په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زدهکړیالانو د پیغامرسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

د طالبانو اړوندو رسنیو خبر ورکړی، چې په ننګرهار ولایت کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوو محصلینو د پیغامرسونې یو نوی اپلېکېشن جوړ کړی دی.

د طالبانو اړوندو رسنیو خبر ورکړی، چې په ننګرهار ولایت کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوو محصلینو د پیغامرسونې یو نوی اپلېکېشن جوړ کړی دی.
د راپورونو له مخې، وسیعالله او اکرامالله، چې د خراسان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د وروستي سمسټر محصلین دي، وایي د دوی لهخوا جوړ شوی اپلېکېشن د واټساپ لپاره مناسب بدیل کېدای شي.
د دغو محصلینو په وینا، په یاد اپلېکېشن کې داسې اسانتیاوې او ځانګړنې ځای پر ځای شوې، چې د واټساپ له ځینو خدماتو هم پرمختللې او ګټورې دي.
دوی زیاته کړې، چې د دغه اپلېکېشن د جوړولو موخه د کورنیو ټکنالوژیکو نوښتونو پیاوړتیا او د مخابراتي اړیکو لپاره د یوه خوندي او عصري سیستم رامنځته کول دي.

د عمر زیاتېدل د ژوند یوه نه بدلېدونکې برخه ده. د هرکال په تېرېدو د انسان په څېره، بدن او حتا ذهن کې د زړښت نښې څرګندېږي. خو اوس ساینسپوهان وایي، ښايي د ځوان پاتې کېدو لپاره کوم ګران بیه درمل یا پټ راز ته اړتیا نه وي؛ بلکې حللاره یې ډېره ساده ده، سفر وکړئ.
د اسټرالیا د اېډېت کوون پوهنتون یوې تازه روغتیایي څېړنې موندلې، چې سیاحت او سفر د انسان پر جسمي او رواني روغتیا مثبت اغېز لري او کولای شي د زړښت بهیر ورو کړي. څېړونکي وایي، کله چې انسان د خپل ورځني فشار، کار او تکراري ژوند څخه د څو ورځو لپاره لرې شي؛ نو بدن یې د ارامتیا او بیا رغونې فرصت پیدا کوي.
د دوی په وینا؛ سفر د بدن داخلي توازن ښه کوي او د ذهني فشار کچه راکموي. د څېړنې له مخې؛ سفر یوازې د تفریح وسیله نهده؛ بلکې د انسان پر احساساتو، شخصیت او ټولنیزو اړیکو هم مثبت اغېز کوي. د نوې سیمې لیدل، له خلکو سره اړیکې جوړول او د چاپېریال بدلون د انسان رواني روغتیا پیاوړې کوي.
څېړونکي ټینګار کوي، چې زړښت په بشپړه توګه نهشي درېدای؛ خو د چټکتیا کچه یې کمېدای شي. د دوی په خبره؛ هغه کسان چې فعاله ټولنیز او متوازن ژوند لري، د بیولوژیکي عمر له مخې تر خپلو همعمره کسانو ځوان ښکاري.
تر دې وړاندې د امریکا د کولمبیا پوهنتون یوې بلې څېړنې هم ښودلې وه، چې سالم عادتونه لکه ښه خوب، فزیکي فعالیت، سالم خواړه، د وزن کنټرول او له سګرټو ډډه کول د انسان د بیولوژیکي عمر په کم ساتلو کې مهم رول لري.
څېړنې ښودلې، چې د زړه ښه روغتیا لرونکي کسان د بیولوژیکي عمر له مخې تر نورو شاوخوا شپږ کاله ځوان وي. متخصصان وایي، بیولوژیکي عمر له هغه عمر سره توپیر لري چې د زېږېدو نېټه یې ټاکي. ښایي یو ۵۰ کلن کس د بدن او ذهن له پلوه د ۴۰ کلن په څېر فعال وي او برعکس هم امکان لري.
د څېړونکو په باور؛ سالم عادتونه، ارام ذهني وضعیت او فعال ژوند نه یوازې د ناروغیو ګواښ کموي؛ بلکې انسان ته د ځوانۍ احساس هم ورکوي. او وخت ناوخت له ورځني ستړي ژوند څخه څو ورځې تېښته ښايي د بدن لپاره تر هر ګران بیه کریم او ویټامین ډېره ګټه ولري. انسانان بیا لاهم فکر کوي، چې ځواني په ډبو کې پلورل کېږي.
د ویښتو تویېدل په افغانستان او نړۍ کې یوه ډېره عامه روغتیایي ستونزه ده چې د سړو سربېره په مېرمنو کې هم لیدل کیږي. د پوستکي متخصصان وايي، دا ستونزه یوازې ظاهري نه ده، بلکې کله ناکله د بدن د داخلي حالت، هورمونونو او د ژوند د طرز له بدلونونو سره مستقیم تړاو لري.
ډاکټران زیاتوي چې د ویښتو د تویېدو تر ټولو عام لامل وراثت دی، یعنې که په کورنۍ کې د ویښتو کمېدل موجود وي، نو احتمال شته چې راتلونکی نسل هم ورسره مخ شي؛ خو یوازې وراثت نه دی، بلکې ذهني فشار، دوامداره اضطراب، د خوب کمښت او ناسم ژوند طرز هم د ویښتو د ریښو کمزوري کېدو سبب ګرځي.
همدارنګه د ویټامینونو کمښت، په ځانګړي ډول ویټامین D، B12، اوسپنه او پروټین د ویښتو د ودې لپاره مهم رول لري او د دې موادو کموالی د وېښتو د تویېدو سرعت زیاتوي.
له بلې خوا، ځینې هورموني بدلونونه لکه د تایرایډ غدې ستونزې یا د ښځو د حمل او زېږون وروسته بدلونونه هم د ویښتو په کمېدو کې مهم رول لري. متخصصان همدارنګه وايي چې ځینې درمل، د کیمیاوي موادو ډېر استعمال، د ویښتو رنګونه او سخت سټایلونه لکه ډېر ټینګ بافت یا کیمیاوي سټریټنینګ هم د ویښتو ریښې زیانمنوي.
د پوستکي متخصصان ټینګار کوي چې که د ویښتو تویېدل ناڅاپي زیات شي، یا په سر کې واضح تش ځایونه پیدا شي، یا دا حالت د درې تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي، نو باید ژر تر ژره طبي مشوره واخیستل شي، ځکه چې ځینې وخت دا ستونزه د جدي داخلي ناروغیو نښه وي.
د مخنیوي لپاره ډاکټران سپارښتنه کوي چې خلک باید متوازن او مغذي غذا وخوري چې پکې پروټین، سبزيجات، میوې او ضروري ویټامینونه شامل وي.
همدارنګه کافي اوبه څښل، منظم خوب، د ذهني فشار کمول او فزیکي فعالیت د ویښتو په روغتیا مثبت اغېز لري. د مناسبه شامپو کارول او د کیمیاوي موادو له زیات استعمال څخه ډډه کول هم د ویښتو د ساتنې لپاره مهم بلل کېږي.
په ځینو حالتونو کې ډاکټران ځانګړي درمل، ویټامینونه یا طبی لوشنونه توصیه کوي او که ستونزه جدي وي نو د پرمختللې درملنې لکه د ویښتو د کرلو طبي طریقې هم شته.
په عمومي ډول، د ویښتو تویېدل که څه هم عامه ستونزه ده، خو په وخت تشخیص، د ژوند صحي طرز او مناسبې درملنې سره کنټرولېدای شي او د ویښتو د بیا ودې امکان هم شته.
ورځنۍ ساتنه او درملنه
د ویښتو د کمزورتیا او تویېدو لپاره په کور کې ځینې ساده او طبیعي لارې شته چې ډېر خلک ترې ګټه اخلي. تر ټولو مهمه طریقه د تېلو استعمال دی، لکه ناریال تېل، زیتون تېل یا کاستر تېل. په دې تېلو سره د سر پوستکی په نرم ډول مساج کول د وینې جریان زیاتوي او د ویښتو ریښې قوي کوي. ښه دا ده چې تېل لږ ساعت یا د شپې لپاره پرېښودل شي او بیا په نرمې شامپو ووینځل شي.
دویم مهم ټکی صحي او متوازن غذا ده، ځکه ویښتان د بدن له داخلي تغذیې سره مستقیم تړاو لري. هګۍ، شنې سبزي، مغز لرونکي خواړه لکه بادام، اخروټ او حبوبات د وېښتو د قوي کېدو لپاره ډېر مهم دي.
درېیم، د وېښتو سمه پاملرنه او د ذهني فشار کمول هم ډېر مهم دي. باید له ډېر ګرمې اوبو، کیمیاوي موادو او سختو سټایلونو څخه ډډه وشي. همدارنګه منظم خوب، سپورټ او ارامه ژوند د ویښتو په روغتیا مثبت اغېز لري. که بیا هم ستونزه دوام وکړي یا تش ځایونه جوړ شي، نو د پوستکي متخصص ته مراجعه ضروري ده.
په فرانسه کې مېشتو یو شمېر جلاوطنه افغان خبریالانو د «نیمروز» په نوم نوې ټلوېزیوني شبکه جوړه کړې ده. د دې رسنۍ مسوولان وايي، چې د دغه ټلوېزیون تمرکز به د افغانستان، سیمې او نړۍ د مهمو پېښو پر پوښښ وي.
د نیمروز ټلوېزیون په هغې خبرپاڼه کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې دغې رسنۍ په فرانسه کې د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه خپل رسمي فعالیت پیل کړی دی.
د نیمروز ټلوېزیون مسوولان وایي، چې دا رسنۍ د یو شمېر جلاوطنه افغان خبریالانو په نوښت رامنځته شوې او د ژورنالېزم مسلکي اصولو، د بیان ازادۍ، معلوماتو ته د ازاد لاسرسي او د خلکو د غږ انعکاس ته ژمنه ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیمروز ټلوېزیون غواړي د هغو خلکو غږ پورته کړي، چې په افغانستان کې د رسنیزو محدودیتونو له امله د اورېدو لږ فرصت لري. دې رسنۍ یادونه کړې، چې په افغانستان کې خپلواکې رسنۍ له پراخو فشارونو او محدودیتونو سره مخ دي او میلیونونه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
نیمروز ټلوېزیون ویلي، چې هڅه به وکړي د خبرونو، لیکنیو راپورونو او تحلیلي مطالبو له لارې خپلواک، رښتینی او مسلکي روایتونه خپاره کړي. دغې رسنۍ همداراز د فرهنګي او ژبني تنوع، انساني ارزښتونو او بشري حقونو پر ساتنې ټینګار کړی دی.
د نیمروز ټلوېزیون د څرګندونو له مخې، دغه رسنۍ اوسمهال خپل مطالب د رسمي وېبپاڼې او ټولنیزو شبکو له لارې د خبرونو، لیکنیو راپورونو او تحلیلي محتوا په بڼه خپروي.
په افغانستان کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې پر مهال د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسنیز چاپېریال سخت محدود شوی دی. د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي یا یوناما په یوه راپور کې راغلي، چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له ګواښونو، خپلسرو نیونو، ناوړه چلند، قضايي تعقیب او د ورځني کار له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو څار سازمان هم ویلي، چې طالبانو د خبریالانو په نیولو او شکنجه کولو، د راپور ورکولو پر محدودولو او د خبرخونو په چارو کې د مستقیمې لاسوهنې له لارې د افغانستان رسنیز چاپېریال سخت کمزوری کړی دی.
د ژوندو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز هم د هېواد په لږ تر لږه ۲۵ ولایتونو کې عملي شوی دی.
د امریکا د کرنیزو څېړنو خدمتونو ادارې نوې څېړنه ښيي، چې که څه هم د شاتو مچۍ کولی شي په خوړو کې ویروسونه وپېژني، خو کله ناکله بیا هم ککړ خوراک ته لومړیتوب ورکوي. دا موندنه کولای شي، د شاتو مچیو ترمنځ د ناروغیو د خپرېدو د څرنګوالي په ښه پوهېدو کې مرسته وکړي.
د دې څېړنې مشر لیکوال مایک سیمونه فینستروم ویلي، د څېړنې موخه دا وه چې وڅېړل شي ایا د شاتو مچۍ په خوړو کې ویروسونه پېژندلای شي او که یې وپېژني، نو ایا خپل د خوړو چلند بدلوي که نه.
هغه څرګنده کړه، چې په ازمایښتونو کې مچۍ په کنټرول شویو شرایطو کې د ویروس نهلرونکي شکري شربت او د شاتو مچیو له ځانګړو ویروسونو سره ککړ شکري شربت ترمنځ ودرول شوې او د دواړو انتخابونو د مصرف کچه په دقیقه توګه اندازه شوه.
د دې څېړنې پایلې ښيي، چې د شاتو مچۍ په ټولیز ډول کولی شي په خوړو کې ویروسونه وپېژني، خو دا پېژندنه تل یو شان چلند ته نه رسېږي. داسې چې په ځینو حالتونو کې د دواړو ډولو خوړو مصرف برابر و، په ځینو کې له ککړ خوراک څخه ډډه وشوه او په ځینو نورو مواردو کې مچیو ان ککړ محلول ډېر مصرف کړ.
د څېړنې د پایلو له مخې، پالونکې مچۍ په اوړي کې ککړ خوراک ته لږه لېوالتیا لرله، خو د منی په موسم کې، په ځانګړي ډول د ځینو ویروسونو پر وړاندې، د دغه ډول خوراک د خوړلو لېوالتیا زیاته شوه.
د څېړونکو په وینا، دا څېړنه کولای شي د مچیو له خوا د ویروسونو د پېژندلو د څرنګوالي په اړه نوې پوښتنې راپورته کړي او همدارنګه په هغو چاپېریالونو کې چې حشرات د شاتو یا خوړو سرچینې شریکوي، د اغېزمنو ساتندویو لارو چارو په جوړولو کې مرسته وکړي.
د دې څېړنې له مخې، د مچیو د ساتنې ځینې طریقې ښايي په ناڅاپي ډول د ویروسونو د لېږد خطر زیات کړي. د بېلګې په توګه، د خوړو د سرچینو ګډ کارول کولای شي د شاتو مچیو د کالونیو ترمنځ د ناروغیو د خپرېدو لامل شي.
د ویروسونو او نورو ناروغۍ رامنځته کوونکو عواملو د پېژندلو وړتیا د حیواناتو لپاره ډېره ګټوره ده، ځکه دا کولی شي د هغوی چلند ته لارښوونه وکړي او له ناروغیو او په ځینو مواردو کې له مړینې څخه یې وژغوري.
د نړۍ لوی میلیاردر، د ټېسلا او سپېساېکس بنسټاېښودونکي اېلان ماسک د اوپناېای د راتلونکې په اړه په یوې حساسې محکمه کې وویل، چې د دې شرکت د جوړېدو مفکوره د هغه وه، خو وروسته د شرکت مدیرانو یې لوری بدل کړی دی.
ماسک د سې شنبې په ورځ (د غويي ۸مه) د شاهد په توګه محکمې ته حاضر شو او خپله دعوه یې د اوپناېای، د دې شرکت د اجراییوي رییس سم التمن او د شرکت د مشر ګرېګ بروکمن پر ضد د خیریه فعالیتونو د اصولو د دفاع هڅه وبلله. هغه ادعا وکړه، چې دا شرکت له خپل اصلي ماموریت، یعنې د بشریت له خدمت څخه لرې شوی او پر یوه ګټندویه بنسټ بدل شوی دی.
ماسک د محکمې په لومړۍ ورځ وویل: «که د خیریه بنسټونو لوټل عادي شي، نو په امریکا کې به د خیریه مرستو بنسټ له منځه لاړ شي». هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د اوپناېای مفکوره، نوماېښودنه، د مهمو کارکوونکو جذب او لومړنی مالي تمویل ټول د ده له لوري ترسره شوي او هدف یې د یوه غیرانتفاعي بنسټ جوړول وو.
په مقابل کې، د اوپناېای او التمن وکیل ویلیام ساوېت د خپلې دفاع په ترڅ کې منصفه پلاوي ته وویل، چې دا خپله ماسک وو، چې له پیل څخه یې غوښتل دا بنسټ پر یوه ګټې محور شرکت بدل کړي او حتی غوښتل یې په پای کې یې مشري په لاس کې واخلي. د هغه په وینا، ماسک چې په دې هڅه کې ناکام شو، نو بیا یې دعوه وکړه او په ۲۰۲۳ کال کې یې خپل د مصنوعي ځیرکتیا شرکت «xAI» جوړ کړ.
ساوېت زیاته کړه، چې د ماسک هدف «په سر کې درېدل» وو او دا قضیه د هغه د غوښتنو د نه پوره کېدو پایله ده. په همدې حال کې، د ماسک وکیل سټیون مولو ادعا وکړه، چې د اوپناېای مدیران د شتمنۍ د راټولولو په لټه کې دي او دا شرکت د مایکروسافټ په څېر پانګهوالو د جذب له لارې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړه، له خپل اصلي مسیر څخه اوښتی دی.
ماسک په خپله دعوه کې له اوپناېای او مایکروسافټ څخه د ۱۵۰ میلیارده ډالرو تاوان غوښتنه کړې، چې ټاکل شوې د دې بنسټ خیریه برخې ته ځانګړې شي. هغه همداراز غواړي، چې اوپناېای بېرته خپل غیرانتفاعي جوړښت ته وګرځي او التمن او بروکمن له خپلو مدیریتي دندو لرې شي.
د محکمې په بهیر کې، د امریکا فدرالي قاضي ایوون ګونزالېز راجرز د ټولنیزې شبکې اېکس کې د ماسک د څرګندونو له امله هغه ته خبرداری هم ورکړ. ماسک مخکې التمن «درغلګر» بللی او هغه یې د یوه خیریه بنسټ د ناوړه ګټې اخیستنې په تور تورن کړی وو. قاضي ترې وغوښتل چې په ټولنیزو رسنیو کې خپل فعالیت محدود کړي؛ هغه غوښتنه چې ماسک او التمن دواړو ومنله.
تمه کېږي، چې په دې محکمه کې به د التمن او د مایکروسافټ د اجراییوي رییس ساتیا نادېلا په څېر څېرې هم شاهدي ورکړي. دا قضیه د اوپناېای د داخلي اختلافاتو او د دې شرکت د بدلون بهیر ته بېساری نظر وړاندې کوي، له دې چې په ۲۰۱۵ کال کې د یوه غیرانتفاعي څېړنیز لابراتوار په توګه پیل شو، تر دې چې اوس له ۸۵۰ میلیارده ډالرو څخه ډېر ارزښت لرونکی ټکنالوژیکي لوی شرکت ګرځېدلی دی.
ماسک د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، چې د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب په اړه یې جدي اندېښنې لرلې او د امریکا له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره تر لیدنې او د ګوګل د بنسټاېښودونکي لېري پېج سره تر خبرو وروسته دې پایلې ته رسېدلی وو، چې باید د دې ټکنالوژۍ د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره یو بنسټ جوړ شي.
په مقابل کې، د اوپناېای وکیلانو ټینګار وکړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا خوندیتوب د ماسک لپاره لومړیتوب نه وو او حتی هغه د دې برخې پر کارکوونکو ملنډې وهلې.
اوپناېای وروسته له هغې چې ماسک له مدیره پلاوي ووت، خپل جوړښت بدل کړ او په ۲۰۱۹ کال کې یې ګټې محور څانګه جوړه کړه، څو وکولای شي د ګوګل اړوند د مصنوعي ځیرکتیا لابراتوار «ډیپماینډ» په څېر سیالانو سره سیالي وکړي. دا شرکت اوس د «Anthropic» په څېر نورو شرکتونو له زیاتېدونکې سیالۍ سره مخ دی.
دا قضیه کولای شي د اوپناېای د احتمالي عامه ونډو د وړاندې کولو پروګرامونه هم اغېزمن کړي او په عین حال کې د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکې او خوندیتوب په اړه عامه اندېښنې لا پسې زیاتې کړي.