په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

په هرات کې سرچینې وایي چې د صفی الله رسولي په نوم یو ۲۵ کلن ځوان له ۲۱ ورځني بند وروسته د ددغه ولایت په زندان کې د طالبانو د شکنجو په پایله کې سا ورکړې ده.

په هرات کې سرچینې وایي چې د صفی الله رسولي په نوم یو ۲۵ کلن ځوان له ۲۱ ورځني بند وروسته د ددغه ولایت په زندان کې د طالبانو د شکنجو په پایله کې سا ورکړې ده.
د رسولي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې صفی الله یو موټرسايکل له خپلو ملګرو څخه بې سنده اخیستی و، خو وروسته بل کس د اسنادو په وړاندې کولو سره د مالکیت دعوه کړې وه، چې له همدې امله نوموړی طالبانو نیولی و.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو هغه د نشه يي توکو دلیږد په تور هم تورن کړی و او د اعتراف اخیستلو لپاره یې له وهلو ټکولو کار اخیستی دی.
د رسولي کورنۍ وایي چې د نوموړي مړی د چارشنبې په ورځ دوی ته وسپارل شو او پر جسد یې د شکنجې نښې لیدل کېدې.
کورنۍ یې ادعا کوي چې طالبانو ورته ویلي و چې صفی الله د زړه د حملې له امله مړ شوی، خو وروسته یو زنداني ویلي چې نوموړي دڅیړنو پر مهال د سختې ځورونې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاتوي چې دغه زنداني ویلي، صفی الله شاوخوا درې ساعته ځورول شوی و او د پلټنو پر مهال یې سر په پلاستیکي کڅوړه کې اچول شوی و، چې له امله یې سا ورکړې ده.
د هغه د کورنۍ په وینا، د نشه يي توکو د قاچاق تورونه ناسم دي او نوموړی بېګناه بلل شوی دی.
صفی الله رسولي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې واده کړی و، کورنۍ یې د عدالت غوښتنه کړې.
تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

په کندهار کې د یو شمېر ماشومانو کورنیو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ځینې خصوصي ښوونځي او وړکتونونه فیسونه ورڅخه پر وخت غواړي، خو د اوړي په ګرمه هوا کې په ټولګیو کې د ماشومانو روغتیا ته لازمه پاملرنه نه کوي.
یو شمېر کورنۍ وايي، د کندهار په یو شمېر خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو کې د هر ماشوم پر سر له ۲ زره تر ۳ زره افغانیو فیسونه اخېستل کیږي، خو د ماشومانو د روغتیا او هوساینې په برخه کې لازم تدابیر نشته.
د ماشومانو د کورنیو په وینا، د ګرمۍ له زیاتېدو سره په ټولګیو کې د یخې هوا مناسب سیستم او د څښاک لپاره د یخو اوبو نشتوالي ماشومان د ناروغۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.
د عبدالاحمد په نوم د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د خپل پنځه کلن زوی انځورونه لېږلي چې لېدل کېږي، د ګرمې هوا له امله د پوستکي له یو ډول ناروغۍ سره مخ شوی دی.
عبدالاحمد وايي:«ما چې د زوی دغه وضعیت ولیده، په سبا ورسره مکتب ته ولاړم، ومې کتل چې په هر صنف کې ډېر ماشومان کښینول شوي دي، په صنف کې ان هوا کښ نه و، یو ډول بد بوی و، یخې اوبه، کولر یا پنکه خو بیخي نه وه. زوی مې د خصوصي ښوونځي د نه پاملرنې له امله ناروغ شوی دی».
همدارنګه د ماشومانو یو شمېر کورنۍ وايي، چې خصوصي ښوونځي یوازې سوداګریزه بڼه لري او د دولتي ښوونځيو په څیر په خصوصي ښوونځيو کې هم د ماشومانو روزنې او پالنې ته هېڅ پاملرنه نه کېږي.
ددوی په وینا، خپل ماشومان په دې موخه خصوصي ښوونځيو ته استوي، چې ښايي له دولتي ښوونځيو څخه به یې کیفیت غوره وي، خو اوس لېدل کېږي چې په خصوصي ښوونځيو کې یې هم اولادونو ته پاملرنه نه کېږي.
د کندهار اوسېدونکی سمیع الله وايي:«زموږ د کور دوه ماشومان خصوصي ښوونځي ته ځي، یو ماشوم هم وړکتون ته ځي، هلته ماشومانو ته وهل ډبول هم ورکول کېږي او ټرانسپورټ یې همداسې دی، لکه پسونه چې یې موټرو کې اچولي وي. ما په یوه کال کې د ماشومانو لپاره دوه ښوونځي بدل کړي دي، خو یو له بل څخه بدتر وي».
د ماشومانو د کورنیو شکایتونه یوازې تر خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو نه دي محدود، بلکې کورنۍ له دیني مدرسو څخه هم ورته شکایتونه لري.
د ماشومانو کورنۍ وايي، په دولتي ښوونځيو کې د کیفیت ټیټیدو او د نه پاملرنې له امله خپل ماشومان خصوصي ښوونځيو ته استوي، خو د طالبانو د نه څار او د ښوونځيو د مسوولینو له لوري د مسوولیت نه منلو له امله اړ دي، چې خپل ماشومان له دغو تعلیمي مرکزونو څخه وباسي.
افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې د ماشومانو د کورنیو د یادو شکایتونو په اړه په کندهار کې د خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو د مسوولینو نظر واخلي، خو هغوی له افغانستان انټرنشنل سره خبرو کولو ته چمتو نه شول.
په افغانستان کې د مخابراتي شبکو کاروونکي وایي، چې په وروستیو ورځو کې د عادي ټیلیفوني «بېپ» یا د انتظار غږ پرځای د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د فرمان ثبت شوی غږ اورېدل کېږي. سرچینې وايي، طالبان په جبري توګه پر مخابراتي شبکو دغه غږیز پیغام خپروي.
د مخابراتي شبکو د کاروونکو په وینا؛ کله چې یو کس بل چا ته زنګ وهي، تر هغه چې مقابل لوری اړیکه پورته کوي؛ نو د عادي زنګ پرځای یو غږ خپرېږي، چې پهکې د ښځو او نجونو د حقونو، نکاح، مهر او جبري ودونو په اړه خبرې کېږي.
دغه غږ د طالبانو د مشر هغه فرمان ته اشاره کوي، چې په ۲۰۲۱کال کې د ښځو د حقونو په تړاو خپور شوی و. په فرمان کې ویل شوي، چې «ښځه مال نهدی، جبري نکاح منع ده، کونډې ښځې د خپلې خوښې د نکاح حق لري او ښځو ته باید د میراث حق ورکړل شي».
د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت کې سرچینې وایي، دغه اقدام د وزارت د مشرتابه په لارښوونه ترسره شوی او موخه یې د «اسلامي ارزښتونو» او د ښځو د شرعي حقونو په اړه عامه پوهاوی دی.
لاتر اوسه روښانه نهده، چې دغه بدلون د افغانستان په ټولو مخابراتي شبکو کې عملي شوی که یوازې په ځینو شبکو او ولایتونو پورې محدود دی.
پر خواله رسنیو د دغه اقدام په اړه بېلابېل غبرګونونه لیدل کېږي. ځینې کسان وایي، چې د جبري ودونو او د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي خپرول ګټور کار دی؛ خو یوشمېر نور بیا په دې باور دي، چې مخابراتي خدمتونه باید د رسمي او تبلیغاتي پیغامونو لپاره ونه کارول شي.
افغانستان کې وړاندې هم مخابراتي شرکتونو د انتظار د غږ سیستم د موسیقۍ، اعلانونو او نورو ثبت شویو پیغامونو لپاره کاروه؛ خو دا لومړی ځل دی چې د حکومت یا واکمنو چارواکو رسمي فرمانونه د ټېلیفوني زنګونو پرمهال خپرېږي.
د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل سیمه کې د سیاسي ګوندونو مشرانو، قومي مخورو، سوداګرو او د ترانسپورټي ټولنو غړو په یوې اعتراضي غونډه کې د تورخم لارې تړل پاتې کېدو پرېکړه «اقتصاد وژنه» ګڼلې او له پاکستان حکومت نه یې د ژر پرانیستو غوښتنه کړې ده.
ویناوالو په یاده غونډه کې ویلي، چې د تورخم لارې بندېدو له امله د سیمې اقتصادي وضعیت اغېزمن شوی، زرګونه کسان بېروزګاره شوي او کاروبارونه ټکني شوي دي. دوی له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره ټولې تړلې لارې د سوداګرۍ او تګراتګ لپاره پرانیزي؛ ترڅو یادې ستونزې حل شي.
ویناوالو ویلي: «د تورخم لارې دوامداره تړل پاتې کېدو دوه اړخیزه سوداګري سخته اغېزمنه کړې او ملي خزانې ته هم د مېلیاردونو روپیو زیان اوښتی دی. په افغانستان کې ګڼ شمېر پاکستاني موټر چلوونکي او بار وړونکي موټرونه له څو میاشتو راهیسې بند پاتې دي او باید ژر تر ژره پاکستان ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي».
په غونډه کې ټینګار شوی، چې پاکستان دې په دې برخه کې عملي اقدام وکړي او د لارې په خلاصېدو کې دې خپل رول ادا کړي؛ ترڅو په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه عادي حالت ته راوګرځي. د غونډې ګډونوالو خبرداری ورکړی، که د تورخم لاره ژر خلاصه نهشي نو پراخ لاریونونه به پيل کړي.
په هلمند کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، د دغه ولایت د خانشین ولسوالۍ په کلا سبز کلي کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او د هغوی مور ټپې شوې ده. د معلوماتو له مخې؛ دغه ماشومانو یاده مرمۍ اور ته غورځولې او چاودنه یې کړې.
په هلمند کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، پېښه نن چهارشنبه د سهار په نهو بجو شوې ده. د معلوماتو له مخې؛ ماشومانو یوه پخوانۍ ناچاوده مرمۍ موندلې وه او کور ته یې وړې وه.
خبرپاڼه زیاتوي، ماشومانو یاده مرمۍ اور ته غورځولې وه چې وروسته یې چاودنه کړې ده. په چاودنه کې یو لس کلن او یو درې کلن ماشومان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو ماشومانو مور هم ټپي شوې او بیا د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې ده. څه موده مخکې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي و، چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله لږترلږه ۹۲ کسان مړه او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه سازمان لیکلي، چې یادو چاودنو له امله لږترلږه ۶۶ سلنه قربانیان او زیانمن شوي کسان ماشومان دي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان خبر ورکړی، چې دوی به د شانګهای همکاریو سازمان او د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې سره د منځنۍ اسیا د امنیت او د افغانستان د وضعیت په اړه ګډه غونډه جوړه کړي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي طالق بېک ماسادیکوف وویل، چې دغه ګډه غونډه به د روان زېږدیز کال په دویمه نیمایي کې ترسره شي. د روسیې ټاس خبري اژانس د سېشنبې په ورځ (د غویي په ۲۹مه) د ماسادیکوف په حواله راپور ورکړی، چې دغه درې سازمانونه په منظم ډول د لوړې کچې لیدنې کوي او د راتلونکې غونډې اصلي تمرکز به د سیمې د امنیتي بدلونونو او د افغانستان د وضعیت ارزونه وي.
دغه غونډه به د درېیو سیمهییزو جوړښتونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شي او موخه یې د ګډو امنیتي ننګونو پر وړاندې د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول دي. د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي زیاته کړه، چې دغه ډول اړیکې به هر کال دوام ولري.
د هغه په وینا؛ دغه ګامونه له سیمهییزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د نړۍوالې همکارۍ د پیاوړتیا په چوکاټ کې اخیستل کېږي. ماسادیکوف دغه څرګندونې د ګډ امنیتي تړون سازمان د هغې غونډې په څنډه کې وکړې، چې «د نړۍوالې سولې او ټیکاو د پیاوړتیا لپاره یوځای» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
دغه غونډه د ویانا په ښار کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان په دفتر کې ترسره شوه. د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي تر دې وړاندې (د غویي په ۵مه) له سرګي شویګو سره هم لیدلي و او د راتلونکو پروګرامونو په اړه یې خبرې کړې وې.
د روسیې د امنیت شورا منشي وړاندې ویلي و، چې اوسمهال په افغانستان کې له ۱۸زرو څخه تر ۲۳زرو پورې وسلهوال فعالیت کوي. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان وضعیت ته پاملرنه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لپاره «ځانګړی اهمیت» لري.
د ګډ امنیتي تړون سازمان چې «روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان پهکې شامل» دي، د شانګهای همکاریو سازمان چې «چین، روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان او ایران پهکې ګډون لري» او د ګډو ګټو خپلواک هېوادونه چې «روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، اذربایجان او ارمنستان پهکې شامل» دي، د سیمې د امنیتي او سیاسي جوړښتونو له مهمو بنسټونو ګڼل کېږي.
دغه درېیو سازمانونو په وروستیو کلونو کې څو ځله د افغانستان له خاورې د ورپېښو ګواښونو لکه «ترهګرۍ، د نشهيي توکو قاچاق او سرحدي بېثباتۍ» پر وړاندې د ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.