• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱

د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د زیاتېدونکو سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو په دوام سره د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د طالبانو پر ضد د «غضب‌للحق» په نوم پوځي عملیات به په بشپړ قاطعیت دوام ولري.

شهباز شریف د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې په یوه پوځي پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، پاکستان به د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد خپل عملیات روان وساتي چې د ده په وینا په افغانستان کې فعالیت کوي او د پاکستان امنیت ته ګواښ جوړوي.

هغه ادعا وکړه، چې دا عملیات د پاکستان د خلکو د ژوند او شتمنیو د ساتنې، د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.

شهباز شریف د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د «مسلکي وړتیا، عملیاتي چمتووالي او قربانیو» ستاینه وکړه او ویې ویل چې پوځ د دغه هېواد د ملي حاکمیت، سولې او ثبات په ساتنه کې اساسي رول لري.

د پاکستان حکومت تل پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان ضد وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او بریدونه تنظیموي، خو طالبانو په بیا ځلې دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې دوی به هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د بې‌ساري امنیتي او سیاسي فشارونو شاهدې دي. که څه هم دواړو لورو څو ځله د اوربند او خبرو هڅې کړې، خو د راپورونو له مخې تر اوسه دغو هڅو د اړیکو په ښه کېدو کې د پام وړ پایله نه ده لرلې.

همداراز، د پاکستان او طالب استازو ترمنځ په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه خبرې هم ترسره شوې، خو کومه څرګنده هوکړه ترې نه ده ترلاسه شوې.

شنونکي باور لري چې د روانو اختلافاتو دوام کولی شي د سیمې پر امنیتي وضعیت نور اغېز هم وکړي او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا لا نوره هم کمزورې کړي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

لنډي کوتل کې معترضان: پاکستان باید افغانستان کې بند پاتې موټر او چلوونکي یې راوباسي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۱

پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د خېبر پښتونخوا معترضو ټرانسپورټرانو حکومت ته درې ورځنۍ نېټه ورکړې، ترڅو په افغانستان کې د دوی بند پاتې موتړ او چلوونکي یې بېرته ورستانه کړي. یو شمېر پاکستاني موټرچلوونکي له تېرو اتو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي.

دغو معتریضانو د خېبر پښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې د یادې لارې د بندیدو له کبله خپل احتجاج روان ساتلی دی.
معترضان چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشران هم ورسره دي، خبرداری ورکړی چې که په ټاکل شوې موده کې یې ستونزه هواره نه شي، دوی به د احتجاج په توګه د تورخم - پېښور لویه لاره وتړي. دغو ټرانسپورټرانو ویلي چې له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او که غوښتنې یې ونه منل شي، نو افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو د موټرو تګ راتګ به هم بند کړي.

له بلې خوا په پېښور کې د طالبانو د قونسلګرۍ یوه استازي پلاوي د دغه احتجاجي غونډې څخه لیدنه کړې ده. د دغه طالب پلاوي مشر عصمت الله قادري وویل چې دوی خېبر پښتونخوا کې د خپل قونسل محب الله شاکر په لارښوونه د ټرانسپورټرانو د ستونزو اورېدو لپاره ورغلي دي. د هغه په خبره، اغېزمنو ټرانسپورټرانو او سوداګرو څو ځله د دوی له قونسلګرۍ سره اړیکه نیولې او غوښتنې یې د طالبانو چارواکو ته رسول شوې دي.

عصمت الله قادري ټینګار وکړ، چې د طالبانو له خوا د پاکستاني موټرچلوونکو او د هغوی د موټرونو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نشته او هغوی کولی شي چې بېرته پاکستان ته ستانه شي. نوموړي د شینوارو او اپریدو قومونو له مرستو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د اختر د رانږدې کېدو له امله باید د افغان کډوالو تګ راتګ له خنډ سره مخ نه شي.

د تورخم لارې تړل کېدل او د ټرانسپورټرانو ستونزې په داسې حال کې زیاتې شوې دي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پوځي کړکېچ دوام لري. په تېرو میاشتو کې د چمن او سپین بولدک په ګډون پر ډیورنډ کرښه بېلابېلو سیمو کې نښتې شوې دي او پاکستاني ځواکونو د کونړ په ګډون پر افغان خاوره بریدونه کړي چې له امله یې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: د بودجې کمښت یې د افغانستان بشري مرستې له ګواښ سره مخ کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې یې د بودجې کمښت او د نورو نړیوالو مرستو راکمېدو د میلیونونو اړمنو خلکو لپاره د بشري مرستو دوام له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د دغه سازمان د تازه راپور له مخې، دا مهال په افغانستان کې له ۱۳،۸میلیونو زیات کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ورته ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

راپور زیاتوي، چې نږدې پنځه میلیونه ماشومان او امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې په خوارځواکۍ اخته دي او مناسبو خوړو ته د هغوی لاسرسی په پرله‌پسې ډول کمېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د نړیوالو مرستو کمېدل، اقتصادي ستونزې او د لارو بندېدل هغه لاملونه دي چې ګڼې کورنۍ یې له ان لومړنیو خوراکي توکو هم بې‌برخې کړې دي.

دغه سازمان مخکې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د خپلو مرستندویه او ژغورونکو پروګرامونو د دوام لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۳۵۰میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې که د بودجې تشه ژر ډکه نه شي، په افغانستان کې به د بشري مرستو بهیر له لا ډېرو خنډونو سره مخ شي او د میلیونونو زیان‌منو خلکو وضعیت به نور هم خراب شي.

هند کې د شاپور ځدراڼ درملنه؛ میرویس عزیزي د کرکټ د دې رنځور ستوري د روغتیا پوښتنه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۱

د عزیزي ګروپ بنسټګر میرویس عزیزي اعلان کړی، چې د هند په نوي ډیلي ښار کې یې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له ستوري شاپور ځدراڼ سره لیدلي دي او د هغه د روغتیا پوښتنه یې کړې ده. شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د یوې سختې ناروغۍ له امله په هند کې تر درملنې لاندې دی.

عزیزي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د شاپور ځدراڼ د درملنې د لګښتونو د پوره کولو لپاره یې د هغه له کورنۍ سره مالي مرسته کړې ده. نوموړي ژمنه کړې چې دا مالي ملاتړ به د شاپور ځدراڼ تر بشپړې روغتیا پورې دوام ولري.

هغه همدارنګه د ځدراڼ د روغتیايي وضعیت او د درملنې د پرمختګ په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

میرویس عزیزي زیاته کړې، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې غوښتل له شاپور ځدراڼ سره وویني، خو په منځني ختیځ کې د اوسني وضعیت او د سفر د محدودیتونو له امله دا کار شونی نه و. هغه ویلي چې بالاخره یې پرون ډیلي ته سفر وکړ او هلته یې د شاپور ځدراڼ د پوښتنې ترڅنګ د هغه د کورنۍ له غړو سره هم لیدنه وکړه.

د عزیزي ګروپ بنسټګر شاپور ځدراڼ یو داسې شخص بللی، چې په نړیواله کچه د کرېکټ په ډګر کې د خپلو غوره لوبو له لارې یې د میلیونونو افغانانو زړونو ته خوښي او ویاړ بښلی دی. د افغان کرېکټ مینه‌والو نیوکې کوي چې د افغانستان کرېکټ بورډ او چارواکو تر اوسه پورې د رنځور شاپور ځدراڼ لاسنېوی نه دی کړی.

تر دې مخکې د راشد خان او محمد نبي په ګډون د کرېکټ یو شمېر نورو ستونرو هم د شاپور ځدراڼ د روغتیا پوښتنه کړې وه.

د ایران د «معراج» هوايي شرکت لومړۍ الوتکه کندهار ته رسیدلې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۱

په کندهار کې طالبانو خبر ور کړی، چې د ایران د معراج هوايي شرکت لومړۍ الوتکه نن د کندهار احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده. تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه هوايي شرکت د افغانستان نورو کومو ولایتونو ته الوتنې کوي، خو طالبانو له یوه بل ایراني شرکت نه هم یوه الوتکه کرایه کړې ده.

د کندهار د هوایې ډګر طالب مسوولانو زیاته کړې چې ورته الوتنې کولای شي د دوو هېوادونو ترمنځ د نویو هوايي لارو ور پرانیزي او همدارنګه به د سوداګرۍ، سیاحت او اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه هوايي شرکت د افغانستان نورو کومو ولایتونو ته الوتنې کوي، خو په دې وروستیو کې طالبانو یوه بل ایراني شرکت نه هم یوه الوتکه کرایه کړې ده، چې په کورنیو او نړیوالو الوتنوکې کاریږي.

د ایران ډېری شرکتونه تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي.

طالبانو کتاب پلورنځیو او مطبعو ته سپارښتنه کړې چې له اجازې پرته کتابونه چاپ نه کړي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطبعو، کتاب پلورنځیو او عکسخونو له مسوولانو سره په ناسته کې ویلي، چې هر ډول کتاب باید له دوی سره په همغږۍ چاپ شي او د نورو لیکوالانو د اثارو لپاره رسمي اجازه اړینه ده.

د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن سې شنبه، د غويي پر ۳۰مه ویلي، چې ددغه ریاست مسوولانو د مطبعو، کتاب پلورنځیو او عکسخونو له استازو سره د کاپي رایټ یا د لیکوالانو د حقونو خوندیتوب او د فرهنګي اثارو د غیر قانوني خپرېدو د مخنیوي په موخه د همغږې ناسته کړې ده.

د طالبانو مسوولانو په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې د هر ډول کتاب چاپ باید د دوی په همغږۍ وشي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست طالب چارواکو په دې ناسته کې ګډونوالو ته ویلي، چې که د بل لیکوال اثر چاپېږي، نو د اصلي لیکوال رسمي اجازه اخیستل اړین دي.

همدارنګه د طالبانو مسوولانو عکاسانو ته خبرداری ورکړی، چې د خلکو له اجازې پرته د هېچا عکسونه او فلمونه خپاره نه کړي.

د طالبانو مسوولانو د چاپي اثارو د دقیقې څېړنې پر اړتیا هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې ټول کتابونه باید د محتوا او املا له پلوه په جدي توګه وکتل شي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، په سپېڅلو متنونو او په ځانګړي ډول قران کریم کې باید هېڅ ډول املایي او چاپي تېروتنه نه وي.