• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د «پي‌بي‌اېس نیوز» په ځانګړي راپور کې د افغانستان د شل کلنې جګړې درېیو بېلابېلو اړخونو «پخواني افغان کومانډو، د امریکا پخواني سرتېري او یو پخواني طالب جنګیالي» سره مرکې شوې دي.

دوی که څه هم د جګړې په بېلابېلو لیکو کې وو؛ خو د جګړې له پای ته رسېدو کلونه وروسته لاهم د هغې له اغېزو، قربانیو او پایلو سره مخ دي.
محمد چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم بدل شوی، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی دی. نوموړی وايي، له امریکایي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه د طالبانو او داعش پر ضد عملیات کړي وو؛ خو تر ۲۰۲۱کال وروسته پټ ژوند ته اړ شوی دی.
هغه وايي: «په څو کلنې جګړه کې مو خپل ملګري له لاسه ورکړل، هر څه مو له لاسه ورکړل. هغه څه چې مو د دغه هېواد لپاره وکړل، اوس یې درد د ټول عمر لپاره راسره پاتې دی. داسې ښکاري چې هر څه بې‌ګټې وو».
د نوموړي په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه د خپلې پخوانۍ دندې له امله د څار او نیولو له وېرې پټ ژوند کوي او په دوامداره توګه له یوه ځایه بل ځای ته لېږدېږي. محمد وايي: «اوسنی ژوند مو یوازې انتظار دی؛ هغه انتظار چې کله به مو پیدا کړي او ژوند به مو پای ته ورسېږي».
بلخوا براین ریپي چې د امریکا د پوځ پخوانی ډاکټر دی او د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې وايي، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د هغه نسل د پوځیانو ژوند بدل کړ.
هغه وايي، کله چې افغانستان ته ولاړ، ورو ورو یې په ذهن کې دا پوښتنه پیدا شوه چې د دوی د جګړې موخه څه وه او د هغو افغانانو او طالبانو اړیکه د سپټمبر له یوولسمې بریدونو سره څه وه چې دوی ورسره جګړه کوله.
ریپي د خپلو وژل شویو ملګرو یادونه کوي او وايي، لا هم د جګړې خاطرې ورسره ژوندۍ دي. هغه وايي: «ډېر کسان چې زما په عمر وو او دلته یې جګړه کړې وه، اوس افغانستان ته ګوري او ویني چې طالبان واکمن دي. دا احساس پیدا کېږي، چې موږ خپل کلونه قربانۍ او ژوند د داسې څه لپاره مصرف کړل چې پایله یې هېڅ نه وه».
په راپور کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي خبرې هم را اخیستل شوې دي. هغه چې د شل کلنې جګړې پرمهال د طالبانو په لیکو کې جنګېده، وايي د طالبانو واک ته رسېدل د اوږدې مبارزې پایله ده.
فراهي ویلي: «کله چې امریکا جګړه پیل کړه، تر ټولو بده ورځ وه؛ خو تر شلو کلونو جګړې وروسته مو هېواد ازاد کړ او دا زموږ د قربانیو حاصل دی». هغه له امریکا غوښتي، چې پر افغانستان بندیزونه لرې کړي او له طالبانو سره عادي سیاسي او اقتصادي اړیکې پیل کړي.
راپور کاږي، د جګړې له پای ته رسېدو پنځه کاله وروسته هم د جګړې د دواړه خواوو ډېری غړي د خپلو قربانیو او د هغې جګړې د پایلو په اړه پوښتنې لري. راپور کې راغلي، چې افغانستان د سپټمبر یوولسمې بریدونو وروسته په بشپړه توګه بدل شو؛ خو شل کاله وروسته طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل او د جګړې له پای څخه د کلونو په تېرېدو سره لاهم ګڼ افغانان او پخواني بهرني سرتېري له دې پوښتنې سره مخ دي: «دا هر څه د څه لپاره وو؟»

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۳
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۴
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی

•
•
•

نور خبرونه

د خوړو نړۍوال پروګرام: اقتصادي وده د افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره بسنه نه‌کوي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۱
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصاد لاهم د کورنۍ تقاضا، کرنې، صنعت او د راستنېدونکو کډوالو په مرسته محدوده وده کوي؛ خو دغه وده په هغه اندازه چټکه نه‌ده، چې د نفوس له زیاتوالي سره برابره شي او د خلکو پر ژوند د پام وړ مثبت اغېز وکړي.

د راپور له مخې، بې‌وزلي، د عاید محدود فرصتونه، د لومړنیو خدماتو کمښت او د خوړو ناامني لاهم د افغان کورنیو د اقتصادي مقاومت وړتیا کمزورې کړې ده. راپور کاږي، افغانستان لاهم د خوراکي او غیرخوراکي توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی او همدې چارې د هېواد بازارونه د سیمه‌ییزو سوداګریزو ستونزو او نړۍوالو بیو بدلونونو پر وړاندې زیانمن کړي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال په جولای کې د انفلاسیون کچه ۷.۵ سلنې ته رسېدلې وه او د خوراکي توکو د انفلاسیون کچه هم اووه سلنه ثبت شوې ده. راپور ښيي، چې د روغتیا، استوګنې او ترانسپورټ لګښتونه د تېرکال پرتله د پام وړ لوړ شوي او دغه چاره د خلکو پر ورځني ژوند فشار زیاتوي.
د معلوماتو له مخې، د ډیزلو بیه په اګست میاشت کې ۳.۳ سلنه لوړه شوې او د تېرکال پرتله ۱۵ سلنه زیاته ده. همداراز د کیمیاوي سرو بیې هم د پام وړ لوړې پاتې دي، د یوریا سرې بیه د تېرکال پرتله ۳۵ سلنه او د ډي اې پي سرې بیه ۱۵ سلنه لوړه شوې ده.
راپور زیاتوي، د خوراکي توکو په بازارونو کې د وريجو، غوړیو او غنمو بیې لاهم د تېرکال پرتله لوړې دي. د معلوماتو له مخې، د شوله‌یي وریجو بیه ۳۲ سلنه، د پلوي وریجو بیه ۲۵ سلنه، د غوړیو بیه ۱۱ سلنه او د غنمو بیه ۱۴ سلنه لوړه شوې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام د کار بازار وضعیت هم اندېښمن بللی دی. د راپور له مخې، یو عادي مزدور په اوونۍ کې په اوسط ډول یوازې دوه ورځې کار مومي او لاس‌باړه یې ۳۰۸ افغانۍ ده.
راپور زیاتوي، چې د دغه عوایدو پر بنسټ یوه مزدوره کورنۍ یوازې د خوړو نړۍوال پروګرام د خوراکي کڅوړې نیمایي لګښت پوره کولی شي. د معلوماتو له مخې، په نورستان کې د یو مزدور میاشتنی عاید یوازې د خوړو د کڅوړې ۱۷ سلنې لګښت پوره کولو توان لري؛ په داسې حال کې چې په بغلان کې دغه کچه ۹۴ سلنې ته رسېږي.
راپور ښيي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام د مرستې کڅوړې منځنۍ بیه په اګست میاشت کې ۵زره او ۴۱۰ افغانیو ته رسېدلې چې د تېر کال پرتله درې سلنه لوړوالی ښیي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د ارزونې له مخې، که څه هم افغانۍ په وروستیو میاشتو کې د ډالرو پر وړاندې پیاوړې شوې او د تبادلې منځنۍ کچه د یو ډالر په بدل کې ۶۵.۴ افغانۍ ثبت شوې؛ خو د ترانسپورټ لوړ لګښتونه، سوداګریزې ستونزې او نړۍوالې لوړې بیې د دغه مثبت اغېز لویه برخه له‌منځه وړي.
راپور خبرداری ورکوي، د کم کاري فرصتونه، د خوړو لوړې بیې، د کرنې د تولید لګښتونو زیاتوالی او دوامداره بې‌وزلي لاهم د مېلیونونه افغانانو د خوړو خوندیتوب او معیشت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

افغان محصلان: په پوهنتونونو کې تر منلو وروسته هم ترکیه تحصیلي ویزې نه‌راکوي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۱
100%

یوشمېر افغان محصلان وايي، سره له دې چې د ترکیې له پوهنتونونو یې منل لیکونه ترلاسه کړي او اړین پړاوونه یې بشپړ کړي؛ خو په کابل کې د ترکیې سفارت د دوی د تحصیلي ویزو غوښتنلیکونه رد کړي دي.

دغه ځوانانو له افغانستان انټرنشنل سره د پوهنتون د منلو اسناد او د ویزې ردېدو فورمې شریکې کړې دي. دوی وايي، د پوهنتونونو د منلو، د اسنادو برابرولو او د ویزې غوښتنلیک لپاره یې د وخت ضایع کېدو ترڅنګ ډېرې پیسې لګولې دي؛ خو اوس د زده‌کړو فرصت د لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ دي.

د وړاندې شویو اسنادو له مخې، دغه محصلانو د ترکیې د یدي‌تپه پوهنتون، خلیج پوهنتون او کیلیس ۷ ارالیک پوهنتون څخه منل لیکونه ترلاسه کړي دي. په یوه لیک کې چې د خصوصي یدی‌تپه پوهنتون اړوند دی، د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ ښوونیز کال لپاره د سوداګرۍ مدیریت په څانګه کې د یوه افغان محصل منل تایید کړي او ورته ۵۰ سلنه بورس هم په پام کې نیول شوی دی.

د خلیج پوهنتون له‌خوا یو بل محصل ته ورکړل شوی منل لیک ښيي، چې نوموړی د استانبول په دغه پوهنتون کې د انجینرۍ پوهنځي د انګلیسي ژبې سافټویر انجینرۍ څانګې ته په رسمي ډول منل شوی دی. په یوه بل لیک کې د کیلیس ۷ ارالیک پوهنتون هم د یوه محصل لپاره د لېسانس په کچه د الهیات په څانګه کې د نوم‌لیکنې لپاره منل لیک لېږلی دی.

د دغه لیکونو نېټې ښيي، چې ځینو محصلانو د ۲۰۲۶کال په جون او جولای میاشتو کې د پوهنتونونو د منلو اسناد ترلاسه کړي دي. د دوی د ویزو د رد اسناد بیا شاوخوا له یوې میاشتې تر ۴۰ ورځو وروسته صادر شوي دي.

د ترکیې پوهنتونونو له‌خوا منل، د ویزې صادرېدو معنا نه‌لري. غوښتونکي له منل کېدو وروسته باید د ویزې اړوند نور پړاوونه هم بشپړ کړي، چې په ترکیه کې د اوسېدو پرمهال د مالي توان ثابتول او د جرمي سابقې نه‌لرل هم په‌کې شامل دي.

دغه ځوانان وايي، تمه یې لرله چې د پوهنتون د منل لیک او د اړینو اسنادو له بشپړولو وروسته به یې غوښتنلیکونه په پوره روڼتیا وڅېړل شي. د ویزې په هغه ردپاڼو کې چې دغه ځوانانو له افغانستان انټرنشنل سره شریکې کړې، د غوښتنلیک د ردولو کوم روښانه لامل نه‌دی ذکر شوی. په سند کې یوازې لیکل شوي: «د غوښتونکي د ویزې غوښتنلیک له مناسبې ارزونې وروسته د نه منلو وړ تشخیص شوی او د ویزې لپاره ورکړل شوی فیس هم بېرته نه ورکول کېږي».

لږترلږه پنځه هغه ځوانان چې د ویزې غوښتنلیکونه یې رد شوي، د ردېدو لامل په اړه د وضاحت غوښتنه کوي. دوی وايي، غوښتونکی باید پوه شي چې د هغه په غوښتنلیک کې ستونزه د اسنادو له کومې برخې یا شرایطو سره تړاو لري.

یو بل هغه ځوان چې د ویزې غوښتنلیک یې رد شوی، له ترکیې سفارت څخه یې د خپلې دوسیې د بیا ارزونې غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، مسوول چارواکي باید دغه موضوع وڅېړي او که د غوښتونکو اسناد بشپړ وي؛ نو وړو کسانو ته دې ویزې صادرې شي.

افغانستان انټرنشنل د دغه محصلانو د ویزې غوښتنلیکونو د ردېدو او د تحصیلي ویزو د ارزونې بهیر په اړه د ترکیې سفارت د نظر ترلاسه کولو لپاره په کابل کې له دغه سفارت سره اړیکه نیولې؛ خو د دغه خبر تر خپرېدو پورې یې کوم ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

یوه هندۍ سېلانۍ چې په افغانستان کې له محرم پرته ګرځېدو کې له ستونزو سره مخ ده

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۰ GMT+۱
100%

هندۍ سیلانۍ آرونیمای ای‌پي وایي، په بامیانو کې طالبانو هغه مهال ودروله چې یوازې یې سفر کاوه او هېڅ نارینه ملګری ورسره نه و. نوموړې زیاتوي، طالبانو ورته ویلي چې د مقرراتو د ماتولو له امله باید ونیول شي. هغه وایي،‌ کابل کې له هند سفارت سره یې تر اړیکې وروسته ستونزه هواره شوه.

ارونیمای ای‌پي په ټولنیزو شبکو کې له هند سفارت څخه غوښتي وو چې د هغې د مرستې لپاره لاس په کار شي. نوموړې د سې‌شنبې په ورځ ولیکل: «زه په خوندي ځای کې یم».

ارونیمای ای‌پي شاوخوا شپږ کاله کېږي چې په یوازې ځان بېلابېلو هېوادونو ته سفر کوي. هغه په انسټاګرام کې شاوخوا ۱.۲میلیونه او په یوټیوب کې له ۷۳۰ زرو ډېر کسان تعقیبوي.

د انډین اکسپرېس ورځپاڼې د راپور له مخې، دې هندۍ سیلانۍ ویلي چې تېره میاشت افغانستان ته تللې او د وږي میاشتې له پنځمې نېټې راهیسې په یوازې ځان د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفر کوي.

د نوموړې په وینا، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغې شتون، په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې د ښځو د لږ حضور له امله، د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

آرونیمای وایي، د دوشنبې په ماښام په یوه باروړونکي موټر کې بامیانو ته ورسېده. کله چې له موټر څخه ښکته شوه، د طالبانو یو شمېر ځواکونه ورغلي او د سفر اسناد یې ترې غوښتي دي.

د هغې په وینا، هغه طالبان چې د سفر د اسنادو په لوستلو نه پوهېدل، ورته یې وویل چې باید په یوازې ځان سفر ونه کړي او د هر ولایت د تېرېدو لپاره جلا اجازه‌لیک ته اړتیا لري. نوموړې زیاته کړې چې طالبانو یې له پاسپورټ او ویزې تر کتنې وروسته ورته ویلي چې د ښځو یوازې سفر کول د مقرراتو خلاف دي او باید ونیول شي.

ارونیمای ویلي: «له هغوی مې وغوښتل چې له افغانستانه مې وباسي، خو ویل یې چې ما قوانین مات کړي او زه به ونیوله شم. زما جرم څه و؟ دا چې د یوې ښځې په توګه په هغه هېواد کې یوازې سفر کوم چې ښځو ته په یوازې ځان د سفر اجازه په‌کې نه ورکول کېږي».

هغې زیاته کړې: «څو ساعته په ډېر کړکېچن حالت کې وم او داسې احساس مې کاوه چې ښایي خپل ژوند له لاسه ورکړم. زه په بشپړه توګه وېرېدلې وم».

دې هندۍ سیلانۍ ویلي چې په جلال‌اباد کې هم د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې لپاره د سفر اجازه نه ده ورکړې، ځکه ښځه ده. د نوموړې په وینا، د سفر د اجازې ترلاسه کولو لپاره باید له هغې سره یو نارینه یا لارښود مل وي.

ارونیمای غواړي افغانستان پرېږدي او ازبکستان ته ولاړه شي، خو وایي چې په لاره کې د طالبانو له امنیتي پوستو څخه د تېرېدو په اړه اندېښنه لري.

طالبانو له واک ته د بېرته رسېدو راهیسې د ښځو پر تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي. افغانې ښځې د ښارونو او ولایتونو ترمنځ د سفر لپاره د محرم له لرلو سره مخ دي او په یوازې ځان د ښځو د سفر د مخنیوي په اړه د بېلابېلو پېښو راپورونه هم خپاره شوي دي.

د دې هندۍ سیلانۍ موضوع په داسې مهال راپورته شوې چې په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر بهرني اغېزناکه کسان او ویډیو جوړوونکي افغانستان ته، چې د طالبانو تر واک لاندې دی، سفرونه کړي دي.

طالبانو هڅه کړې چې د بهرنیو اغېزناکو کسانو له حضور څخه په استفادې، د افغانستان یو دوستانه او عادي انځور وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې یو شمېر خبریالان او د بشري حقونو څارونکي افغانستان ته د ننوتلو او په دغه هېواد کې د فعالیت پر مهال له محدودیتونو یا د ننوتلو له بندیز سره مخ شوي، د ټولنیزو شبکو ځینې ډېر لیدونکي لرونکي څېرې د طالبانو په اجازه افغانستان ته ننوځي او د بازارونو، سیاحتي سیمو او له طالب چارواکو سره د لیدنو کتنو ویډیوګانې خپروي.

په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو ښځینه اغېزناکو کسانو په ازاد ډول سفرونه کړي، له ځايي خلکو سره یې نڅا کړې او یا یې له طالب ځواکونو سره انځورونه او ویډیوګانې اخیستې دي.

.

د طالبانو د احصایې اداره: د افغانستان ۹۲،۶ سلنه سړکونه خامه او یوازې ۷،۴ سلنه پاخه دي

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو اداره وايي، چې د افغانستان په کچه ۹۲،۶ سلنه سړکونه خامه او یوازې ۷،۴سلنه یې پاخه دي. دوی ویلي کابل د څلورو زرو او ۸۴ کیلومترو په اوږدوالي تر ټولو ډېر پاخه سړکونه لري، په داسې حال کې چې نورستان یوازې ۱۲ کیلومتره پاخه سړکونه لري.

دغې ادارې، سې‌شنبه د وږي په ۲۴مه، د سړکونو د شبکې د وضعیت په اړه د خپلو موندنو د خپرولو پر مهال ویلي چې د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان د سړکونو ټوله شبکه تثبیت کړې ده.
د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد د سړکونو ټول اوږدوالی څه باندې ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره دی چې له دې ډلې ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومتره یا ۷،۴ سلنه پاخه او ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کیلومتره یا ۹۲،۶سلنه نور خامه سړکونه دي.
دغې ادارې ویلي، دا ارزونه د هېواد د سړکونو د شبکې د وضعیت د یوه جامع او واحد انځور د برابرولو په موخه ترسره شوې ده. د معلوماتو د راټولولو لپاره د ټولګټو وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د «OpenStreetMap» نړیوالې شبکې او د سپوږمکۍ له انځورونو څخه هم کار اخیستل شوی دی.
د ارزونې له مخې، په ولایتونو کې د پاخه سړکونو اوږدوالی او د ټولې سړک شبکې په پرتله یې ونډه توپیر لري.
کابل د څلورو زرو او ۸۴ کیلومترو په اوږدوالي تر ټولو ډېر پاخه سړکونه لري، په داسې حال کې چې نورستان یوازې ۱۲ کیلومتره پاخه سړکونه لري.
د ټولې سړک شبکې په پرتله د پاخه سړکونو د ونډې له مخې، کاپیسا د ۲۵،۱سلنې په لرلو سره په لومړي ځای کې ده، خو دایکنډي او غور د ۰،۵ سلنې په لرلو سره تر ټولو ټیټه ونډه لري.
دغې ادارې ویلي، د ارزونې پر مهال څلور زره او ۷۴۷ لوی او واړه پلونه، اته زره او ۶۸۱ پلچکونه او ۸۵۴ سېلاب‌برونه هم تثبیت او ثبت شوي دي. سربېره پر دې، ۱۶ ویجاړ شوي پلونه او ۲۴۹ داسې سیمې هم په نښه شوې دي چې د پلونو جوړولو ته اړتیا لري.
د احصایې او معلوماتو ادارې د ارزونې یوه برخه د کلیوالي سیمو د وګړو د سړکونو شبکې ته د لاسرسي کچه هم ښيي.
د دغې ادارې په وینا، د دوه کیلومتره واټن د معیار له مخې، شاوخوا ۴۱ سلنه کلیوالي وګړي پاخه سړکونو، ۶۳ سلنه عمومي سړکونو او ۹۶ سلنه د سړکونو ټولې شبکې ته لاسرسی لري.
دغې ادارې ویلي، د ارزونې پایلې د ولایتونو ترمنځ د سړکونو شبکې ته د لاسرسي په کچه کې د پام وړ توپیرونه ښيي چې د ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا او ښه والي لپاره د اړتیا وړ سیمو په پېژندلو کې ترې کار اخیستل کېدای شي.
افغانستان له څو لسیزو جګړو او د زیربناوو د کمې پانګونې له امله د سړکونو له کمښت او د ډېرو لارو له خامه پاتې کېدو سره مخ دی. د هېواد خراب او غیرمعیاري سړکونه د ترافیکي پېښو له مهمو عواملو څخه هم بلل کېږي.
په وروستیو کلونو کې ترافیکي پېښې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

پنځه کاله پټ ښوونځي

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۱
100%

لیلا هره ورځ هغه ټولګي ته ځي چې باید څوک یې ونه ویني. هغه سهار له کوره وځي، داسې ښوونځي ته ځي چې لوحه نه لري او له هغو نجونو سره یوځای زده‌کړې کوي چې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره باید پټې پاتې شي.

100%
د یو پټ زده کوونکې رسامي کوي

پنځه کاله وړاندې لیلا ۱۲ کلنه او تازه اووم ټولګي ته داخله شوې وه چې طالبانو د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو دروازې وتړلې.

رسمي ښوونځی د هغې لپاره پای ته ورسېد، خو زده کړې نه. څو میاشتې وروسته، هغې په خپله سیمه کې یو پټ ښوونځی پیدا کړ.

اوس لیلا د «پټ یا نامريي ښوونځي» په دولسم ټولګي او د فراغت په درشل کې ده.

هغه وایي، چې د دغو پنځو کلونو تر ټولو لویه ننګونه د ښوونځي د افشا کېدو، د زده کوونکو د نیول کېدو او د ټولګي د تړل کېدو وېره وه.

سره له دې، دا کلونه د هغې لپاره د زده کړې یو فرصت هم و.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زما ذهني وړتیاوو خورا وده کړې، درس ښه زده کوم او خیاطي مې هم زده کړې چې له لارې عاید ترلاسه کولی شم.»

د «پټ ښوونځي» د نوښت بنسټ اېښودونکې پرستو حکیم لپاره پټ پاتې کېدل په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د دوام د بیې یوه برخه ده.

پټې نجونې خورا ډېرې دي

حکیم وایي دا پروګرام د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو لږ وروسته، په یوه پټ ښوونځي سره پیل شو.

اوس د هغې په وینا، دا شبکه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې فعالیت لري او ۳۵ ښوونځي له ۴۵ څخه ډېر ښوونکياو ۱۸۳۰ زده کوونکي تر پوښښ لاندې راولي. خو د حکیم لپاره، «پټ ښوونځی» یوازې د هغو ښوونځیو نوم نه دی چې باید د طالبانو له سترګو پټ پاتې شي.

نجونې سهار وختي پرته له دې، چې شاوخوا خلک خبر شي، له کوره وځي او ښوونکي په عادي کورونو کې د تړلو دروازو شا ته هغوی ته درس ورکوي.

حکیم وایي، چې هغه څه چې په لومړیو کې یو امنیتي ضرورت و، په تدریجي ډول د دې شبکې د هویت په یوه برخه بدل شو.

د حکیم په وینا:«هره ورځ یوه نجلۍ سهار وختي پاڅېږي، په پټه ښوونځي ته ځي او پټ درس لولي. ناڅرګند ښوونکي درس ورکوي او پت ټیم کار کوي.»

هغه وایي، چې همدا وضعیت د شبکې د ځواکمنتیا په نقطه بدل شوی دی. نوموړې وايي، «دوی غوښتل موږ یو کمزوری ځواک وښیي، خو موږ له خپل پټ توب څخه ګټه پورته کړه ترڅو وښیو چې ځواک څه ډول بڼه لري.»

یونېسف وایي، چې په افغانستان کې له ۱۴۰۰ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو زیاتې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې دي.

افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو لپاره پکې منځنۍ او لوړې زده کړې منع دي.

په داسې شرایطو کې، «پټ ښوونځي، یا دغه شبکه» هڅه کوي چې د زده کړو یوه برخه له رسمي نظام څخه بهر ژوندۍ وساتي.

100%

هغه زده‌کوونکي چې ښوونکي شوله

یلدا، چې ۱۸ کلنه ده، تېر کال د عالي نومرو په لرلو له همدا دول یوه ښوونځي څخه فارغه شوه.

د هغې نوم د امنیتي دلایلو له امله بدل شوی دی. خو فراغت د هغې لپاره د دې لارې پای نه و.

هغې له فراغت وروسته په کابل کې په ځپل کور کې یو ټولګی جوړ کړ، لسګونه ماشومان یې راټول کړل او د کتابونو او نورو تعلیمي توکو د چمتو کولو لپاره یې د «پټو ښوونځیو د نوښت» له شبکې مرسته وغوښته.

د حکیم په وینا، د زده‌کوونکو او ښوونکو همدغو نوښتونو د شبکې په پراخولو کې مرسته کړې ده.

په ټول افغانستان کې له ۲ زرو څخه زیاتو ښوونکو هم چمتووالی ښودلی چې له دغه پروګرام سره یوځای شي او د خپلو زده‌کوونکو زده کړې رونې وساتي.

یلدا وایي، له فراغت وروسته یې د هغه ښوونځي له لارې چې درس یې پکې ویلی و، فرصت ترلاسه کړ چې د ښوونکې په توګه فعالیت وکړي.هغه زیاتوي: «له فراغت وروسته مې فرصت پیدا کړ چې د هغه ښوونځي له لارې چې ترې فارغه شوې وم، د استادې په توګه فعالیت وکړم.»

هغه وایي چې دې تجربې هغې ته وښوده چې زده‌کړه یوازې یو حق نه دی، بلکې ژوند بدلولی شي.

هوسۍ، چې د دغو ښوونځیو بله زده‌کوونکې ده، هم هغه مهال چې د نجونو ښوونځي وتړل شول، د زده‌کړو د دوام لپاره یې هېڅ هیله نه درلوده: «دا د باور وړ نه وه چې موږ کولای شو یو پټ ښوونځی پیدا کړو، هلته پنځه کاله درس ووایو او خپل فراغت ونمانځو.»

هغه وایي، چې امنیتي اندېښنې تل له زده‌کوونکو سره مل وې، خو د زده‌کړو دوام هغوی په کور کې له پاتې کېدو او بې‌سوادۍ څخه لرې وساتلې. هغه زیاتوي: «موږ یې له بې‌سوادۍ وژغورلو. داسې ونه شول چې موږ د بې‌سواده نجونو په توګه په کور کې پاتې شو او یوازې د کور کارونه وکړو.»

هوسۍ هم له فراغت وروسته د ښوونکې په توګه له دا ډول ښوونڅي سره همکاري کوي.

د دغه نوښت ښوونځي د درسي زده‌کړو ترڅنګ د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، ډېجیټل زده‌کړو، ګاڼو جوړولو، ډیزاین او هنر په څېر مهارتونه هم ښيي.

حکیم وايي غواړي نجونې له دغو مهارتونو څخه په عاید ترلاسه کولو ګټه پورته کړي.

100%
د پټانو د غالۍ اوبدلو کارګاه

د راتلونکي محدودیت پر وړاندې زده‌کړې

یونیسف خبرداری ورکړی چې له ښوونځیو محرومېدونکې نجونې له وخت مخکې واده، د ماشومانو کار او تاوتریخوالي په څېر ګواښونو سره مخ کیږي. د یونېسف ارقام ښيي چې شاوخوا ۲۹ سلنه له ۲۰ تر ۲۴ کلنې افغان ښځې تر ۱۸ کلنۍ وړاندې واده شوې دي.

له دې سره، دا ارقام په یوازې دا نه ښيي چې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ماشومانو د ودونو کچه لوړه شوې ده.

حکیم وایي، چې د پوهنتونونو په تړل کېدو او پر ښځو د محدودیتونو په زیاتېدو سره، د پټو ښوونځیو مسوولیت هم تر درسي زده‌کړو هاخوا لاړ. هغه وايي، «زموږ مسوولیت له زده‌کړو ډېر وړاندې لاړ. موږ باید له نجونو سره مرسته کړې وای چې له اجباري ودونو، تحمیلي پرېکړو او اقتصادي ستونزو څخه خوندي پاتې شي.»

مریم، چې نوم یې د امنیتي لاملونو له امله بدل شوی، د طالبانو له راستنېدو وروسته شاوخوا شپږ میاشتې په کور کې پاتې شوه.

هغه وایي، چې دې کورناستي د هغې پر رواني حالت ناوړه اغېزه وکړه.

وروسته د سیمې ماشومان د هغې کور ته ورغلل او ترې ویې غوښتل چې درس ورکړي. مریم په تدریجي ډول نور زده‌کوونکي هم راټول کړل او وروسته یې د پټو ښوونځیو له شبکې سره همکاري پیل کړه.

هغه وایي، په پنځه کلن پټ تدریس کې یې «هر هره ورځ د ویرې احساس» کړی دی، خو هغه څه چې اغلې مریم یې کار ته هڅولې، د زده‌کوونکو په سترګو کې د هیلو څرک و.

نوموړې وویل: «اصلي لامل چې ما خپل کار ته دوام ورکړ، د نجونو په سترګو کې د هیلو لیدل وو.»

مریم اوس د خپلو زده‌کوونکو لومړۍ دوره فارغه کړې او د دویمې دورې فراغت ته چمتووالی نیسي.

سبا، چې ۱۵ کلنه ده او د دغو ښوونځیو یوه زده‌کوونکې ده، وای، پټو زده‌کړو هغه هیله منه کړې، چې خپلو راتلونکو موخو ته ورسېږي. نوموړې وايي، «هر ځل چې موږ راوغورځېدو، زموږ استاد مرسته وکړه چې بېرته تر پخوا پیاوړي ودرېږو.»

هغه وایي هر سهار ښوونځي ته د تلو په انګېزه له خوبه پاڅېږي او له خپلو ښوونکو یې زده کړي چې د خپل راتلونکي لپاره لویې موخې ولري.

100%
د لویانو لپاره د سواد زده‌کړو پټ ټولګی

یو پټ ټولګی یو نوی انتخاب

یلدا وایي، چې د هغې پټ ښوونځی څو ځلې وتړل شو، خو په پای کې په ۱۴۰۵ کال کې فارغه شوه.

هغې له فراغت وروسته ځان د افغانستان تر ټولو بختوره نجلۍ باله، خو همدې احساس هغه دې ته هم ځیره کړه، چې ولې نورې نجونې باید داسې فرصت ونه لري.

هغې له همدې امله د کوچنیو نجونو لپاره یو پټ ټولګی پیل کړ: «دې تجربې ما ته وښودله چې زده‌کړه یوازې د راتلونکي جوړولو لپاره نه ده، بلکې زموږ نن ورځ هم بدلولی شي.»

یلدا اوس هیله لري چې خپلو زده‌کړو ته د نړۍ په یوه معتبر پوهنتون کې دوام ورکړي او یو تحصیلي بورس ومومي.

حکیم وایي چې د درسي زده‌کړو ترڅنګ پټ ښوونځي د بشري حقونو، انساني کرامت، عدالت او درناوي په اړه د کتاب لوستلو ناستې هم جوړوي.

هغه وایی، چې د دې ناستو موخه په کورنۍ او ټولنه کې د خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره د نجونو د وړتیاوو پیاوړي کول دي، په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې نجونې له رسمي زده‌کړو لرې ساتل کیږي.

د پټو ښوونځیو د فعالیتونو دا برخه د پروګرام په پیل کې نه وه.

حکیم وایي، چې د دې نوښت په اړه د هغې لید لوری هم د پنځو کلونو په اوږدو کې بدل شوی دی.

نوموړې وویل: «کله چې ما دا کار پیل کړ، ما فکر کاوه چې هېڅ امکان نه لري طالبان پنځه کاله دوام وکړي. ما فکر کاوه ښايي لږ وخت واخلي، ښايي نړۍ زموږ د ژغورلو لپاره څه وکړي.»

خو پنځه کاله وروسته، پټ ښوونځي لا هم فعال دي.

حکیم وایي، چې افغانې ښځې له یوې خوا د هېواد د واکمنانو له خوا څنډې ته شوې او له بلې خوا داسې احساس کوي چې نړۍ هم د دوی درد ته په کافي اندازه پام نه کوي.

نوموړې وايي، «موږ پټ وو چې کړاو مو ګاله، خو په هر حال مو دوام ورکړ؛ لکه څنګه چې مو تل دوام ورکړی دی.»

د لیلا لپاره، چې پنځه کاله یې د ښوونځي د افشا کېدو او نیول کېدو په وېره کې تېر کړي، د زده کړو دوام د یو بل ډول راتلونکي د انتخاب د امکان د ساتلو په مانا دی.

ښوونځي ممکن پټ وي او ښوونکي په چوپتیا کې کار وکړي، خو په همدې کوچنیو ټولګیو کې نجونې د داسې راتلونکي لپاره چمتو کیږي چې نه غواړي څوک د زده کړو په تړاو حدود ورته وټاکي.

حکیم وایي، چې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه تل په سړکونو او د کامرو پر وړاندې حتمي نه ده، بلکې د انسان د بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه په پټه هم کېدای شي.

100%