حافظ عبدالرحمن د پکتیکا له ګومل ولسوالۍ نه د خیبر پښتونخوا تر بنو ولسوالۍ پورې په غرنیو او کږلېچنو لارو او درو کې پوره ۲۵ ورځې تېرې کړې. د بې پیلوټه الوتکو له څار نه پټېدل، کله پلي، کله په موټر کې تګ د دوی پښې تڼاکې کړې وې او سفر خورا ستومانوونکی و.
عبدالرحمن تازه د القاعدې د محلي همکار اخترمحمد خلیل له ډلې سره یوځای شوی و او په یوه ۲۰ کسیز تشکیل کې بنو ته استول شوی و. خو دغه سفر هغو بریدونو ته په پام، چې دوی په بنو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وکړل، ده ته ډېر پام وړ نه و.
د القاعدې نا اعلان شوي مشر سیف العدل د ۲۰۲۴ کال په جون کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې «افغانستان ته لاړ شي، د طالبانو له تجربو زده کړه وکړي او بیا پر لویدیزو او « صهیونستي» هدفونو بریدونه وکړي».
د شنونکو په باور، سیف العدل د القاعدې په جګپوړو مشرانو کې د داسې کس په توګه پېژندل کیږي، چې دغه شبکه یې د جنګیالیو له دودیزې شبکې نه په یوې ویروونکې او مرګونې شبکې بدله کړې ده. د ۲۰۱۱ کال په می کې د بن لادن له مرګ وروسته ایمن الظواهري د القاعدې د شورا له بیعت پرته د دې شبکې مشري پرغاړه واخسته او په دې توګه یې پخواني مصري کمانډو سیف العدل ته چې ده ته خورا نږدې و، لاره پرانېسته چې اعتبار او وفاداري یې څوک تر پوښتنې لاندې رانه ولي.
سیف العدل له ۲۰۰۲ کال نه تر ۲۰۱۰ کال پورې په ایران کې کله ازاد او کله تر څار لاندې ژوند کاوه او د همدغه کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د ایران د سپاه پاسداران مامورانو د افغانستان د زابل ولایت په سرحد کې د خپل یوه اسیر ډپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکي په بدل کې حقاني شبکې ته وسپاره. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تبادلې په مذاکراتو کې حقانیانو او د طالبانو جګپوړي قوماندان عبدالقیوم ذاکر ټاکونکی رول درلود.
د القاعدې د ۱۷۰ جګپوړو مشرانو په نوملړ کې بن لادن لومړی کس او سیف العدل اتم کس ګڼل کېده. هغه بن لادن ته له یمن نه تر سومالیا او ایران پورې په ټولو سیمو کې د القاعدې د پراخولو، تنظیم او فعالیت د څار په برخه کې، خورا نږدې او اعتمادي کس و.
د حافظ عبدالرحمن په وینا، « د سیف العدل جنګي سابقې ته په پام داسې ښکاري چې هغه به خپله تیت او پاشلې شبکه یوځل بیا ورغوي او له سومالیې نیولې تر عراق، یمن اوسوریې به رېښې وغځوي».
هغه په سومالیا کې د القاعدې په ماموریت کې په سترګه او لاسونو ټپونه خوړلي، ځیرک او هوښیار سیاستوال، خو په خوی او خلق کې تریخ بلل کیږي. د القاعدې د غړو او له هغوی سره د همکارو قبایلي او افغان جنګیالیو له څرګندونو داسې ښکاري، چې سیف العدل سومالیا ته د خپل نوي جګړه ییز محاذ په سترګه ګوري. هغه په سومالیا کې د جګړې تجربه او د القاعدې هسته لري. په سوریه کې د القاعدې د اشر ستراتیژۍ دا ډله په نورو بې ثباته اسلامي هېوادونو کې هم بري ته خوشبینه کړې ده.
د القاعدې د ۱۷۰ جګپوړو مشرانو په نوملړ کې بن لادن لومړی کس او سیف العدل اتم کس ګڼل کېده.
افغانستان ته د القاعدې د هستې را ګرځېدل
د طالبانو دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ایمن الظواهري او سیف العدل دواړه په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د طالبانو له جګپوړي قوماندان قیوم ذاکر سره له پاکستان نه هلمند ته لاړل او کله چې کابل ونیول شو، د الظواهري او سیف العدل د سمبالښت او امنیت چارې حقاني شبکې پرغاړه واخېستې. سیف العدل کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته لومړی په پکتیکا کې اوسېده خو کله چې د ۲۰۲۲ کال په جون او جولای میاشتو کې د پکتیکا په ګیان او برمل او د خوست په سپیره ولسوالیو کې زلزلې وشوې، دې سیمو ته ګڼو کورنیو او بهرنیو خبریالانو سفرونه پیل کړل او سیمې ته مرستندویه موسسې لاړې، سیف العدل او ددې شبکې نورو مشرانو ځانونه خوندي محسوس نه کړل او کونړ او نورستان ته لاړل.
په نورستان کې د ګوجرو قبیلې یو شمېر جنګیالي او یو شمېر سلفیان چې په وزیرستان کې یې له القاعدې سره ښې اړیکې درلودې، او په کامدیش او نورو سیمو کې یې د امریکايي ځواکونو خلاف د القاعدې په جګړو کې برخه اخستې وه، په افغانستان کې د القاعدې د پوځي عملیاتو مسوول مصطفی ابو یزید نږدې همکاران وو. ګوجر د کونړ ولایت په دانګام، نورستان او د بدخشان په کشم او اشکمش ولسوالیو کې اوسیږي. دوی د دغو جګړویو فلم جوړ کړی و چې نورستان نمبر۴ نومېده. ددغه فلم مصرف هم ابو یزید ور کړی و.
په خوست او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « سیف العدل د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د طالبانو جګپوړي قوماندان مولوي عبدالقیوم ذاکر ته ۱۵۰ موټر وپېرل چې له هغه سره یې د جګړې په شدت او د خپل نفوذ د ساحې په ډیرولو کې زیاته مرسته وکړه. هغه وروسته عرب جنګیالي هم ورکړل، چې ډېری یې په پنجشیر ولایت کې جنګېدل».
د پکتیکا په ارګون کې د وسلو دوو سوداګرو په دې وروستیو کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په خوست، پکتیا، کونړ او نورستان کې د القاعدې شبکې له مالي لګښتونو داسې برېښي چې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته دوی په لویه کچه مالي امکانات ترلاسه کړي دي. یا لږ ترلږه توانېدلي چې خپلو بندو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.
د وسلو د سوداګرو په وینا، د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر نه د ۲۰۲۲ کال تر پایه سیف العدل د القاعدې شبکې ټول هغه پورونه چې په افغانستان او پاکستان کې د وسلو تاجرانو پرې درلودل، ادا کړل.
القاعدې له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د شمالي او جنوبي وزیرستان د وسلو له مارکېټونو ، د سیالکوټ او ګوجرانوالې له فابریکو او افغان او پاکستاني وسله خرڅوونکو او قاچاق کوونکو ګڼې وسلې، په ځانمرګو او موټربم بریدونو کې کاریدونکي توکي او بارود پېرلي وو.
د القاعدې غړو، چې په خوست او پکتیکا کې د تحریکیانو په نامه یادیږي او له سیمه ییزو خلکو سره یې لهجه او څېره ډېره کمه د توپیر وړ ده، پاکستاني طالبانو ته د افغان طالبانو له ډلګيمشرانو پرمختللې او لایزري دوربین لرونکې وسلې واخستې. په خوست کې د سي ای اې د صفري قطعاتو اکثریت وسلې د جنګیالیو ترمنځ ووېشل شوې.
القاعدې شبکې د دغو وسلو او غنیمتونو د خرڅلاو پرمهال، د ټي ټي پي جنګیالیو هر ګروپ ته لس امریکايي ایم فور، ایم ۱۶ او پر هغو د پاسه تړل کېدونکي Plusar Thermal Opticsدوربینونه، او نور Night vision items وپېرل چې د هر Plusar Thermal Optics بیه له ۱۴۰۰ ډالرو نه تر ۶۱۵۴ ډالرو پورې کېده. ځینې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې وپېرل شول. دغه راز ایم فور ټوپک یې د هغو کیفیت ته په پام له ۱۵۰۰ ډالرو نه تر ۳۰۰۰ او تر دې ګرانه قیمت وپېرل.
د الظواهري له مرګ وروسته حقاني او ملا یعقوب کابل د القاعدې د مشرانو لپاره خوندي ونه باله او له هغوی نه یې وغوښتل، چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو او هغو سیمو کې استوګنه غوره کړي، چې له کورني او نړیوال څار نه لرې او منزوي سیمې وي.
سیف العدل بن لادن ته له یمن نه تر سومالیا او ایران پورې په ټولو سیمو کې د القاعدې د پراخولو، تنظیم او فعالیت د څار په برخه کې، خورا نږدې او اعتمادي کس و.
د نړیوالو سرچینو د رپوټونو له مخې، په کونړ کې القاعدې خپل پوځي غونډ کتیبه عمر فاروق بېرته پرانېستې چې مشري یې ابو اخلاص المصري، او مرستیالي یې ابوحمزه القطاني کوي. ددې کتیبې نور غړي شیخ عبدالحکیم المصری، قطال الحجازي، ابو بصیر او ابو یوسف دي چې د القاعدې، جماعت انصارالله، او پاکستاني طالبانو جنګیالي پکې روزل کیږي.
د ملګرو ملتونو رپوټونه او د القاعدې اړوند فعالیتونو د شنونکو ارزونو نه داسې ښکاري چې د سیف العدل په مشرۍ القاعده شبکه د خپلې نوې جنګي تګلارې له مخې، چې د سوریې د جګړو تجربو ته په کتو د «اشر ستراتیژي» نومول کېدای شي، افغانستان د پټنځي، روزنې، قوماندې، مدیریت، لوژستیک او مالي سرچینو د مرکز په توګه کاروي، خو د جګړې ساحه غواړي د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو ملګرو له لارې له افغانستان نه بهر نورو هغو بې ثباته هېوادونو ته وغځوي، چې له وړاندې هلته د القاعدې شبکې رېښې دي.