• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران ویزه په تور بازار کې له ۸۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زرو افغانیو پورې پلورل کېږي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۰۵ GMT+۱

د افغانانو لپاره د ایران سیاحتي ویزه له یوه کال څخه ډېر وخت راهیسې بنده شوې، خو د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې دغه ویزه په تور بازار کې له ۸۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زرو افغانیو پورې پلورل کېږي. د ایران د کار ویزه هم په همدې بازار کې د ۴۵ زرو تر ۶۰ زرو افغانیو پورې ترلاسه کېدای شي.

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، په افغانستان کې د ایران د سیاحتي ویزې بیه په تور بازار کې د هغې د صادرېدو مودې له مخې توپیر لري او له ۸۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زرو افغانیو پورې رسېږي.

همدارنګه، د کار ویزه چې په افغانستان کې د ایران دویمه ډېره غوښتل کېدونکې ویزه ده، په تور بازار کې د ۴۵ زرو څخه تر ۶۰ زرو افغانیو پورې ترلاسه کېدای شي.

د افغانانو اېستل او د سیاحتي ویزو بندېدل

د افغانستان د وګړو لپاره د ایران د ویزو د صادرېدو د درولو اصلي لامل لا هم روښانه نه دی.

د ایران اسلامي جمهوریت په دې اړه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړی، خو دغه بهیر تېر کال په پسرلي کې له ایران څخه د افغانانو د پراخو ایستلو له پیل سره هممهاله پيل شو.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱،۸ میلیونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي یا اېستل شوي دي.

داسې اټکل کېږي چې د سیاحتي ویزو د نه صادرولو پرېکړه د ایران د حکومت د هغې تګلارې یوه برخه وي چې غواړي له ایران څخه د اېستل شویو افغانانو د بېرته ستنېدو مخه ونیسي.

د ایران ویزې په تور بازار کې څنګه پلورل کېږي؟

ایران په کابل کې سفارت او په هرات، جلال‌اباد، کندهار او مزارشریف ښارونو کې کونسلګرۍ لري.

د ایران کونسلګرۍ په افغانستان کې د حوزوي سیستم له مخې فعالیت کوي. د بېلګې په توګه، د نیمروز، فراه، بادغیس او هرات ولایتونو اوسېدونکي کولی شي د کونسلۍ چارو لپاره په هرات کې د ایران کونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې ویزې په تور بازار کې د کمېشن‌کارانو او ځینو سیاحتي شرکتونو له لارې ترلاسه کېږي، خو لا هم روښانه نه ده چې د دغو شرکتونو او په کابل کې د ایران سفارت یا په مزارشریف، کندهار، جلال‌اباد او هرات کې د ایران د کونسلګریو ترمنځ څه ډول اړیکه موجوده ده.

هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښيي چې یوازې په هرات کې یوه سیاحتي شرکت د یوې اونۍ په موده کې ۱۶ سیاحتي ویزې ترلاسه کړې دي، چې د هرې ویزې په بدل کې یې ۹۰ زره افغانۍ ورکړې دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، شرکتونه د ایران سیاحتي ویزه د یوې تر دوو اونیو په موده کې د شاوخوا ۸۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو افغانیو پورې برابروي. که غوښتونکی وغواړي ویزه یې په دوو یا درېیو ورځو کې چمتو شي، نو بیه یې له ۱۲۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زرو افغانیو پورې رسېږي.

خو که د غوښتونکي پاسپورټ د همغې کونسلګرۍ د حوزې اړوند نه وي، لګښت لا زیاتېږي.

د بېلګې په توګه، که یو کس چې پاسپورټ یې په هلمند یا بلخ کې صادر شوی وي، له هرات څخه د ویزې غوښتنه وکړي، د عادي ویزې بیه یې تر ۱۳۰ زرو افغانیو پورې رسېدای شي. خو د همدغه کس لپاره د عاجلې ویزې بیه ان تر ۱۸۰ زرو افغانیو پورې لوړېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د وګړو لپاره د ایران د سیاحتي ویزې رسمي فیس ۸۰ یورو دی او که غوښتونکی عاجلې ویزې ته اړتیا ولري، دغه لګښت ۱۲۰ یورو ته رسېږي.

د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د خپل بهرنیو چارو وزارت په استازولیو کې یوازې یورو مني.

په هرات کې ځینو باخبرو سرچینو ویلي چې لږ تر لږه یو ایرانی وګړی په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ، کمېشن‌کارانو او سیاحتي شرکتونو ترمنځ د رابط په توګه کار کوي.

په هرات کې د ایران سرکونسلګري د ایران له هغو بهرنیو استازولیو څخه ده چې تر ټولو ډېر مراجعین او فعالیت لري او ویل کېږي چې د نړۍ په کچه د ایران تر ټولو بوخته کونسلګري ده.

د هغو افغانانو خطرناک بېرته ستنېدل چې د تور بازار د ویزې د اخیستو وس نه لري

د طالبانو له لوري د جمهوري نظام تر سقوط او د خلکو د اقتصادي توان تر کمېدو وروسته، ډېر افغانان نور دا وس نه لري چې د ایران د ویزې لپاره په تور بازار کې لوړې بیې ورکړي.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، هره ورځ څو کورنۍ چې تېر کال له ایران څخه اېستل شوې وې، د ویزې د لوړو لګښتونو د نه ورکړې له امله بېرته په ناقانونه لارو ایران ته ننوځي.

د هرات، فراه او نیمروز سرحدي سیمې هغه لارې دي چې انساني قاچاقبران یې د کورنیو او ماشومانو په ګډون د خلکو د لېږد لپاره کاروي. ویل کېږي چې د افغانستان له لوېدیځو ولایتونو څخه ایران ته د هر کس د قاچاقي لېږد لګښت تر ۴۰ زرو افغانیو پورې رسېږي.

افغانستان انټرنشنل له دوو کورنیو سره چې تېره اونۍ له بلخ او هرات څخه تهران او کرج ته ستنې شوې دي، خبرې کړې دي. هغوی وایي چې د تېر کال په زمري میاشت کې له ایران څخه اېستل شوي وو، خو د روان کال په جوزا میاشت کې بېرته دغه هېواد ته ورستانه شول.

د دغو دوو کورنیو، چې یوه یې شپږ کسیزه او بله څلور کسیزه ده، غړي وایي چې ایران ته د قاچاقي ستنېدو لپاره یې د ماشومانو په ګډون د هر کس په بدل کې ۴۰ زره افغانۍ انساني قاچاقبرانو ته ورکړې دي.

د دواړو کورنیو غړو وویل، هغه سختۍ او کړاوونه چې د سفر پر مهال یې ګاللي، داسې وو چې که یوه ورځ بیا له ورته حالت سره مخ شي، هېڅکله به له قاچاقي لارو ایران ته ستانه، نه شي.

په وروستیو میاشتو کې، ایران ته د افغانانو د ناقانونه تګ له زیاتېدو سره هممهاله، د قاچاقي لارو په اوږدو کې د مرګ‌ژوبلې پېښې هم زیاتې شوې دي. یوازې په تېره یوه میاشت کې، د ایران د پوځي ځواکونو له لوري د کرمان او یزد پر لاره د افغان کډوالو پر لېږدوونکو موټرو د ډزو په پایله کې یو افغان وژل شوی او شاوخوا ۳۰ تنه نیول شوي دي.

د کرمان ولایت په جیرفت سیمه کې د افغانانو د لېږدوونکي موټر د چپه کېدو له امله درې کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، د ریګان - بم پر لویه لاره دوه افغانان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي. د سمنان په ولایت کې هم د افغانانو د لېږدوونکي موټر او یوې لارۍ د ټکر له امله شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د ایران د کارګرۍ ویزه د شرکتونو لپاره په نوي بازار بدله شوې

د سیاحتي ویزو له بندېدو وروسته، ایران د افغانستان د وګړو لپاره د کارګرۍ ویزو د صادرولو بهیر پیل کړ. دغه بهیر د ۱۴۰۴ کال د میزان له میاشتې راهیسې روان دی او د ایران د کار وزارت چارواکو ویلي چې په لومړي کال کې به د اړتیا پر بنسټ تر ۲۰۰ زره پورې د نهو میاشتو کاري ویزې صادرې شي.

د دې پروګرام رسمي موخه د قانوني کاري ځواک ثبت او څارنه او د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی بلل شوی دی.

د کارګرۍ ویزې رسمي بهیر داسې تشریح شوی چې غوښتونکی په لومړي پړاو کې په افغانستان کې د ایران سفارت یا کونسلګرۍ ته نه ورځي. پر ځای یې، ایرانی کارورکوونکی باید په ایران کې غوښتنلیک وړاندې کړي. له اجازې ترلاسه کولو وروسته، اړونده فورمه یا جواز سفارت او غوښتونکي ته لېږل کېږي. وروسته غوښتونکی له هماغې فورمې سره په افغانستان کې د ایران استازولۍ ته مراجعه کوي.

د ایران یو مهم شرط دا دی چې کارورکوونکی یوازې هغه وخت بهرنی کارګر استخدامولی شي چې د هماغې دندې لپاره ایرانی کارګر موجود نه وي.

ایراني چارواکو ویلي چې ایران ته د کارګر تر داخلېدو وروسته، نوموړی باید د خپل پاسپورټ او کارګرۍ ویزې په لرلو سره د کډوالو د کفالت، کارموندنې او استوګنې د خدماتو دفترونو ته مراجعه وکړي او د نهو میاشتو کاري کارت ترلاسه کړي. د دې مودې تر پای ته رسېدو وروسته، کارګر باید ایران پرېږدي او درې میاشتې وروسته، د هماغه یا نوي کارورکوونکي د غوښتنې په صورت کې، دا بهیر بیا تکرارېدای شي.

د ایران د کار ویزې رسمي لګښت ۲۱۰ یورو ښودل شوی، خو د افغانستان انټرنشنل معلومات ښيي چې په تور بازار کې د دغې ویزې بیه د ۴۵ زرو او ۶۰ زرو افغانیو ترمنځ ده.

افغانستان انټرنشنل موندلې چې په افغانستان کې سیاحتي شرکتونه او کمېشن‌کاران د ایراني شرکتونو په مرسته کولی شي د ۱۰ تر ۱۵ کاري ورځو په موده کې د کار ویزه ترلاسه کړي. ویل کېږي چې د دې بهیر لګښت د غوښتونکو لپاره د ۴۵ زرو او ۶۰ زرو افغانیو ترمنځ دی.

یو شمېر سیاحتي شرکتونو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې له دې پیسو څخه یوازې له دوو تر درېیو زرو افغانیو پورې د دوی برخه کېږي او د پیسو لویه برخه د صرافۍ د حوالې یا بانکي کارت له لارې ایراني شرکتونو ته لېږدول کېږي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې ځینو ایراني شرکتونو د لګښتونو د زیاتوالي په پلمه پرېکړه کړې چې د دغې ویزې بیه په تور بازار کې تر ۸۰ زرو افغانیو پورې لوړه کړي.

د سرچینو په وینا، هر ایراني شرکت د نهو میاشتو لپاره له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغان کارګرانو پورې ثبتوي. هغو کمېشن‌کارانو چې له افغانستان انټرنشنل سره یې خبرې کړي، ویلي چې دغه بهیر د ځینو ایراني شرکتونو لپاره په یوه جلا سوداګرۍ بدل شوی دی.

د دوی په خبره، د دغو شرکتونو اصلي ګټه په ایران کې د کارګرانو له کار څخه نه، بلکې د کار ویزو د ترلاسه کولو له بهیر څخه ترلاسه کېږي. دغه شرکتونه کارګران په خپل نوم ثبتوي، خو په عمل کې یې نورو شرکتونو او کاري ځایونو ته لېږي.

د مرکه شویو کسانو په وینا، که یو ایراني شرکت هر نهه میاشتې وروسته د ۱۵۰ کارګرانو لپاره ویزې واخلي او له هر کارګر څخه په اوسط ډول ۵۵ زره افغانۍ ترلاسه کړي، نو په دې موده کې به ۸ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ، چې د ایران د پیسو په حساب شاوخوا ۲۰ میلیارده تومان کېږي، عاید ترلاسه کړي.

افغانستان له لسیزو جګړو، بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي سقوط وروسته لا هم په سیمه کې د کډوالۍ له سترو مرکزونو څخه ګڼل کېږي. د سفر د رسمي لارو بندېدو او د ویزو د لګښتونو لوړېدو ګڼې کورنۍ د تور بازار او خطرناکو قاچاقي لارو ترمنځ ښکیلې کړې دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د ۱۵ هېوادونو استازو د طالبانو له پلاوي سره په ناسته کې ګډون کړی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۱
د ۱۵ هېوادونو استازو د طالبانو له پلاوي سره په ناسته کې ګډون کړی
100%

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې او طالبانو استازو د افغان کډوالو د ستنېدا په تړاو د تخنیکي کچې ناسته کړې. افغانستان انټرنشنل ته له اروپايي کمیسیون نه د رسېدلو معلوماتو له مخې، په خبرو کې د جدي جرمونو د مرتکبینو او هغو افغانانو په اړه خبرې شوې، چې د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل کیږي.

د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.

دا خبرې د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې په کابل کې د ترسره شویو تخنیکي خبرو تعقیبي ناسته بلل شوې، چې دستنېدونکو د پېژندنې، د سفر اسنادو د صادرولو او د هغوی د بېرته ستنولو پر میکانیزمونو یې تمرکز درلود.

په معلوماتو کې راغلي، د خبرو محور هغه کسان وو چې جدي جرمونه یې کړي او یا د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل کېږي.

د اروپايي هېوادونو د استازو او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د افغان کډوالو لپاره د کونسلي خدماتو پر بیا پیل کېدو، دوه اړخیزې باور جوړونې او د باعزته بېرته ستنېدو بهیر په اړه بحث شوی.

طالبانو په خپلو خبرو کې د باور جوړونې پر اقداماتو او د افغان پناه غوښتونکو پر با عزته ستنېدا ټینګار کړی دی.

په دغه پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو وزارت مامورین شامل دي، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوي.

په ترکیه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پلاوي یو غړی د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو سلاکار هدایت الله پکتین دی. د پلاوي په اړه دا هم ویل کیږي، چې په استانبول کې یې د جرمني له استازو سره هم لیده کاته کړي دي.

جرمني په رسمي ډول ددې لیدنې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاندې ایلینا زینګر د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددوی هدف دادی، چې د افغان کډوالو ستنېدنه په منظمه توګه ترسره شي.

بلجیم د کوربه هېواد په توګه د طالبانو د پنځو استازو لپاره لنډمهاله یو ورځنۍ ویزې صادرې کړې، چې یوازې د بلجیم په قلمرو کې معتبرې دي. د بلجیم چارواکو ویلي چې له امنیتي ارزونې وروسته کوم مشخص ګواښ نه دی تثبیت شوی.

دا لیدنه په اروپا کې له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. منتقدان وایي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو حقونه محدودوي، مدني ازادۍ یې سختې کړې دي او له هغوی سره هر ډول تعامل د دوی نړیوال مشروعیت زیاتوي.

سرچینه: د طالبانو قوماندان « جمعه فاتح د دولتي دندې وړاندیز نه دی منلی»

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۱
سرچینه: د طالبانو قوماندان « جمعه فاتح د دولتي دندې وړاندیز نه دی منلی»
100%

د بدخشان د طالبانو قوماندان جمعه فاتح ته نږدې یوې سرچینې له «افغانستان انټرنشنل» سره په خبرو کې ویلي چې «هغه لا هم د خپل ولس په منځ کې دی او له طالبانو سره یې د دولتي دندې د منلو په تړاو هېڅ ډول توافق نه دی کړی».

دغې سرچینې ویلي چې د استخباراتو په برخه کې د جمعه فاتح د ټاکلو خبره د طالبانو «رسنیزه لوبه» ده.

تر دې وړاندې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې په کابل کې د استخباراتو د یوې څانګې مشري د جمعه خان فاتح لپاره وړاندیز شوې ده. خو تر اوسه جمعه خان فاتح په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ جمعه خان فاتح د زابل د والي له مرستیالۍ لرې کړ او پر ځای یې فیض‌الله تمیم، چې د معیار او کیفیت د ادارې پخوانی مشر و، وټاکه.

باوري سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې په بدخشان کې د طالبانو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي او د ډلې دننه د وسله‌والې نښتې احتمال هم لوړ شوی دی.

تر دې مخکې د جمعه فاتح او د طالبانو د لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول د پوځ د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ترمنځ څو پړاوه خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې وې.

د رسېدلو معلوماتو له مخې، هبت‌الله اخوندزاده په دې وروستیو کې د بدخشان د ستونزو د حل لپاره یو لوړپوړی کمیسیون جوړ کړی دی.

په دغه کمیسیون کې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت، د فرامینو د څار او تعقیب د ادارې مشر شمس‌الدین شریعتي، د هلمند والي امان‌الدین منصور او یو شمېر نور طالب چارواکي شامل دي.

طالبانو د محرم د بیرغونو پورته کولو له امله یو شمېر شیعه مشران نیولي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۱
 طالبانو د محرم د بیرغونو پورته کولو له امله یو شمېر شیعه مشران نیولي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزیر د سې شنبې په ورځ یو شمېر شیعه مشران احضار کړي وو او له هغوی یې ژمنه اخیستی چې د محرم بیرغونه ژر تر ژره له جوماتونو او تکیه خونو ښکته کړي. ویل کیږي اوس مهال ۳۰ شیعه وګړي د طالبانو عدلیې وزیر په شخصي زندان کې بندیان دي.

د سرچینو په وینا، عبدالحکیم شرعي د چنګاښ په دویمه نېټه یو شمېر د اهل تشیع مشران او استازي په کابل کې د عدلیې وزارت ته احضار کړي وو.

سرچینې وايي چې فکوري بهشتي، حیات الله عالمي، صوفي ګردېزي، شیخ ناطقي او نعمت الله غفاري هغه کسان وو چې د شیعه علماوو د شورا او د شیعه وو د عالي کمیسیون په استازیتوب د طالبانو د عدلیې وزارت ته تللي وو.

د سرچینو په وینا، د عدلیې وزیر دغه شیعه مشران له سهار ۹ بجو تر ماسپښین دوو بجو پورې په وزارت کې توقیف کړي او ترې یې ژمنه اخیستی چې د سې شنبې تر ماښام پنځو بجو پورې باید د دوی لارښوونې عملي شي.

سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې اوس مهال لږ تر لږه ۳۰ شیعه کسان د طالبانو د عدلیې وزیر په شخصي زندان کې بندیان دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د جوماتونو د امنیتي کمیسیون مرستیال ضیاء هم د هغو کسانو له ډلې دی چې د عدلیې وزیر په توقیف کې دی.

د معلوماتو له مخې، طالب چارواکو ویلي چې دغه کسان تر هغه مهاله نه خوشې کېږي چې د شیعه وو له ټولو جوماتونو او حسینیه وو څخه بیرغونه ښکته نه شي.

په کابل کې عزادارانو ته هم سپارښتنه شوې چې «د خپل امنیت د ساتلو او د نورو کړکېچونو د مخنیوي لپاره» لګول شوي محدودیتونه رعایت کړي.

په جرمني کې میشتې افغانې ښځې که پناه وغواړي ډېری د خوندیتوب وضعیت ترلاسه کوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
په جرمني کې میشتې افغانې ښځې که پناه وغواړي ډېری د خوندیتوب وضعیت ترلاسه کوي
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ښځې او نجونې که د جرمني د کډوالۍ او مهاجرت په فدرالي اداره کې د پناه غوښتنه وکړي، ډېری د خوندیتوب وضعیت ترلاسه کوي. د یاد وزارت یوې ویاندې ایلینا زینګر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې افغان سفارت او کونسلګرۍ د اېستل کېدونکو هویت تثبیتوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، چې غواړي افغانستان ته د بېرته ستنېدو پروسه په منظم ډول ترسره شي.

د وزارت د ویاندې ایلینا زینګر په وینا، د فدرالي حکومت هڅې په پیل کې د اړوندو فدرالي ایالتونو د ملاتړ پر لور متمرکزې وې، څو د مجرمینو د بېرته ستنولو په برخه کې مرسته وشي، خو دا یوازې تر همدې ډلې محدودې نه دي.

د وزارت ویاندې د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د استوګنې قانون له مخې، بهرني اتباع باید هغه وخت بېرته واستول شي چې دوی له هېواد څخه د وتلو تر جبري پرېکړې لاندې وي. د نوموړې په وینا، «سربېره پر دې، په هره انفرادي قضیه کې باید د اخراج د بندیز لپاره هېڅ قانوني دلیل موجود نه وي».

ایلینا زینګر زیاته کړه، « پر همدې پر بنسټ، فدرالي ایالتونه د هرې قضیې په اړه په انفرادي ډول د ارزونې له مخې د بېرته ستنولو پرېکړه کوي».

نوموړې د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په بهیر کې د طالبانو د همکارۍ په تړاو وویل، چې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ به هغه کسان پېژني چې د بېرته ستنولو پرېکړه یې شوې وي او که افغان تابعیت په بریالیتوب ثابت شي، د سفر اسناد به ورته صادر کړي.

هغې د افغان ښځو په تړاو، چې د طالبانو تر سختو بندیزونو لاندې دي، وویل، « د جنسیت په اړه باید دا یادونه وشي چې افغان ښځې او نجونې که د جرمني د کډوالۍ او مهاجرت فدرالي ادارې (BAMF) کې د پناه غوښتنه وکړي، ډېری په جرمني کې د خوندیتوب وضعیت ترلاسه کوي».

یاد وزارت ویلي، چې د جرمني د استوګنې قانون پلي کول د فدرالي ایالتونو په واک کې دي او په دې کې هغه کسان چې په جرمني کې د قانوني پاتې کېدو حق نه لري، خپلو اصلي هېوادونو ته بېرته ستنیږي.

نوموړې ددې پوښتنې په ځواب کې، چې په جرمني کې دا مهال څومره افغانان د اخراج په نوملړ کې شامل دي، وویل، چې دغسې نوملړ نشته.

اسلام جار د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي غوښتنه کړې

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱
اسلام جار د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي غوښتنه کړې
100%

د طالبانو د هرات والي اسلام جار په افغانستان کې د ایران د اوسپنې پټلۍ د پراختیا د شرکتونو ټولنې له مشر سره لیدنه کې دخواف–هرات اوسپنې پټلۍ د فعالیتونو د پراختیا،او د لېږد ظرفیت د لوړولو غوښتنه کړې ده. ایراني لوری ژمنه کړې چې د لېږد کچه به په میاشت کې ۱۵۰ زره ټنو ته لوړه کړي.

دطالبانو د هرات ولایت د والي ددفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې اسلام جار ویلي، د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ کرښه د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو ده او زیاته کړې یې ده چې د رباط پریان تمځای به هم په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه له ایراني لوري غوښتي چې د دې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد کچه نوره هم لوړه کړي او ټینګار یې کړی چې د هرات سیمه ییزه اداره د دې مهمې ترانزیټي کرښې د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

بل خوا، په افغانستان کې د ایران د اوسپنې پټلۍ د پراختیا د کنسرسیوم مشر مصطفی رضایي د هرات د سیمه ییزې ادارې د همکاریو د ستاینې تر څنګ ژمنه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به د دې لارې د لېږد ظرفیت میاشت کې ۱۵۰ زره ټنو ته لوړ کړي.