• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د پاکستان سند ایالت کې نږدې ۵۰ افغانان له زندانونو خلاص او افغانستان ته واستول شول

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسل خبر ورکړی چې په سند ایالت کې د پاکستاني حکومت له لوري ۴۷ افغان بندیان یې ازاد کړي‌ او د چمن له لارې یې افغانستان ته استولي دي. عبدالجبار تخاري ویلي‌ چې له دې ډلې ۵ کسان له ډېرې مودې راهیسې بندیان وو.

هغه همداراز خبر ورکړی چې اوس‌مهال شاوخوا ۲۰ افغانان په سند ایالت کې بندیان دي او د هغوی د خلاصون لپاره یې هم هڅې پیل کړي دي. پاکستان د روان زېږدیز کال په لړ کې د افغانانو د اېستل کېدو بېلابېل پړاوونه پیل کړي چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې یې د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي او ار» کارت لرونکو افغانانو د اېستنې لړۍ هم پیل کړې.

نیوکې دا دي چې پاکستاني پولیس په زندانونو کې له افغانانو سره ډېر ناوړه چلند کوي او یو شمېر افغانان د اېستل کېدو په موخه په اوونیو اوونیو زندانونو کې ساتل کېږي. موندنو ښودلې چې په دغو زندانونو کې افغانانو ته سم خواړه او مناسب بسترونه هم نه ورکول کېږي.

د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون بېلابېلو ایالتونو کې پولیس هره ورځ کور په کور افغانانو پسې ګرځي او بېرته یې خپل هېواد ته شړي. په ورته وخت کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان هم او یو شمېر بشری سازمانونو د پاکستان له حکومت نه غوښتي چې د افغانانو د اېستل کېدو روان بهیر ودروي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي له قزاقستان سره تر ۳ مېلیارده ډالرو پورې د سوداګرۍ لوړېدو فرصتونه برابروي

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وزیر نورالدین عزیزي وايي، غواړي له قزاقستان سره سوداګریزې راکړې‌ورکړې تر ۳ مېلیارده ډالرو پورې لوړې کړي او په همدې موخه اړین فرصتونه برابروي. هغه دا څرګنونې په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره په ناسته کې کړې دي.

همداراز ویل شوي چې د دې ناستې پر مهال د افغانستان خصوصي سکټور او د قزاقستان د خوراکي توکو ملي شرکت ترمنځ د ۱۳۳مېلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز تړونونه هم لاسلیک شوي دي. طالبان زیاتوي چې د دې تړونونو پر بنسټ به هر کال افغان سوداګر نږدې ۶۰۰ زره ټنه غنم، اوړه او نور لومړني توکي له قزاقستان څخه وپېري.

طالبانو‌ په دې وروستیو کې د قزاقستان په ګډون له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې خوږې کړي او دا بهیر هله نور هم ګړندی شو چې دا ډله د مسکو له لوري په رسمیت وپېژندل شوه. د کارپوهانو په وینا، دغه هېوادونه د خپلو امنیتي مجبوریو له کبله اړ دي چې له طالبانو سره تعاملات وساتي.

اوس مهال چې طالبان په سیاسي او هویتي لحاظ له سختې انزوا سره مخامخ دي، اقتصادي اړیکې ورته یوازینۍ لاره پاتې ده چې له هېوادونو سره پرې راشه‌درشه ولري.

بن‌لادن ولې خپلو مېرمنو ته یوازې د ورېځو پرمهال د سفر سپارښتنه کوله؟

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۱
•
خبرخونه

د القاعده ترهګرې شبکې مشر د ۲۰۰۱ کال تر سپټمبر میاشتې وروسته د افغانستان له ختیځ نه ووت او پاکستان ته لاړ. هغه لومړی په بېلابېلو قبایلي سیمو کې وګرځېد، خو بالاخره په ایبټ‌اباد کې مېشت شو او نږدې ۱۰ کاله یې د امریکا له سترګو ځان پټ وساته.

یو شمېر خبریالانو چې د بن لادن د پټ ژوند کلونه یې څېړلي باور لري چې هغه د خپلې کورنۍ هره کړنه څارله او ان د یوې وړې مسالې په اړه یې هم وسواسي کېده. د هغه لیکونه، اسنادونه او لاسوندونه ښيي چې د خپلې کورنۍ ورځنی ژوند یې تر سختو قاعدو لاندې اداره کولو. په دې سپارښتنو کې یوه دا وه چې خپلو مېرمنو ته یې ویلي وو، یوازې هغه وخت له کوره دباندې وتلی شي چې «اسمان ورېځ»‌ وي.

د اسمان له سترګو تېښته

د امریکايي خبریال سټیو کول په وینا، بن‌لادن تجربه کړې وه چې سټمبر ۱۱مې تر بریدونو وروسته، امریکا د القاعده د مشرانو د ښکار لپاره له بې‌پیلوټه ډرونونو، جاسوسي سپوږمکیو او د خبرو د څار برېښنایي وسایلو نه کار اخلي. په وزیرستان کې ګڼ شمېر د القاعده قوماندانان د هوایي بریدونو ښکار شول. ډرونونه یوازې د وژنې وسیله نه، بلکې د دوامدارې څار وسیله هم وه.

یاد امریکایي خبریال لیکي چې دا وضعیت د بن‌لادن په لیکونو کې ښکاره منعکس شوی. هغه په وار-وار ټینګار کړی و چې شاوخوا خلک یې باید د ژوند په جزییاتو پوه وي څو د امریکا د ټکنالوژۍ برلاسی کمه کړي. بن‌لادن خپلې کورنۍ او پلویانو ته حکم کړی و چې د تګ راتګ یا سفرونو پر مهالدې د هوا وضعیت په پام کې ونیسي او یوازې هغه وخت دې حرکت وکړي چې ورېځې وي یا اسمان شین نه وي.

راپورونه ښيي چې بن‌لادن پنځه مېرمنې لرلې، له دې ډلې نجوي غانم،خدیجه شریف، خیریه صابر، سهام صابر او امل احمدالساده په کې شاملې دي. کول زیاتوي چې د ورېځو ورځو سپارښتنه په ځانګړي ډول هغه وخت ډېره جوتېږي کله چې د بن‌لادن د کورنۍ یوه برخه له ایرانه را ایستل کېده. د دې خبریال په وینا: «له طالبانو وروسته د هغه ځنې مېرمنې او د حمزه په ګډون د هغه ماشومان په ایران کې اوسېدل. بن‌لادن په یوه لیک کې خپلو همکارانو ته لیکلي وو چې د مېرمنې او زوی د د قاچاقي لېږد پروسه باید یوازې د ورېځو پر مهال ترسره شي، ځکه ورېځې د ډرونونو او سپوږمکیو د لید یا څار مخه ډب کولای شي.» نوموړي خپلو پلویانو ته په شمالي افریقا کې سپارښتنه کړې وه چې ډېر ونې وکري څو د طبیعي پټنځای په توګه د «اسمان له سترګو یا څارګرو وسایلو» ځانونه وژغوري.

له تخنیکي نظره هم دا خبره منطقي ګڼل شوې وه. ډېری امریکايي ډرونونه د څار لپاره له نوري او انفرارېډ کامرو کار اخلي. ورېځې او ګردجنه هوا د تصویر کېفیت خرابوي او د اپراتور یا الګوریتمونو د پېژندنې کار ستونزمنوي.

ایراني ډاکټران؛ د ځای موندلو له الو وېره

سټیو کول لیکي چې بن‌لادن په خپلو لیکونو کې اندېښنه ښودلې وه چې «ایراني ډاکتران به د درملنې په نوم د هغه زامنو ته د ځای پېژندلو یا مالومولو ځانګړي چېپونه د هغوی په بدنونو کې ولګوي.» هغه ان د چېپ بڼه او اندازه هم تشریح کړې وه. د القاعده شبکې وژل شوي مشر ویلي وو: «پیچکاري ښايي عادي ښکاري، خو ستنه به یې له عادي هغو نه لویه وي. چېپ به د غلې د یوې دانې په اوږدوالي وي، خو ډېر نری او نرم به وي.»

راپورونه ښيي چې د بن‌لادن کورنۍ د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو پر مهال د امنیتي فشارونو له امله ایران ته لاړه. د هغه زوی سعد او دوه مشرانې مېرمنې یې په ۲۰۰۲ کې په پاسپورټونو او رسمي ویزو د کراچۍ له لارې ایران ته ورسېدل. وروسته موندل شویو لیکونو هم د هغوی اوږدمهاله پاتې کېدل تأیید کړي. بن‌لادن په ۲۰۱۰ کې فکر کاوه چې حمزه له ایرانه قطر ته انتقال کړي، خو د القاعده یو مشر عطیه عبدالرحمن مشوره ورکړې وه چې هغه دې په ایران کې پاتې شي ځکه د ایران او پېښور ترمنځ لاره له خطر ډکه ده.

د یو افغان تښتونه؛ پیسې یې په سرو زرو بدلې کړئ

بن‌لادن چې د یوه سوداګرې کورنۍ غړی و او لوړې زده کړې یې لرلې، ځان د مالي چارو کارپوه هم باله. هغه کله ناکله ډېرې عجیبې مالي مشورې ورکولې. د ۲۰۱۰ کال په یوه لیک کې یې خپلو ملګرو ته سپارښتنه کړې وه چې د یوه افغان د تښتونې پیسې دې په «سره زر، یورو، کویټي دینار او چینایي یوان» باندې پانګونو کې ولګوي. د القاعدې پخواني مشر، په سرو زرو ډېر باور درلود ځکه چې ویل یې په نړۍوالو بحرانونو کې د سرو زرو بیه لوړېږي؛ هغه ناورینونه چې خپله یې هڅه کوله زیات شي. نوموړي لیکلي وو چې هر کله د سرو زرو بیه د هر اونس لپاره ۱۵۰۰ ډالرو ته ورسېږي، باید پېرودلو باندې یې پیل وشي.

بن‌لادن یوازې فردي سپارښتنې نه ورکولې، بلکې د القاعده مالي سرچینو ته یې هم لاسرسی درلود. یو ځل یې غوښتنه کړې وه چې له خپل «شخصي صندوقه» ۳۰ زره یورو وباسي. دا صندوق د القاعده د مالي کمېټې تر مدیریت لاندې یوازې د بن‌لادن لپاره ځانګړی شوی و. نوموړي د بانکي نظام پر ځای د خپلو ځانګړو صرافانو یا پیسې رسوونکو، باور وړ منځګړو او جعلي اسناد جوړونکو له شبکې کار اخېست. د نغدو پیسو لېږد او د جعلي پېژندپاڼو کارول د دې لامل کېدل چې د هغه د پیسو لاره په رسمي سېسټمونو کې ثبت نه شي. د هغه کور په ایبټ‌اباد کې نه ټیلیفون درلود او نه انټرنېټ او ټول کثافات یې سوزول کېدل څو هېڅ سند پاتې نه شي.

د «ورېځو سپر»، ماتې او د القاعده زوال

سره له ټولو احتیاطي تدابیرو بن لادن بالاخره ناکام شو. له ۲۰۰۲ وروسته د امریکا د استخباراتو څارګر د هغه د صرافانو په لټه کې وو. بالاخره د «ابو احمد الکویټي» د ټلېفونونو تعقیب، پوښتنو او څار له لارې دا هڅه ممکنه شوه او د هغه موټر تر ایبټ‌اباده تعقیب شو. دې موندنې په ۲۰۱۱ کال کې د «نیپتون سپیر» عملیاتو ته لاره هواره کړه؛ هغه عملیات چې په کې د امریکا سمندري کومانډو د ایبټ‌اباد په کور کې پر بن‌لادن برید وکړ او هغه یې په دویم پوړ کې ووژلو.

د هغه مرګ لویې اغېزې درلودې. د ډېرو خلکو په اند دا د یولسم سپتمبر د قربانیانو لپاره عدالت و. القاعده د ایمن الظواهري په مشرۍ کمزورې شوه؛ هغه بیا د ۲۰۲۲ کال پر مهال د طالبانو تر واک لاندې پّ کابل کې د امریکا د هوايي برید په پایله کې ووژل شو.

بن‌لادن نږدې ۱۰ کاله وکولای شول د «ورېځو له تکتیکه» او نورو احتیاطي تدابیرو په مرسته پټ پاتې شي، خو بالاخره د امریکا په لاس ووژل شو. نن سبا د رادار ټکنالوژي دومره پرمختللې ده چې د ورېځو او حتا د شپې په تیاره کې هم هدف پېژني. که د بن‌لادن په وخت کې ورېځې د «اسمان له سترګو» د پټیدو فرصت ورکاوه، اوس نور دا ډول تدابیر او احتیاطي چلند هېڅ مانا نه لري.» دا توپیر ښيي چې یوازې په تېره یوه لسیزه کې د جګړې او څارنې په ډګر کې څومره ژور بدلونونه راغلي دي؛ هغه بدلونونه چې د القاعده د مشر برخلیک یې بدل کړ او په ډاګه شوه چې د ټکنالوژۍ پر وړاندې تر ټولو وسواسي احتیاطي هڅې هم بالاخره دړې وړې کېږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان د زلزلې له امله زیانمنې شوې کورنۍ د خوړو جدي اړتیا لري

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، ډېری هغه کورنۍ چې په ختیځو سیمو کې د زلزلې له امله بې‌کوره شوي، اوس د غرونو په لوړو سیمو کې ژوند کوي. دغه کورنۍ نه یوازې د خپلو کورونو له لاسه ورکولو ستونزې سره مخ دي، بلکې د سختو جغرافیایي شرایطو له امله د مرستو جدي کمښت سره هم لاس او ګرېوان دي.

د «ډبلیو اېف پي» په وینا، د دې سیمو ډېری کلي د موټرو د تګ راتګ له اسانتیاوو بې‌برخې دي او د سړکونو نشتوالی د مرستو رسونه ستونزمنه کړې ده.

دغه اداره وایي، چې د اړتیا وړ توکو د رسولو لپاره له غرنیو او نورو بدیلو لارو چارو استفاده کوي، ترڅو مرسته شوي خوراکي توکي تر اغېزمنو کورنیو ورسوي.

په خبر کې ټینګار شوی، چې زلزله ځپلې کورنۍ د سړې هوا، د استوګنځای له نشتوالي او د پاکو اوبو له کمښت سره هم مخ دي، چې د هغوی وضعیت یې لا پسې کړکېچن کړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام چارواکو ویلي، چې له نړۍوالو مرستندویانو سره په ګډه هڅې روانې دي، څو د خوړو ترڅنګ د نورو لومړنیو اړتیاوو لکه خیمو او کمپلو په برابرولو کې هم مرسته وشي.

دغه اداره وايي، د افغانستان د زلزلې اغېزمن خلک په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې هره ورځ یې ژوند له نوو ننګونو سره مخ کېږي او د نړۍوالې ټولنې مرستې د هغوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره حیاتي دي.

امریکا طالبان د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن کړل

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه راپور کې راغلي، طالبانو په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو په پراخو سرغړونو لاس پورې کړی. په راپور کې راغلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو بنسټیز حقونه محدود شوي او دوی د زده‌کړو، کار او ازاد تګ راتګ له حقونو بې‌برخې شوې دي.

راپور زیاتوي، چې طالبانو د نویو محدودو قوانینو په خپرولو سره نه یوازې د ښځو ژوند له سختو بندیزونو سره مخ کړی، بلکې د افغانانو په ټولنیز ژوند یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د نورو سرغړونو ترڅنګ په ځانوژنې، جبري تښتونې، شکنجه، د ماشومانو کارول په وسله‌والو جګړو کې، د بیان او رسنیو پر ازادۍ بندیزونه او د انسانانو قاچاق هم یاد شوي دي.

راپور وايي، طالبانو د انټرنټ لاسرسی محدود کړی، خبریالان یې ګواښلي او د تاوتریخوالي تر فشار لاندې ځینې رسنۍ تړل شوې دي او ګڼ شمېر خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

امریکا د طالبانو دغه کړنې په کلکه غندلي او ټینګار یې کړی، چې د افغانانو تر څنګ به ولاړ وي، څو هغوی وکولای شي د خپلو اساسي حقونو، ډېموکراسۍ او ازادۍ لپاره مبارزه پر مخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغانې ښځې له بې‌ساري تاوتریخوالي، بندیزونو او محدودیتونو سره مخ شوې. طالبان چې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ په ۱۵ نېټه بیا په غېر مشروع ډول واک ته ورسېدل، د ټول‌ګډونه حکومت او د ښځو د حقونو ژمنې یې وکړې، خو عملي ګامونه یې له دغو ژمنو سره په ټکر کې و.

واک ته د طالبانو تر سېدو وروسته ښځې او نجونې له ښوونې، کار، سفر او ان له عامه ژوند څخه محرومې شوې، دغه بدلونونو یوازې د افغانستان د مېرمنو پر فردي ژوند ناوړه اغېز نه دی کړی، بلکې د ټولنې پر ټولییز پرمختګ، ټولنیز جوړښت او اقتصادي پیاوړتیا یې هم ژور اغېز کړی دی.
د مېرمنو پر وړاندې دا بندیزونه یوازې یو داخلي سیاسي او مذهبي پرېکړه نه وه، بلکې نړۍوال غبرګونونه یې راوپارول. ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان او د نړۍ بېلابېلو بشري او حقوقي بنسټونو دا محدودیتونه د افغان مېرمنو د بنسټیزو انساني حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.

د برېتانیا د پارلمان غړې: د طالب مشرانو د نیولو حکم باید عملي شي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۱

د برېتانیا د پارلمان غړې وینډي چمبرلېن د طالبانو د مشرانو پر ضد د جرمونو نړۍوالې محکمې له خوا د نیولو د حکم هرکلی کړی او له دولتونو یې غوښتي، چې د دې حکم د عملي کېدو لپاره ګامونه واخلي.

وینډي چمبرلېن چې تېره ورځ یې د برېتانیا په پارلمان کې خبرې کولې، وویل چې طالبان د افغان ولس په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې له تبعیضي چلند کار اخلي او دا کړنې باید وغندل شي.

نوموړې ټینګار وکړ، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو هر ډول هڅې ناسمې دي او نړۍ باید هغوی ته مشروعیت ورنه کړي.

چمبرلېن د برېتانیا د محافظه‌کار ګوند د ځینو غړو هغه څرګندونې هم وغندلې، چې د افغان کډوالو د ستنېدو په موخه د طالبانو له رژیم سره د همکارۍ خبرې کوي.

هغې وویل، چې دا کار د هغو افغانانو او برېتانوي ځواکونو د قربانیو سره ښکاره خیانت دی چې په تېرو کلونو کې یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې برخه اخیستې ده.

د برېتانیا دغې استازې زیاته کړې، چې د هېواد ټول سیاسي ګوندونه په دې برخه کې هم نظره دي چې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ د لندن د حکومت یو مهم مسوولیت دی.

هغې د ۲۰۲۱کال د اګسټ پېښې ته په اشارې سره چې په ترڅ کې یې افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد، وویل چې دا د افغانانو او د نړۍوالې ټولنې لپاره یو ډېره سخته او دردناکه شېبه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د جرمونو نړۍوالې محکمې ویلي و، د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادرول غواړي. د دې محکمې په اعلامیه کې د طالبانو مشر اخوندزاده او د قضايي برخې تر ټولو لوړپوړی چارواکی حقاني پر بشریت ضد جرمونو تورن شوي دي.

د جرمنو نړۍوالې محکمې د لوی څارنوال کريم خان دفتر دغه راز ویلي و، چې په افغانستان کې د دوی د څېړونو له مخې د طالبانو مشر هبت الله او د دغه ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکيم حقاني له ۲۰۲۱ کال راهيسې د بشريت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخ تبعیض په تور تورن دي.

په اعلاميه کې ویل شوي: «دوی د بشریت ضد جرمونو او د افغان نجونو او ښځو د ځورونو مسولين دي.»

د جرمنو نړۍوالې محکمې څارنوال ویلي، چې دا ځورونې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ تر نن ورځې په ټول افغانستان کې شوې او لا هم روانې دي.

له هغه وروسته چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، دغې ډلې د نورو پراخو بنديزونو ترڅنګ د ښځو پر حقونو بندیزونه لګولي دي.

ښځې او نجونې يې له ښوونځي، پوهنتونونو، کار، تفريح او ورځينیو چارو منع کړې دي او نږدې هره ورځ د نارينه وو ترڅنګ ځينې ښځې هم د ځينو تورونو له کبله په عام محضر کې په دورو وهل کېږي.