• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د زرغون ګوند مشر له افغانانو سره د برلین پر چلند غوسه دی

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۱

د جرمني د زرغون ګوند مشر فلیکس بانازاک د برلین له اسلام اباد میشتو افغان محلي همکارانو سره د خپل دولت چلند «شرم وړ» بللی دی. بانازاک له حکومت نه غوښتي، چې له اسلام اباده افغانستان ته اخراج شوي افغانان بېرته راستانه کړي.

د جرمني د زرغون ګوند مشر فلیکس بانازاک ددغه هېود له ډي پي اې خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې حکومت بې پروا دی، په داسې حال کې چې د پاکستان پولیس د جرمني د نړیوالو همکاریو سازمان (GIZ) په ودانیو کې میشت افغانان نیسي او افغانستان ته یې لیږي.

بانازاک وویل: «دا یو سکېنډل دی.». د نوموړي په وینا، د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول ښایي له خپلو پاکستانی سیالانو سره خبرې نه وي کړې، یا هغوی ورته غوږ نه دی نیولی.

په پاکستان کې دمګړۍ له ۲۰۰۰ ډېر افغانان د جرمني د مختلفو پروګرامونو په چوکاټ کې برلین ته د تګ په انتظار دي.

دوی د جرمني حکومت پخواني محلي همکاران یا له ګواښ سره مخ ګڼل شوي کسان دي. ډیرې افغان پناه غوښتونکي په اسلام اباد کې میشت دي او ځینې یې په پاکستان کې نیول شوي او ځینې یې افغانستان ته استول شوي دي.

بانازاک ټینګار کړی چې جرمني باید له پاکستان سره روښانه تړونونه وکړي چې نور څوک افغانستان ته اخراج نه شي.

بانازاک زیاته کړه: «پخوانیو محلي کارکوونکو د جرمني د خدمت لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و. هغوی د فدرالي حکومت د اوسني چلند مستحق نه دي».

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د طالبانو حج وزارت ته د هدېرې لپاره ځانګړې شوې سلګونه جریبه ځمکه وسپارل شوه

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي، په کابل کې یې څه باندې ۵۵۵ جریبه ځمکه چې د هدیرې لپاره ځانګړې شوې، د دغې ډلې د حج او اوقافو وزارت ته په رسمي توګه وسپارله.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له لوري په خپاره‌شوي بیان کې راغلي چې د کابل اوسېدونکي کولای شي، له دې وروسته خپل مړي په دغې ټاکل شوې هدیره کې ښخ کړي.

وړاندې د طالبانو عدلیې وزارت ویلي و چې د دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په فرمان یې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند په «ده کیپک» سیمه کې شاوخوا ۵۵۵ اعشاریه ۶۲۸ جریبه ځمکه عامه هدیرې ته ځانګړې کړې ده.

یاد وزارت همدا راز خبرداری ورکړی چې هېڅوک نه شي کولای، د دې فرمان په لومړۍ ماده کې له درج شوې ځمکې څخه د شخصي موخو یا د شخصي هدیرې په نامه ګټه واخلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني مرستیال محمد قسیم فهیم هم د ده کیپک په غونډۍ کې ښخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار اوسېدونکو د عامه هدیرو د نشتوالي په اړه په دوامداره توګه شکایتونه کړي دي.

په ترکیه کې مېشتو افغانانو له زلزله‌ځپلو سره خپلې مرستې د طالبانو سفارت ته وسپارلې

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۵ GMT+۱

په ترکیه کې د طالبانو سفارت ویلي چې هلته د بېلابېلو افغان ټولنو استازو د افغانستان په ختیځ کې زلزله‌خپلو ته راټولې شوې خپلې مرستې د دغې ډلې سفیر ته سپارلي دي.

د یاد سفارت له‌خوا پنج‌شنبه (وږي ۲۰مه) په خپاره شوي بیان کې راغلي چې د افغانانو راټولې شوې مرستې د بېلابېلو د ټولنو استازو په ترکیه کې د یادې ډلې سفیر سمیع‌الله فرهمند سره د کتنې پرمهال سپارلي دي.

که څه هم په بیان کې د مرستو د کچې په اړه څه نه دي ویلي شوي، خو ډاډ ورکړل شوی چې راټولې شوې مرستې به اړمنو کسانو ته ورورسیږي.

په بیان کې همداراز راغلي چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو راټولې شوې مرستې به د یوه شفاف میکانېزم له‌مخې پر اړمنو ووېشل شي او جزییات به یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي وېب‌سایټ کې خپاره شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کونړ ولایت ځینو اوسېدونکو په ځانګړي توګه د زلزلې یو شمېر زیانمنو کسانو د افغانستان انټرنشل په ګډون له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د مرستو د وېش په اړه نیوکې کړې وې.

د هغو طالب چارواکو انځور چې غور ولایت کې یې هیلکوپټر الوتکه نسکوره شوې وه

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۷ GMT+۱

افغانستان انټرنشل ته په رسیدلي انځور کې هغه طالب چارواکي یو ځای لیدل کېږي چې هیلکوپټر الوتکه یې په غور ولایت کې نسکوره شوې وه.

په انځور کې د طالبانو د کانونو وزیر هدایت بدري، د غور والي حیات‌الله مبارک او د کانونو وزارت مرستیال وحیدالله حلیمي لیدل کېږي. د یادو طالب چارواکو هیلکوپټر تېره ورځ په غور ولایت کې رانسکوره شوې وه.

د طالبانو دفاع وزارت پیښه منلې او ویلي دي چې په دې پېښه کې طالب چارواکي نه دي ژوبل شوي.

د طالبانو په څه باندې څلور کنله واکمنۍ کې دا ۸مه هیلکوپټر الوتکه ده چې رانسکورېږي او دغه ډله یې لامل تر ډېره تخنیکي ستونزې یادوي.

ملا یعقوب د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو د ژغورنې ټيمونه او ډاکتران وستايل

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د کابل د ۴۰۰ بستریز روغتون یو شمېر ډاکټران، روغتیایي کارکوونکي، د ژغورنې ټیمونه او د دغې ډلې د هغو عسکرو هڅې ستایلې چې د افغانستان په ختیځ کې یې د زلزله‌ځپلو لاسنېوی کړی دی.

د طالبانو دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، ملا يعقوب د هغو سوداګرو مننه هم کړې ده چې له زلزله‌ځپلو سره يې مرستې کړې دي. نوموړي د همدې ځانګړي پروګرام په ترڅ کې وويل: «ستاينې لپاره داسې کلېمې نه لرم چې ستاسې هغه مېړانه وښيي، کومه چې تاسې په دې الهي پېښه کې وښودله».

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې دې کسانو ته ستاینلیکونه او نغدي جایزې هم ورکړل شوي. یعقوب مجاهد همداراز د خپل وزارت له رسنیزې برخې هم مننه کړې ده.

د وري پر ۹مه د افغانستان په ختیځ کې د ۶ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه دوه زره او ۲۵۷ کسان مړه او له درز زره او ۵۰۰ نور ډېر بیا ټپیان شول. دې زلزلې تر ټولو لویه مرګ‌ژوبله او زیانونه په کونړ ولایت کې خلکو ته اړولي دي. هم‌مهاله یو شمېر بشري سازمانونو دا لوی ناورین بللی او له نړۍوالو مرستندویه ادارو یې غوښتنه کړې چې زیانمنو کورنیو ته باید پراخې مرستې ورسوي.

طالبان: د پاکستان سند ایالت کې نږدې ۵۰ افغانان له زندانونو خلاص او افغانستان ته واستول شول

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۱

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسل خبر ورکړی چې په سند ایالت کې د پاکستاني حکومت له لوري ۴۷ افغان بندیان یې ازاد کړي‌ او د چمن له لارې یې افغانستان ته استولي دي. عبدالجبار تخاري ویلي‌ چې له دې ډلې ۵ کسان له ډېرې مودې راهیسې بندیان وو.

هغه همداراز خبر ورکړی چې اوس‌مهال شاوخوا ۲۰ افغانان په سند ایالت کې بندیان دي او د هغوی د خلاصون لپاره یې هم هڅې پیل کړي دي. پاکستان د روان زېږدیز کال په لړ کې د افغانانو د اېستل کېدو بېلابېل پړاوونه پیل کړي چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې یې د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي او ار» کارت لرونکو افغانانو د اېستنې لړۍ هم پیل کړې.

نیوکې دا دي چې پاکستاني پولیس په زندانونو کې له افغانانو سره ډېر ناوړه چلند کوي او یو شمېر افغانان د اېستل کېدو په موخه په اوونیو اوونیو زندانونو کې ساتل کېږي. موندنو ښودلې چې په دغو زندانونو کې افغانانو ته سم خواړه او مناسب بسترونه هم نه ورکول کېږي.

د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون بېلابېلو ایالتونو کې پولیس هره ورځ کور په کور افغانانو پسې ګرځي او بېرته یې خپل هېواد ته شړي. په ورته وخت کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان هم او یو شمېر بشری سازمانونو د پاکستان له حکومت نه غوښتي چې د افغانانو د اېستل کېدو روان بهیر ودروي.