• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان غواړي نړۍ په افغانستان کې له روانو سرغړونو بې‌خبره پاتې شي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان پر انټرنېټ او مخابراتو د طالبانو بندیز زیانمنونکی ګام بللی او وايي، چې دغه ډله غواړي نړۍ په افغانستان کې د روانو سرغړونو له وضعیت نه بې‌خبره پاتې شي.

د دې ادارې د جنوبي اسیا سیمه‌ییز مشرې، سمرتي سنګ، په یوه خبرپاڼه کې ویلي:
«په داسې حال کې چې افغانستان له څو اړخیزو بشري ناورینونو سره مخ دی او د نفوس نږدې نیمايي برخه یې زیانمنه شوې، د طالبانو د سرپرستې واکمنۍ له‌خوا د انټرنېټ بندېدل یو بې‌پروا ګام دی چې د مرستو پر لېږد، روغتیایي خدمتونو او نورو اړتیاوو به ژور اغېز وکړي.»

هغې زیاته کړه: «اړیکې او د معلوماتو لاسرسی د بشري حقونو د خوندیتوب او ودې لپاره مهم وسایل دي، خو طالبان د معلوماتو په بهیر د خپل کلک کنټرول له لارې ډاډ ترلاسه کوي چې نړۍ د افغانستان د روانو سرغړونو له حاله بې‌خبره پاتې شي.»

سنګ پر دې ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو لپاره، چې له ابتدایه ښوونځي وروسته له زده کړو محرومې دي، انټرنېټ یوازینۍ د زده‌کړې لار ده او د دې بندیز دوام نه شي توجیه کېدای.

هغې ویلي: «د انټرنېټ بشپړ بندېدل له نړیوالو بشري معیارونو ښکاره سرغړونه ده او طالبان باید ژر تر ژره د اړیکو عادي جریان بېرته راولي.»

طالبانو د ۲۰۲۵ د سپتمبر پر ۲۹مه د ټول هېواد په کچه انټرنېټي خدمات بند کړل او د «اخلاقي سرغړونو د مخنیوي» پلمه یې وړاندې کړه.

له دې پرېکړې سره د موبایل او فایبر دواړه خدمات تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي.

د انټرنېټ څارونکي سازمان «نیټ‌بلاکس» د افغانستان په کچه د مخابراتي شبکو بشپړ سقوط تایید کړی او ویلي یې دي چې د بندیز پر لومړۍ ورځ د انټرنېټ فعالیت کچه تر ۱ سلنې کمه وه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

افلاین افغانستان؛ د یو ملت د ۲۵ اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو سقوط

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

انټرنېټ د نننۍ نړۍ د وینې د رګونو په څېر دی. کله چې دا رګ پرې شي، ټولنیز ژوند، اقتصاد، زده‌کړې او ان رواني وضعیت په ټپه درېږي. افغانستان چې له وړاندې د جګړې، سیاسي ناورین او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د نوري فایبر پرې کېدو له امله د یوې نوې بحراني څپې شاهد دی.

په لومړي نظر کې انټرنېټ یوازې د اړیکو وسیله ښکاري، خو د بندېدو اغېزې یې خورا ژورې او څو اړخیزې دي. د رسنیو له چوپتیا نیولې تر نړۍوالې انزوا پورې، د ژوند هره برخه په مستقیم ډول ټکنۍ شوې ده.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر نېږدې څلرویشت ساعته کېږي چې په ټول افغانستان کې انټرنېټ بند دی او د تېرو نېږدې شلو کلونو د اړیکو وسیلې، کاري وسایل، معلوماتي اسباب او اقتصادي اړیکې په ټپه ولاړې دي؛ خو طالبانو په دې اړه تر اوسه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.

۱. رسنۍ – د چوپتیا ناورین

د خبریالۍ بنسټ د انټرنېټ پر سرعت ولاړ دی. کله چې دا لاره بنده شي، خبري ادارې نه شي کولای پر وخت راپور خپور کړي.

دا مهال په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلویزون څخه نیولې تر ټولو خصوصي رسنیو پورې ډیجیټلي خپرونې ځنډول شوي او معلوماتو ته پر وخت لاسرسی نه کېږي.

یو شمېر رسنۍ چې په بهر کې د خپرونو امکانات لري، په ابتدايي بڼه یې خپلې انټرنېټي خپرونې پیل کړي دي، خو خلک معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

۲. زده‌کړې – تړلې دروازې

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته ګڼو نجونو بهرنیو انلاین کورسونو او پوهنتونونو ته مخه کړې وه، چې د انټرنېټ له بندیز وروسته محصلین له نړۍوالو کورسونو او انلاین صنفونو بې‌برخې شول. د نجونو لپاره هغه یوازینۍ لاره چې د کور څخه به یې زده‌کړې کولې، په بشپړه توګه وتړل شوه.

دغې چارې زرګونه نجونې او هلکان د زده کړو له ځنډ سره مخ کړي دي.

۳. بورسونه – له راتلونکي بې‌برخې کېدل

ډېری افغان محصلین د بهرنیو بورسونو غوښتنلیکونه انلاین لېږي. د انټرنېټ بندېدل د هغوی د ژوند پلانونه له منځه وړي.

دا مهال هېڅ افغان زده کوونکی نه شي کولی، چې له خپل اړوند پوهنتون سره اړیکې ونیسي، د خپل سکالرشیپ په اړه پوښتنه وکړي او یا هم د پوهنتون پیغام تر لاسه کړي.

۴. اقتصاد – د سوداګرۍ سقوط

د افغانستان د ګمرکاتو سیستم د اسکوډا پر بنسټ تنظیمېده چې د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته په ټپه ودرېد. د افغانستان د سوداګرۍ خونې اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په بشپړ ډول پرې شوې دي.

ګڼ سوداګر په انفرادي ډول له خپلې سوداګرۍ او اموالو ناخبره دي. انلاین پلورنځي چې ورو - ورو رواجېدل، فلج شول.

د مالیې وزارت ډیجیټلي اړیکې له بانکونو او اړوند ګمرکاتو او مستوفیتونو سره په بشپړ ډول پرې شوي، چې دا چاره پراخ فساد ته زمینه برابروي.

100%

۵. بانکي خدمتونه – د پېسو د انتقال ځنډ

د انټرنېټ له بندیز سره انلاین بانکي تادیات او د موبایل بانکي خدمتونه بند شول. خلک د ساده حوالې لپاره هم حضوري بانکونو ته ځي، چې د اوږدو لیکو سبب ګرځي.

همدا راز له بهره په ویسټرن یونین او منيګرام د پېسو انتقال ستونزمن شوی دی.

۶. صرافان – له نړۍوال بازاره بې‌خبري

صرافان چې د اسعارو د تازه نرخونو لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري، په تیاره کې پاتې دي. دا د اسعارو په مصنوعي لوړوالي او ټیټوالي کې رول لري.

دا مهال د کابل د شهزاده سرای صرافان په وېره کې دي، ځکه له نړۍواله بازاره بې خبره دي او د اسعارو په اړه له معلوماتو پرته تبادله ښايي پانګې ته زیان ورسوي.

۷. کورنۍ اړیکې – د کورنۍ له غړو بې خبري

افغانستان له لسګونو کلونو را په دېخوا د پراخو کډوالیو شاهد دی او میلیونونه وګړي دا مهال له افغانستان څخه بهر دي، چې له خپلو کورنیو سره اړیکه نه شي نیولی.

دا چاره له رواني او اقتصادي اړخه زیان پېښوونکې ده. د کورنیو غړي نه شي کولی چې خپلو کورنیو ته پېسې ولېږي او یا هم د پېسو د لېږد معلومات ورکړي.

۸. روغتیا – د مرستندویه ادارو او ټېلې‌مدیسن سقوط

د افغانستان روغتیايي سیستم د نړۍوال روغتیايي پروګرام په مرسته تنظیمېږي او ۹۹ سلنه روغتونونه د موسساتو له خوا کنټرولېږي، چې د انټرنېټ په نه موجودیت کې د اړیکو، اداري خدماتو او معلوماتو د انتقال له خنډ سره مخ دي.

همداراز په وروستیو کې په افغانستان کې ټیلي میډیسن هم مخ پر ودې و، چې یو شمېر بهرنیو ډاکترانو به په افغانستان کې دننه د ټیلي میډیسن پروګرام له لارې د ناروغانو درملنه کوله؛ خو اوس ډاکتران نور نشي کولای چې په افغانستان کې ناروغانو ته انلاین مشورې ورکړي.

۹. بېړني خدمات – سست غبرګون

د ګڼو مرستندویه موسساتو له لوري د امبولانس خدمات ډیجیټل شوي وو او دې چارې د زیان پر وخت د چټک غبرګون سرعت زیات کړی و. دا مهال امبولانسونه او د اور وژنې خدمتونه د همغږۍ لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري. د انټرنېټ د بندېدو له امله ځنډ د خلکو د ژوند د ضایع کېدو لامل کېږي.

۱۰. بشري مرستې – بندې شوې لارې

د افغانستان نېږدې ۳۰ سلنه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ټول نړۍوال سازمانونه او مرستندویه ادارې خپلې چارې د انټرنېټ پر مټ سمبالوي، خو که انټرنېټ همدا ډول بند وي نو د بشري مرستو بهیر په ټپه درېږي.

دا مهال په افغانستان کې د ټولو بشري ادارو چارې په ټپه درېدلې دي، نړۍوال سازمانونه لکه د سرې میاشتې ټولنه یا یونېسف د پروژو همغږي نه شي کولی او د مرستو وېش ټکنی شوی.

۱۱. کرنه – له موسم او بازاره بې خبري

د افغانستان په کرنیزو برخو کې هم ګڼې موسسې او شرکتونه کار کوي، چې چارې یې ډیجیټل او پر انټرنېټ ولاړې دي. مسلکي اشخاص د هوا د حالاتو، بارانونو او کرنیزو بازارونو تازه خبرونه نه شي ترلاسه کولی.

۱۲. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي – بې کاري

په افغانستان کې سلګونو ځوانانو خپل ورځنی عاید له یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنیو څخه تر لاسه کاوه، چې د انټرنېټ له بندیز وروسته دغو ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

دې چارې نه یوازې په داخلي لیدونکو تاثیر کړی، بلکې له هېواده بهر افغانان هم نه شي کولی چې د افغان یوټیوبرانو نوي پروګرامونه پر یوټیوب یا نورو ټولینزو رسنیو وڅاري.

۱۳. معلومات – د علمي تبادلې بندېدل

د انټرنېټ له بندیز سره دا مهال په افغانستان دننه هېڅوک نه شي کولی چې نویو څېړنو، علمي بحثونو او په نړۍ کې له تازه علمي بدلونونو څخه خبر شي.

همداراز څېړنیزې چارې ټکنۍ شوې دي، ځکه چې څېړونکي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.

۱۴. ښوونیزې خپرونې – چوپ چاپېریال

وېبنارونه، انلاین کنفرانسونه، د نجونو د ښوونځي پر لیکه ویډیوګانې او د ښوونې پروګرامونه په بشپړ ډول درېدلي دي.

یو شمېر رسنیو د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته ځینې انلاین کورسونه جوړ کړل چې پېغلو او ځوانانو ترې ګټه پورته کوله، خو د انټرنېټ له بندیز سره دا چارې هم سقوط شوې.

۱۵. ټرانسپورټ – د اپلیکیشنونو سقوط

په افغانستان کې د ټېکسي انلاین خدمات او کورونو ته د توکو د لېږد پر لیکه بازار په ابتدايي بڼه تجربه کاوه، چې د انټرنېټ له بندیز سره دا چارې هم په ټپه ودرېدلې.

انلاین ټکسي خدمتونه لکه "راید" یا "هادي ټکسي" نور کار نه کوي. خلک بېرته د سړک پر سر اوږدو انتظارونو ته اړ دي.

۱۶. هوایي چلند – ټکټونه یوازې حضوري

په افغانستان کې د انټرنېټ له پراختیا سره خلکو کولی شول، چې په انلاین ډول د مسافرت ټېکټ واخلي او د پروازونو په تړاو معلومات تر لاسه کړي، خو د انټرنېټ له بندیز سره مسافر د انلاین ټېکټ اخیستو پر ځای باید حضوري د ټېکټ ایجنټانو ته مراجعه وکړي، خو د ټېکټ اجنټان هم انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، نو خلک مجبور دي چې یوازې د اریانا او کام ایر شرکتونو استازولیو ته مراجعه وکړي، چې له امله یې د ټېکټ اخیستو بهیر ستونزمن شوی دی.

۱۷. سفر – نړۍوالې الوتنې بې‌خبره

د کابل پر هوايي ډګر ګڼې نړۍوالې الوتنې لغوه شوي، خلک نه شي کولی چې له خپل بهرني سفر څخه بشپړ معلومات تر لاسه کړي، همداراز مسافر نه پوهېږي چې الوتنې ځنډېدلې دي او که نه.

د بهرنیو الوتکو ټېکټ اخیستو ته لاسرسي محدوده شوې ده او د بهرنیو الوتکو راتګ هم ځنډېدلی دی.

۱۸. استخدام – د انلاین دندو سقوط

په وروستیو کلونو کې ګڼو ځوانانو انلاین دندې پیل کړې وې، چې ځینو یې له بهرنیو موسساتو او ځینو له کورنیو شرکتونو سره کار کاوه، چې د انټرنېټ بندیز دا چاره هم په ټپه درولې ده او زرګونه ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

همدارنګه یو شمېر ځوانانو چې انلاین به یې دندې ته اپلای کوله، نور دا چانس نه لري.

۱۹. مرستندویه ټولنې – په راپور ورکونه کې ګډوډي

ګڼ مرستندویه سازمانونه خپلو نړۍوالو تمویلوونکو ته راپورونه نه شي لېږلی. د مرستو له بهیره څار سخت شوی. تصمیم نیونه او راپورو ورکونه هم د انټرنېټ پر مټ کېده چې دا وړتیا هم له لاسه وتلې ده.

۲۰. ډیپلوماتیکې اړیکې – پرې شوې لیکې

په افغانستان کې مېشت سفارتونه له خپلو مرکزونو سره انلاین اړیکه نه لري. همدارنګه یو شمېر سفارتونو لکه پاکستان د وېزې خدمات د انټرنېټ د نه موجودیت له امله په ټپه ودرول.

د طالبانو او هغو سفارتونو چې د دوی تر کنټرول لاندې دي اړیکې پرې شوې دي، دوی یوازې د ټلیفون له لارې کولی شي اړیکه وکړي چې مصارف یې لوړ او کیفیت یې کم دی.

۲۱. حقوقي او معلوماتي خدمات – بندې مشورې

د افغانستان هغه خلک چې په بهرنیو هېوادونو کې حقوقي او د کډوالۍ قضیه لري، نه شي کولی چې له خپلو اړونده ادارو او وکیلانو سره اړیکه وکړي.

همدارنګه هغه شرکتونه او موسسې چې له بهرنیو حقوقي ادارو سره کار کوي بې اړیکې شوې دي.

۲۲. تخنیکي سکټور – د ای ټي متخصصین بې کاره شول

په افغانستان کې ګڼ کورني او بهرني د IT شرکتونو فعالیت لاره چې دا مهال نشي کولای له خپلو نړۍوالو مشتریانو سره اړیکه وساتي.

دې چارې د ای ټي سکټور له سقوط سره مخ کړی او هېڅ ډول کاري ساحه یې پر مخ نه ده پاتې.

۲۳. رواني فشار – خپګان او یوازېتوب

د اړیکو پرې کېدل خلک په ژور خپګان کې اچوي. د بېلګې په توګه یوه مور چې له بهر مېشتي زوی سره خبرې نه شي کولی دا د اندېښنې او ژور خپګان ښکاره بېلګه ده.

همداراز د افغانستان خلک دا مهال داخلي اړیکې هم یوازې د موبایل له لارې تنظیمولی شي او نه شي کولی چې تصویري خبرې وکړي.

۲۴. نړۍوال حضور – خاموش افغانستان

افغانستان دا مهال د نړۍوالې ډیجیټلي نقشې څخه ورک شوی. هېڅ غږ او هېڅ خبر ترې په نړۍوال سټیج د راوتلو جوګه نه دی.

د افغانستان د خلکو پر اړتیا، لوږې او روان کړکېچ د نړۍ نور خلک نه شي خبرېدلی، چې له امله یې خلک به ګڼو ستونزو سره مخ کېدونکي دي.

۲۵. د خلکو ورځنی ژوند – له نړۍ سره شلېدلی اتصال

دا مهال په افعانستان کې د ژوند تر ټولو ابتدایي مسایل هم له ځنډ او خنډ سره مخ دي او د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو اړیکه له نړۍ سره شلېدلې ده.

دا چاره په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې لوی او نه جبرانېدونکی تاوان لري، چې له امله راپېښېدونکی زیان د ژورې اندېښنې وړ دی.

انټرنېټ یوازې یو تخنیکي خدمت نه دی، بلکې د ټولنې د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره بنسټیزه اړتیا ده. د دې پرې کېدل د افغانستان خلک له نړۍ جلا کړي او د هېواد پر راتلونکي یې توره پرده غوړولې ده.

کارپوهان ټینګار کوي، چې بدیلې لارې لکه د سټلايټ انټرنېټ (Starlink)، د سیمه‌ییزو راډیويي شبکو پراختیا او د نړۍوالو فشارونو راوړل باید د حل برخه وي، څو افغانستان د ډیجیټلي تیارو له دې اوږده شپې ووځي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت: د انټرنېټ پرې کول د طالبانو ډار او ناتواني ښيي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۰ GMT+۱

په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له‌ خوا په افغانستان کې د انټرنېټ بندېدل یو تصادفي ګام نه دی، بلکې د یوې داسې ډلې وېره او ناتواني ښيي چې هېواد یې د ښځو د حقونو د نقض او سیاسي ناپوهۍ له لارې له نړۍ منزوي کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه اقدام د بیان پرازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي پر حق او د افغانستان پر نړیوالو اړیکو ښکاره برید دی. طالبان هڅه کوي چې ټولنه تر کنټرول لاندې راولي او د خلکو د اعتراض غږونه چوپ کړي، خو په اصل کې دا پرېکړه ښيي چې دوی د ولسي قیام او د خلکو له بیدارۍ وېرېږي.»

سفارت زیاته کړې چې د اړیکو پرې کېدل خلک نه شي منزوي کولای، بلکې د مدني مقاومت او ولسي غبرګونونو د پیاوړتیا لامل به شي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «تاریخ ښودلې هېڅ ځواک د معلوماتو د دروازو په تړلو نه دی توانېدلی چې د ملتونو اراده او مبارزه چوپ کړي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو په ټول افغانستان کې انټرنېټي خدمات بند کړي او تراوسه یې په دې اړه هیڅ ډول وضاحت نه دی ور کړی.

محسن داوړ: پر انټرنېټ د طالبانو بندیز د ټولنې د بشپړ سقوط پر لور ګام دی

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۷ GMT+۱

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ویلې چې د طالبانو له لوري د انټرنېټ بندول یوازې یو محدودیت نه، بلکې د افغانستان د ټولنیزو جوړښتونو د ورانولو او د ملي هویت د له ‎منځه وړو هڅه ده. هغه دا ګام د سیمې لپاره د یوې ګواښونکې نښې په توګه یاد کړی.

محسن داوړ په خپل تازه ایکس پوسټ کې لیکلي: « پر انټرنېټ د طالبانو بندیز په افغانستان کې یوازې یو محدودیت نه دی؛ دا د ټولنې د بشپړ سقوط پر لور یو ګام دی.»

نوموړي زیاته کړې چې د ښځو پر کار، زده کړو، د کتابونو او نورو بندیزونو له لارې طالبان افغان هویت او عامه پوهه له مینځه وړي، او دا سیمه غواړي د نړېوالو شخړود لوبولوپه توګه وکاروي.

د داوړپه وینا، دغه اقدامات د ټولنې د بېسارې زیان او اوږدمهاله ستونزو لامل ګرځي.

محمود صیقل: د طالبانو د انټرنېټي بندیز له امله افغانستان «مطلق خاموش» شوی

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل پر انټرنېټ د طالبانو بندیز ته غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې دا پرېکړه د افغانانو ټولنیز، اقتصادي او نړیوال ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

محمود صیقل په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «افغانستان په مطلق سکوت کې ډوب شوی، طالبانو ویلي چې د انټرنېټ او تلیفونونو پرې کېدل به تر بل اعلان پورې دوام وکړي.»

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو دې اقدام د خلکو اړیکې له نړۍ سره په بشپړه توګه پرې کړې او پراخې اندېښنې یې رامنځته کړې دي.

یاده دې وي چې زیات شمېر افغان فعالانو په خپلو څرګندونو کې د طالبانو دغه پرېکړه «د بیان د ازادۍ او بنسټیزو انساني حقونو ښکاره نقض» بللی او ویلي یې دي چې دا چاره کولی شي د افغانستان په سیاسي او اقتصادي راتلونکي منفي اغېز وکړي.

فعالان وایي، د طالبانو دا ګام د ټولنیزو شبکو، سوداګریزو چارو، زده‌کړو او بشردوستانه مرستو د فلج کېدو پایلې لرلای شي.

افغان فعالانو له ایلن ماسک نه وغوښتل چې افغانستان ته سټارلېنک خدمات پیل کړي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۱

د افغانستان یو شمېر سیاسي او ټولنیزو فعالانو له ایلن ماسک څخه غوښتي چې د سټارلینک له لارې افغانستان ته انټرنېټ ور کړي. دوی وایي چې دا اقدام نه یوازې د بیان ازادي خوندي کوي، بلکې د طالبانو د سانسور پر وړاندې به د افغانانو غږ هم ژوندی وساتي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلیمانخېل ویلي چې « ټول ملت په لوی لاس چوپ کړل شوی، څو د ښځو غږ ورک شي او د بشري حقونو سرغړونې له خلکو پټې پاتې شي.»

هغې زیاته کړې چې سټارلینک یوازینۍ لاره ده چې د طالبانو د سانسور زنځیرونه مات کړي او افغانان له تورتمه وباسي.

د ښځو د حقونو فعالې زهرا کاظمي په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «طالبانو په لوی لاس افغانستان چوپ او منزوی کړی دی، دا یوازې تخنیکي محدودیت نه دی، بلکې د خلکو د غږ د چوپ کولو یوه محاسبه شوې هڅه ده».

هغه د سټارلېنک څښتن مخاطب کړی، « ښاغلی ماسک، تاسې د دې توان لرئ چې د سټارلینک له لارې دا دیوال مات کړئ او میلیونونه افغانان بېرته له نړۍ سره ونښلوئ.»

لیکوال حفیظ همیم بیا د انټرنېټ پرې کېدل د بنسټیزو بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې.

همیم په ایکس لیکلي دي: «له نړۍ سره د افغانانو د اړیکو پرې کېدل یوازې تخنیکي ستونزه نه ده، دا د اساسي حقونو ښکاره نقض دی، د انټرنېټ له بندېدو سره زده کوونکي له زده کړو پاتې کېږي، کاروبارونه فلج کېږي او د ټولنیزو اړیکو سلسله شلېږي، موږ له ایلن ماسک او سټارلینک غواړو چې ژر تر ژره اقدام وکړي، هره اړیکه حساب لري، افغانان د انټرنېټ د لاسرسي حق لري.»

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، فوزیه کوفي، بیا په ایکس پېغام کې ایلن ماسک مخاطب کړی او ټینګار یې کړی: «ایلن ماسک! هدا وخت دی چې خپله شتمني او ځواک د انسانیت لپاره وکاروئ، د افغانستان له خلکو سره د سټارلینک له لارې اړیکه ټینګه کړئ، افغانان د نړۍ له تر ټولو محرومو خلکو څخه دي، او ستاسو اقدام کولی شي د دوی غږ بېرته نړۍ ته ورسوي.»

دغو کسانو نړیوالو مشرانو ته هم پیغام ورکړی چې د طالبانو د سانسور پر وړاندې چوپ پاتې کېدل د افغانانو د بشپړې چوپتیا معنا لري.

طالبانو د خپلو داخلي پرېکړو پر بنسټ د ټول هېواد په کچه نوري فایبر او انټرنېټي خدمات بند کړي، چې له امله یې د میلیونونو افغانانو اقتصادي، سوداګریز، تعلیمي او ټولنیز ژوند له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.