• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په کورنیو چارو وزارت کې ۷۵ زره نوي کسان ګوماري

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون اعلان وکړ، چې د دغې ډلې مشر د کورنیو چارو په وزارت کې د ۷۵ زره کسانو د ګومارلو امر کړی دی. دغه خبر د چهارشنبې په ورځ په فراه ولایت کې د دغې ډلې د نویو غړو د ګومارلو په درشل کې د یوه راپور په ترڅ کې خپور شو.

د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، په فراه ولایت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال اسدالله حلیم د دغې ډلې د یوه پلاوي په مشرۍ په امنیتي ادارو کې د ۱۲۹۹ تنه نويو کسانو په ګومارلو بوخت دی.

دغه طالب چارواکي ملي ټلویزیون ته ویلي، چې دا ډله خپل بې برخلیکه پاتې شوي غړي په نویو بستونو ګوماري.

د نوموړي په خبره، د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده ته د منسوب فرمان له مخې، د دغې ډلې د کورنيو چارو په وزارت کې د نویو بستونو شمېر ٧٥ زرو ته رسېږي.

فراه ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د استول شوي پلاوي د مالوماتو له مخې، د دې ډلې غړي او ملاتړي به په ټول افغانستان کې په نویو بستونو وګومارل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه، چې د طالبانو د مشر په امر په دې وروستیو کې یو شمېر نوې ولسوالۍ جوړې شوې او په دغو ولسوالیو کې به یو شمېر نوي ځواکونه وګومارل شي.

له دې سره، طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې د خپلو امنیتي ځواکونو د زیاتولو لپاره د خپلو مالي سرچینو په اړه څه نه دي ویلي.

سره له دې چې تراوسه د وسله‌والو طالبانو کره شمېره روښانه نه‌ده؛ خو دغه ډله کله ناکله په خپلو پوځي لیکو کې د نویو سرتېرو د روزنې او ګومارنې خبر ورکوي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟