• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان د زلزلې له امله زیانمنې شوې کورنۍ د خوړو جدي اړتیا لري

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، ډېری هغه کورنۍ چې په ختیځو سیمو کې د زلزلې له امله بې‌کوره شوي، اوس د غرونو په لوړو سیمو کې ژوند کوي. دغه کورنۍ نه یوازې د خپلو کورونو له لاسه ورکولو ستونزې سره مخ دي، بلکې د سختو جغرافیایي شرایطو له امله د مرستو جدي کمښت سره هم لاس او ګرېوان دي.

د «ډبلیو اېف پي» په وینا، د دې سیمو ډېری کلي د موټرو د تګ راتګ له اسانتیاوو بې‌برخې دي او د سړکونو نشتوالی د مرستو رسونه ستونزمنه کړې ده.

دغه اداره وایي، چې د اړتیا وړ توکو د رسولو لپاره له غرنیو او نورو بدیلو لارو چارو استفاده کوي، ترڅو مرسته شوي خوراکي توکي تر اغېزمنو کورنیو ورسوي.

په خبر کې ټینګار شوی، چې زلزله ځپلې کورنۍ د سړې هوا، د استوګنځای له نشتوالي او د پاکو اوبو له کمښت سره هم مخ دي، چې د هغوی وضعیت یې لا پسې کړکېچن کړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام چارواکو ویلي، چې له نړۍوالو مرستندویانو سره په ګډه هڅې روانې دي، څو د خوړو ترڅنګ د نورو لومړنیو اړتیاوو لکه خیمو او کمپلو په برابرولو کې هم مرسته وشي.

دغه اداره وايي، د افغانستان د زلزلې اغېزمن خلک په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې هره ورځ یې ژوند له نوو ننګونو سره مخ کېږي او د نړۍوالې ټولنې مرستې د هغوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره حیاتي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

امریکا طالبان د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن کړل

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه راپور کې راغلي، طالبانو په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو په پراخو سرغړونو لاس پورې کړی. په راپور کې راغلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو بنسټیز حقونه محدود شوي او دوی د زده‌کړو، کار او ازاد تګ راتګ له حقونو بې‌برخې شوې دي.

راپور زیاتوي، چې طالبانو د نویو محدودو قوانینو په خپرولو سره نه یوازې د ښځو ژوند له سختو بندیزونو سره مخ کړی، بلکې د افغانانو په ټولنیز ژوند یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د نورو سرغړونو ترڅنګ په ځانوژنې، جبري تښتونې، شکنجه، د ماشومانو کارول په وسله‌والو جګړو کې، د بیان او رسنیو پر ازادۍ بندیزونه او د انسانانو قاچاق هم یاد شوي دي.

راپور وايي، طالبانو د انټرنټ لاسرسی محدود کړی، خبریالان یې ګواښلي او د تاوتریخوالي تر فشار لاندې ځینې رسنۍ تړل شوې دي او ګڼ شمېر خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

امریکا د طالبانو دغه کړنې په کلکه غندلي او ټینګار یې کړی، چې د افغانانو تر څنګ به ولاړ وي، څو هغوی وکولای شي د خپلو اساسي حقونو، ډېموکراسۍ او ازادۍ لپاره مبارزه پر مخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغانې ښځې له بې‌ساري تاوتریخوالي، بندیزونو او محدودیتونو سره مخ شوې. طالبان چې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ په ۱۵ نېټه بیا په غېر مشروع ډول واک ته ورسېدل، د ټول‌ګډونه حکومت او د ښځو د حقونو ژمنې یې وکړې، خو عملي ګامونه یې له دغو ژمنو سره په ټکر کې و.

واک ته د طالبانو تر سېدو وروسته ښځې او نجونې له ښوونې، کار، سفر او ان له عامه ژوند څخه محرومې شوې، دغه بدلونونو یوازې د افغانستان د مېرمنو پر فردي ژوند ناوړه اغېز نه دی کړی، بلکې د ټولنې پر ټولییز پرمختګ، ټولنیز جوړښت او اقتصادي پیاوړتیا یې هم ژور اغېز کړی دی.
د مېرمنو پر وړاندې دا بندیزونه یوازې یو داخلي سیاسي او مذهبي پرېکړه نه وه، بلکې نړۍوال غبرګونونه یې راوپارول. ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان او د نړۍ بېلابېلو بشري او حقوقي بنسټونو دا محدودیتونه د افغان مېرمنو د بنسټیزو انساني حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.

د برېتانیا د پارلمان غړې: د طالب مشرانو د نیولو حکم باید عملي شي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۱

د برېتانیا د پارلمان غړې وینډي چمبرلېن د طالبانو د مشرانو پر ضد د جرمونو نړۍوالې محکمې له خوا د نیولو د حکم هرکلی کړی او له دولتونو یې غوښتي، چې د دې حکم د عملي کېدو لپاره ګامونه واخلي.

وینډي چمبرلېن چې تېره ورځ یې د برېتانیا په پارلمان کې خبرې کولې، وویل چې طالبان د افغان ولس په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې له تبعیضي چلند کار اخلي او دا کړنې باید وغندل شي.

نوموړې ټینګار وکړ، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو هر ډول هڅې ناسمې دي او نړۍ باید هغوی ته مشروعیت ورنه کړي.

چمبرلېن د برېتانیا د محافظه‌کار ګوند د ځینو غړو هغه څرګندونې هم وغندلې، چې د افغان کډوالو د ستنېدو په موخه د طالبانو له رژیم سره د همکارۍ خبرې کوي.

هغې وویل، چې دا کار د هغو افغانانو او برېتانوي ځواکونو د قربانیو سره ښکاره خیانت دی چې په تېرو کلونو کې یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې برخه اخیستې ده.

د برېتانیا دغې استازې زیاته کړې، چې د هېواد ټول سیاسي ګوندونه په دې برخه کې هم نظره دي چې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ د لندن د حکومت یو مهم مسوولیت دی.

هغې د ۲۰۲۱کال د اګسټ پېښې ته په اشارې سره چې په ترڅ کې یې افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد، وویل چې دا د افغانانو او د نړۍوالې ټولنې لپاره یو ډېره سخته او دردناکه شېبه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د جرمونو نړۍوالې محکمې ویلي و، د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادرول غواړي. د دې محکمې په اعلامیه کې د طالبانو مشر اخوندزاده او د قضايي برخې تر ټولو لوړپوړی چارواکی حقاني پر بشریت ضد جرمونو تورن شوي دي.

د جرمنو نړۍوالې محکمې د لوی څارنوال کريم خان دفتر دغه راز ویلي و، چې په افغانستان کې د دوی د څېړونو له مخې د طالبانو مشر هبت الله او د دغه ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکيم حقاني له ۲۰۲۱ کال راهيسې د بشريت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخ تبعیض په تور تورن دي.

په اعلاميه کې ویل شوي: «دوی د بشریت ضد جرمونو او د افغان نجونو او ښځو د ځورونو مسولين دي.»

د جرمنو نړۍوالې محکمې څارنوال ویلي، چې دا ځورونې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ تر نن ورځې په ټول افغانستان کې شوې او لا هم روانې دي.

له هغه وروسته چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، دغې ډلې د نورو پراخو بنديزونو ترڅنګ د ښځو پر حقونو بندیزونه لګولي دي.

ښځې او نجونې يې له ښوونځي، پوهنتونونو، کار، تفريح او ورځينیو چارو منع کړې دي او نږدې هره ورځ د نارينه وو ترڅنګ ځينې ښځې هم د ځينو تورونو له کبله په عام محضر کې په دورو وهل کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د افغانستان په ختیځ کې زلزله‌ځپلي له سختو انساني ننګونو سره مخ دي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه خپور کړي راپور کې د افغانستان په ختیځو سیمو د وروستیو زلزلو له اغېزو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په یادو سیمو کې له نیم میلیون څخه زیات خلک د زلزلې له امله سخت زیانمن شوي او په بېړني ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې ویل شوي، د زلزله‌ځپلو د اوسېدنې کورونه، ښوونځي، روغتیایي مرکزونه او د اوبو رسونې سیسټمونه سخت زیانمن شوي، چې له امله یې د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان زیاتوي، د ژوبل شویو کسانو د درملنې لپاره کافي اسانتیاوې نشته او د درملو کمښت ورځ تر بلې جدي کېږي.

په راپور کې همداراز راغلي، د ماشومانو او ښځو حالت د اندېښنې وړ دی، ځکه په لسګونه زره ماشومان له سړې هوا، د خوړو له کمښت او د خیمو د نشتوالي سره مخ دي.

د سازمان په وینا، د پاکو اوبو نشتوالی او د ناروغیو د خپرېدو وېره د روغتیايي بحران بڼه غوره کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغانستان له خلکو سره د مرستې لاس اوږد کړي، ځکه د ژغورنې کړکۍ ورځ تر بلې تنګېږي.

دغه سازمان په ځانګړي ډول له بشرپاله بنسټونو غوښتي، چې د خوړو، پاکو اوبو، درملو، خیمو او نورو بېړنیو توکو په لېږلو کې همکاري وکړي.

په راپور کې یادونه شوې، چې د سیمې جغرافیایي سخت شرایط، د سړکونو خراب وضعیت او د ژمي د یخ موسم راتګ د مرستو د رسولو پروسه لا نوره ستونزمنه کړې ده.

په عین حال کې، ځايي خلک شکایت لري چې زلزله‌ځپلو سیمو ته کافي مرستې نه دي رسېدلي او ډېری کورنۍ د بې‌سرپناه کېدو له امله په ازاده فضا کې شپې سبا کوي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې میاشتې زلزلې په کونړ او نورو ختیځو سیمو کې لسګونه کسان ووژل، سلګونه نور یې ټپیان کړل او د زرګونو کورنیو کورونه یې ویجاړ کړل.

نتنیاهو: پر قطر د اسراییل بمبارۍ په افغانستان کې د امریکا له بمبارۍ سره هېڅ توپیر نه درلود

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د قطر پر پلازمېنې دوحې د اسراییل هوايي بریدونه د ۲۰۰۱کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې وروسته د امریکا له خوا پر افغانستان د بریدونو سره پرتله کړی او زیاته کړې یې ده، چې پر قطر د اسراییل بمبارۍ په افغانستان کې د امریکا له بمبارۍ سره هېڅ توپیر نه درلود.

بنیامین نتنیاهو ویلي، لکه څنګه چې امریکا د سپټمبر له ۱۱مې وروسته په افغانستان کې القاعده وځپله، همداسې اسراییل هم په قطر کې د حماس مشران په نښه کړل. نوموړي دغه برید یو «مشروع اقدام» وباله.

هغه د ۲۰۲۳کال د اکټوبر ۷مې پېښې ته په اشارې سره زیاته کړه: «موږ خپل ۱۱سپټمبر لرو. هغه ورځ چې تر ټولو خونړی وحشت د یهودي ولس پر وړاندې ترسره شو.»

لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې د امریکا په څېر اسراییل هم د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره د سخت دریځه «اسلامپاله ترهګرو» د له منځه وړلو حق لري.

نتنیاهو پر قطر کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل:«دغه هېواد ترهګرو ته پناه ورکوي، مالي مرسته ورسره کوي او د حماس مشران په مجللو ماڼیو کې ځای پر ځای کوي.»

هغه د نړۍوالو نیوکو په ځواب کې وویل: «کله چې امریکا اسامه بن لادن وواژه، نړۍ یې ستاینه وکړه. نن باید هم اسراییل د همدې اصولو د عملي کولو لپاره وستایل شي، نه دا چې وغندل شي.»

نتنیاهو په خپلو څرګندونو کې قطر او نورو هېوادونو ته ګواښ وکړ، چې که د حماس مشران له خپلو خاورو ونه باسي او عدالت ته یې ونه سپاري، نو اسراییل به خپله دغه کار ترسره کړي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سفیر د قطر د پوهنې وزارت له چارواکو سره لیدلي دي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سفیر سهیل شاهین وایي، چې د دغه هېواد د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره یې ځانګړې ناسته ترسره کړې ده.

په قطر کې د طالبانو له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې چې د کوربه هېواد د پوهنې وزارت د دفتر مشر حامد المالکي هم حضور درلود، شاهین ویلي دي چې قطر تل په سختو شرایطو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وو.

هغه د قطر د مرستو او ملاتړ مننه وکړه او دغه اړیکې یې «دواړو هېوادونو لپاره حیاتي او اړینې» وبللې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب سفیر په ځانګړې توګه د هغو افغان ماشومانو ستونزه یاده کړې چې له خپلو کورنیو سره په قطر کې مېشت دي او ښوونځیو ته د شاملېدو له محدودیتونو سره مخ دي.

شاهین له قطري چارواکو وغوښتل، چې د دغو ماشومانو د زده‌کړو د بهیر اسانتیا لپاره جدي ګامونه واخلي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د قطر د پوهنې وزارت د وزیر د دفتر مشر حامد المالکي د طالب سفیر د غوښتنو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د افغان ماشومانو د ښوونځیو ستونزه به هواره کړي.

هغه زیاته کړه، چې د وزارت اړوند ادارې به په همکارۍ سره کار وکړي څو افغان ماشومان وکولای شي په دولتي او شخصي ښوونځیو کې زده‌کړې ته دوام ورکړي.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو د قطر او افغانستان تر منځ د ښوونیزو اړیکو د پراخولو پر اړتیا هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د افغان کډوالو د ماشومانو زده‌کړې ته پاملرنه د دواړو هېوادونو په ګډو همکاریو کې مهمه برخه جوړوي.