• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا په چارسده کې د مولانا محمد ادریس د وژنې په غبرګون خلکو لاریون کړی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا په چارسده کې سلګونه کسان د مولانا محمدادریس د ژونې په غبرګون لارو او کوڅو ته راوتلي‌ او لاریون یې کړی. په ورته وخت کې د پاکستان یوشمېر سیاست‌والو، فعالانو او عامو خلکو پر هغه شوی برید غندلی دی.

سلګونه کسانو د خیبرپښتونخوا په چارسدې کې د مولانا ادریس د وژنې پر ضد لاریون کړی، لاریون کوونکو یوشمېر څلور لارې او نورې لارې هم تړلې دي او د عدالت غوښتنه یې کړې ده.

مولانا محمد ادریس نن سې‌شنبه د خیبرپښتونخوا د چارسدې په اتمانزيو سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی دی. نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر محمد سهیل اپریدي یاده پېښه غندلې او د پېښې د څېړنې لپاره یې پر بېړنیو اقداماتو ټینګار کړی دی. له بل پلوه د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم یاده پېښه د ناامنۍ یوه بېلګه یاده کړې او د دغه ډول هدفي وژنو په وړاندې یې د چوپتیا پر غوره کولو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي غوښتنه کړې، چې صوبایي او فدرالي حکومتونه دې یو پر بل د تور لګول پرېږدي او د سیمې د امن لپاره دې عملي ګامونه واخلي. د پاکستاني طالبانو تحریک هم په یوې اعلامیه کې د د مولانا محمد ادریس وژنه غندلې او دغه پېښه یې د اندېښنې وړ یاده کړې ده.

د یادې ډلې ویاند محمد خراساني زیاته کړې، چې د دارالعلوم حقانیه جامعه بنسټګر، استادان او مشران د دښمنو دولتي ادارو له‌خوا په بېلابېلو بڼو په نښه شوي دي. په اعلامیه کې راغلي: «دغه ډول بریدونه د ټولنې پر امن، د علم پر مرکزونو او د دیني ارزښتونو پر بنسټونو بریدونه دي، چې هېڅکله د زغملو وړ نه‌دي».

ګڼو فعالانو او دیني عالمانو پر مولانا محمد ادریس دغه برید غندلی او له حکومت یې د پېښې د څېړنې او برید کوونکو د نیونې غوښتنه کړې ده. تر دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ګڼ دیني عالمان په نښه شوي وو.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

ميا افتخار حسين: دولتي پاليسيو کې پښتونخوا په دوامداره توګه له پامه غورځول کيږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱
ميا افتخار حسين: دولتي پاليسيو کې پښتونخوا په دوامداره توګه له پامه غورځول کيږي
100%

په خيبرپښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر ميا افختار حسين ويلي، له بده مرغه د پاکستان په دولتي پاليسیو کې پښتونخوا پرله پسې د پامه غورځول کيږي، هغه د برېښنا د پرچاوۍ، د ګاز په اوږد بندښت او د بیو په بې مهاره لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه د دوشنبې په ورځ په يوه بیان کې وويل، خيبرپښتونخوا چې له خپلې اړتیا ډېر او ارزانه برېښنا تولیدوي، له ۱۸ تر ۲۰ ساعتونو پورې برېښنا نه لري.

هغه زیاته کړه، همداراز د ګاز د پرله پسې بندښت له امله کورنی ژوند فلج شوی دی، د خلکو انغري ساړه شوې دي، صنعت ترڅنګ یې کاروبار هم سخت اغېزمنېږي.

د میا افتخار حسين په خبره، د پښتونخوا خلک له مخکې نه د لسیزو راهیسې له ترهګرۍ او بې‌امنۍ سره مخ دي او د تحریک انصاف ګوند په حکومت یې هم نيوکې کړي چې د تېرو ۱۴ کلونو له خرابې حکومتولۍ امله یې ايالت د بدحالۍ تصویر ګرځېدلی دی.

هغه وويل، ايالتي او مرکزي حکومتونه د پښتونخوا له بنسټیزو ستونزو څخه په بشپړ ډول بې‌پروا ښکاري او ايالتي حکومت د اساسي حقونو د تر لاسه کولو لپاره هېڅ جدي نه دی. بايد د مرکز سره د ايالت په ستونزو جدي خبرې وکړي.

جنوبي وزیرستان کې ځانمرګی برید او نښته؛ دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱
جنوبي وزیرستان کې ځانمرګی برید او نښته؛ دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي
100%

د خيبرپښتونخوا د جنوبي وزيرستان ولسوالۍ په برمل کې د پاکستاني پوځ په يوه امنیتي پوسته ځانمرګی برید او وسله واله نښته شوې، چې لږ تر لږه دوه ملکي وګړی په کې وژل شوي او د پنځه امنيتي سرتېرو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د جنوبي وزيرستان پوليسو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تاييد کړې، چېد دوشنبې په ماښام د کوز جنوبي وزیرستان برمل په اعظم ورسک سيمه کې په پوځي پوسته دا ځانمرګی بريد ترسره شوی دی.

پولیس چارواکو په پېښه کې مرګ ژوبله تايید کړې او ویلي یې دي چې د ځانمرګي بريد وروسته د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوې ده.

دوی وویل، د بريد په ترڅ کې د پوستې ترڅنګ د ځايي خلکو کورنو ته هم زيان اوښتی، او ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي خو د مخابراتي ستونزو له امله ورته کافي معلومات نه دي رسېدلي.

د پاکستان ځينې رسنيو د امنيتي چارواکو له قوله ويلي، ځانمرګی بريد یې شنډ کړی دی. خو د پاکستان پوځ د دغه پېښې په اړه تراوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

پېښور کې د ښځینه روغتیاپالانو لاریون؛ له لسو میاشتو راهیسې معاش نه دې راکړل شوی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۶ GMT+۱
پېښور کې د ښځینه روغتیاپالانو لاریون؛ له لسو میاشتو راهیسې معاش نه دې راکړل شوی
100%

په پېښور کې لسګونه ښځینه روغتیاپالانو د معاش د نه ورکړې له امله لاریون کړې، دوی وایي چې د لسو مياشتو راهسې ورته معاش نه دی ورکړل شوی. بل لور ته د پښتونخوا ایالتي حکومت له دغو لاریونوالو سره خبرې کړي چې په نږدې راتلونکي کې به یې معاشونه ورکړل شي.

روغتیاپالانو د لاریون پر مهال په لاسونو کې بنرې پورته کړې وې او غوښتنې یې کولې چې دوی ته دې د لسو میاشتو معاش ورکړل شي، او د دوی لندمهالې دندې دې دایمي کړل شي.

دغو ښځینه روغتیاپالانو وويل، د دوی څخه د عامې روغتيا په هره برخه کې کار اخېستل کيږي، خو بيا یې څوک پوښتنه نه کوي.

دوی زياته کړه، د معاش نه ترلاسه کېدو له امله یې د کور ورځنی خرڅ ستونزمن شوی، او د اولادنو د ښوونځي د لګښتونو د نه ورکولو له امله یې ماشومان له ښوونځیو څخه بهر کړل شوي دي.

د لاريون وروسته د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو ځانګړي سلاکار، شفيع جان د کار کوونکو يوې کمېټۍ سره ليدلي، دوی ته یې د دوه مياشتو د معاش ورکولو باور ورکړی او د دوی په نورو غوښتنو د عمل کولو لپاره یې ترې وخت غوښتی دی.

خيبرپښتونخوا کې وخت په وخت د بېلابيلو ادارو کار کوونکي او ان تر دې د تعلیمي ادارو کارکوونکي د معاش نه ترلاسه کېدو شکايتونه کوي.

پاکستان: په تېرو څو میاشتو کې په پښتونخوا کې ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ شوي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱
پاکستان: په تېرو څو میاشتو کې په پښتونخوا کې ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ شوي دي
100%

پاکستاني پولیسو ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ټولټال ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه شنډ کړي دي. د دولتي خبري اژانس اسوشیټیډ پرېس پاکستان، د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې له دې بریدونو څخه ۲۱۵یوازې د بنو په ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

یاده رسنۍ د پاکستاني چارواکو له قوله وايي، دغه وسله‌والې ډلې، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد په بریدونو کې له ډرون الوتکو زیات کار اخلي. هغوی وایي چې دا ډلې تجارتي ډرونونه بدلوي او چاودېدونکي مواد پرې نصبوي ترڅو وروسته یې د بریدونو لپاره وکاروي.

د پولیسو د چارواکو په حواله ویل شوي چې ټول ۲۴۶بریدونه د پرمختللې ضد ډرون ټکنالوژۍ په مرسته شنډ شوي او هېڅ ډول ځاني یا مالي زیان نه دی رامنځته شوی.

په راپور کې زیاته شوې، چې د امنیتي اندېښنو له امله ځواکونه په سیمه کې په لوړه کچه د چمتووالي په حالت کې پاتې دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، د خیبر پښتونخوا په ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د وسله‌والو بریدونو کچه لوړه شوې ده. هغوی ادعا کوي، چې ځینې وسله‌وال په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شویو امریکایي وسلو ته لاسرسی لري.

خو طالبانو تر دې وړاندې دا ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې ټولې وسلې د دوی په کنټرول کې دي.

جمعيت علمااسلام ګوند د تورخم لارې د پرانستو غوښتنه کړې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۳ GMT+۱
جمعيت علمااسلام ګوند د تورخم لارې د پرانستو غوښتنه کړې
100%

جمعيت علما اسلام (ف) ګوند ويلي، د تورخم لارې د بندېدو له امله نه يوازې دا چې د پاکستان خزانې ته زیان اړوي، بلکې زرګونه کارګر یې بې روزګاره کړي او ستنېدونکو افغان کډوالو ته یې ستونزې رامنځته کړي دي. دوی له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې یاده لاره دې ژر تر ژره بېرته پرانیزي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشرانو د يکشنبې په ورځ په لنډي کوتل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له دواړو لوریو وغوښتل، چې د تورخم دروازه دې سمدستي پرانيزي، څو سوداګریز فعالیتونه بېرته په ځای شي او د ولس ستونزې راکمې شي.

دوی وویل، چې د تورخم لاره له تېرو اوو میاشتو راهیسې تړلې ده چې له امله یې نه یوازې د پاکستان اقتصاد ته سخت زیان رسېدلی بلکې سوداګر، ټرانسپورټ لرونکي او پر کرښه ورځني کارکونکي کارګر یې هم له سخت مالي بحران سره مخ کړي دي.

هغوی وویل، سوداګریز فعالیتونه نږدې په بشپړه توګه ټکني شوي او افغانستان ته ستنېدونکي افغان وګړي یې هم له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي.

دوی زياته کړه، د افغان کډوالو د کورنیو موټرې د اوونیو لپاره د تورخم پر لویه لاره ودرېږي، چې له امله یې ښځې ماشومان او سپین‌ږیري له سختو کړاوونو سره مخ کېږي.

دوی له حکومت او اړونده ادارو غوښتنه وکړه چې د افغان وګړو د اسنادو او د ستنېدو بهیر دې ګړندی کړي څو بشري ستونزې راکمې شي.

دوی په افغانستان کې د ايسارو شوو پاکستانی موټر چلونکو او د هغوی د موټرو د سمدستي بېرته راستنولو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې حکومت دې په دې اړه ژر تر ژره ډيپلوماټيک ګامونه پورته کړي.

دوی وویل چې د غوښتنو نه منلو په صورت کې د نورو سیاسي ګوندونو او سوداګرو سره په ګډه د پراخه لاريون تابیا هم لري. او وې یې ويل د غوښتنو منلو پورې به پرلت وکړي.