• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ لا تراوسه خبرې نه دي پیل شوې

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د طالبانو او پاکستان دواړوخواوو پلاوي نن د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د سولې خبرې اترې بیا پیلوي، خو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه خبرې اترې تر اوسه لا نه دي پيل شوې. سرچینې وايي، «قطر او ترکیه له خبرو وړاندې له دواړو پلاویو سره په سلامشورو بوخت دي».

د طالبانو او پاکستان امنیتي ځواکونو تېره میاشت پر ډیورنډ کرښه څو ورځنۍ نښتې وکړې، چې په پایله کې یې لسګونه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

دواړو لوریو د قطر او ترکییې په منځګړتوب د اکتوبر پر۱۹مه په دوحه کې د اوربند تړون لاسلیک کړ، خو د استانبول په تېرو خبرو کې اوږدمهاله هوکړې ته ونه رسېدل، ځکه د هغو وسله‌والو ډلو پر سر اختلاف موجود و چې ګواکې د پاکستان پر ضد له افغانستان نه فعالیت کوي.

طالبانو پاکستاني پلاوي ته د پاکستان له خاورې د ډرون بریدونو د بندولو شرط کېښود او دغه راز دغه هېواد یې مکلف وباله، چې په خپله خاوره کې د داعش وسله والې ډلې فعالیتونه ودروي، خو پاکستانی پلاوی پر طالبانو ټینګار کوي، چې د ټي ټي پي فعالیتونه مهار کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، « موږ هیله لرو چې عقل او تدبیر غالب شي او په سیمه کې سوله ټینګه شي».

اصف له دې وړاندې د تېرو خبرو اترو په دوو پړاوونو کې ګواښونکې ژبه درلوده، خو دا ځل یې لهجه نسبتا نرمه ښکاري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ملي ټلویزیون ته وویل چې د استانبول په خبرو اترو کې داځل د افغان پلاوي مشري د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق کوي.

په استانبول کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې تراوسه نه دي پیل شوي، خو اټکل کیږي، چې خبرې اترې زر پیل شي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د قطر سفارت سرپرست سهیل شاهین، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي، دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي او انس حقاني ددغه پلاوي غړي دي.

د پاکستان د پلاوي ترکیب تراوسه نه دی په ډاګه شوی، خو ددغه هېواد رسنیو خبر ورکړی چې مشري یې د ای ایس ای رییس جنرال عاصم ملک کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د شیشې تولید او قاچاق زیات شوی

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو د څار دفتر ویلي، چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د کوکنارو کر د تېر کال پرتله شل سلنه راکم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي توکو او په ځانګړې توګه د مېتامفټامینو (شیشې) تولید او قاچاق ورځ تر بلې ډېر شوی دی.

د یادې ادارې په وینا؛ له هغې راوروسته چې په افغانستان کې طالبانو د تریاکو پر کرکیله بندیز لګولی، د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او قاچاق د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو د نیولو قضیې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ۲۰۲۴کال تر پایه د ۲۰۲۳کال د درېیمې ربعې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.

ملګري ملتونه وایي، د تریاکو د کرکیلې کمېدو له امله اوس د مصنوعي نشه‌يي توکو کاروبار د سازمان‌یافته جرمي شبکو لپاره د عاید یوه نوې وسیله ګرځېدلې ده. په راپور کې راغلي، چې د مصنوعي توکو د تولید اسانتیا، د پېژندلو د سختوالي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت له امله د دغه ډول توکو پر لور د قاچاق‌ کوونکو مخه ډېره شوې ده.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د نشه‌يي توکو پر ضد ستراتیژي باید یوازې پر تریاکو محدوده نه وي؛ بلکې مصنوعي توکي هم باید د څار، شننې او د تقاضا د کمولو په مېکانیزمونو کې شامل شي.

د کوکنارو د کرکیلې کمښت

ملګرو ملتونو د افغانستان د کوکنارو د کر ساحه شاوخوا ۱۰زره او ۲۰۰ هکټاره اټکل کړې ده، حال دا چې دغه شمېر تېر کال ۱۲زره او ۸۰۰ هکټاره و. په راپور کې راغلي، چې د کوکنارو کښت د پام وړ کموالی او د بازار بدلونونه دا څرګندوي، چې د تریاکو تولید او قاچاق په سیمه کې په بنسټیزه توګه بدلون موندلی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ تر هغې مخکې چې طالبان په ۲۰۲۲کال کې د کوکنارو کر بند کړ، شاوخوا ۲۳۲زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو. ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې د ۲۰۲۵کال د تریاکو تولید د کر کچې پرتله په چټکۍ سره راټیټ شوی او د ۲۰۲۴کال پرتله ۳۲ سلنه کموالی په ګوته کوي. اوس‌مهال د افغانستان کلنی د تریاکو تولید شاوخوا ۲۹۶ ټنه اټکل شوی دی.

راپور زیاتوي، چې د بزګرانو عاید هم ۴۸ سلنه راکم شوی. په ۲۰۲۴کال کې دغه عاید ۲۶۰ مېلیونه ډالره و؛ خو په ۲۰۲۵کال کې بیا دغه کچه ۱۳۴ مېلیون ډالرو ته راښکته شوې ده. ملګرو ملتونو ویلي، چې د سختې وچکالۍ او د بارانونو د کمښت له امله له ۴۰ سلنه زیاتې کرنیزې ځمکې اوس شاړې پرتې دي.

دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې د ګاونډیو هېوادونو څخه د څه باندې څلور مېلیونه افغانانو بېرته راتګ چې اوس د هېواد نږدې ۱۰ سلنه نفوس جوړوي، د روزګارونو او محدودو سرچینو پر سر سیالي نوره هم زیاته کړې ده.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې دغه وضعیت د بشري مرستو د کمېدو ترڅنګ ښایي ځینې بزګران بېرته د کوکنارو کر ته وهڅوي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو څرګندونې

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو د دفتر استازي الیور شتولپه ویلي، چې افغانستان د ناقانونه کر د له‌منځه وړلو لپاره اوږدمهاله او همغږې نړۍوالې پانګونې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: «هغسې چې پر قاچاق او ناقانونه کښت د مبارزې ټینګار کېږي، همدومره باید د افغان بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا، د بدیلو عایداتي لارو رامنځته کولو او د تقاضا د کمولو له لارې د مخنیوي او درملنې پروګرامونو پیاوړتیا ته هم پام وشي.»

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي، چې د وچو تریاکو بیه د روان کال په اوږدو کې ۲۷ سلنه راټیټه شوې او اوس هر کیلو شاوخوا ۵۷۰ ډالره پلورل کېږي؛ حال دا چې په ۲۰۲۴کال کې دغه بیه ۷۸۰ ډالره وه. راپور زیاتوي، چې د بیې او تولید د کمېدو دغه لړۍ ښيي، چې د نشه‌يي توکو بازار بدلون مومي او دغه بدلونونه ښايي په نورو هېوادونو کې د کوکنارو د ناقانونه کر هڅې زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو په وینا؛ د نشه‌يي توکو بازار او د قاچاق لارې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې له بنسټه بدلېدونکې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستیاله او د یوناما مرستیاله استازې جورجټ ګانیون وایي: «د افغانستان د نشه‌يي توکو ستونزه یوازې د دغه هېواد دننه نه‌ده. د عرضې، تقاضا او قاچاق بهیرونه کورني او نړۍوال لوبغاړي لري او د دغه ننګونې پر وړاندې مبارزه د بېلابېلو اړخونو ګډو هڅو ته اړتیا لري.»

نوموړې زیاته کړه، چې د دوحې د بهیر په چوکاټ کې د نشه‌يي توکو د مبارزې کاري ډله د ګډو حل‌لارو موندلو لپاره بنسټیز رول لري.

د هرات په مرکزي روغتون کې د ۱۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت روغتیايي پروژې پلې شوې

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د ۱۵مېلیونه افغانیو په ارزښت یوشمېر روغتیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د ښځو عمومي داخلې څانګې رغونه، د بېړني څار څانګې پراخول او د لېزري عملیاتو دستګاه په یادې پروژې کې شاملې دي.

د چهارشنبې په ورځ د (لړم ۱۴مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار د دغه پروژو د پرانېستلو پر مهال ځايي ډاکترانو ته سپارښتنه کړې؛ څو له ناروغانو سره ښه چلند وکړي. هغه زیاته کړې: «د ناروغانو درملنه یو دیني، علمي او ثواب لرونکی عمل دی.»

هم‌مهاله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیایي امکاناتو له کموالي او په روغتونونو کې د کمزوري کېفیت د خدمتونو له وړاندې کېدو خلک شکایت کوي. افغان ناروغان ډېر کله اړ اېستل کېږي، چې په کور دننه د کمو امکاناتو له کبله ګاونډي پاکستان او هم ځینو نورو هېوادونو ته لاړ شي.

په دې وروستیو کې د امریکا پراختیایي مرستو په بندېدو سره په افغانستان کې روغتیایي سکټور هم زیانمن شوی او د دغه مرستو له لوري تمویلېدونکي لسګونه روغتونونه هم په بېلابېلو ولایتونو کې تړل شوي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان هم اندېښنه څرګنده کړې، چې په روغتیایي سکتور کې د مرستو کموالي د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه کړې ده.

دغه سازمان همدار راز دا وېره هم ښوولې، چې د دغه مرستو او یو شمېر روغتونونو د تړل کېدو له امله د ښځینه ناروغانو پر وړاندې امکانات تر بل هر وخته خورا ډېر محدود شوي دي. ویل کېږي، که پر افغانستان بندیزونه دوام ولري او طالبان په خپلو سختدریځه تګلارو کې غور ونه‌کړي؛ نو ښايي په بېلابېلو برخو کې روان ناورین لا پسې پراخ شي.

په بلوچستان ایالت کې ۲۰۰ افغان زده‌کړیالان د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۶ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان ایالت په بېلابېلو پوهنتونو کې په زده‌کړو بوخت ۲۰۱ افغان زده‌کړیالان د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. د راپورونو له مخې؛ دغه زده‌کړیالانو ته ویل شوي، چې افغانستان ته ووځي او بېرته د ویزې له لارې پاکستان ته د زده‌کړو د دوام لپاره ورتلای شي.

د شمېرو له مخې؛ د کویټې په بلوچستان پوهنتون کې ۸۴، د بیوټمز د علومو او ټېکنالوژۍ پوهنتون کې ۵۹، په لورالایي پوهنتون کې ۲۲ او د کویټې د سردار بهادر خان د ښځو پوهنتون کې ۳۶ ښځینه زده‌کړیالانې پر زده‌کړو بوختې دي.

د پاکستان فدرالي حکومت له لوري د افغانانو د اېستلو د پرېکړې پر بنسټ؛ ډېری افغان زده‌کړبالان چې د بلوچستان پوهنتونونو کې یې زده‌کړې کولې، اړ شول خپلې لوړې زده‌کړې پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.

د پوهنتونونو ادارو ټولو افغان زده‌کړیالانو ته امر کړی، چې د پاکستان له خاورې ووځي. خو د پوهنتونونو چارواکو ویلي، که افغان زده‌کړیالان د پاکستان قانوني ویزه ترلاسه کړي؛ نو کولای شي بېرته ور ستانه شي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

سربېره پر دې، د بلوچستان پوهنتونونو سږ کال افغان زده‌کړیالانو ته ځانګړې شوې سهمیې هم لغوه کړې دي. له پاکستان نه اېستل کېدونکو افغان کورنیو کې یو شمېر نجونې هم په افغانستان کې له لوړو زده‌کړو او همداراز له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو له زده‌کړو بې‌برخې کېږي. ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو مېرمنو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې. دغه سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې د دغه افغان مېرمنو او نجونو زده‌کړې او کار له محدودیتونو سره مخ کېږي.

اروپايي رسنۍ: جرمني د طالبانو استازو ته ډېپلوماټیک مصونیت ورکړی

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۰

«ده یورپین کنزروېټیف» په نوم یوې اروپايي رسنۍ لیکلي، چې جرمني د طالبانو پر وړاندې په پټه خوله خپل دریځ نرم کړی؛ خو په ښکاره لا هم افغان طالبان په رسمیت نه پېژني.

برلین په تېرو میاشتو کې نه‌ یوازې د طالبانو لارښوونې قانوني بللې دي؛ بلکې د دغې ډلې له‌خوا ټاکل شوي استازي یې هم په رسمي ډول د کونسلګرۍ د کارکوونکو په توګه منلي او هغوی ته یې ډېپلوماټیک مصونیت ورکړی دی.

د اکټوبر په درېیمه نېټه د طالبانو له‌خوا دوه نوي ټاکل شوي ډېپلوماټان د جرمني د بن ښار په افغان کونسلګرۍ کې پر دندو پیل وکړ. دا په داسې حال کې ده، چې د کونسلګرۍ پخوانی مشرتابه د طالبانو له بیعت کولو انکار وکړ او له‌ کابل نه ورته د ستنېدو امر وشو. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو غوښتنه ومنله او د پخواني جمهوري نظام د قونسل موده یې تمدید نه‌کړه.

د ۱۹۶۳ کال د ویانا کنوانسیون له مخې چې د کونسلګرۍ اړیکې تنظیموي، دا دوه نوي ټاکل شوي ډېپلوماټان اوس د کونسلګرۍ له مصونیت نه برخمن دي. یعنې د خپلو رسمي دندو له امله د قضایي څار نه معاف دي او یوازې که جدي جرم ترسره کړي؛ نو کېدای شي قانوني پوښتنې ورڅخه وشي.

د دوی له ډلې یو کس د «قونسل» په توګه رسمي ثبت شوی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې دا د طالبانو د قانوني رسمیت‌ پېژندنې معنا نه‌لري؛ خو په عمل کې دغه کس د کونسلګرۍ بشپړ واک په لاس کې اخیستی دی.

د کونسلګرۍ تر نیولو وروسته، طالبانو د مهمو او حساسو معلوماتو لکه د جلاوطنه افغانانو اسنادو او معلوماتو ته هم لاسرسی موندلی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت استدلال کړی، چې د نړۍوالو حقونو له مخې اړ و چې د پخواني استازي د ستنېدو غوښتنه ومني؛ ځکه برلین افغانستان د یوه خپلواک او قانوني دولت په توګه پېژني. خو هم‌مهاله یې ټینګار کړی، چې طالبان د افغانستان مشروع حکومت نه ګڼي.

طالبان او پاکستانی پلاوی نن د پخوانیو ژمنو‌ پر ارزونې او د څارنې پر ګډ مېکانیزم بحثونه کوي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۰ GMT+۰

نن د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او‌ پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو پیلېږي، چې د ډېپلوماټیکو سرچینو په باور په‌کې به دواړه لوري د پخوانیو ژمنو ارزونه وکړي او همدا راز به د څارنې پر ګډ مېکانیزم هم بحثونه وکړي.

دواړه پلاوي د چهارشنبې په ورځ د (لړم ۱۴مه) استانبول ته رسېدلي؛ څو په دوه ورځنیو خبرو کې برخه واخلي. د منځګړو هېوادونو له ډلې یو ډېپلوماټ پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته ویلي، دواړه لوري به په دې پړاو خبرو کې د پخوانیو ژمنو د پلي کېدو بهیر و ارزوي او هڅه به وکړي چې د تېرې اونۍ د هوکړې له مخې د څارنې او رېښتېنولۍ مېکانېزم وروستي جزییات روښانه کړي.

دغه ډېپلوماټ زیاته کړې، د استانبول د خبرو بنسټیزه موخه دا ده چې دواړه لوري د اوربند پر ژمنې پاتې شي او یو عملي چوکاټ رامنځته کړي؛ څو د هوکړې سرغړونکي بیا د تړون اړوند له حقوقي ننګونو سره مخ شي. د ده په وینا؛ د ترکیې او قطر منځګړي هڅه کوي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د باور فضا بېرته راژوندۍ کړي او پر ډیورنډ د شخړو له تکرار څخه مخنیوی وشي.

د خبرو اترو دغه ځنځیري لړۍ داسې مهال ترسره کېږي، چې د طالبانو او‌ پاکستاني پوځیانو ترمنځ تېره میاشت پر ډیورنډ کرښه درنې جګړې وشوې. تر دې نښتو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې او د قطر په ګډون د ترکیې په منځګړتوب یو نازک اوربند هم شوی دی.

په دې خبرو کې د طالب پلاوي مشري د دغې ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستان هغه بیا د «ای‌اېس‌ای» ‌مشر جنرال عاصم مالک کوي. پاکستاني پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت، د پوځ او استخباراتو ځینې نور لوړپوړي غړي هم شامل دي.

د طالبانو په پلاوي کې د دغه ډلې د کورنیو چارو مرستیال وزیر رحمت الله نجیب، د حقاني شبکې لوړپوړی غړی انس حقاني، په قطر کې د دوی سفیر سهیل شاهین، د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې قهار بلخي، د همدې وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او په انقره کې د طالبانو استازی هم شامل دی.

په تېر پړاو خبرو کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په ګډه اعلامیه کې ویلي و، چې «ټول لوري د اوربند پر دوام سلا شوي» او همدارنګه یې د «سولې د ساتلو او د هوکړې د سرغړونکو د مجازاتو لپاره د څارنې او رېښتېنولۍ مېکانېزم پر جوړښت اصولي هوکړه کړې.»

په هماغه اعلامیه کې دا هم راغلي و، چې «د دواړو هېوادونو لوړپوړي استازي د نومبر په ۶مه په استانبول کې سره راټولېږي؛ څو د هوکړو د عملي کولو په اړه خبرې وکړي.»

ډان خپل راپور کې لیکي، د پاکستاني لوري دریځ نه‌دی بدل شوی او بیا به هم دغه مذکراتو کې ټینګار وکړي چې د افغانستان خاوره باید د دوی خلاف د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

یو بل امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي، ویلي چې اسلام‌اباد له کابل نه «روښانه او د باور وړ تضمینونه» غواړي. په همدې حال کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ وویل: «هیله‌من یو، چې طالبان له عقل او تدبیره کار واخلي او په سیمه کې تل‌پاتې سوله ټینګه شي.»