نصیب خان: د افغانستان کرېکټ باید له سیاست څخه جلا وساتل شي

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان وايي، چې د افغانستان کرېکټ د سیاسې غچ اخېستنې ښکار شوی او باید له سیاسته جلا وساتل شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان وايي، چې د افغانستان کرېکټ د سیاسې غچ اخېستنې ښکار شوی او باید له سیاسته جلا وساتل شي.
نوموړي که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نهدي ورکړي؛ خو دا یې ویلي چې کرېکټ د ملتونو ترمنځ د وېش نه، بلکې د یووالي وسیله ده. هغه دغه څرګندونې د کرېکټ اسیایي شورا د مشرتابه په ناسته کې کړې دي.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، چې سیاسي لاس وهنې به یوازې د افغانستان نه؛ بلکې په اسیا کې هم کرېکټ له ننګونو سره مخ کړي.
د کرېکټ بورډ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نصیب خان د کرېکټ اسیايي شورا غړو هېوادونو ته په افغانستان کې د کرېکټ د لاسته راوړنو، شته ننګونو، موخو او راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د امریکا دفاع وزارت کې جنرالانو ته د وینا پر مهال ویلي:« له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل د شرم وړ خبره ده؛ خو اوس بېرته واک زموږ لاس ته راغلی، بیا به دغه ډول ناوړه سیاست تکرار نهشي.»
ټرمپ زیاته کړه:« موږ په افغانستان کې ډېر وحشتناک او ناکام سیاست غوره کړی و، زما په اند دغه ناکامه سیاست د دې لامل شو چې روسیه پر اوکراین برید وکړي.» هغه وایي، دغه کار د جوبایډن د حکومت پرمهال وشو؛ بایډن او د هغه ډله «نااهله» وه.
هغه وړاندې وایي:« ما له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وحشتناکه شېبه ولیدله، دا زموږ په تاریخ کې شرموونکې ورځ ده. خو اوس بېرته حکومت زموږ لاس ته راغلی او زه ډاډ ورکوم، چې بیا به دغه ناوړه سياست تکرار نهشي. موږ به د خپلو پوځیانو روحیه پياوړې کړو.»
ټرمپ په وار، وار د بایډن ادارې ته له دې امله ګوته نیولې، چې له افغانستان نه یې امریکایي ځواکونه په بیړه واېستل او خپل ځینې ماموریتونه یې نیمګړي پرېښودل؛ په تېره بیا له طالبانو سره تړون چې افغان ملت او په ځانګړې توګه افغان مېرمنې یې له لویو ستونزو سره مخ کړې.
کارپوهان وايي، چې له طالبانو سره د دوحې د تړون مسوده د ټرمپ د مخکېني حکومت پر مهال چمتو شوې وه؛ له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش خو تر هغه لا مخکې اعلان شوی و.
کارپوهان زیاتوي، هر څومره چې امریکایان له افغانستان نه د خپلو پوځیانو وتل د شرم وړ بولي؛ په هماغه اندازه طالبانو ته ځانونه فاتح او پياوړي ښکاري او داسې ښيي، چې ګواکې هغوی واک له امریکایانو سره د جوړجاړي له لارې نه؛ بلکې د زور له لارې ترلاسه کړی دی.
ځينې افغانان بیا د ټرمپ پر اداره نیوکه کوي، چې په افغانستان کې یې خپل وفادار ملګري طالبانو ته یوازې پرېښودل او په لوی لاس یې د بلا په خوله کې ورکړل چې دا خبره ډېری امریکايي سیاستوال هم کوي.

فرانسوۍ رسنۍ «مډیا پارت» لیکلي، چې د کندهار میرویس روغتون د ماشومانو په څانګه کې ډېره ګڼه ګوڼه ده. د دغه څانګې د مشر په وینا؛ د روغتیایي اسانتیاوو د کموالي له امله درې ماشومان په یوه کټ کې بستر دي او ډېری بستر شوي ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
د کندهار په میرویس روغتون کې د ماشومانو څانګې مشر هدایتالله حکیمي وايي، چې ډېری بستر شوي ماشومان له خوارځواکۍ ځورېږي؛ ځکه مېندو ته یې د بېوزلۍ له امله کافي خواړه نه رسېږي او دوی خپلو ماشومانو ته د شیدو ورکولو توان نهلري.
ښاغلي حکيمي ویلي، چې دغه روغتون یوازې ۱۷۹ بستره لري؛ حال دا چې هره ورځ تر ۳۰۰ ډېر ماشومان د درملنې لپاره مراجعه ورته کوي.
د نړۍوالو مرستو او په تېره بیا د امریکا د مرستو کمېدو له امله سلګونه روغتیایي مرکزونه تړل شوي او په فعاله مرکزونو کې روغتیايي کارکوونکي او درمل کم شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د افغانستان روغتیایي نظام د ړنګېدو په حال کې دی.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان د دفتر مشر ادوین سنیزا سالوادور په وینا؛ د دغه هېواد له څلورو تر پنځو زرو روغتیایي مرکزونو څخه یوازې ۱۰۶۸ یې د دوی او نورو مرستندویه ادارو لهخوا تمویلېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې؛ تر دې مهاله ۴۲۲ روغتیایي مرکزونه د مالي سرچینو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.
مرستندویه سازمانونه وايي، چې د بشري مرستو د سخت کمښت په پایله کې د مېلیونونه افغانانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ شوې او د بشري ناورین پېښېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د افغانستان او بنګلهدېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا پنجشنبه د (وږي ۱۰مه) د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ له وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي او راشدخان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې دي.
په لوبډلو کې هڅه شوې، چې د پخوانیو لوبغاړو سربېره ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم موکه ورکړل شي. د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ویلي، چې له بنګهدېش سره کېدونکې لوبلړۍ د نړۍوال جام لپاره د بشپړ چمتووالي برخه ده.
نوموړي ویلي، که څه هم افغان لوبډلې په اسیا جام کې د تمې خلاف ښې لوبې ونهکړې؛ خو هیله یې ښودلې چې په راتلونکې کې ښه وځلېږي. دغه سیالۍ به سبا په متحده عربي اماراتو کې پیل او د روانې اکټوبر میاشتې تر ۱۴مې نیټې به دوام وکړي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې؛ افغان لوبډله به د اکتوبر په ۲مه، ۳مه او ۵مه درې شل اوریزې او د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دې ټولنې نوي ځانګړي استازي ژیل برټران خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې، چې تمرکز به یې د افغانانو پر ملاتړ، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو دفاع او د سیمې پر ثبات وي.
دغې ټولنې د سې شنبې په ورځ په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ژیل برټران چې یو پخوانی ډیپلوماټ دی، د روان کال په سپټمبر میاشت کې یې خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې ده. د اعلامیې له مخې، د هغه اساسي دنده د «اصولمحوره تعامل» پرمخ وړل دي؛ هغه تعامل چې د اروپایي ټولنې د شورا د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو پرېکړو پر بنسټ ترتیب شوی دی. په دې کې د بشردوستانه مرستو همغږي، له تروریزم سره مبارزه او د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا شامله ده.
ژیل برټران په خپلو څرګندونو کې ویلي: «اروپایي ټولنه باید خپل اصولمحوره تعامل له افغانستان سره جاري وساتي، څو سیمهییز ثبات تضمین شي او د دې ټولنې ارزښتونه او ګټې خوندي پاتې شي. زما له مهمو لومړیتوبونو څخه به دا وي چې ډاډ ترلاسه کړم، چې اروپایي ټولنه د افغانانو قوي ملاتړی پاتې شي، په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو چې له بېساري محدودیتونو سره مخ دي».
په اعلامیه کې راغلي، چې برټران له افغانستان سره اوږده او پخوانۍ اړیکه لري. د هغه لومړنی بهرنی ماموریت په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د سیاسي برخې د رییس په توګه و. وروسته له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې په سوریه او له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ پورې بیا په کولمبیا کې د اروپايي ټولنې سفیر و.
د اروپایي ټولنې په وینا، ژیل برټران به د ځانګړي استازي تر څنګ د دغه ټولنې د بهرني عمل د خدمتونو په جوړښت کې د افغانستان او پاکستان د برخې مشري هم پر غاړه ولري.

د بښنې نړیوال سازمان پر انټرنېټ او مخابراتو د طالبانو بندیز زیانمنونکی ګام بللی او وايي، چې دغه ډله غواړي نړۍ په افغانستان کې د روانو سرغړونو له وضعیت نه بېخبره پاتې شي.
د دې ادارې د جنوبي اسیا سیمهییز مشرې، سمرتي سنګ، په یوه خبرپاڼه کې ویلي:
«په داسې حال کې چې افغانستان له څو اړخیزو بشري ناورینونو سره مخ دی او د نفوس نږدې نیمايي برخه یې زیانمنه شوې، د طالبانو د سرپرستې واکمنۍ لهخوا د انټرنېټ بندېدل یو بېپروا ګام دی چې د مرستو پر لېږد، روغتیایي خدمتونو او نورو اړتیاوو به ژور اغېز وکړي.»
هغې زیاته کړه: «اړیکې او د معلوماتو لاسرسی د بشري حقونو د خوندیتوب او ودې لپاره مهم وسایل دي، خو طالبان د معلوماتو په بهیر د خپل کلک کنټرول له لارې ډاډ ترلاسه کوي چې نړۍ د افغانستان د روانو سرغړونو له حاله بېخبره پاتې شي.»
سنګ پر دې ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو لپاره، چې له ابتدایه ښوونځي وروسته له زده کړو محرومې دي، انټرنېټ یوازینۍ د زدهکړې لار ده او د دې بندیز دوام نه شي توجیه کېدای.
هغې ویلي: «د انټرنېټ بشپړ بندېدل له نړیوالو بشري معیارونو ښکاره سرغړونه ده او طالبان باید ژر تر ژره د اړیکو عادي جریان بېرته راولي.»
طالبانو د ۲۰۲۵ د سپتمبر پر ۲۹مه د ټول هېواد په کچه انټرنېټي خدمات بند کړل او د «اخلاقي سرغړونو د مخنیوي» پلمه یې وړاندې کړه.
له دې پرېکړې سره د موبایل او فایبر دواړه خدمات تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي.
د انټرنېټ څارونکي سازمان «نیټبلاکس» د افغانستان په کچه د مخابراتي شبکو بشپړ سقوط تایید کړی او ویلي یې دي چې د بندیز پر لومړۍ ورځ د انټرنېټ فعالیت کچه تر ۱ سلنې کمه وه.
