طالبان وايي په خوست کې یې لسګونه امنیتي کمرې لګولې دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د خوست ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د جرمي پېښو د مخنیوي، امنیت او ښاري نظم په موخه لسګونه ثابتې او متحرکې امنیتي کمرې لګولې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د خوست ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د جرمي پېښو د مخنیوي، امنیت او ښاري نظم په موخه لسګونه ثابتې او متحرکې امنیتي کمرې لګولې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په خوست ښار کې د کمرو لګولو پروژه د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ له خوا د ۳،۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې شوې ده.
طالبانو ویلي، چې د څارونکو کمرو لګول به په خوست ښار کې د جرمي پېښو په کنټرول، د مجرمانو پېژندنې او ژر نیولو کې مهم رول ولري.
په ورته وخت کې په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګوربز ویلي، د دې کمرو له لارې به د ښار مهم سړکونه، څلورلارې، مارکېټونه، دولتي ادارې او ګڼ مېشتي ځایونه ۲۴ ساعته تر څارنې لاندې وي.
دا په خوست ولایت کې د امنیتې کمرو لګولو دویمه پروژه ده او تردې وړاندې هم په دغه ولایت کې ۱۵ امنیتي کمرې لګول شوې وې.


د طالبانو د امر بالمعروف ویاند سیف خیبر وایي، د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ اوسېدونکې فرښتې د ځان وژنې قضیې په تړاو یې د هغې پلار او ورور نیولي دي. د فرښتې په نامه یادې نجلۍ دوه ورځې وړاندې د جبري نکاح له امله ځان وژلی و.
سیف خیبر د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) لیکلي چې فرښتې څو ځله د نکاح وړاندیز رد کړی و، خو پلار او مشر ورور یې هڅه کوله نوموړې په زور داسې چا ته واده کړي چې د هغې رضایت پکې نه و او د دغو فشارونو په پایله کې فرښته ځان وژنې ته اړه شوې.
طالبان وايي، د څېړنو تر بشپړېدو وروسته، د فرښتې پلار عبدالرحمن او مشر ورور یې د جبري نکاح د جرم په تور ونیول شول او محکمې ته وسپارل شول.
د خیبر په وینا، جبري نکاح له شرعي پلوه هېڅ حیثیت نه لري او د هبتالله د وروستي فرمان پر بنسټ دغه کار ناقانونه او غیراسلامي عمل ګڼل کېږي.
هغه زیاتوي چې هره نجلۍ چې له دغسې حالت سره مخ کیږي، د امربالمعروف محتسبانو ته دې مراجعه وکړي.
د طالبانو د امر بالمعروف ادارې دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دغه ډله له ښځو سره د تبعیضي چلند له امله په کوردننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ ده او طالب چارواکي هم تورن دي، چې له ځوانو نجونو سره دویم، درېیم او څلورم ودونه کوي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې یې په دوو موټرو کې بار قاچاق کېدونکي درمل نیولي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه درمل د امنیه قوماندانۍ د جنایي څانګې له لوري ونیول شول او وروسته د عامې روغتیا ریاست د نظارت امر ډاکټر سردار محمد قاصد په مشرۍ د څارنې ډلې ته وسپارل شول.
وزارت په خپله خبرپاڼه کې نه دي لیکلي چې ددغه قاچاق په تور څوک نیول شوي دي او که نه.
طالب چارواکي وايي،۶۳ ډوله دغه درمل په ۴۶۷ کارټنونو کې ځای پر ځای شوي وو او د ځانګړې کمېټې په حضور کې به له منځه یووړل شي.

د ایران د مخدره توکو ضد مرکزي دفتر منشي ویلي، چې د ډېرې ګټې او کم خطر او حجم له امله په افغانستان کې د میتامفیتامین (شیشې) تولید ډېری شوی او اروپايي هېوادونو ته د یادو توکو د قاچاق له امله ایران «د ټرانزیټ قرباني» دی.
د ایران مخدره توکو ضد د مرکزي دفتر منشي حسین ذوالفقاري په عراق کې د مخدره توکو پر ضد د ګډې کمیټې په دویمه غونډه کې ویلي، ایران په افغانستا کې د مخدره موادو د تولید او اروپايي هېوادونو ته د قاچاق له امله د ترانزیت قرباني دی.
ذوالفقاري ویلي:«د افغانستان جغرافیايي موقیعت او د اروپا د سترو مصرفي بازارونو ترمنځ د ایران موقعیت تهران د ترانزیتي قرباني په بڼه بدل کړی دی.»
نوموړي زیاته کړې چې « په افغانستان کې د میتامفتامین(شیشې) تولید د زیاتې ګټې، لږ خطر او کم حجم له املهډېر شوی دی.»
پر همدغه مهال ذوالفقاري ویلي، چې د مخدره توکو د تولید لپاره کارېدونکي اکثره کیمیاوي مواد په اروپا او سویل ختیزه اسیا کې تولیدیږي او بیا د قانوني صنعتي موادو په نوم افغانستان ته لېږدول کېږي.
ذوالفقاري ویلي چې ایران د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له بېلابېلو لارو کار اخلي، چې د سرحدونو څارنه، هوايي او ځمکنۍ ګزمې، د برېښنايي او نورو سیستمونو کارول، په سرحدي سیمو کې د نویو پوستو ځای پر ځای کول، د ډرونونو له لارې څارنه او د سړکونو ګزمې پکې شاملې دي.

د تېر جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې پېښه د امریکا لپاره د ستر نړیوال ملاتړ سرچینه بللې، خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن له طالبانو سره د دوحې په تړون او میلیون ډالري کڅوړو د ترهګرۍ ضد مبارزه بېمعنا کړه او خپل باور یې له لاسه ورکړ.
امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د سپټمبر ۱۱مې پېښه له تشریح پرته یوه ستره انساني فاجعه وه، خو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې واشنګټن له هغو ډلو سره تړون وکړ، چې د ده په وینا، د دغو بریدونو په ترسره کولو کې شریکې وې.
صالح وايي، د۲۰۲۱ کال له اګست وروسته امریکا طالبانو ته هره اونۍ ۴۰ تر ۶۰ میلیونه ډالر ورکړي دي، چې دا ډول «مبهم سیاست» د ترهګرۍ ضد د مبارزې ټول روایت زیانمن کړی او پر واشنګټن یې د ژورو شکونو سیوری غوړولی.
صالح وايي، د سپټمبر له یوولسمې وروسته د امریکا ملاتړي اوس په پراخه کچه تعقیب، زنداني، شکنجه، اعدام او بېکوره کېږي، ځکه خپله واشنګټن د باور وړ ځواک پاتې شوی نه دی.
نوموړي ټینګار کړی: «زه د ۹/۱۱ تر پېښې وړاندې هم له طالبانو سره په جګړه کې وم او د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته هم د خپل هېواد د ازادۍ لپاره دوام ورکوم، د واشنګټن په روایت هېڅ باور نه لرم، ځکه دا بشپړه دوکه او خیانت و.»
هیره دې نه وي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول، چې وروسته یې امریکا د القاعدې پر ضد د ترهګرۍ ضد جګړه پیل کړه.

د جرمني د زرغون ګوند مشر فلیکس بانازاک د برلین له اسلام اباد میشتو افغان محلي همکارانو سره د خپل دولت چلند «شرم وړ» بللی دی. بانازاک له حکومت نه غوښتي، چې له اسلام اباده افغانستان ته اخراج شوي افغانان بېرته راستانه کړي.
د جرمني د زرغون ګوند مشر فلیکس بانازاک ددغه هېود له ډي پي اې خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې حکومت بې پروا دی، په داسې حال کې چې د پاکستان پولیس د جرمني د نړیوالو همکاریو سازمان (GIZ) په ودانیو کې میشت افغانان نیسي او افغانستان ته یې لیږي.
بانازاک وویل: «دا یو سکېنډل دی.». د نوموړي په وینا، د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول ښایي له خپلو پاکستانی سیالانو سره خبرې نه وي کړې، یا هغوی ورته غوږ نه دی نیولی.
په پاکستان کې دمګړۍ له ۲۰۰۰ ډېر افغانان د جرمني د مختلفو پروګرامونو په چوکاټ کې برلین ته د تګ په انتظار دي.
دوی د جرمني حکومت پخواني محلي همکاران یا له ګواښ سره مخ ګڼل شوي کسان دي. ډیرې افغان پناه غوښتونکي په اسلام اباد کې میشت دي او ځینې یې په پاکستان کې نیول شوي او ځینې یې افغانستان ته استول شوي دي.
بانازاک ټینګار کړی چې جرمني باید له پاکستان سره روښانه تړونونه وکړي چې نور څوک افغانستان ته اخراج نه شي.
بانازاک زیاته کړه: «پخوانیو محلي کارکوونکو د جرمني د خدمت لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و. هغوی د فدرالي حکومت د اوسني چلند مستحق نه دي».