طالبان په جبري توګه په مخابراتي شبکو کې د هبتالله د فرمان اړوند غږیز پیغامونه خپروي

په افغانستان کې د مخابراتي شبکو کاروونکي وایي، چې په وروستیو ورځو کې د عادي ټیلیفوني «بېپ» یا د انتظار غږ پرځای د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د فرمان ثبت شوی غږ اورېدل کېږي. سرچینې وايي، طالبان په جبري توګه پر مخابراتي شبکو دغه غږیز پیغام خپروي.
