• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۵ GMT+۱

د جرمني رسنۍ«ډویچه وېله» په یوه تحلیلي راپور کې راغلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د سرحدي نښتو، هوايي بریدونو او د وسله‌والو ډلو د ملاتړ په اړه د متقابلو تورونو له امله مخ پر خرابېدو دي او دا کړکېچ د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د یوې پراخې سیاسي او امنیتي شخړې بڼه خپلوي.

راپور د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو یادونه کوي او وایي چې اسلام‌اباد ادعا کوي په افغانستان کې یې ۲۲ وسله‌وال وژلي او د وسلو او مهماتو زېرمې یې له منځه وړي، خو د طالبانو حکومت وایي په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له نهو تر لسو ملکي وګړي وژل شوي دي.
د راپور له مخې، وروستی کړکېچ د سپټمبر په ۱۸مه د خیبر پښتونخوا د کوهاټ پر یوه پولیس مرکز له خونړي برید وروسته بیا زور واخیست. په دغه برید کې ۳۱ کسان ووژل شول او له سلو ډېر نور ټپیان شول. د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) یوې ډلې د برید مسوولیت منلی و.
اسلام‌اباد له هغې وروسته یو ځل بیا طالبان تورن کړل چې د ټي‌ټي‌پي جنګیالیو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې، خو طالبانو دا تورونه رد کړل او ټي‌ټي‌پي یې د پاکستان کورنۍ ستونره وبلله
راپور لیکي چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان له طالبانو جلا ډله ده، خو له هغوی سره ژورې فکري، تاریخي او شخصي اړیکې لري.
د راپور له مخې، د ټي‌ټي‌پي ډېری جنګیالي د امریکا او ناټو پر ضد د طالبانو ترڅنګ جنګېدلي وو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې ډلې په افغانستان کې لا ډېر نفوذ او فعالیت موندلی دی.
د شخړو د مطالعاتو د بون نړیوال مرکز مشر کونراد شیټر ویلي، د دواړو ډلو ترمنځ اړیکې دومره ژورې دي چې د طالبانو لپاره له ټي‌ټي‌پي څخه بشپړ واټن اخیستل اسانه نه دي.
خو د راپور په وینا، دا اړیکې په دې معنا نه دي چې طالبان د ټي‌ټي‌پي پر فعالیتونو بشپړ کنټرول لري.
د افغانستان د شنونکو شبکې شریک مشر توماس روټیګ ویلي: «طالبان نه غواړي د اسلام‌اباد امرونه ومني او چمتو نه دي چې بهرني لوري د دوی په چارو کې مداخله وکړي.»

راپور زیاتوي، د ټي‌ټي‌پي ترڅنګ د ډیورنډ کرښې لانجه هم د دواړو هېوادونو د اختلاف یوه مهمه سرچینه ده.
د راپور په وینا، د ۱۸۹۳ کې کال دا پښتون میشتې سیمې په دوو برخو وېشل شوې او له همدې امله د جغرافیایي تر څنګ قومي او هویتي اړخ هم لري.

کونراد شیټر ویلي چې قومي او ملتپال عوامل د دې شخړې په ژورتیا کې مهم رول لري او لا هم ګڼ پښتانه د ډیورنډ کرښه نه مني.

همدا راز راپور لیکی ، پاکستان یو وخت افغانستان د هند پر وړاندې د خپلې «ستراتېژیکې ژورتیا» برخه بلله، خو اوس یې په زیاتېدونکي ډول د امنیتي ستونزې په توګه ارزوي.

راپور د «چتم هاوس» د یوې شننې له قوله لیکي چې هند له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې او دا وضعیت د اسلام‌اباد پخوانۍ محاسبه بدله کړې ده.

راپور وایي، پاکستان لا هم پر افغانستان د فشار مهمې وسیلې لري.
افغانستان، چې سمندر ته مستقیمه لار نه لري، د خپل تجارت او ترانزیټ یوه مهمه برخه د پاکستان له لارې ترسره کوي.

د راپور له مخې، اسلام‌اباد د سرحدونو تړل، د سوداګرۍ محدودول او د افغان کډوالو ایستل د فشار د وسیلو په توګه کارولي دي.

پاکستان له طالبانو سره د ټي‌ټي‌پي په اړه څو ځله خبرې کړې او د اوربندونو هوکړې هم شوې، خو راپور وایي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو د مخنیوي اساسي ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

بلخوا راپور لیکي چې شخړه اوس یوازې د ټي‌ټي‌پي موضوع نه ده بلکې ، طالبانو په وروستیو کې پاکستان تورن کړی چې د دوی له وسله‌والو مخالفانو ملاتړ کوي او ادعا یې کړې چې د نورستان په نښتو کې یو شمېر مخالف جنګیالي له پاکستانه افغانستان ته اوښتي وو.
اسلام‌اباد دا تورونه رد کړي دي.

خو توماس روټیګ ویلي، پاکستان په تېرو لسیزو کې د افغانستان په دننه کې له بېلابېلو وسله‌والو ډلو ملاتړ کړی او اوس داسې ښکاري چې د طالبانو د ځینو مخالفو ډلو لپاره هم ملاتړ موجود دی.

راپور د «چتم هاوس» له قوله وایي چې وروستي پرمختګونه د پخوانیو سرحدي نښتو په پرتله د پام وړ خطرناک دي او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیم تقابل ته لاره هواره کړي.

خو توماس روټیګ باور لري چې د خبرو اترو له لارې د کړکېچ د مهار امکان شته.
هغه ویلي، که دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته کښېني او نړیوال منځګړیتوب موجود وي، د تاوتریخوالي د کمولو او د دواړو غاړو د ملکي وګړو د خوندیتوب لارې موندل کېدای شي.

راپور ټینګار کوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید یوازې د امنیتي او پوځي لیدلوري له مخې تعریف نه شي، بلکې د اقتصادي همکارۍ، سیمه‌ییز اتصال او متقابلې ګټې پر بنسټ د باور د رامنځته کولو هڅو ته هم اړتیا لري.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

•
•
•

نور خبرونه

د طالبانو سفیر: د افغان سوداګرو لپاره د روسیې ویزو ته د لاسرسي پر اسانتیا کار کوو

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن وايي، کابل او مسکو د افغان سوداګرو لپاره د روسیې ویزو ته د لاسرسي د اسانتیا او په روسیه کې د افغان محصولاتو د بازار د پراخولو پر لارو چارو کار کوي.

مولوي ګل حسن دغه څرګندونې د روسیې په ستاوروپول سیمه کې د «شمالي قفقاز؛ د خبرو اترو، دودونو او پرمختګ لپاره فضا» په نهم نړیوال فورم کې کړې دي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه فورم کې د افغانستان په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو استازو، د روسیې سیمه‌ییزو او فدرالي چارواکو، ډېپلوماټانو، سوداګرو، څېړونکو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړی و. د فورم اصلي بحثونه د نړیوالې او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ، کلتوري او بشري اړیکو او د شمالي قفقاز د اقتصادي او سیاحتي ظرفیتونو پر پراختیا راڅرخېدل.

د افغانستان سفیر په خپله وینا کې ویلي چې د افغان سوداګرو لپاره د روسیې ویزو ته د لاسرسي د اسانتیا لپاره کار روان دی او د افغان محصولاتو لپاره د روسیې د بازار د موندلو، پراخولو او پیاوړتیا هڅې هم کېږي.

نوموړي ویلي، «شمالي قفقاز کولای شي د روسیې مصرفوونکو ته د افغانستان د توکو او محصولاتو د لا پراخ لاسرسي زمینه برابره کړي.»

مولوي ګل حسن د افغانستان او سیمې ترمنځ د متقابل درناوي، خبرو اترو، اقتصادي همکاریو او ګډ پرمختګ پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې، نوموړي د فورم په څنډه کې د ستاوروپول سیمې د اقتصادي پراختیا له وزیر انتون بوریسوویچ دورونین سره هم کتلي او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان سفیر له یو شمېر افغان سوداګرو او په روسیه کې د افغان ټولنې له مشرانو سره هم لیدلي، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلي او د ستونزو د حل او همکارۍ لپاره یې د سفارت د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

روسي رسنیو د فورم د لومړۍ ورځې په راپورونو کې ویلي چې د افغانستان، کینیا، روانډا، موزمبیق، سیرا لیون او لیبیا سفیرانو په ګډون د ګڼو هېوادونو ډېپلوماټانو په غونډه کې ګډون کړی و. د فورم تنظیموونکو ویلي چې موخه یې د نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا، د بشري اړیکو پیاوړتیا او د شمالي قفقاز د کلتوري تنوع او دوامدار پرمختګ لپاره د نړیوالو اړیکو پراخول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ، د افغان کارګرانو د جذب موضوع هم له مسکو سره د کابل د بحثونو یوه برخه ده. د «انټرفاکس» د سپټمبر د ۲۳مې د راپور له مخې، د روسیې د ولسمشر د افغانستان په چارو کې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغان کاري ځواک د جذب په اړه خبرې لا تر اوسه عملي پړاو ته نه دي رسېدلې. مولوي ګل حسن هم ویلي چې د افغان کارګرانو د روسیې ته د تګ کره نېټه لا نه ده معلومه، خو د دې بهیر د ژر عملي کېدو هڅې روانې دي.

امریکا وايي دوه ایراني ډیپلوماتان یې له دغه هېواد نه ایستلي دي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۲۴ GMT+۱
100%

اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ایران د پلاوي دوه غړي، له امریکا څخه د سمدستي وتلو د واشنګټن له امر سره د نه سمون له امله، له دغه هېواده ایستل شوي دي؛ دا اقدام د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو له ناکامېدو وروسته شوی دی.

نوموړي امریکايي چارواکي شنبه(د تلې۱۲مه) ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره دوشنبه(د تلې۶مه) په ملګرو ملتونو کې د ایران د حکومت استازولۍ ته خبر ورکړی و چې د ایران د پلاوي ټول غړي باید سمدستي امریکا پرېږدي؛ خو دوه ایراني ډیپلوماتان لا هم په نیویارک کې پاتې وو.

د هغه په وینا، امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ(د تلې۱۰مه) د ایران استازولۍ ته خبر ورکړی چې دوی په نیویارک کې د دغو دوو کسانو له پاتې کېدو خبر دي او یو ځل بیا یې د هغوی د سمدستي وتلو غوښتنه کړې وه. د دغو ډیپلوماتانو یوه یې د جمعې په شپه او بل یې د شنبې سهار امریکا پريښې ده.

دغه چارواکي ویلي: «د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د خپلو پرېکړو په عملي کولو کې جدي دی. څرګنده شوه چې د ایران د پلاوي دوه نور غړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له پای ته رسېدو وروسته هم د اوږدې مودې لپاره په نیویارک کې پاتې وو. هغوی اوس له هېواده ایستل شوي دي.»

اکسیوس تر دې وړاندې د یوه امریکايي چارواکي او یوې بلې سرچینې په حواله راپور ورکړی و چې روبیو دوشنبه (د تلې ۶مه) له ایران سره د خبرو له کړکیچ وروسته، د دغه هېواد د پلاوي د سمدستي وتلو غوښتنه کړې وه. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره له دغه پلاوي سره نیویارک ته تللی و.

د دغه راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولۍ د دوشنبې په ماښام د روبیو په امر، د عراقچي په مشرۍ د ایراني پلاوي د سمدستي وتلو غوښتنه د ایران د حکومت استازولۍ ته ورسوله. ایراني پلاوي څو ساعته وروسته هوايي ډګر ته ولاړ او سه‌شنبې د سهار په ۱:۲۰ بجو یې له نیویارک څخه دوحې ته الوتنه وکړه. خو د اکسیوس دویمې سرچینې، په داسې حال کې چې د امریکا د غوښتنې پخلی یې کړی، ویلي چې عراقچي له وړاندې پلان درلود چې د دوشنبې په شپه تهران ته د بېرته ستنېدو سفر پیل کړي. له بلې خوا، ایراني رسنیو ویلي وو چې هغه به تر چهارشنبې په نیویارک کې پاتې شي.

د اکسیوس د معلوماتو له مخې، سپینې ماڼۍ د دوشنبې سهار هیله لرله چې د ورځې په اوږدو کې به په خبرو کې پرمختګ وشي؛ خو د ماسپښین تر ناوخته څرګنده شوه چې خبرې له کړکیچ سره مخ شوې دي. د ایراني پلاوي د وتلو امر هماغه شپه صادر شو.

اکسیوس راپور ورکړی و چې د منځګړیتوب لپاره د قطر هڅو د پام وړ پرمختګ نه درلود، ځکه هېڅ لوري هم له خپلو دریځونو څخه د شاتګ لپاره چمتووالی نه ښوده. خو سیمه‌ییزو سرچینو دې رسنۍ ته ویلي چې قطري منځګړي لا هم له تهران او واشنګټن سره د خپل وړاندیز په اړه خبرې کوي، څو یوې هوکړې ته د رسېدو زمینه برابره شي.

اکسیوس د دوو ایراني ډیپلوماتانو ایستل د تهران او واشنګټن ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ تازه نښه بللې ده؛ په داسې حال کې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډېپلوماټیکې هڅې له ستونزو سره مخ شوې او د شخړو د بیا پیل احتمال زیات شوی دی.

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د کراچۍ الرشید مدرسې مشر مفتي عبدالرحیم په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي، پاکستاني پوځ د حرمین شریفین ساتنه کړې او د نړۍ یوازینی اټومي هېواد دی چې پر وړاندې یې هر ډول جګړه له اسلام سره دښمني ده. هغه ادعا کړې، چې هند د پاکستان پر ضد افغان طالبانو ته د اسراییل ټکنالوژي ورکوي.

نوموړي په دغې مرکه کې چې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) خپره شوې ادعا کړې، چې پر کابل واکمن افغان طالبانو کې هم په پراخه کچه د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» ډېر شمېر غړي شته او له پراخ ملاتړ څخه هم برخمن دي. دغه پاکستاني دیني عالم زیاته کړې، چې د افغان طالبانو دیني عالمان په خپلو ویناوو کې د پاکستان پوځ «مرتد» بولي.

مفتي عبدالرحیم وویل: «د افغان طالبانو عالمان د پاکستان پوځ طاغوت ګڼي،‌ پر وړاندې یې جګړه جهاد بولي او ان زموږ پوځیان مرتد بولي».

نوموړي همدا راز پر افغان خاوره د پاکستان د هوایي بریدونو ملاتړ وکړ او دا یې د پاکستان «مشروع حق» وباله.

دغه پاکستاني ملا ادعا کړې: «هند افغان طالبانو ته ښکاره پیسې ورکوي، اسراییل ورته ټکنالوژي ورکوي او پاکستان کې د بریدونو تر شا هم د هند لوی لاس دی».

د مفتي عبدالرحیم په خبره، افغانستان کرار کرار د کورنیو جګړو پر لور روان دی او د افغانستان په شمال کې د طالبانو خلاف حساسیتونه مخ په پراخېدو دي. هغه زیاتوي، چې پخواني افغان مجاهدین اوس عملا د طالبانو خلاف جګړې ته چمتووالی نیسي او د طالبانو په دا ځل واکمنۍ کې هم د افغانستان شمالي ولایتونه د طالبانو لپاره په لوی سرخوږي بدلېدونکي دي.

هغه ادعا کوي: «شمال کې د طالبانو خلاف د خلکو زړونو کې سخته غوسه پرته ده. د شمال په لسو ولایتونو کې به د طالبانو لپاره د خپلې واکمنۍ ټینګول ډېر سخت وي او اوس چې پخواني مجاهدین یقیني شوي چې پاکستان د طالبانو شاته نه‌دی، نو طالبانو ته دا وضعیت لوی مشکلات جوړولی شي».

دغه پاکستاني دیني عالم پر طالبانو غږ کړی، چې پر خپلو تګلارو دې له سره غور وکړي او د ټي‌ټي‌پي له ملاتړ څخه دې لاس واخلي او زیاته کړې یې ده: «د هند، امریکا او اسراییل د خوشحالولو لپاره د‌ پاکستان پر ضد هڅې مه کوئ، دا کار به تر پاکستان هم تاسو ته ډېر تاواني کار وي».

له تېر یو نیم کال راهیسې د پاکستان او پر کابل د واکمنو افغان طالبانو ترمنځ سخت سیاسي او جنګي کړکېچ روان دی. اسلام‌اباد تور پورې کوي، چې افغان طالبانو تر خپل کنټرول لاندې خاوره کې د دوی ضد وسله‌والو ډلو «ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو طالبانو په وار وار دغه ادعاوې رد کړي او نا امني یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

طالبانو همداراز ډاډ ورکړی، چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنه‌کړي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه مشورتي غونډه کې د پاکستان د پلاوي مشري وکړي. ټاکل شوې چې دا غونډه د اکتوبر په ۵مه په مسکو کې ترسره شي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابولوف، ویلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا کمول به د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۲مه ویلي چې د مشورتي غونډې ګډونوال به د سیمه‌ییزو هېوادونو او افغانستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ پر زیاتولو تمرکز وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بېلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه دې غونډې ته بلل شوي دي.

په اسلام‌اباد کې حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې پاکستاني پلاوی د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۳مه، مسکو ته روان شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به هم د غونډې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته سفر وکړي. افغانستان اوس په رسمي توګه د مسکو فارمټ غړی دی.

پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې محمد صادق به د روسیې، چین، ایران، ازبکستان او تاجکستان له ځانګړو استازو سره دوه‌اړخیزې خبرې وکړي.

د پاکستان د ځانګړي استازي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د مسکو غونډې په څنډه کې د احتمالي دوه‌اړخیزې ناستې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، یوې پاکستانۍ سرچینې ویلي: «داسې کومه لیدنه د پاکستاني پلاوي په پروګرام کې شامله نه ده.»

د طالبانو یوې سرچینې ویلي: «زموږ له خوا د ملاقات کومه غوښتنه نه ده شوې.»

د پاکستان ځانګړي استازي روانه اوونۍ په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې پر طالبانو سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په افغان خاوره کې د وسله‌والو ډلو موجودیت له پامه نه شي غورځول کېدای.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ دوه‌اړخیزې خبرې د تېر کال له اکتوبر راهیسې درېدلې دي او دا مهال د دواړو لورو ترمنځ «سفارتي جمود» حاکم دی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړو د مسکو فارمټ د ډېرو غړو هېوادونو اندېښنې هم راپارولې دي.

روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابولوف، له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مخ پر زیاتېدونکې شخړه به د مسکو فارمټ په غونډه کې یوه مهمه موضوع وي.

کابولوف له «ایزویستیا» ورځپاڼې سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې: «روسیه به خوشاله شي که وکولی شي پاکستان او طالبان دې ته وهڅوي چې یوه معقول جوړجاړي ته ورسېږي.»

چین د روان کال په اپرېل کې د ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې او شخړو د هواري په موخه د خبرو کوربتوب کړی و، خو د دغو خبرو پایلې نه دي ورکړې.

په پاکستاني پلاوي کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او ترکیې د څانګې عمومي رییس نعیم اقبال چیمه، په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني او په مسکو کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي شامل دي.

راپور: د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته جګړه کمه، خو بېوزلي زیاته ده

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۱
100%

د روسیې «مېدوزه» رسنۍ په یوه تفصیلي راپور کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته په افغانستان کې جګړه تر ډېره پای ته رسېدلې او امنیت ښه شوی، خو بېوزلي، بې‌کاري، د ښځو پر حقونو محدودیتونه او نړیواله انزوا لا هم د هېواد له مهمو ستونزو څخه دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې پراخ امنیتي بدلونونه راغلي دي. هغه لارې چې پخوا د جګړو، کمینونو او تښتونو شاهدې وې، اوس تر ډېره خوندي شوې دي او د هېواد په ډېرو سیمو کې د تګ راتګ امنیت ښه شوی دی.

راپور لیکي چې افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د ترهګرۍ د نړیوال شاخص له مخې د نړۍ په ۱۱م ځای کې راغلی او دا لومړی ځل دی چې هېواد د دغه شاخص له لسو تر ټولو خطرناکو هېوادونو بهر شوی دی.

د راپور له مخې، داعش خراسان لا هم د طالبانو مهم مخالف امنیتي ګواښ بلل کېږي او د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې شاوخوا دوه زره جنګیالي لري.

راپور وایي چې د طالبانو حکومت ټول شموله نه دی او د نورو قومونو استازي شکایت کوي چې مساوي سیاسي او اداري فرصتونه نه لري.

په راپور کې راغلي، طالبان استدلال کوي چې حکومت باید د هغو کسانو په لاس کې وي چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ یې د بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړه کړې ده.

همداراز راپور لیکي ،چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کښت او د نشه‌یي توکو د سوداګرۍ د بندولو فرمان صادر کړ.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د کوکنارو کرونده شاوخوا ۹۵ سلنه راکمه شوې ده، خو د راپور په وینا، د دې پرېکړې له امله شاوخوا پنځه میلیونه افغانان خپلې عایداتي سرچینو له لاسه ورکړي دي.

د راپور له مخې، طالبان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د دغو خلکو لپاره مناسب بدیل اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

راپور وايي، له ۹۰ سلنې ډېر افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او له ۷۰ سلنې ډېر وګړي په بشري مرستو متکي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د افغانانو اوسط میاشتنی عاید شاوخوا ۱۰۰ ډالره دی، په داسې حال کې چې د ژوند لګښتونه مخ په لوړېدو دي.

راپور همداراز یادونه کوي چې په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه له پنځو میلیونو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې دې چارې اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي دي.

همداراز راپور د ښځو په اړه لیکي، چې د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو جنجالي اړخ د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه دي.

نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي او پوهنتونونو ته د تګ اجازه هم نه لري.

ښځې د دولتي ادارو، ډېری نادولتي موسسو او د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو له دندو هم ایستل شوې دي.

راپور وايي، د ۲۰۲۶ کال د دولتي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې ۱۲۰ زره کسانو برخه اخیستې وه، خو یوه ښځه هم پکې نه وه.

یوه ۲۴ کلنه افغانه، چې د طبي زده‌کړو د بشپړولو فرصت یې له لاسه ورکړی، مېدوزه ته ویلي چې د پوهنتونونو تر تړل کېدو وروسته له ژورې رواني ستونزې سره مخ شوې وه او اوس د جامو په ګنډلو د خپلې کورنۍ د لګښتونو یوه برخه برابروي.

راپور لیکي چې کندهار د طالبانو د سخت‌دریځه مشرتابه اصلي مرکز دی، خو کابل تر هغه ډېر متفاوت او نسبتا ازاد چاپېریال لري.

د راپور د مشاهداتو له مخې، په کابل کې لا هم عصري سوداګریز مرکزونه، کافې او ورزشي کلبونه فعال دي او ګڼې ښځې پرته له مخ پټولو ګرځي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو نوی نسل د ۱۹۹۰مو کلونو د طالبانو په پرتله له ټکنالوژۍ او ټولنیزو رسنیو سره ډېر بلد دی.

راپور لیکي چې د طالبانو اوسني غړي فېسبوک او انسټاګرام کاروي، سیلفي اخلي، د کرکټ سیالۍ ګوري او له عصري ټکنالوژۍ ګټه اخلي.

د راپور له مخې، کله چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د «غیراخلاقي محتوا» د مخنیوي په نوم د انټرنېټ د بندولو امر وکړ، د کابل یو شمېر طالب چارواکو ورسره مخالفت وکړ او خدمات له درېیو ورځو وروسته بېرته فعال شول.

راپور همداراز یادونه کوي چې ملا هبت‌الله په ۲۰۲۶ کال کې دولتي کارکوونکي د سمارټ فونونو له کارولو منع کړل، خو د میدوزه د مشاهداتو له مخې ډېری دولتي چارواکي لا هم سمارټ فونونه کاروي.

مېدوزه لیکي چې په کابل کې د یو شمېر کافو او عادي رستورانتونو پر تلویزیونونو د افغانستان انټرنیشنل شبکې خپرونې هم ښودل کېږي.

راپور د طالبانو دننه اختلافات په اړه لیکلي چې ځینو لوړپوړو طالب چارواکو، لکه د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، د نجونو د زده‌کړو د بندیز په اړه اختلاف څرګند کړی و.د راپور په وینا، د طالبانو مشرتابه د دغو غوښتنو منلو ته چمتو نه شو.

همداراز د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مېدوزه ته ویلي چې روسیه د افغانستان لپاره مهم اقتصادي او سیمه‌ییز شریک دی.

هغه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د مسکو مهم اقدام بللی او ویلي یې دي چې دا ګام نورو هېوادونو ته هم بېلګه وړاندې کوي.