افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې د کندهار ښار له هغو اوسېدونکو سره خبرې کړې دي، چې له دې وړاندې یې په خپلو کورونو کې له نوري فایبر او د وای فای شرکتونو له انټرنېټ ګټه اخیسته.
دوی وایي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله په امر په ټول افغانستان کې د انټرنېټ له پرې کېدو او بېرته وصل کېدو وروسته یوازې د دوو ورځو لپاره په کورونو کې نوري فایبر او وایفای انټرنېټ هم فعال و خو وروسته بیا قطع شو.
یو ځايي اوسېدونکي وویل:« د نوري فایبر او وایفای نېټ له قطع کېدو وروسته مو له شرکت سره اړیکه وکړه خو د هغوي ځواب دا و چې دوی ته امر شوی چې له دې وروسته کورونو ته د نوري فایبر او وایفای انټرنېټ مه ورکوئ.»
د ځايي اوسېدونکو په وینا، که څه هم اوس د مخابراتي شبکو له انټرنېټ ګټه اخلي، خو دا انټرنېټ هم له پخوا ډېر کمزوری شوی.
په ورته وخت کې په کندهار کې د نوري فایبر انټرنېټ خدماتو وړاندې کولو شرکتونو ځینې مسوولان هم دا تاییدوي، چې دوی اوس د پخوا په څېر عامو کورونو ته انټرنېټ نه ور کوي او د طالبانو په امر قطع شوی دی.
تر اوسه پورې ددې راپور په اړه د طالبانو مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت او په افغانستان کې د انټرنېټي خدماتو تنظیم ادارې یا اترا کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د مخابراتو وزارت له دې وړاندې د نوري فایبر د چارو ځنډېدو یا قطع کېدو په اړه رپوټونه رد کړي دي.
درې ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د «اترا» ادارې یو مکتوب ترلاسه کړی و، چې دې ادارې د افغان ټیلېکام شرکتونو ته امر کړی، چې له دې وروسته په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر انټرنټي خدمات وځنډوي.
په دغه مکتوب کې لیکل شوي:«یوازې کورونو ته د نوي نوري لین لارې خدمات یا نوي نوري فایبر لاین نښلول د اوس لپاره معطل دي».
دا لومړی ځل نه دی چې د نوري فایبر انټرنېټ د بندېدو موضوع راپورته کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د ۱۴۰۴ کال د تلې پر ۷مه هم د ورته غونډې له لارې شرکتونو ته د نوري فایبر د بندولو خبر ورکړی و، چې هغه مهال یې په بازار او خدماتو کې جدي ګډوډي رامنځته کړې وه.
هغه وخت د طالبانو سرچینو ویلي و، چې د طالبانو د مشر په امر د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې باید نوري فایبر قطع شي.
د شرکتونو ځینې مسوولانو ویلي و، چې که دا پرېکړه عملي شي، عام خلک به د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي او دا به پر سوداګرۍ، زدهکړې او ورځنیو اړیکو پراخ اغیز ولري.