طالبانو د یوې نجلۍ د ځان وژنې قضیې په تړاو د هغې پلار او ورور نیولي

د طالبانو د امر بالمعروف ویاند سیف خیبر وایي، د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ اوسېدونکې فرښتې د ځان وژنې قضیې په تړاو یې د هغې پلار او ورور نیولي دي. د فرښتې په نامه یادې نجلۍ دوه ورځې وړاندې د جبري نکاح له امله ځان وژلی و.