• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

معترضې مېرمنې:که د تمنا زریاب پریاني غوښتنې ونه منل شي، موږ به هم د نه خوړو اعتصاب پيل کړو

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۵ GMT+۱

په اسلام اباد کې یو شمېر افغانو معترضو مېرمنو خبرداری ورکړی، که ملګري ملتونه د تمنا زریاب پریاني انساني غوښتنو ته پام ونه کړي، دوی به هم د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړي.

تمنا په جرمني کې د نه خوړو په اعتصاب سره هڅه کوي، چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژندل شي.

د افغانو ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو په اعتراض کې د تمنا پریاني د نه خوړو اعتصاب اوومې ورځې ته وغځېد.


په پاکستان کې د بشري حقونو د فعالانو یوې ډلې او د افغان ښځو د معترض غورځنګ غړیو د چهارشنبې په ورځ د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره له ملګرو ملتونو ‌وغوښتل، چې د تمنا او د هغې د نورو "ملګرو" غوښتنو ته پام وکړي، چې د نه خوړو په اعتصاب بوختې دي.

دوی وایي، که دغه معترضې مېرمنې له هرې ستونزې سره مخ شي، نو نړۍواله ټولنه، ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او د امريکا او طالبانو په ګډون د نړۍ ټول هېوادونه به يې مسوول وي.

دغو مېرمنو د نړۍ د حکومتونو له‌خوا په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په رسمیت پېژندنې لپاره د اغلې پریاني له غوښتنې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او له هغې سره یې د هغو کسانو د همغږۍ غوښتنه وکړه، چې عدالت غواړي.

دغو معترضو مېرمنو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو پراخې سرغړونې او په ځانګړې توګه پر افغان ښځو د سختو بندیزونو لګولو ته په اشارې سره، له دغې ډلې سره د مالي مرستو د بندولو، د دې ډلې د چارواکو پر سفرونو د بندیزونو او له شرط پرته د سیاسي، او بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

دغو ښځو د افغانستان خلکو ته بلنه ورکړه چې د وژونکې چوپتیا پر ځای دې واټونو ته راووځي او د ښځو د مبارزې ملاتړ دې وکړي.

ډېر لیدل شوي

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟
۱
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۲

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟