د ملا صاحب سرای د کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ ترمنځ پروت دی. د سیمې د امنیتي وضعیت له امله عامو خلکو او عادي طالب جنګیالیو ته د دې مرکز پر لور تګ محدود بلل کېږي او د سیمې شاوخوا امنیتي تدابیر سخت دي.
ملا صاحب سرای د افغانستان د وروستیو څو لسیزو د جګړو د تاریخ له مهمو ځایونو ګڼل کېږي.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو کلونو کې دغه سیمه د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر استوګنځي و او وروسته د «ملا صاحب سرای» په نوم مشهوره شوه.
له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکايي ځواکونو پر دغه سرای «کمپ ګیکو» نوم کېښود. وروسته یې رسمي نوم فایربېس ماهولیک شو. دا نوم د امریکايي پوځ د یوه وژل شوي سرتېري ماسټر سارجنټ توماس ماهولیک په نامه نومول شوی و. له دغه کمپ نه په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د صفر درې قطعې د عملیاتو ملاتړ کېده.
پخوانیو چارواکو او د دغې قطعې ځینو غړو په تېرو کلونو کې ویلي وو چې په دغه مرکز کې د امریکايي ځواکونو استخباراتي حضور هم و.
د پخوانۍ ۰۳ قطعې ځینې افسران وايي، په دغه مرکز کې پټ او خوندي تاسیسات موجود وو او ځانګړو ځواکونو له همدې ځایه د پوځي عملیاتو او روزنې لپاره کار اخیست.
د جمهوري نظام پر مهال د سیمې امنیت دومره سخت و چې د پخوانیو حکومتي سرچینو په وینا، د مرکز په شاوخوا کې له عکس اخیستلو او ویډیو جوړولو څخه هم مخنیوی کېده.
له ۰۳ قطعې تر «عمري قطعې»
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دغه مرکز کنټرول طالبانو ته په لاس ورغی.
اوس دغه ځای د طالبانو د یوې ځانګړې او مجهزې قطعې له فعالیتونو سره تړلی بلل کیږي. سرچینې وايي، دغه ځواک چې د «عمري قطعې» په نوم هم یادېږي، زرګونه غړي لري او د هبتالله د ساتنې ترڅنګ د ځانګړو پوځي عملیاتو لپاره هم کارول کېږي.
د ملا صاحب سرای تاریخ د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ، د امریکا له شل کلنې جګړې او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره تړلی دی.
د دې ځای په اړه د طالبانو ځینې سرچینې ادعا کوي چې د اسامه بن لادن د پخواني حضور له وختونو راهیسې یو لاوډسپیکر هم پکې ساتل شوی چې نوموړي پرې طالب جنګیالیو ته وینا کړې وه.
پر کندهار د پاکستان د هوايي ځواک سیوری
د پنجشنبې سهار برید په داسې وخت کې وشو چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د هوايي بریدونو او متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوې دي. داسې اټکل کېده، چې ښايي طالبان د ترکیې او قطر د پلاویو تر سفر وروسته د تلې پر لومړۍ نېټه په کندهار کې د هبت الله په مشرۍ ناسته وکړي، خو ظاهرا په ښار کې داسې نښې نښانې نه دي لیدل شوې. کندهار ته یوازې د طالبانو د دریو جګپوړو چارواکو ملا غني برادر، ملا خیرالله خیرخواه او د طالبانو د بلخ والي د سفر خبر ورکړل شوی دی.
پاکستان د افغانستان په څو ولایتونو کې پر لسو هدفونو د بریدونو خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې د بېپیلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو اړوند ځایونه یې په نښه کړي دي. اسلاماباد د دغو عملیاتو په اړه د ټولو هدفونو دقیق موقعیتونه نه دي اعلان کړي.
پاکستان ددې بریدونو لپاره دلیل دا راوړی، چې طالبانو په تورخم او کوهاټ کې د اتو بې پیلوټه الوتکو په مټ برید کړی او ټولې غورځول شوې دي، خو د طالبانو دفاع وزارت او اړوندو رسنیو دغه ادعا رد کړې ده او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان پوځي کړیو دغه ادعا د خپلو بریدونو د توجیه کولو لپاره کارولې ده.
په کندهار کې د پنجشنبې د سهار برید له دې پلوه مهم دی، چې د طالبانو د مشر د واک اصلي مرکز ته نږدې شوی دی.
دا لومړی ځل هم نه دی چې دغه ځانګړی مرکز د پاکستان د هوايي بریدونو هدف ګرځي. د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې هم د هبتالله له ځانګړو ځواکونو سره تړلې د کندهار یوه اډه د پاکستان د هوايي برید هدف وګرځېده. د هغه برید د تلفاتو په اړه هم کره او خپلواک معلومات محدود وو.
په کندهار کې د ملا صاحب سرای پر شاوخوا برید یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې د پاکستان هوايي عملیات په افغانستان کې تر کومه حده د طالبانو او ټي ټي پي پوځي جوړښتونه زیانمنولی شي او د دغو عملیاتو اصلي هدفونه څومره له ملکي سیمو جلا دي.
د پنجشنبې د برید په اړه تر اوسه د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د احتمالي مرګژوبلې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. سیمهییزې سرچینې وايي، طالبان خپل ټپیان پوځي روغتونونو ته انتقالوي او د پوځي تلفاتو په اړه له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.
پاکستاني چارواکوهم تر دې دمه د ټي ټي پي د مشرانو د وژل کېدو په تړاو داسې شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي، چې ثابته کړي، په دغو بریدونو کې د افغان یا پاکستاني طالبانو مشران په نښه شوي. په ډېری بریدونو کې ملکي کسان په نښه شوي او د یوناما رپوټونه هم دا تاییدوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان پر لسو سیمو هوايي بریدونه تایید کړل. نوموړي د یادو سیمو د موقعیت په تړاو له څه ویلو پرته زیاته کړې، چې په دې بریدونو سره د بېپيلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو ځایونه په نښه شوي دي. طالبانو تر اوسه یوازې پر کندهار د برید پخلی کړی دی.
پر کندهار او پکتیا د پاکستان له هوايي بریدونو سره جوخت د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې ورځې په سهار وختي (د تلې ۲مه) په خپله اېکسپانه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پاکستان په افغانستان کې پر لسو هغو ځایونو دقیق هوايي او د بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي، چې له هغو ځایونو څخه پر پاکستان بېپیلوټه الوتکې توغول شوې وې.
د نوموړي په وینا، پر افغانستان دغه تازه هوايي او د بېپيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه له افغانستان څخه پر پاکستان د اتو بېپیلوټه الوتکو د توغولو په غبرګون او د خپل ځان «د دفاع حق» په چوکاټ کې ترسره شوي دي. هغه زیاتوي، یادې الوتکې موخې ته تر رسېدو مخکې د پاکستان د هوايي دفاعي سیسټمونو له لوري کشف او لهمنځه وړل شوې دي.
طالبانو بیا د پاکستان دا ادعا رد کړې، چې ګواکې د چهار شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) له افغانستان څخه ۸ بېپیلوټه الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتي او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلي دي.
عطاالله تارړ زیاتوي: «دا بریدونه حساب شوي، دقیق، اندازه شوي، متناسب او يوازې تر هغو مشخصو پوځي موخو پورې محدود وو چې مستقیم د پاکستان پر ضد له هڅه شویو بریدونو سره یې تړاو درلود».
نوموړي خبرداری ورکړی: «پاکستان به د افغانستان له خاورې څخه بریدونه که د ترهګرو ډلو لهخوا وي او یا پهخپله د افغان طالبانو د رژیم له خوا نه مني او نه به یې وزغمي. د پاکستان له حاکمیت څخه هره سرغړونه به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي».
هغه همداراز د افغانستان له طالبانو غوښتي، چې د پاکستان پر ضد ټول «خصمانه» فعالیتونه سمدستي بند کړي او په وینا یې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد اغېزناک، تصدیق کېدونکي او دوامداره اقداماتو په ترسره کولو سره خپل نړیوال مکلفیتونه ادا کړي چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.
طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د څرګندونو په تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د کندهار د نهمې ناحیې اړوند پر بیاباني سیمې د پاکستان هوايي برید تایید کړی او په وینا یې، په دې برید کې چا ته د سر زیان نهدی اوښتی.
خو سرچینو بیا د پکتیا د مرکز اړوند پر یوې نظامي اډې د پاکستان له هوايي بریدونو خبر ورکړی او همداراز د خوست د مرکز په صحرا باغ او کمپ سیمو کې هم د پاکستان د بریدونو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو هم څه نهدي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې ۳ ورځې مخکې (دوشنبه سهار وختي د وږي ۳۰مه) پاکستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هم هوايي بریدونه کړي وو او په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون ۴ نور ټپيان شوي وو.