پراخو سیندونو، بندونو، جهیلونو او طبیعي اوبو له برکته د کبانو د روزنې او سوداګرۍ لپاره د پام وړ ظرفیت لري.

په وروستیو کلونو کې د کبانو روزنه د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پراخه شوې او د سلګونو کورنیو لپاره یې د عاید مهمه سرچینه برابره کړې ده.

پخوا د کبانو روزنه تر ډېره دودیزه وه او بزګرانو به په محدودو ډنډونو کې کبان روزل، خو اوس د عصري فارمونو له پراختیا سره دا سکتور د کرنې او مالدارۍ ترڅنګ د اقتصاد په یوه مهمه برخه بدل شوی دی.

ننګرهار، لغمان، بلخ، هرات، کندهار او یو شمېر نور ولایتونه د کبانو د تولید له مهمو مرکزونو شمېرل کېږي.

د کبانو د فارمونو خاوندان وایي چې د کورني بازار تقاضا هر کال زیاتېږي. د روغتیايي ارزښتونو له امله د کبانو غوښه د خلکو ترمنځ ځانګړی ځای لري اوپه بازارونو، هوټلونو او رستورانتونو کې یې مصرف مخ پر زیاتېدو دی.

یادګار کامه‌وال، چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د کبانو فارم لري، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په خپل فارم کې څلور ډوله کبان ساتو چې کراس، چینان، راهو او سلور پکې دي».

د نوموړي په وینا، پخوا به د کبانو بچي له پاکستان نه واردېدل، خو د لارو د بندېدو له امله یې اوس له تاجکستان څخه راوړي.

کامه‌وال وایي چې په فارم کې یې څلور کسان کار کوي، خو د کارګرو شمېر د فارم په لویوالي او کوچنيوالي پورې تړاو لري.

100%

هغه زیاته کړه، « په یوه جریب ځمکه کې شاوخوا ۲۰۰۰د کبانو بچي، چې نږدې ۱۰۰۰ ګرامه وزن ولري، تر شپږو میاشتو وروسته شاوخوا یو نیم ټن تولید ورکوي».

که څه هم یادګار له خپل کار څخه خوښ دی، خو وایي،له پاکستان سره د لارو بندېدو یې کاروبار اغېزمن کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې د کبانو خوراکي توکي په اسانه نه مومي او هغه بچي چې له تاجکستان نه راوړي، ګران تمامیږي.

د پخواني جمهوري نظام پر مهال بهرنیو موسسو د کبانو د خوراک او بچیانو په برابرولو کې مرسته کوله، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته اوس دا مرستې بندې شوې دي.

اقتصادي شنونکي باور لري چې د کبانو سوداګري نه یوازې د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې مرسته کوي، بلکې د کارموندنې، پانګونې او د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هم اغېزناک رول لري. د هغوی په وینا، که د فارمونو لپاره تخنیکي اسانتیاوې، معیاري خوراک او د ساتنې او روزنې وړ امکانات برابر شي، افغانستان کولی شي د کبانو په تولید کې ځان بسیا کړي.

۱۵ کلن ضیا، چې اوس د ګنیو اوبه پلوري، وایي، د هوا په سړېدو سره د کبانو کاروبار هم کوي.

نوموړي وویل، چې پخوا به یې همزولو له پاکستان نه کبان راوړل او ده به په بازار کې خرڅول، خو اوس چې لارې تړل شوې دي، نه پوهېږي چې د ژمي په رارسېدو به څه کوي.

ضیا د شپږ کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی دی. د هغه پلار د یوه طالب چارواکي د واده په مراسمو کې د ډزو پر مهال ټپي شوی و او وروسته ومړ او اوس د خپلې مور او پنځو خویندو سرپرستي ورترغاړې ده.

له بلې خوا، سوداګر وایي چې د سړو خونو کمښت، د کبانو د خوراک لوړې بیې او د ترانسپورټ ستونزې لا هم د دې سکتور پر وړاندې مهمې ننګونې دي. دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د کبانو د روزنې او بازارموندنې لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ننګرهار ولایت د طالبانو تر ادارې لاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د کبانو کوم دولتي فارم نشته، خو ۵ لوی او ۴۲ واړه خصوصي فارمونه فعال دي. د یاد ریاست په وینا، سره له دې چې دغه فارمونه د کبانو د تولید مهمه برخه برابروي، بیا هم د ژمي په موسم کې د ولایت اړتیا نه شي پوره کولای.

اوس مهال ننګرهار کې ۵ لوی او ۴۲واړه فارمونه فعالیت لري
100%
اوس مهال ننګرهار کې ۵ لوی او ۴۲واړه فارمونه فعالیت لري

ننګرهار د ژمي پر مهال د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سیلانیانو کوربه وي. په ځانګړې توګه د درونټې سیمه چې ډېری تازه کبان پکې پخیږي او پلورل کیږي.

د کبانو د کاروباریانو په وینا،له همدې امله د کبانو تقاضااو پر بازار فشار زیاتېږي او کورني تولیدات د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

د کبانو د روزنې د برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د افغانستان د اوبو شته سرچینې کولی شي د کبانو د تولید کچه څو برابره لوړه کړي. د هغوی په باور، د کبانو د صنعت پراختیا نه یوازې کورني بازار ته ګټه رسوي، بلکې په راتلونکي کې د صادراتو لپاره هم زمینه برابرولای شي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په تورغونډۍ بندر کې د باروړونکو موټرو لپاره د نوي ترمینل پرانېستلو خبر ور کړی

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۱
طالبانو په تورغونډۍ بندر کې د باروړونکو موټرو لپاره د نوي ترمینل پرانېستلو خبر ور کړی
100%

د هرات په تورغونډۍ بندر کې پر ۲۰ جریبه ځمکه جوړ شوی نوی باروړونکی ټرمینل چې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی، ګټې اخیستنې ته سپارل شوی. د طالبانو د هرات د تورغونډۍ بندر مسوولانو ویلي، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته داخلېدونکي موټر به په دغه ټرمینل کې تم کېږي.

دیاد ټرمینل مسوول امین‌الله غوریاني د طالبانو اړوند رسنیو ته ویلي، چې د ترمینل د بېلابېلو برخو د جوړولو چارې لا هم روانې دي او له بشپړېدو وروسته به موټرچلوونکو او مراجعه کوونکو ته لا پراخ خدمات وړاندې شي.

په ورته وخت کې، د تورغونډۍ بندر د ترانسپورټ ریاست مسوولان وایي، د دغه ټرمینل فعالیت به د باروړونکو موټرو د تګ راتګ په بهیر کې د لا ښه نظم د رامنځته کېدو او موټرچلوونکو او ترانسپورتي شرکتونو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرېدو لامل شي.

د طالبانو د هرات د تورغونډۍ بندر د ترانسپورټ مدیر عبدالغفور بریالي ویلي، ټول هغه باروړونکي موټر چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته داخلیږي، په دې ټرمینل کې به تم کېږي او د اړینو پړاوونو تر بشپړولو وروسته به خپل سفر ته دوام ورکوي.

یو شمېر موټرچلوونکو هم د دغه ټرمینل له جوړېدو هرکلی کړی او وایي، د تم کېدو، استراحت او د اړتیا وړ خدماتو د ترلاسه کولو لپاره د مناسب ځای موجودیت به د دوی ستونزې تر ډېره راکمې کړي.

د هرات تورغونډۍ بندر، چې د هېواد په لوېدیزه حوزه کې دویم ستر بندر بلل کېږي، د ټرانزیټ، سوداګرۍ او د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او هر کال د وارداتو او صادراتو پام وړ کچه د همدې بندر له لارې ترسره کېږي.

قزاقستان افغانستان ته د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي «ټېلي مېډیسن» بکسونه لېږي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۱
قزاقستان افغانستان ته د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي «ټېلي مېډیسن» بکسونه لېږي
100%

قزاقستاني شرکت «کونسنګ ټېکنالوجي» د طالبانوله عامې روغتیا وزارت سره د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړی، چې له مخې به یې افغانستان ته ۴۵۰۰ ځانګړي طبي «سویټ کیسونه» ورکړل شي څو په لرې پرتو سیمو کې د ټېلې مېډیسن له لارې د تشخیص او درملنې خدمات پیاوړي شي.

کابل ته د قزاقستاني پلاوي د سفر پرمهال د قزاقستان «کونسنګ ټېکنالوجي» شرکت د طالبانو د عامې روغتیا له وزارت نه یو لوی دولتي قرارداد ترلاسه کړی، چې ارزښت یې شاوخوا ۴۵ میلیونه ډالره دی.

د دغه قرارداد له مخې به افغانستان ته ۴۵۰۰ ځانګړي طبي بکسونه یا «سویټ کیسونه» ورکړل شي، چې د ټېلې مېډیسن یا لر طبي خدماتو لپاره کارېږي.

دغه پروژه د قزاقستان او طالبانو ترمنځ د روغتیايي ټکنالوژۍ د همکارۍ یوه مهمه برخه بلل کېږي او هدف یې هغو سیمو ته د روغتیايي خدماتو رسول ګڼل شوي، چې هلته روغتونونو او متخصصو ډاکټرانو ته لاسرسی کم دی.

دا طبي بکسونه چې شاوخوا ۸،۵ کیلو ګرامه وزن لري، د وړو ګرځنده کلینیکونو په څېر ډیزاین شوي دي.

په دې وسیلو کې د تشخیص پرمختللې ټکنالوژي شامله ده چې کولی شي د څو دقیقو په موده کې د ناروغ لومړني طبي معاینات و کړي. په دې معایناتو کې د وینې ابتدایي تحلیل شامل دی چې د وینې کمي، ګلوکوز، پروټین، بلیروبین او نورو شاخصونو اندازه پکې کېږي، همدارنګه د ادرار معاینات لکه د لوکوسایتونو، اسیدیټي، نایتریت او نورو ارزونه هم پکې شامله ده.

سربېره پر دې، دا بکسونه د زړه برېښنايي معاینه (ECG) هم کولی شي او د ۱۲ مزو تفصیلي تحلیل وړاندې کوي.

همدارنګه د وینې فشار، نبض، د وینې د اکسیجن کچه، د بدن تودوخه، ساکچه او د سږو او زړه اورېدنه یا درزا هم پکې شونې ده. د راپور له مخې، حتا د جنین د زړه فعالیت او د امیندوارۍ اړوند ځینې ارزونې هم په دې سیسټم کې شاملې دي.

د یاد شرکت په وینا، د دې ټکنالوژۍ کارونه داسې ده چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې روغتیايي کارکوونکی د ناروغ معلومات او معاینات راټولوي او بیا یې د انټرنېټ له لارې لویو ښارونو ته لېږي او متخصص ډاکټران کولای شي له لرې څخه د ناروغ معلومات وګوري، تحلیل یې کړي او تشخیص او نسخه ورکړي.

د شرکت د معلوماتو له مخې، دا ټکنالوژي لومړی په قزاقستان کې د کلیوالي سیمو لپاره جوړه شوې وه، وروسته یې نړیوال بازار ته لاره ومونده او اوس افغانستان ته د دې لوی قرارداد له لارې د صادرېدو ترڅنګ یې د زمبابوې او ایران په بازارونو کې هم د پراختیا هڅې روانې دي.

دغه سیستم د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ «HES-7» ګرځنده تشخیصي سیسټم نومیږي او په کابل کې په افغان- قزاق نندارتون کې هم نندارې ته اېښودل شوی و.

پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د بیارغونې لپاره په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۱
پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د بیارغونې لپاره په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړوي
100%

د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د لارو تړل پاتې کېدو او د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه په جولای میاشت کې لویه جرګه جوړېږي.

نوموړی وایي، د لارو بندېدو له کبله په پاکستان کې کاروبار سخت زیانمن شوی او په سلګونه زره خلک وزګار شوي دي. هغه د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې په یاده جرګه کې به د سوداګرۍ او صنعت اړوند ټول مهم شریکان ګډون ولري او د ستونزو پر اوږدمهاله حل به هر اړخیز بحثونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، تر هغې چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریزې لارې په بشپړ ډول بیا ‌نه‌وي‌ پرانیستل شوې پاکستان به له اقتصادي ځوړ سره مخ وي. هغه غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلاف دې له سوداګرۍ جلا شي؛ ترڅو دواړه خواوو ته عام خلک له زیان څخه وژغورل شي.

ورته مهال په تورخم کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، چې د لارې تړل پاتې کېدو له کبله ۲۰ لکه کسان وزګار شوي او سوداګرو د دغه لارو د بندېدو له کبله شاوخوا ۲۷۸ مېلیونه ډالر مالي زیان لیدلی.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري د دغه غونډې د ګډونوالو په حواله ویلي، چې د لارو د بندېدو له کبله د خیبر پښتونخوا ۵۰ سلنه کاروباري فعالیتونه اغېزمن شوي او ګڼ سوداګر اړ شوي چې خپل فعالیتونه لاهور او نورو ښارونو ته انتقال کړي.

اسد قیصر د جولای میاشتي جوړېدونکې جرګه د ستونزو د حل، سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د بیارغونې لپاره اغېزمنه ګڼلې ده.

طالبانو په کابل کې یو شمېر کسان د محرم د بیرغونو پورته کولو په تور نیولي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱
طالبانو په کابل کې یو شمېر کسان د محرم د بیرغونو پورته کولو په تور نیولي
100%

سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو تېره شپه په کابل کې د محرم بیرغونو د پورته کولو په تور ۹ تنه له جوماتونو او تکیه‌خانو نیولي دي. د سرچینو په وینا، دا کسان د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په لارښوونه نیول شوي دي.

سرچینو زیاته کړې چې نیول شوي کسان د طالبانو عدلیې وزارت په ودانۍ کې د طالبانو د عدلیې وزیر په «شخصي بندخونه» کې ساتل کېږي.

یوې سرچینې وویل چې طالبان په کابل کې د شیعه‌وو څو جوماتونو ت ورغلل او د محرم بیرغونه یې وشلول او راښکته یې کړل.

د سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو د امام حسین مجتبی جومات، په قلعه شهاده کې محمدي جومات، په امید سبز ښارګوټي کې نبي اکرم جومات، په سرکاریز کې ګلزار شهدا تکیه‌خانه، په کارته سه کې د حسنین جومات، د رسالت مدرسې جومات او په کابل کې د عدلیې وزارت ته څېرمه د افشاریانو جومات پلټلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرچینو په وینا، طالبانو مخکې له شیعه عالمانو سره په یوه ناسته کې، تر «ځانګړو شرایطو لاندې» د محرم د ویر مراسمو ترسره کولو اجازه ور کړې وه.

د دغې پېښې په لړ کې ویل شوي چې په کابل کې د محرم د مراسمو د ترسره کولو د همغږۍ ډلې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له مرستیال تاج‌میر جواد سره لیدلي او خپل شکایت یې ورته وړاندې کړی دی.

د سرچینو په وینا، تاج‌میر جواد ویلي چې شیعه‌وګړي د پخوانۍ پرېکړې له مخې کولای شي د محرم مراسم ترسره کړي او د مراسمو د همغږۍ له ډلې یې غوښتي چې د نیول شویو کسانو نومونه ورته وسپاري څو د هغوی د خوشې کولو په اړه اقدام وشي.

تر اوسه د عدلیې وزارت یا د طالبانو د چارواکو له لوري په دې اړه هېڅ رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

په ورته وخت کې د مزارشریف یوه اوسېدونکي هم د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړ چې طالبانو په دغه ښار کې لږ تر لږه درې تنه د محرم د ویرمراسمو له امله نیولي دي.

طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته د محرم د ویر او ماتم مراسم محدود کړي او په ځینو مواردو کې یې دا غونډې په تاوتریخوالي اړولې دي.

مخکې د افغانستان د شیعه علماوو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له ادارې غوښتي وو چې په ټول هېواد کې د ماتم د مراسمو امنیت ټینګ کړي.

دغې شورا د عاشورا د مراسمو د ترسره کولو لپاره له هر ډول محدودیتونو د پاکې، ارامې او امنې فضا پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

جرمني د طالبانو شپږ نور ډیپلوماټان مني

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۱
جرمني د طالبانو شپږ نور ډیپلوماټان مني
100%

یوې جرمنۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو او د طالبانو ترمنځ د افغان کډوالو د اېستلو په اړه په استانبول کې پټې خبرې شوې دي. راپور زياتوي، چې په دغه خبرو کې طالبانو جرمني‌ ته د خپلو ۶ نورو ډیپلوماټانو پر لېږد ټینګار کړی دی.

«اېن‌.ډي‌.ار» رسنۍ په خپل راپور کې ویلي، چې د جرمني فدرالي حکومت غواړي افغانستان ته د افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو د اېستلو الوتنو شمېر زیات کړي. په راپور کې ویل شوي، داسې ښکاري چې د دغه اقدام لپاره حکومت د طالبانو یوه غوښتنه منلې ده.

د راپور له مخې؛ د دغه خبرو په بدل کې به شپږ نور طالب ډیپلوماتان جرمني ته ومنل شي، خو جرمني یوازې د خبرو ترسره کېدل تایید کړي او د راپور نور جزییات یې نه‌دي تایید کړي. په راپور کې راغلي: «ټاکل شوې ده، چې شپږ نور طالب ډیپلوماتان جرمني ته واستول شي؛ دا د طالبانو د حکومت یوه مهمه غوښتنه وه».

د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا؛ دغه پرېکړه د طالبانو د حکومت او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو استازو او ډیپلوماتانو ترمنځ د څو ورځنیو پټو خبرو اترو پایله ده. دغه غونډه تېره اوونۍ د استانبول په یوه هوټل کې ترسره شوې وه.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یادې ورځپاڼې ته منلې: «د جرمني د کورنیو چارو وزارت د استازو او د طالبانو حکومت د استازو ترمنځ په تخنیکي کچه خبرې شوې دي»؛ خو د خبرو د ځای او مودې په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

بېلډ ورځپاڼې هم راپور ورکړی، چې د پلان له مخې به په میاشت کې تر درېیو پورې چارټر الوتنې کېږي.د بیلډ ورځپاڼې د رپوټ له مخې،؛په ۲۰۲۶کال کې کابل ته تر اوسه درې د اخراج الوتنې شوې دي او په یوه تازه اقدام کې یوازې د سې‌شنبې په ورځ ۳۲ افغان مجرمین افغانستان ته ولېږدول شوي. دغه کسان د جرمني چارواکو له‌خوا «جدي مجرمین او خطرناک کسان» بلل شوي دي.

د جرمني حکومت غواړي دغه پروسه یو منظم سیستم ته واړوي، چې «د اخراج هوایي کرښه» یا د اخراج هوایي پل ورته ویل کېږي. د راپور له مخې؛ اوس‌مهال لږ تر لږه ۱۰۰ افغان وګړي چې د اخراج لپاره چمتو بلل کېږي، په زندانونو یا د اخراج په مرکزونو کې دي. سربېره پر دې، د عادي الوتنو له لارې هم اخراج په هر وخت کې ممکن دی.