د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

د سېشنبې په ورځ د نړۍ د سینما او موسیقۍ یوشمېر ستورو د نیویارک په مېټروپولیټن هنري موزیم کې د مت ګالا په کلنیو مراسمو کې برخه واخېسته. په دغه مراسمو کې د هندۍ سوداګرې ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو او سره زرو جوړو شويو دودیزو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه.
د ایشا امباني ساړي د سرو زرو په تارونو او ۱۸۰۰ الماسو سینګار شوې وه. هغه وایي، دغه ساړي ۲۲کاله پخوانۍ ده چې په نویو نوښتونو تر سینګارېدو وروسته دغه مراسمو ته چمتو شوې او د مور له ګاڼې یې ۱۸۰۰ الماس پهکې کارول شوي دي.
ایشا امباني زیاته کړه، چې دغه ساړي د ډیزاینر ګوراو ګوپتا لهخوا ډیزاین شوې او د سودېش ډلې لهخوا جوړه شوې ده. د نوموړې نه یوازې ساړي بلکې د هغې په لاس کې د سرو زرو په اوبدل شویو ځنځیرونو کې ځوړند ام هم د ټولو پام ځان ته واړاوه.
د مټ ګالا په سږنیو مراسمو کې له هند نه د ایشا امباني ترڅنګ فلمي اداکارې پریانکا جوپړا او عالیه بټ، فلم جوړوونکي کرن جوهر، د جامو ډیزاینر منیش ملهوترا او ځینو نورو شخصیتونو برخه اخیستې ده.
