مولانا محمد ادریس څوک و؟

مولانا محمد ادریس د جمعیت علمای اسلام د مرکزي شورا او د پخواني صوبايي اسمبلۍ غړی نن په چارسده کې په یوه هدفيبرید کې ووژل شو. نوموړی په حقانیه مدرسه کې د ګڼو طالب مشرانو استاد هم پاتې شوی و.

مولانا محمد ادریس د جمعیت علمای اسلام د مرکزي شورا او د پخواني صوبايي اسمبلۍ غړی نن په چارسده کې په یوه هدفيبرید کې ووژل شو. نوموړی په حقانیه مدرسه کې د ګڼو طالب مشرانو استاد هم پاتې شوی و.
مولانا محمد ادریس ترنګزی په ۱۹۶۱کال کې د چارسدې په ترنګزي سیمه کې په یوې علمي کورنۍ کې زېږېدلی، پلار یې مولانا حکیم عبدالحق د «مناظر اسلام» په نوم مشهور و. نېکه یې شیخ الحدیث مفتي شهزاده د دارالعلوم دیوبند فاضل او عالم و.
هغه د مدینې پوهنتون مشهور عالم شیخ الحدیث مولانا محمد حسن جان مدني شهید زوم و.نوموړي په ۱۹۸۳کال کې د چارسدې په جامعه نعمانیه کې تدریس پیل کړ او اوږده موده یې بېلابېل علوم تدریس کړل. وروسته یې په دارالعلوم اسلامیه تنګي کې تدریس وکړ او بیا یې په بېلابېلو مدرسو کې تدریس ته دوام ورکړ. په ۲۰۱۳کال کې هغه د دارالعلوم نعمانیه د شیخ الحدیث او د مدرسینو د رییس په توګه وټاکل شو.
نوموړی د اکوړه خټک د حقانیه دارالعلوم فاضل و او د بنسټګر شیخ عبدالحق ځانګړی شاګرد هم پاتې شوی و. د مولانا شېرعلي شاه له مړینې وروسته د مولانا سمیع الحق په ټینګار هغه هلته د حدیث درس پیل کړ او د بخاري او ترمذي له لارې یې زرګونه زدهکوونکي وروزل.
په سیاسي ډګر کې هم هغه مهم نظریاتي شخص پاتې شوی، چې په ۲۰۰۲کال کې له چارسدې د صوبايي اسمبلۍ غړی وټاکل شو. هغه د جمعیت علمای اسلام د مرکزي او صوبایي شورا غړی هم و.
نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو. پاکستانی لیکوال محمد زاهد شاه په یوې لیکنه کې کاږلي، چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا د خبرو اترو او د سیمې د کړکېچ د کمښت په تړاو د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د رول ستاینې له امله هغه پر خواله رسنیو او ځینو سیاسي کړیو په ځانګړي ډول د تحریک انصاف د ځینو غړو او پښتون ملتپالو لهخوا له سختو نیوکو او نامناسب چلند سره مخ شوی و او ان ځېنې ګواښونه یې هم ترلاسه کړي وو.

نن (د مئ ۵مه) د قابلو نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره پر زدهکړو لګېدلي بندیز او محدودیتونو د قابلو پر شمېر او فعالیت ناوړه اغېز کړی او د ښځو د روغتیايي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
که څه هم قابلې د یوه هېواد د روغتیايي نظام له بنسټیزو ستنو څخه دي؛ خو په افغانستان کې دغه برخه د نجونو د زدهکړو بندیز له امله له ناروښانه وضعیت سره مخ ده. شنونکي خبرداری ورکوي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د مسلکي قابلو له سخت کمښت سره مخ شي، داسې کمښت چې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو پر روغتیا به ناوړه اغېزې ولري.
ورته مهال په ګڼو روغتونونو کې د زېږون څانګې له بېسارې ګڼېګوڼې سره مخ دي او قابلې اړ دي چې له محدودو امکاناتو سره ډېرو ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي. ندا (مستعار نوم) چې د هرات په یوه خصوصي روغتیایي مرکز کې کار کوي وایي:« ما په ایران کې د ښوونې او رورنې څانګه کې تر ماسټرۍ پورې زدهکړې کړې وې؛ خو کله چې افغانستان ته ستنه شوم، اړه شوم چې قابلګي ولولم. اوس په همدې برخه کې کار کوم؛ خو کله چې راتلونکې ته ګورم، رښتیا هم د افغانستان د ښځو لپاره اندېښمنه یم. که دغه حالت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي څو کاله وروسته هېڅ نوې فارغه قابله ونه لرو».
هغه زیاتوي: «له ایران او پاکستان څخه د کډوالو بېرته راتګ وضعیت نور هم پېچلی کړی دی. د ولادي څانګې ګڼهګوڼه د پخوا پرتله ډېره شوې او موږ له درانه کاري فشار سره مخ یو. سره له دې بیا هم ځینې ښځې د لاسرسي ستونزو او کلتوري محدودیتونو له امله په کورونو کې زېږون کوي، چې دا د مېندو او ماشومانو د مړینې ګواښ زیاتوي».
یوه بله تجربهلرونکې قابله مسکا(مستعار نوم) چې تقاعد ته نږدې ده وایي: «قابلګي یوازې یو مسلک نهدی؛ بلکې د مور او ماشوم ژوند ژغورل دي. که د نجونو زدهکړې په دې برخه کې بندې پاتې شي، ډېر ژر به له جدي کمښت سره مخ شو او دا به د زېږون پرمهال ګواښونه لا زیات کړي». هغه زیاتوي:« زموږ د کار او انرژۍ وخت نور پای ته رسېږي او زه ډېره خواشینې یم، چې نوی نسل به ډېر ژر د مسلکي قابلو له شتونه محرومه شي». هغه وایي، د روغتیایي زدهکړو بندیز یو نه جبرانېدونکې تېروتنه ده چې تاوان به یې ټول عام خلک پرې کوي.
ثنا (مستعار) چې د کندهار په کوچني مومند خصوصي روغتون کې ډاکټره ده، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: «موږ د پرسونل له کمښت، د ډېر کاري فشار او کله ناکله د تجهیزاتو له نشتوالي سره مخ یو. سره له دې هڅه کوو ښه خدمتونه وړاندې کړو؛ خو پرته له نوو او روزل شویو قابلو، د دغه وضعیت دوام ډېر ستونزمن دی».
هغې وویل، چې په پخواني نظام کې د روزنیزو پروګرامونو له امله ښه فرصتونه وو؛ خو اوس دغه امکانات محدود شوي دي. د هغې په وینا؛ د محرم شرط هم د ځینو کورنیو لپاره ستونزې جوړې کړې او ځینې ښځې یې له کار کولو راګرځولې دي.
ثنا ټینګار کوي، چې د ښځو پر زدهکړو بندیز یې ژوره اندېښنه رامنځته کړې؛ ځکه په اوسني حالت کې هم د قابلو کمښت احساسېږي او په راتلونکو کلونو کې به دغه ناورین لا ژور شي. هغه غوښتنه کوي، چې د ښځو پر زدهکړو او کار لګول شوي محدودیتونه باید ژر تر ژره لرې شي.
د پکتیا په یوه روغتیایي مرکز کې یوه قابله چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې، وایي: «قابلهګانې د مور او ماشوم د ژوند ژغورنې په برخه کې نه بدلېدونکی رول لري. په لرو پرتو سیمو کې اکثره خلک بنسټیز روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري؛ نو موږ ته ډېرې پېچلې او بېړنۍ پېښې راځي. له محدودو امکاناتو سره، سره هڅه کوو چې د مېندو او ماشومانو ژوند وژغورو؛ خو د نوو قابلو د نه روزنې له امله راتلونکی ډېر اندېښمن ښکاري».
د هغې په وینا؛ طالبانو د کورنۍ تنظیم (Family Planning) پروګرام بند کړی او په دې اړه عامه پوهاوی کم دی، چې له امله یې ډېرې ښځې د شته محدودیتونو له امله له دغه خدمتونو ګټه نهشي اخیستلای، چې دا د پرلهپسې مېندوارۍ او روغتیايي ستونزو لامل ګرځي.
قابلې ټینګار کوي، چې د ښځو زدهکړې، د نوو قابلو روزنه او د عامه پوهاوي لوړول د یوې سالمې ټولنې لپاره بنسټیزې اړتیاوې دي. په داسې حال کې چې د ښځو پر زدهکړو محدودیتونه دوام لري، اندېښنه دا ده چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې له جدي ناورین سره مخ شي؛ داسې ناورین چې اغېزې به یې تر راتلونکو نسلونو پورې ورسېږي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت وايي، وروستیو ورښتونو په هېواد کې د اوبو بندونه ډک کړي او په ټول هېواد کې د برېښنا د وېش کچه د پام وړ لوړه شوې ده. بل خوا خلک بیا غوښتنه کوي، چې د یو کیلو واټ بیه دې له دوه نیمو افغانیو را کمه شي.
د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حق پرست وایي، چې دامهال په ډېرو سیمو کې ۲۴ ساعته برېښنايي چوپړتیاوې وړاندې کېږي او د برېښنا تولید او غوښتنه له ۹۰ تر سل سلنې لوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، یاد شرکت د شبکو د پراختیا لپاره نوې برېښنايي شبکې فعاله کړې چې د دوامداره برېښنا د لېږد وړتیا لري. نوموړي زیاته کړې: «ورښتونو بندونه ډک کړي، له هغو بندونو څخه چې وړاندې یې برېښنا کچه کمه وه اوس لوړه شوې ده. مثال: د نغلو او سروبي ماهیپر بند پخوا د وچکالۍ له کبله د ۳۰ څخه تر ۳۵ مېګاواټه برېښنا تولیدوله اوس ۱۶۹ مېګاواټه برېښنا راکوي».
په ورته وخت کې یوشمېر کورنۍ د برېښنا د بیلونو له لوړې بیې شکایت کوي. د کندهار یو اوسېدونکی حاجي امینالله وايي، چې تر ۳۰۰ مېګاواټه پورې د یو مېګاواټ بیه دوه نیمې افغانۍ ده. هغه زیاته کړې:« د یو مېګاواټ بیه دوه نیمې افغانۍ ده، د ډېرو د وس څخه وتلې خبره ده، که چېرې په دوو میاشتو کې د تحویلۍ بیل رانغی بیا نو دوه برابره ډېرېږي».
دوی غوښتنه کوي، چې د برېښنا په بېو کې دې کموالی راشي. سوداګر، هټۍوال او د هوټلونو څښتنان هم له طالبانو څخه د دایمي برېښنا غوښتنه لري. عبدالجبار چې په کندهار کې هوټل لري وايي: «د برېښنا ستونزه دایمې نهده حل شوې، کله چې هوا ډېره یخه یا ګرمه وي، برېښنا ډېره کمه وي او بیلونه زیات. باید برېښنا د ډېروالي سره د بیلونو بیې هم کمې شي».
په افغانستان کې د برېښنا سکتور له کلونو راهیسې له جدي ستونزو سره مخ دی. افغانستان لاهم په پراخه کچه پر وارداتي برېښنا تکیه لري، چې ډېره برخه یې له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران نه واردېږي.
د کورنیو سرچینو محدود تولید، زړې شبکې، تخنیکي ستونزې او د برېښنا ضایعات هم هغه عوامل دي، چې د برېښنا لګښت لوړوي. سربېره پر دې د برېښنا د وېش سیستم کې اداري ستونزې او د عوایدو راټولولو کمزورتیا هم د مالي فشار لامل ګرځي، چې په پایله کې یې بیلونه زیاتېږي.
د خیبرپښتونخوا په چارسده کې سلګونه کسان د مولانا محمدادریس د ژونې په غبرګون لارو او کوڅو ته راوتلي او لاریون یې کړی. په ورته وخت کې د پاکستان یوشمېر سیاستوالو، فعالانو او عامو خلکو پر هغه شوی برید غندلی دی.
سلګونه کسانو د خیبرپښتونخوا په چارسدې کې د مولانا ادریس د وژنې پر ضد لاریون کړی، لاریون کوونکو یوشمېر څلور لارې او نورې لارې هم تړلې دي او د عدالت غوښتنه یې کړې ده.
مولانا محمد ادریس نن سېشنبه د خیبرپښتونخوا د چارسدې په اتمانزيو سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوی دی. نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو.
د خیبرپښتونخوا سر وزیر محمد سهیل اپریدي یاده پېښه غندلې او د پېښې د څېړنې لپاره یې پر بېړنیو اقداماتو ټینګار کړی دی. له بل پلوه د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم یاده پېښه د ناامنۍ یوه بېلګه یاده کړې او د دغه ډول هدفي وژنو په وړاندې یې د چوپتیا پر غوره کولو اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي غوښتنه کړې، چې صوبایي او فدرالي حکومتونه دې یو پر بل د تور لګول پرېږدي او د سیمې د امن لپاره دې عملي ګامونه واخلي. د پاکستاني طالبانو تحریک هم په یوې اعلامیه کې د د مولانا محمد ادریس وژنه غندلې او دغه پېښه یې د اندېښنې وړ یاده کړې ده.
د یادې ډلې ویاند محمد خراساني زیاته کړې، چې د دارالعلوم حقانیه جامعه بنسټګر، استادان او مشران د دښمنو دولتي ادارو لهخوا په بېلابېلو بڼو په نښه شوي دي. په اعلامیه کې راغلي: «دغه ډول بریدونه د ټولنې پر امن، د علم پر مرکزونو او د دیني ارزښتونو پر بنسټونو بریدونه دي، چې هېڅکله د زغملو وړ نهدي».
ګڼو فعالانو او دیني عالمانو پر مولانا محمد ادریس دغه برید غندلی او له حکومت یې د پېښې د څېړنې او برید کوونکو د نیونې غوښتنه کړې ده. تر دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ګڼ دیني عالمان په نښه شوي وو.
په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې له دغه ولایت څخه جدې ته د حاجیانو د لېږد لړۍ نن سېشنبه (د غویي ۱۵مه) پیل شوه. په کندهار کې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ویاند عبدالرازق عمري هم ویلي، چې له کندهار نه د حاجیانو د لېږد بهیر رسماً پیل شوی دی.
د هغه په وینا؛ په لومړنیو دوو الوتنو کې ۶۹۲ د روزګان او زابل ولایتونو حاجیان د جدې له لارې مکې مکرمې ته انتقال شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې سږکال به له کندهار زون څخه ۸۰۷۳ حاجیان مکې مکرمې ته ولېږدول شي.
د طالب چارواکو په وینا؛ د حاجیانو د لېږد دغه لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري او ټول حاجیان به په منظم ډول سعودي عربستان ته انتقال شي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تېره ورځ ویلي و، چې تر دې دمه ۱۴زره او ۵۲۳ حاجیان د ۴۶ الوتنو له لارې سعودي عربستان ته لېږدول شوي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ له څلورو زونونو څخه ټولټال د ۳۰زره افغان حاجیانو د لېږد لړۍ پیل شوې ده.
سږکال به د افغان حاجیانو د لېږد بهیر د افغانستان له څلورو لویو زونونو څخه په ۹۶ الوتنو کې ترسره شي. طالبان وايي، چې د حاجیانو د لېږد مسوولیت د دوو کورنیو هوایي شرکتونو اریانا افغان او کاماېر پر غاړه دی.
د یادې ډلې د پلان لهمخې؛ ۱۵زره حاجیان به په مستقیم ډول مدینې منورې ته او ۱۵زره نور حاجیان به د جدې هوایي ډګر له لارې مکې مکرمې ته ولېږدول شي.
د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست وایي، چې د «سراسیاب» د ډبرو سکرو دولتي شرکت د ورځې تر ۵۰ ټنو پورې د سکرو د تولید ظرفیت لري. دغه کان د سمنګان ولایت د درهصوف ولسوالۍ په سوېل لوېدیځه برخه کې د شباشک کان شاوخوا موقعیت لري او د سیمې د سکرو لرونکو له مهمو سیمو ګڼل کېږي.
د یاد کان د کېندنې چارې شاوخوا یو کال وړاندې پیل شوې او اوسمهال یې د تولید کچه ۵۰ ټنو ته رسېږي. د شرکت د فني او تخنیکي چارو مشر اېمل اریوبي وايي، دغه کان دوه اساسي برخې او دوه کاري ټکي لري چې د تولید ظرفیت یې کولای شي له ۵۰ تر ۲۵۰ ټنو پورې لوړ شي.
بل لور ته د څلورګونو کانونو د امریت جیولوجېست سید حسیبالله شفق وایي، چې دغه کان د لیول (طبقو) پربنسټ استخراجېږي او کولای شي د سکرو دوه طبقې چې پلن والی یې له ۲ تر ۴ مترو پورې دی؛ پرې کړي.
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه اوس هم د پراختیا او چمتووالي په پړاو کې ده او شاوخوا ۴۰ کارکوونکي پهکې په کار بوخت دي. د دغه کان سکاره چې د تودوخې ارزښت یې له ۷۵۰۰ (GCV) څخه لوړ دی او له باکیفیته او ان کرسټالي سکرو شمېرل کېږي.
د ډبرو سکاره د افغانستان له مهمو طبیعي سرچینو څخه دي، چې ډېری زېرمې یې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې له بدخشان نه تر هرات پورې په یوه جیولوژیکي کمربند کې موقعیت لري.