• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دوبۍ کې د افغانستان د همغږۍ ډله کابل سره نړۍوالې مرستې ارزوي

۱۲ تله ۱۴۰۳ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د همغږۍډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د نړۍوالو مرستو څرنګتیا وڅېړله. دې ډلې د عرب متحده اماراتو په دوبۍ کې له افغانستان سره د مرستو پر څرنګوالي خبرې کړې او له افغانانو سره یې د بشري مرستو د دوام په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سیاست مسووله وايي، چې په دې ناسته کې د مرستو د څارنې میکانیزمونه ارزول شوي او د مرستو په برابرولو کې د روڼتیا پر اړتیا ټینګار شوی.

د ناستې برخه والو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د نوي قانون پر بنسټ د لګول شویو بندیزونو له امله د پېښو ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

دغه قانون په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړې توګه د ښځو په تړاو سخت بندیزونه وضع کړي دي.

ددې قانون له مخې ښځې نه شي کولای چې له شرعي محرم پرته له کوره ووځي او غږ یې په عمومي ځایونو کې عورت ګڼل شوی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، افغانستان له یوه ستر انساني ناورین سره مخ دی او لږ ترلږه ۲۳ میلیونه وګړي دمګړۍ بشري مرستو ته اړ دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سیاست نوې مسوولې او مخکینۍ شارژدافیرې، چې د مرستندویانو د همغږي په ناسته کې یې ګډون کړی، خبریالانو ته وویل، چې واشنګټن د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته له افغانستان سره دوه عشاریه درې میلیارده ډالره بشري مرستې کړې دي.

ډکر دغه راز وویل، چې ډېر زر به ملګري ملتونه د «دوحه۳» د نشه يي توکو او اقتصاد کاري ډلو د کار پایلې وڅیړي او د دوحې بله ستره ناسته به هم ترسره شي.

په داسې حال کې چې نړیوال مرستندویان د مرستو پر همغږۍ او د څرنګتیا پر بدلون خبرې کوي، یو شمېر هېوادونه اندېښنه ښيي، چې شونې ده طالبان له بشري مرستو ناوړه ګټه واخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د هوایي شرکتونه له خوا د ایران د هوايي حریم نه کارولو د الوتنو وخت او د تیلو لګښت ډېر کړی

۱۲ تله ۱۴۰۳ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د الوتنو څارونکي ویب سایټ “فلایت رادار ۲۴” په وینا؛ هوایي شرکتونه په پراخه کچه په منځني ختیځ کې په خپلو الوتنو کې د ایران هوایي حریم نه کاروي، چې دغه کار د الوتنو وخت اوږدوي او د تېلو لګښتونه لوړوي.

د دغه کار لامل، پر اسراییل د ایران له برید وروسته د اسراییل له خوا د ایران احتمالي په نښه کېدل بلل شوي دي.

په تېر کال کې په منځني ختیځ کې ناکرارۍ د هوایي چلند لپاره خنډونه رامنځته کړي او هوایي شرکتونه یې په پرلپسې توګه د پرواز د مسیرونو بدلولو ته او د هوایي حریم خوندیتوب بیا ارزونې ته اړ کړي دي.

د “فلایت رادار ۲۴” ویاند ایان پیتچینیک وویل: "ډېری هوایي شرکتونو له ایران څخه الوتنې بېرته پیل کړې او د شمالي مسیر څخه د اذربایجان، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند له لارې اسیا ته الوتنې کوي او سویلي مسیر څخه بیا د مصر او سعودي عربستان له لارې الوتنې کوي."

ځینو هوايي شرکتونو ویلي، چې د ایران له خوا پر اسراییل د سې شنبې ورځې د بالستیک توغنديو له برید وروسته یې په منځني ختیځ کې خپل پروازونه بېرته پیل کړي.

پیتچینیک وویل، چې د منځني ختیځ د ځینو برخو د هوايي حریم د استفاده مخنیوی پر اسراییل د ایران له برید سره مستقیم تړاو لری.

د چهارشنبې په ورځ ناوخته، د جرمني لوفتانزا هوايي شرکت وویل، چې د عراقي کردستان اربیل ته په الوتنو کې به په محدود ډول د عراق هوایي حریم کاروي.

دغه شرکت زیاته کړه، چې تل ابیب، بیروت او تهران ته الوتنې به د اوس لپاره وځنډول شي.

کرن ډېکر:د افغانستان د همغږۍ ډله کار کوي چې څنګه بشري مرستې په پراختیايي مرستو بدلې شي

۱۲ تله ۱۴۰۳ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرني سیاست مسووله کرن ډېکر په دوبۍ کې له خبریالانو سره په یوه انلاین ناسته کې له افغانانو سره د متحده ایالاتو پر نړۍوالو مرستو او ځان بسیاینې ټینګار وکړ.

ډېکر د افغانستان د همغږۍ ډلې د دوه کلنې ناستې په تړاو چې نړۍوال مرستندویان، یوناما، نړۍوال بانک او د افغانستان استازي او نړۍوال کارپوهانو پکې ګډون کړی، وویل: « دغه ډله نړۍوال ستر مرستندویان د ملګرو ملتونو له مهممو ادارو لکه یوناما او نړۍوال بانک سره یوځای کوي.».

ډېکر وايي، دغه ناسته د څارونکو میکانیزمونو پر ښه والي او روڼتیا ډېرولو متمرکزه ده، چې څنګه بشري مرستې په پراختیايي هغو بدلې شي.

د دې په باور، دوی غواړي داسې شرایط رامنځته شي، چې په نړۍوالو مرستو د اتکاء پر ځای افغانان پخپله خپل ژوند پرمخ بوځي.

ډېکر وویل، چې د ټام وېسټ په تګ سره به د افغانستان په تړاو د امریکا په سیاست کې بدلون رانه شي.

ټام وېسټ له درې کلن ماموریت وروسته له خپلې دندې لرې شو او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرت د بندیزونو برخه کې به خپله نوې دنده پیلوي.

مېرمن ډېکر د افغانستان انټرنشنال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دې لومړیتوبونه به څه وي، وویل: « د افغانستان راتلونکې باید پخپله د افغانانو په لاس او د یوه بهیر له لارې رامنځته شي».

هغې زیاته کړه: « دا زما ستر مسوولیت دی، چې د بیان له حق نه بې برخې افغانانو غږ واوسم».

ډېکر وویل، چې متحده ایالات به د طالبانو له ادارې سره عملي او اصولي تعامل ته ادامه ور کړي.

ډېکر خبریالانو ته په خبرو کې وویل، چې د مالي مرستندویانو او ذینفع اړخونو ترمنځ نړیواله همکاري او همغږي ټاکونکې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د ماموریت نوې شارژدافیره وايي، قزاقستان، ازبکستان، لندن او بروکسل ته یې د سپټمبر میاشتې په سفرونو کې درک کړې، چې د سیمې هېوادونه او سازمانونه له افغانانو سره همکارۍ ته لېواله دي.

تاجکستان له افغانستانه د "جماعت انصارالله" د ور اوښتو له وېرې پوځي تدابیر نیولي

۱۲ تله ۱۴۰۳ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۵ GMT+۱

د افغانستان او تاجکستان پوله د سپټمبر له ۲۴مې نه د اکتوبر تر ۱۵ مې د لوړ ګواښ لرونکې سیمه ګڼل شوې ده. تاجکستاني چارواکو له بدخشان او تخار ولایت سره پر پوله امنیتي ګزمې، د څارونکو بې پیلوټه الوتکو الوتنې او څار ډېر او پوځي رخصتۍ لغو کړې دي.

د اذربایجان اې زیډ نیوز په یوه تحلیلي رپوټ کې ددې امنیتي ګامونو لامل د افغانستان په سرحدي سیمو کې د جماعت انصارالله وسله والې ډلې د فعالیتونو ناڅاپي ډېرېدل ښیي.

دغه رسنۍ وایي، د جماعت انصارالله جنګیالي دوه اوونۍ وړاندې د تخار ولایت په نواباد کې ځای پرځای شوي او د ای خانم په ګډون یې یو شمېر سرحدي امنیتي پوستې څارلې دي.

د سرچینې په باور، دې څار په تاجکستان کې دا باور پیاوړی کړی چې ممکن جماعت انصارالله دلته وسله وال بریدونه وکړي.
دغه رسنۍ وایي، د طالبانو له اعلامیو سره سره چې جنګیالیو ډلو ته د نورو هېوادونو پر ضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ور کوي، داسې برېښي چې واقعیت بل ډول دی.
د رسنۍ په باور، د جنګیالیو ډلو او داعش د حضور او فعالیتونو ډېرېدل امریکا او متحدانو ته یې فرصت ور کوي چې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړې مرسته وکړي او په دې توګه په منځنۍ اسیا کې بهرنی پوځي حضور ډېر شي.

ډان ورځپاڼه: تیرا کې طالبان د نشه يي توکو حاصلاتو کې خپله ونډه غواړي

۱۲ تله ۱۴۰۳ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۴ GMT+۱

پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخواایالت په تیرا دره کې د نشه يي توکو له پلورونکو او کرګرو د خپلې ونډې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د تیرا په یو شمېر سیمو کې د لشکر اسلام او تحریک طالبان پاکستان اړوند جنګیالو،چې د حکومت له خوا پرې بندیزونه لګول شوي، فعالیتونهبېرته محسوسیږي.

ډان د سیمه ییزو سرچینو له خولې وايي، تیراه د چرسو او کوکنارو د کر لپاره وړ ځمکې لري او ډېر کروندګرد ژوند چلونې لپاره پر دې دوو عایداتي سرچینو متکي دي.

د سرچینې په باور، د لشکر اسلام او تحریک طالبان پاکستان غړي د خپلو «تشو خزانو»د ډکولو لپاره د چرسو او کوکنارو په حاصلاتو کې ونډه غواړي.

دغه جنګيالي د تیرا په ځنګلي سیمو بتي، پیر مېله او تختکی کې فعال دي.

ورځپاڼې ته عیني شاهدانو ویلي، چې تېر ته په کتو جنګیالي په حاصلاتو کې د خپلې ونډې له ترلاسه کولو وروسته بېرته ستنیږي.

په ورته وخت کې د تیرا د قومي مشرانو یوه ۳۲کسیزه کمېټهجوړه شوې چې له حکومت سره په ګډه په سیمه کې د مرستې انډولیز وېش، سوله او امنیت ډاډمن کړي.

ملا کبیر افغان سوداګرو ته: د ویزو د اسانولو لپاره به له هند سره خبرې وکړو

۱۲ تله ۱۴۰۳ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د ریس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر افغان سوداګرو سره په کتنه کې ویلي، چې د ویزو د اسانولو لپاره به له هند سره خبرې وکړي.

نوموړي په دغه کتنه کې زیاته کړې، چې ګاونډي هېوادونه باید افغان سوداګرو ته د ستونزو له جوړولو لاس واخلي.

د ملا کبیر دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې افغان سوداګرو له نوموړي سره په لیدنه کې د پاکستان له لوري د وچې مېوې د ټرانزیټ پر اضافي مالیې نیوکه وکړه او وایي، چې د زیاتې مالیې له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
افغان سوداګرو له مولوي کبیر سره په خبرو کې وویل، چې هند او متحده عربي اماراتو ته د وچې مېوې صادرات زیات شوي دي.
افغان سوداګرو له طالبانو غوښتي، چې د ویزو د اسانولو ترڅنګ پر بانکي سکټور هم محدودیتونه لرې کړي.
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، چې ګاونډي هېوادونه باید د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هند سره د افغانستان سوداګري تر پخوا کمرنګه شوې ده، خو طالبانو په ځلونو ټینګار کړی چې غواړي د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.
اخوا اسلام اباد بیا تل د سیاسي ترینګلتیا له امله پر افغان سوداګرو فشارونه زیاتوي او پاکستان ته د افغانستان د توکو د صادراتو مخه نیسي.

افغانستان د پاکستاني توکو او پاکستان د افغاني توکو لپاره ښه بازارونه دي، خو د دواړو خوا سوداګر بیا د سیاسي ستونزو له امله تل زیانمن شوي دي.