• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني طالبان: په خېبر پښتونخوا کې مو د دوو امنيتي پوستو په نيولو سره شپږ سرتېري وژلي دي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۵ GMT+۱

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستاني وسله والو طالبانو په خېبر پښتونخوا صوبه کې دوه امنیتي پوستې نیولي دي.

د دې ډلې ویاند محمد خراساني د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) ادعا وکړه، چې د دغه برید په پایله کې شپږ دولتي سرتېري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ دغه دوه پوستې د افغانستان پولې ته څېرمه په "جنجریت غره" سیمه کې موقعیت لري.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) ویاند ویلي دي، چې د دغې ډلې وسله والو په دغو دوو پوستو کې د امنیتي ځواکونو پوځي تجهیزات هم نیولي دي.

تر اوسه د پاکستان امنیتي چارواکو د تحریک طالبان د دغې ادعا په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د تېر کال له مني راهیسې کله چې تحریک طالبان پاکستان د دغه هېواد له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه، د یادې ډلې بریدونه ډېر شوي دي.

بل خوا د پاکستان په شمالي وزیرستان کې امنیتي سرچینو د پولې د اغزن تار د پرې کولو په مهال د تحریک طالبان پاکستان د څلورو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۴

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۵

د فاتح په اړه پر تمثیلي ډرامې پښېماني؛طالبانو له خلکو او خپلو دري ژبو جنګیالیو بښنه وغوښته