• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۷ GMT+۱

په کابل کې طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د اصلامي کمېسیون رییس محمد قاسم خالد په ګډون څو طالب لوړپوړو چارواکو د دغې ډلې د مشهور رسنیز فعال او پر پاکستان د نیوکه کوونکي جنرال مبین د خوشې کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

یادو طالب سرچینو نن شنبه، د غويي پر ۲۶مه وویل، چې په دغو هڅو کې د طالبانو د اصلاحي نظامي کمېسیون د رییس ترڅنګ، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین مولوي احمدجان او دیني عالم شېخ حماسي هم شامل دي.

سرچینې وايي، چې یادو کسانو نن شنبه به ارګ کې د طالبانو د رییس الوزرا ملاحسن اخوند سره له زندان څخه د جنرال مبین د راخوشې کېدو په اړه ناسته کړې ده.

دوی زیاتوي، جنرال مبین به د یادو طالب چارواکو په ضمانت له زندان څخه ازاد شي.

تروسه د طالبانو رسمي ویاندویانو د هغه د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.

تېر کال د غويي په میاشت کې افغانسنان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې مبین چې د طالبانو مشهوره رسنیزه څېره ده او ځان «جنرال مبین» بولي، د دې ډلې د قضايي چارواکو له خوا په یو کال او شپږ میاشتې بند محکوم شو.

خو د ځینو لوړپوړو طالب چارواکو پر وړاندې د مبین سختو څرګندونو، ورو ورو د هغه او د ډلې د نفوذ لرونکو غړو ترمنځ درز پیدا کړ.

په یوې پخوانۍ ویډیو کې چې تېر کال خپره شوې، مبین د طالبانو رژیم ته «ملاکراسي» ویلي و، داسې اصطلاح چې طالبان یې حتاد خپلو نږدې کسانو له خولې هم نه شي زغملای.

مبین په ټولنیزو رسنیو کې نه یوازې پر طالبانو بلکې د پاکستان حکومت او ځینو سیاسي څېرو پرضد هم څرګندونې درلودې چې دې څرګندونو د ځینو طالب مشرانو غبرګونونه هم درلودل او د هغه څرګندونې یې د طالبانو د رسمي تګلارې پرضد بللې وې.

که څه هم جنرال مبین خپلو ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه اېکس ته لاسرسی لري او ځیني وخت فعالیتونه هم کوي خو تروسه هغه ته منسوب اېکس ددې خبر په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۵

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان: کندهار او هرات کې تر ۲زرو کیلو ګرامو ډیر نشه یې توکي کشف او ۲۱کسان نیولي شوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په هرات او کندهار ولایتونو کې یې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۲زره کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او سوځولي دي او د دغو موادو د قاچاق او پلور په تړاو یې ۲۱ کسان په هرات کې نیولي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دوی د ځواکونو له لوري نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۱۶ کیلوګرامه چرس، تر زرو ډېر نشه‌يي ټابلېټونه، یو اندازه شراب، ومان او نور توکي هم ترلاسه شوي دي.

همداراز، د دغه وزارت په وینا د کندهار ولایت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو یې په بېلابېلو عملیاتو کې د نشه‌يي توکو یوه بله اندازه کشف او له منځه وړې ده.

د خبر پاڼې له مخې، د یادو عملیاتو په ترڅ کې، ۱۰۸۵ کیلوګرامه خام چرس، ۱۰۰۰ کیلوګرامه یامه، ۲۳ کیلوګرامه نشه‌يي ټابلېټونه، ۹ کیلوګرامه تریاک، او یو شمېر نور بېلابېل نشه‌يي توکي کشف او سوځول شوي دي.

په نورستان کې د قیمتي ډبرو د پلور عواید؛ د کانونو د شفافیت په اړه پوښتنې بیا راپورته شوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۸:۰۰ GMT+۱

په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست په داسې حال کې د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د سلګونو میلیونو افغانیو د پلور اعلان کوي چې د افغانستان د کانونو د مدیریت د شفافیت او د عوایدو د حساب ورکونې په اړه له وړاندې جدي پوښتنې او اندېښنې موجودې دي.

دغه ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې وایي، د دواب ولسوالۍ د ماوي سیمې له کانونو ایستل شوې قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې د داوطلبۍ له لارې په ۵۲ میلیونه او ۶۲۰ زره افغانیو پلورل شوې دي.

یاد ریاست ویلي چې په دغو ډبرو کې بېروج، کنزیت او مارګنیټ شامل دي او د رسمي داوطلبۍ له بشپړېدو وروسته یې پلور د ادعا له مخې د بازار له نرخونو سره سم ترسره شوی دی.

د معلوماتو له مخې، له دې عوایدو څخه ۵ میلیونه او ۲۲۶ زره افغانۍ د طالبانو خزانې ته لېږدول کېږي.

د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست مشر مولوي سیدالرحیم عمیر ویلي چې د کانونو د عوایدو د راټولولو او پلور بهیر د ټاکل شوو اصولو له مخې تنظیم شوی او هڅه کېږي چې له طبیعي زېرمو څخه شفافه استفاده وشي.

خو له بلې خوا، د کانونو د مدیریت په اړه پخوانۍ اندېښنې بیا تازه شوې دي، ځکه د قیمتي ډبرو د کیندنې او پلور په برخه کې د شفافیت، د بازار د حقیقي ارزښت او د اعلان شوو نرخونو ترمنځ د توپیرونو په اړه پوښتنې له وړاندې هم مطرح شوې دي.

اقتصادي شنونکي ټینګار کوي چې د کانونو په سکتور کې د شفافو داوطلبیو او نړیوالو معیارونو نشتوالی کولی شي د هېواد د طبیعي زېرمو د عوایدو پر اغېزمن مدیریت سیوری وغوړوي، په داسې حال کې چې دغه زېرمې د افغانستان د اقتصاد له مهمو سرچینو ګڼل کېږي.

طالبان: په څلورو ولایتونو کې د پنځو «غیرشرعي نکاح‌ګانو» مخنیوی شوی

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، د غزني، بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو مسوولینو په همغږۍ د پنځو مېرمنو د «غیرشرعي نکاح‌ګانو» مخه یې نیولې او هغوی ته یې خپل شرعي حقونه ورکړي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې پېښې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او د شرعي اصولو د تطبیق په هدف تعقیب شوې دي.

وزارت زیاتوي چې یادې مېرمنې وروسته خپلو «شرعي حقونو» ته ورسېدې، خو د دې حقونو د جزیاتو په اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو فعالان وخت ناوخت د داسې مداخلاتو په اړه اندېښنې څرګندوي او وایي چې د مېرمنو شخصي او حقوقي مسایلو کې د طالبانو مداخلې باید له روښانه قانوني چوکاټ سره سمه وي، څو د حقونو د احتمالي محدودیتونو مخه ونیول شي.

طالبان وایي، ننګرهار کې د زیتونو حاصلات زیات شوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۶:۲۳ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت وایي، د زیتونو په بڼونو کې د منظمې پالنې، پر وخت د تخنیکي فعالیتونو او مسلکي مدیریت له امله سږ کال د زیتونو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بڼونو ښه ساتنه او تخنیکي پاملرنه د دې سبب شوې چې د زیتونو ونې لوړ کیفیت لرونکي حاصل ورکړي او معیاري تولیدات ترلاسه شي.

د یاد شرکت مسوولین وايي چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له بڼونو څخه تولیدېدونکي زیتون تېل په بشپړ ډول سوچه، خالص او له هر ډول کیمیاوي موادو پرته تولیدېږي، چې د دوی په وینا د روغتیا لپاره ګټور او د باور وړ محصول دی.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې شرکت اړوند د زیتون فابریکو له همدې حاصلاتو څخه سوچه زیتون تېل او معیاري اچار تولید کړي دي.

یو افغان پانګوال د زړو ټایرونو د ویلې کیدو له فابریکې اته ډوله محصول ترلاسه کوي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱

د عزیز خان خروټي په نوم یو افغان پانګوال د کابل په «صنایع سبز» صنعتي ښارګوټي کې د زړو ټایرونو د وېلې کېدو فابریکه جوړه کړې، چې له لارې یې اته ډوله محصولات تولیدېږي.

عزیز خان خروټی وایي، هره ورځ شاوخوا ۴۰ټنه زاړه ټایرونه فابریکې ته راوړل کېږي او له دغو ټایرونو څخه ۱۶ټنه د سون تیل، له ۸ تر ۹ټنه د ډبرو سکاره (زغال)، ۳ټنه میخونه او ۲ټنه د بریښنا سیم ترلاسه کېږي.

خروټی زیاتوي، د ټایرونو د وېلې کېدو په بهیر کې هېڅ برخه نه ضایع کېږي او ان تولید شوي ګازونه هم بېرته د فابریکې د سیستم د سون لپاره کارول کېږي.

د فابریکې مسوولین وایي، له دې پروسې ترلاسه شوي تیل د کیفیت له پلوه د ګاونډیو هېوادونو له تیلو غوره دي. د دوی په خبره، که دولت له دوی څخه دغه تیل وپېري، نو هم به فابریکه میلیوني عواید ترلاسه کړي او هم به هېواد د وارداتي تېلو پر ځای له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.