د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، په افغانستان کې د ایران د سیاحتي ویزې بیه په تور بازار کې د هغې د صادرېدو مودې له مخې توپیر لري او له ۸۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زرو افغانیو پورې رسېږي.
همدارنګه، د کار ویزه چې په افغانستان کې د ایران دویمه ډېره غوښتل کېدونکې ویزه ده، په تور بازار کې د ۴۵ زرو څخه تر ۶۰ زرو افغانیو پورې ترلاسه کېدای شي.
د افغانانو اېستل او د سیاحتي ویزو بندېدل
د افغانستان د وګړو لپاره د ایران د ویزو د صادرېدو د درولو اصلي لامل لا هم روښانه نه دی.
د ایران اسلامي جمهوریت په دې اړه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړی، خو دغه بهیر تېر کال په پسرلي کې له ایران څخه د افغانانو د پراخو ایستلو له پیل سره هممهاله پيل شو.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱،۸ میلیونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي یا اېستل شوي دي.
داسې اټکل کېږي چې د سیاحتي ویزو د نه صادرولو پرېکړه د ایران د حکومت د هغې تګلارې یوه برخه وي چې غواړي له ایران څخه د اېستل شویو افغانانو د بېرته ستنېدو مخه ونیسي.
د ایران ویزې په تور بازار کې څنګه پلورل کېږي؟
ایران په کابل کې سفارت او په هرات، جلالاباد، کندهار او مزارشریف ښارونو کې کونسلګرۍ لري.
د ایران کونسلګرۍ په افغانستان کې د حوزوي سیستم له مخې فعالیت کوي. د بېلګې په توګه، د نیمروز، فراه، بادغیس او هرات ولایتونو اوسېدونکي کولی شي د کونسلۍ چارو لپاره په هرات کې د ایران کونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې ویزې په تور بازار کې د کمېشنکارانو او ځینو سیاحتي شرکتونو له لارې ترلاسه کېږي، خو لا هم روښانه نه ده چې د دغو شرکتونو او په کابل کې د ایران سفارت یا په مزارشریف، کندهار، جلالاباد او هرات کې د ایران د کونسلګریو ترمنځ څه ډول اړیکه موجوده ده.
هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښيي چې یوازې په هرات کې یوه سیاحتي شرکت د یوې اونۍ په موده کې ۱۶ سیاحتي ویزې ترلاسه کړې دي، چې د هرې ویزې په بدل کې یې ۹۰ زره افغانۍ ورکړې دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، شرکتونه د ایران سیاحتي ویزه د یوې تر دوو اونیو په موده کې د شاوخوا ۸۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو افغانیو پورې برابروي. که غوښتونکی وغواړي ویزه یې په دوو یا درېیو ورځو کې چمتو شي، نو بیه یې له ۱۲۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زرو افغانیو پورې رسېږي.
خو که د غوښتونکي پاسپورټ د همغې کونسلګرۍ د حوزې اړوند نه وي، لګښت لا زیاتېږي.
د بېلګې په توګه، که یو کس چې پاسپورټ یې په هلمند یا بلخ کې صادر شوی وي، له هرات څخه د ویزې غوښتنه وکړي، د عادي ویزې بیه یې تر ۱۳۰ زرو افغانیو پورې رسېدای شي. خو د همدغه کس لپاره د عاجلې ویزې بیه ان تر ۱۸۰ زرو افغانیو پورې لوړېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د وګړو لپاره د ایران د سیاحتي ویزې رسمي فیس ۸۰ یورو دی او که غوښتونکی عاجلې ویزې ته اړتیا ولري، دغه لګښت ۱۲۰ یورو ته رسېږي.
د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د خپل بهرنیو چارو وزارت په استازولیو کې یوازې یورو مني.
په هرات کې ځینو باخبرو سرچینو ویلي چې لږ تر لږه یو ایرانی وګړی په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ، کمېشنکارانو او سیاحتي شرکتونو ترمنځ د رابط په توګه کار کوي.
په هرات کې د ایران سرکونسلګري د ایران له هغو بهرنیو استازولیو څخه ده چې تر ټولو ډېر مراجعین او فعالیت لري او ویل کېږي چې د نړۍ په کچه د ایران تر ټولو بوخته کونسلګري ده.
د هغو افغانانو خطرناک بېرته ستنېدل چې د تور بازار د ویزې د اخیستو وس نه لري
د طالبانو له لوري د جمهوري نظام تر سقوط او د خلکو د اقتصادي توان تر کمېدو وروسته، ډېر افغانان نور دا وس نه لري چې د ایران د ویزې لپاره په تور بازار کې لوړې بیې ورکړي.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، هره ورځ څو کورنۍ چې تېر کال له ایران څخه اېستل شوې وې، د ویزې د لوړو لګښتونو د نه ورکړې له امله بېرته په ناقانونه لارو ایران ته ننوځي.
د هرات، فراه او نیمروز سرحدي سیمې هغه لارې دي چې انساني قاچاقبران یې د کورنیو او ماشومانو په ګډون د خلکو د لېږد لپاره کاروي. ویل کېږي چې د افغانستان له لوېدیځو ولایتونو څخه ایران ته د هر کس د قاچاقي لېږد لګښت تر ۴۰ زرو افغانیو پورې رسېږي.
افغانستان انټرنشنل له دوو کورنیو سره چې تېره اونۍ له بلخ او هرات څخه تهران او کرج ته ستنې شوې دي، خبرې کړې دي. هغوی وایي چې د تېر کال په زمري میاشت کې له ایران څخه اېستل شوي وو، خو د روان کال په جوزا میاشت کې بېرته دغه هېواد ته ورستانه شول.
د دغو دوو کورنیو، چې یوه یې شپږ کسیزه او بله څلور کسیزه ده، غړي وایي چې ایران ته د قاچاقي ستنېدو لپاره یې د ماشومانو په ګډون د هر کس په بدل کې ۴۰ زره افغانۍ انساني قاچاقبرانو ته ورکړې دي.
د دواړو کورنیو غړو وویل، هغه سختۍ او کړاوونه چې د سفر پر مهال یې ګاللي، داسې وو چې که یوه ورځ بیا له ورته حالت سره مخ شي، هېڅکله به له قاچاقي لارو ایران ته ستانه، نه شي.
په وروستیو میاشتو کې، ایران ته د افغانانو د ناقانونه تګ له زیاتېدو سره هممهاله، د قاچاقي لارو په اوږدو کې د مرګژوبلې پېښې هم زیاتې شوې دي. یوازې په تېره یوه میاشت کې، د ایران د پوځي ځواکونو له لوري د کرمان او یزد پر لاره د افغان کډوالو پر لېږدوونکو موټرو د ډزو په پایله کې یو افغان وژل شوی او شاوخوا ۳۰ تنه نیول شوي دي.
د کرمان ولایت په جیرفت سیمه کې د افغانانو د لېږدوونکي موټر د چپه کېدو له امله درې کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، د ریګان - بم پر لویه لاره دوه افغانان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي. د سمنان په ولایت کې هم د افغانانو د لېږدوونکي موټر او یوې لارۍ د ټکر له امله شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د ایران د کارګرۍ ویزه د شرکتونو لپاره په نوي بازار بدله شوې
د سیاحتي ویزو له بندېدو وروسته، ایران د افغانستان د وګړو لپاره د کارګرۍ ویزو د صادرولو بهیر پیل کړ. دغه بهیر د ۱۴۰۴ کال د میزان له میاشتې راهیسې روان دی او د ایران د کار وزارت چارواکو ویلي چې په لومړي کال کې به د اړتیا پر بنسټ تر ۲۰۰ زره پورې د نهو میاشتو کاري ویزې صادرې شي.
د دې پروګرام رسمي موخه د قانوني کاري ځواک ثبت او څارنه او د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی بلل شوی دی.
د کارګرۍ ویزې رسمي بهیر داسې تشریح شوی چې غوښتونکی په لومړي پړاو کې په افغانستان کې د ایران سفارت یا کونسلګرۍ ته نه ورځي. پر ځای یې، ایرانی کارورکوونکی باید په ایران کې غوښتنلیک وړاندې کړي. له اجازې ترلاسه کولو وروسته، اړونده فورمه یا جواز سفارت او غوښتونکي ته لېږل کېږي. وروسته غوښتونکی له هماغې فورمې سره په افغانستان کې د ایران استازولۍ ته مراجعه کوي.
د ایران یو مهم شرط دا دی چې کارورکوونکی یوازې هغه وخت بهرنی کارګر استخدامولی شي چې د هماغې دندې لپاره ایرانی کارګر موجود نه وي.
ایراني چارواکو ویلي چې ایران ته د کارګر تر داخلېدو وروسته، نوموړی باید د خپل پاسپورټ او کارګرۍ ویزې په لرلو سره د کډوالو د کفالت، کارموندنې او استوګنې د خدماتو دفترونو ته مراجعه وکړي او د نهو میاشتو کاري کارت ترلاسه کړي. د دې مودې تر پای ته رسېدو وروسته، کارګر باید ایران پرېږدي او درې میاشتې وروسته، د هماغه یا نوي کارورکوونکي د غوښتنې په صورت کې، دا بهیر بیا تکرارېدای شي.
د ایران د کار ویزې رسمي لګښت ۲۱۰ یورو ښودل شوی، خو د افغانستان انټرنشنل معلومات ښيي چې په تور بازار کې د دغې ویزې بیه د ۴۵ زرو او ۶۰ زرو افغانیو ترمنځ ده.
افغانستان انټرنشنل موندلې چې په افغانستان کې سیاحتي شرکتونه او کمېشنکاران د ایراني شرکتونو په مرسته کولی شي د ۱۰ تر ۱۵ کاري ورځو په موده کې د کار ویزه ترلاسه کړي. ویل کېږي چې د دې بهیر لګښت د غوښتونکو لپاره د ۴۵ زرو او ۶۰ زرو افغانیو ترمنځ دی.
یو شمېر سیاحتي شرکتونو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې له دې پیسو څخه یوازې له دوو تر درېیو زرو افغانیو پورې د دوی برخه کېږي او د پیسو لویه برخه د صرافۍ د حوالې یا بانکي کارت له لارې ایراني شرکتونو ته لېږدول کېږي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې ځینو ایراني شرکتونو د لګښتونو د زیاتوالي په پلمه پرېکړه کړې چې د دغې ویزې بیه په تور بازار کې تر ۸۰ زرو افغانیو پورې لوړه کړي.
د سرچینو په وینا، هر ایراني شرکت د نهو میاشتو لپاره له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغان کارګرانو پورې ثبتوي. هغو کمېشنکارانو چې له افغانستان انټرنشنل سره یې خبرې کړي، ویلي چې دغه بهیر د ځینو ایراني شرکتونو لپاره په یوه جلا سوداګرۍ بدل شوی دی.
د دوی په خبره، د دغو شرکتونو اصلي ګټه په ایران کې د کارګرانو له کار څخه نه، بلکې د کار ویزو د ترلاسه کولو له بهیر څخه ترلاسه کېږي. دغه شرکتونه کارګران په خپل نوم ثبتوي، خو په عمل کې یې نورو شرکتونو او کاري ځایونو ته لېږي.
د مرکه شویو کسانو په وینا، که یو ایراني شرکت هر نهه میاشتې وروسته د ۱۵۰ کارګرانو لپاره ویزې واخلي او له هر کارګر څخه په اوسط ډول ۵۵ زره افغانۍ ترلاسه کړي، نو په دې موده کې به ۸ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ، چې د ایران د پیسو په حساب شاوخوا ۲۰ میلیارده تومان کېږي، عاید ترلاسه کړي.
افغانستان له لسیزو جګړو، بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي سقوط وروسته لا هم په سیمه کې د کډوالۍ له سترو مرکزونو څخه ګڼل کېږي. د سفر د رسمي لارو بندېدو او د ویزو د لګښتونو لوړېدو ګڼې کورنۍ د تور بازار او خطرناکو قاچاقي لارو ترمنځ ښکیلې کړې دي.