په شمالي وزیرستان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، ملک سیفالله خان، چې د درپه خېل قوم اغېزناک مشر و، د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند د صادق نور د یوه وسلهوال اباسین همزوني په ډزو کې وژل شوی او دې مسالې د یادې ډلې خلاف د درپه خېل قبیلې غوسه را پارولې ده.
وړمه ورځ د ملک سیف الله خان تر وژل کېدو وروسته، د درپه خېل قبیلې غړو سخت غبرګون وښود او د میرانشاه اړوند ندیم کوټکي سیمه کې د قبیلې اړوندو کسانو او وسلهوالو ترمنځ نښتې وشوې.
په دغو نښتو کې څلور وسلهوال وژل شوي، چې یو تن د مولوي صادق نور د ډلې اړوند جنګیالی ګڼل کیږي.
د سرچینو په وینا، ملک سیفالله خان د یوې داسې کورنۍ غړی و چې په داوړ، په ځانګړي ډول درپه خېل قوم کې پراخ نفوذ لري.
د دې کورنۍ مشر عبدالجبار (جباري) و، چې په جرمن مشهور و او کورنۍ یې په سیمه کې د خپل ځواک او پخوانیو دښمنیو له امله پېژندل کېږي. دغې کورنۍ په سیمهییزو شخړو او د اربکیو په جوړښت کې مهم رول لوبولی دی.
په ۲۰۱۶ کال کې له پاکستاني حکومت سره د دې کورنۍ اړیکې هغه مهال خرابې شوې ، چې ملک سیفالله خان د افغانستان له استخباراتي ادارو سره د اړیکو په تور ونیول شو او شاوخوا لس میاشتې بندي و.
له خوشې کېدو وروسته سیفول د درپه خېل قبیلې د قومي څلوېښتي مشري پر غاړه واخیسته.
د درپه خېل قبیلې د څلوېښتي مشري په تاریخي لحاظ د جرمن کورنۍ کوي او له همدې امله د ټي ټي پي خلاف د قبیلې په راټولولو کې اغیزناکه ګڼل کیږي.
د ملک سیف الرحمن له کورنۍ سره نږدې یوې سرچینې وویل، چې دوی د خپل وژل شوی مشر د فاتحې له مراسمو وروسته د طالبانو پر وړاندې د قومي پرېکړې او یو کېدو په لټه کې دي.
ملک سیف الرحمن له دې وړاندې په خپله سیمه کې د وسله والو طالبانو پر فعالیت اندېښنه ښودلې وه.
د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ دا پېښه غندلې ده او پر امنیتي ځواکونو یې د سیمې او قومي مشرانو د امنیت نه ټینګولو له امله نیوکې کړې دي.
تحریک طالبان پاکستان د پېښې په اړه په خپل غبرګون کې ویلي چې دا پېښه « خواشینوونکې» ده او ادعا یې کړې چې ځینې کسان د حکومتي ځواکونو په لمسون د دوی پر ضد راپورته شوي دي. ډلې له قبایلي مشرانو غوښتي چې له احساساتي غبرګونونو ډډه وکړي او خپلې ستونزې د جرګې له لارې حل کړي.
ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې ویلي، «ځینې لنډفکري کسان د شخصي او محدودو ګټو لپاره د قومي مشرۍ ترلاسه کولو او سیاسي مقام لاسته راوړلو په موخه د امن کمیټو په نوم د دوی پر ضد ډلې جوړوي».د ټي ټي پي په وینا، دغه کسان د خپلو شخصي موخو لپاره د ټولې ټولنې راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.
د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستاني طالبانو ډلې، چې محلي خلک یې ددې پېښې مسووله ګڼي، تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.