• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان محصلان: په پوهنتونونو کې تر منلو وروسته هم ترکیه تحصیلي ویزې نه‌راکوي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۱

یوشمېر افغان محصلان وايي، سره له دې چې د ترکیې له پوهنتونونو یې منل لیکونه ترلاسه کړي او اړین پړاوونه یې بشپړ کړي؛ خو په کابل کې د ترکیې سفارت د دوی د تحصیلي ویزو غوښتنلیکونه رد کړي دي.

دغه ځوانانو له افغانستان انټرنشنل سره د پوهنتون د منلو اسناد او د ویزې ردېدو فورمې شریکې کړې دي. دوی وايي، د پوهنتونونو د منلو، د اسنادو برابرولو او د ویزې غوښتنلیک لپاره یې د وخت ضایع کېدو ترڅنګ ډېرې پیسې لګولې دي؛ خو اوس د زده‌کړو فرصت د لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ دي.

د وړاندې شویو اسنادو له مخې، دغه محصلانو د ترکیې د یدي‌تپه پوهنتون، خلیج پوهنتون او کیلیس ۷ ارالیک پوهنتون څخه منل لیکونه ترلاسه کړي دي. په یوه لیک کې چې د خصوصي یدی‌تپه پوهنتون اړوند دی، د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ ښوونیز کال لپاره د سوداګرۍ مدیریت په څانګه کې د یوه افغان محصل منل تایید کړي او ورته ۵۰ سلنه بورس هم په پام کې نیول شوی دی.

د خلیج پوهنتون له‌خوا یو بل محصل ته ورکړل شوی منل لیک ښيي، چې نوموړی د استانبول په دغه پوهنتون کې د انجینرۍ پوهنځي د انګلیسي ژبې سافټویر انجینرۍ څانګې ته په رسمي ډول منل شوی دی. په یوه بل لیک کې د کیلیس ۷ ارالیک پوهنتون هم د یوه محصل لپاره د لېسانس په کچه د الهیات په څانګه کې د نوم‌لیکنې لپاره منل لیک لېږلی دی.

د دغه لیکونو نېټې ښيي، چې ځینو محصلانو د ۲۰۲۶کال په جون او جولای میاشتو کې د پوهنتونونو د منلو اسناد ترلاسه کړي دي. د دوی د ویزو د رد اسناد بیا شاوخوا له یوې میاشتې تر ۴۰ ورځو وروسته صادر شوي دي.

د ترکیې پوهنتونونو له‌خوا منل، د ویزې صادرېدو معنا نه‌لري. غوښتونکي له منل کېدو وروسته باید د ویزې اړوند نور پړاوونه هم بشپړ کړي، چې په ترکیه کې د اوسېدو پرمهال د مالي توان ثابتول او د جرمي سابقې نه‌لرل هم په‌کې شامل دي.

دغه ځوانان وايي، تمه یې لرله چې د پوهنتون د منل لیک او د اړینو اسنادو له بشپړولو وروسته به یې غوښتنلیکونه په پوره روڼتیا وڅېړل شي. د ویزې په هغه ردپاڼو کې چې دغه ځوانانو له افغانستان انټرنشنل سره شریکې کړې، د غوښتنلیک د ردولو کوم روښانه لامل نه‌دی ذکر شوی. په سند کې یوازې لیکل شوي: «د غوښتونکي د ویزې غوښتنلیک له مناسبې ارزونې وروسته د نه منلو وړ تشخیص شوی او د ویزې لپاره ورکړل شوی فیس هم بېرته نه ورکول کېږي».

لږترلږه پنځه هغه ځوانان چې د ویزې غوښتنلیکونه یې رد شوي، د ردېدو لامل په اړه د وضاحت غوښتنه کوي. دوی وايي، غوښتونکی باید پوه شي چې د هغه په غوښتنلیک کې ستونزه د اسنادو له کومې برخې یا شرایطو سره تړاو لري.

یو بل هغه ځوان چې د ویزې غوښتنلیک یې رد شوی، له ترکیې سفارت څخه یې د خپلې دوسیې د بیا ارزونې غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، مسوول چارواکي باید دغه موضوع وڅېړي او که د غوښتونکو اسناد بشپړ وي؛ نو وړو کسانو ته دې ویزې صادرې شي.

افغانستان انټرنشنل د دغه محصلانو د ویزې غوښتنلیکونو د ردېدو او د تحصیلي ویزو د ارزونې بهیر په اړه د ترکیې سفارت د نظر ترلاسه کولو لپاره په کابل کې له دغه سفارت سره اړیکه نیولې؛ خو د دغه خبر تر خپرېدو پورې یې کوم ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۴
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۵
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

•
•
•

نور خبرونه

یوه هندۍ سېلانۍ چې په افغانستان کې له محرم پرته ګرځېدو کې له ستونزو سره مخ ده

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۰ GMT+۱
100%

هندۍ سیلانۍ آرونیمای ای‌پي وایي، په بامیانو کې طالبانو هغه مهال ودروله چې یوازې یې سفر کاوه او هېڅ نارینه ملګری ورسره نه و. نوموړې زیاتوي، طالبانو ورته ویلي چې د مقرراتو د ماتولو له امله باید ونیول شي. هغه وایي،‌ کابل کې له هند سفارت سره یې تر اړیکې وروسته ستونزه هواره شوه.

ارونیمای ای‌پي په ټولنیزو شبکو کې له هند سفارت څخه غوښتي وو چې د هغې د مرستې لپاره لاس په کار شي. نوموړې د سې‌شنبې په ورځ ولیکل: «زه په خوندي ځای کې یم».

ارونیمای ای‌پي شاوخوا شپږ کاله کېږي چې په یوازې ځان بېلابېلو هېوادونو ته سفر کوي. هغه په انسټاګرام کې شاوخوا ۱.۲میلیونه او په یوټیوب کې له ۷۳۰ زرو ډېر کسان تعقیبوي.

د انډین اکسپرېس ورځپاڼې د راپور له مخې، دې هندۍ سیلانۍ ویلي چې تېره میاشت افغانستان ته تللې او د وږي میاشتې له پنځمې نېټې راهیسې په یوازې ځان د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفر کوي.

د نوموړې په وینا، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغې شتون، په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې د ښځو د لږ حضور له امله، د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

آرونیمای وایي، د دوشنبې په ماښام په یوه باروړونکي موټر کې بامیانو ته ورسېده. کله چې له موټر څخه ښکته شوه، د طالبانو یو شمېر ځواکونه ورغلي او د سفر اسناد یې ترې غوښتي دي.

د هغې په وینا، هغه طالبان چې د سفر د اسنادو په لوستلو نه پوهېدل، ورته یې وویل چې باید په یوازې ځان سفر ونه کړي او د هر ولایت د تېرېدو لپاره جلا اجازه‌لیک ته اړتیا لري. نوموړې زیاته کړې چې طالبانو یې له پاسپورټ او ویزې تر کتنې وروسته ورته ویلي چې د ښځو یوازې سفر کول د مقرراتو خلاف دي او باید ونیول شي.

ارونیمای ویلي: «له هغوی مې وغوښتل چې له افغانستانه مې وباسي، خو ویل یې چې ما قوانین مات کړي او زه به ونیوله شم. زما جرم څه و؟ دا چې د یوې ښځې په توګه په هغه هېواد کې یوازې سفر کوم چې ښځو ته په یوازې ځان د سفر اجازه په‌کې نه ورکول کېږي».

هغې زیاته کړې: «څو ساعته په ډېر کړکېچن حالت کې وم او داسې احساس مې کاوه چې ښایي خپل ژوند له لاسه ورکړم. زه په بشپړه توګه وېرېدلې وم».

دې هندۍ سیلانۍ ویلي چې په جلال‌اباد کې هم د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې لپاره د سفر اجازه نه ده ورکړې، ځکه ښځه ده. د نوموړې په وینا، د سفر د اجازې ترلاسه کولو لپاره باید له هغې سره یو نارینه یا لارښود مل وي.

ارونیمای غواړي افغانستان پرېږدي او ازبکستان ته ولاړه شي، خو وایي چې په لاره کې د طالبانو له امنیتي پوستو څخه د تېرېدو په اړه اندېښنه لري.

طالبانو له واک ته د بېرته رسېدو راهیسې د ښځو پر تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي. افغانې ښځې د ښارونو او ولایتونو ترمنځ د سفر لپاره د محرم له لرلو سره مخ دي او په یوازې ځان د ښځو د سفر د مخنیوي په اړه د بېلابېلو پېښو راپورونه هم خپاره شوي دي.

د دې هندۍ سیلانۍ موضوع په داسې مهال راپورته شوې چې په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر بهرني اغېزناکه کسان او ویډیو جوړوونکي افغانستان ته، چې د طالبانو تر واک لاندې دی، سفرونه کړي دي.

طالبانو هڅه کړې چې د بهرنیو اغېزناکو کسانو له حضور څخه په استفادې، د افغانستان یو دوستانه او عادي انځور وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې یو شمېر خبریالان او د بشري حقونو څارونکي افغانستان ته د ننوتلو او په دغه هېواد کې د فعالیت پر مهال له محدودیتونو یا د ننوتلو له بندیز سره مخ شوي، د ټولنیزو شبکو ځینې ډېر لیدونکي لرونکي څېرې د طالبانو په اجازه افغانستان ته ننوځي او د بازارونو، سیاحتي سیمو او له طالب چارواکو سره د لیدنو کتنو ویډیوګانې خپروي.

په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو ښځینه اغېزناکو کسانو په ازاد ډول سفرونه کړي، له ځايي خلکو سره یې نڅا کړې او یا یې له طالب ځواکونو سره انځورونه او ویډیوګانې اخیستې دي.

.

د طالبانو د احصایې اداره: د افغانستان ۹۲،۶ سلنه سړکونه خامه او یوازې ۷،۴ سلنه پاخه دي

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو اداره وايي، چې د افغانستان په کچه ۹۲،۶ سلنه سړکونه خامه او یوازې ۷،۴سلنه یې پاخه دي. دوی ویلي کابل د څلورو زرو او ۸۴ کیلومترو په اوږدوالي تر ټولو ډېر پاخه سړکونه لري، په داسې حال کې چې نورستان یوازې ۱۲ کیلومتره پاخه سړکونه لري.

دغې ادارې، سې‌شنبه د وږي په ۲۴مه، د سړکونو د شبکې د وضعیت په اړه د خپلو موندنو د خپرولو پر مهال ویلي چې د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان د سړکونو ټوله شبکه تثبیت کړې ده.
د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد د سړکونو ټول اوږدوالی څه باندې ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره دی چې له دې ډلې ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومتره یا ۷،۴ سلنه پاخه او ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کیلومتره یا ۹۲،۶سلنه نور خامه سړکونه دي.
دغې ادارې ویلي، دا ارزونه د هېواد د سړکونو د شبکې د وضعیت د یوه جامع او واحد انځور د برابرولو په موخه ترسره شوې ده. د معلوماتو د راټولولو لپاره د ټولګټو وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د «OpenStreetMap» نړیوالې شبکې او د سپوږمکۍ له انځورونو څخه هم کار اخیستل شوی دی.
د ارزونې له مخې، په ولایتونو کې د پاخه سړکونو اوږدوالی او د ټولې سړک شبکې په پرتله یې ونډه توپیر لري.
کابل د څلورو زرو او ۸۴ کیلومترو په اوږدوالي تر ټولو ډېر پاخه سړکونه لري، په داسې حال کې چې نورستان یوازې ۱۲ کیلومتره پاخه سړکونه لري.
د ټولې سړک شبکې په پرتله د پاخه سړکونو د ونډې له مخې، کاپیسا د ۲۵،۱سلنې په لرلو سره په لومړي ځای کې ده، خو دایکنډي او غور د ۰،۵ سلنې په لرلو سره تر ټولو ټیټه ونډه لري.
دغې ادارې ویلي، د ارزونې پر مهال څلور زره او ۷۴۷ لوی او واړه پلونه، اته زره او ۶۸۱ پلچکونه او ۸۵۴ سېلاب‌برونه هم تثبیت او ثبت شوي دي. سربېره پر دې، ۱۶ ویجاړ شوي پلونه او ۲۴۹ داسې سیمې هم په نښه شوې دي چې د پلونو جوړولو ته اړتیا لري.
د احصایې او معلوماتو ادارې د ارزونې یوه برخه د کلیوالي سیمو د وګړو د سړکونو شبکې ته د لاسرسي کچه هم ښيي.
د دغې ادارې په وینا، د دوه کیلومتره واټن د معیار له مخې، شاوخوا ۴۱ سلنه کلیوالي وګړي پاخه سړکونو، ۶۳ سلنه عمومي سړکونو او ۹۶ سلنه د سړکونو ټولې شبکې ته لاسرسی لري.
دغې ادارې ویلي، د ارزونې پایلې د ولایتونو ترمنځ د سړکونو شبکې ته د لاسرسي په کچه کې د پام وړ توپیرونه ښيي چې د ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا او ښه والي لپاره د اړتیا وړ سیمو په پېژندلو کې ترې کار اخیستل کېدای شي.
افغانستان له څو لسیزو جګړو او د زیربناوو د کمې پانګونې له امله د سړکونو له کمښت او د ډېرو لارو له خامه پاتې کېدو سره مخ دی. د هېواد خراب او غیرمعیاري سړکونه د ترافیکي پېښو له مهمو عواملو څخه هم بلل کېږي.
په وروستیو کلونو کې ترافیکي پېښې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

پنځه کاله پټ ښوونځي

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۱
100%

لیلا هره ورځ هغه ټولګي ته ځي چې باید څوک یې ونه ویني. هغه سهار له کوره وځي، داسې ښوونځي ته ځي چې لوحه نه لري او له هغو نجونو سره یوځای زده‌کړې کوي چې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره باید پټې پاتې شي.

100%
د یو پټ زده کوونکې رسامي کوي

پنځه کاله وړاندې لیلا ۱۲ کلنه او تازه اووم ټولګي ته داخله شوې وه چې طالبانو د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو دروازې وتړلې.

رسمي ښوونځی د هغې لپاره پای ته ورسېد، خو زده کړې نه. څو میاشتې وروسته، هغې په خپله سیمه کې یو پټ ښوونځی پیدا کړ.

اوس لیلا د «پټ یا نامريي ښوونځي» په دولسم ټولګي او د فراغت په درشل کې ده.

هغه وایي، چې د دغو پنځو کلونو تر ټولو لویه ننګونه د ښوونځي د افشا کېدو، د زده کوونکو د نیول کېدو او د ټولګي د تړل کېدو وېره وه.

سره له دې، دا کلونه د هغې لپاره د زده کړې یو فرصت هم و.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زما ذهني وړتیاوو خورا وده کړې، درس ښه زده کوم او خیاطي مې هم زده کړې چې له لارې عاید ترلاسه کولی شم.»

د «پټ ښوونځي» د نوښت بنسټ اېښودونکې پرستو حکیم لپاره پټ پاتې کېدل په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د دوام د بیې یوه برخه ده.

پټې نجونې خورا ډېرې دي

حکیم وایي دا پروګرام د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو لږ وروسته، په یوه پټ ښوونځي سره پیل شو.

اوس د هغې په وینا، دا شبکه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې فعالیت لري او ۳۵ ښوونځي له ۴۵ څخه ډېر ښوونکياو ۱۸۳۰ زده کوونکي تر پوښښ لاندې راولي. خو د حکیم لپاره، «پټ ښوونځی» یوازې د هغو ښوونځیو نوم نه دی چې باید د طالبانو له سترګو پټ پاتې شي.

نجونې سهار وختي پرته له دې، چې شاوخوا خلک خبر شي، له کوره وځي او ښوونکي په عادي کورونو کې د تړلو دروازو شا ته هغوی ته درس ورکوي.

حکیم وایي، چې هغه څه چې په لومړیو کې یو امنیتي ضرورت و، په تدریجي ډول د دې شبکې د هویت په یوه برخه بدل شو.

د حکیم په وینا:«هره ورځ یوه نجلۍ سهار وختي پاڅېږي، په پټه ښوونځي ته ځي او پټ درس لولي. ناڅرګند ښوونکي درس ورکوي او پت ټیم کار کوي.»

هغه وایي، چې همدا وضعیت د شبکې د ځواکمنتیا په نقطه بدل شوی دی. نوموړې وايي، «دوی غوښتل موږ یو کمزوری ځواک وښیي، خو موږ له خپل پټ توب څخه ګټه پورته کړه ترڅو وښیو چې ځواک څه ډول بڼه لري.»

یونېسف وایي، چې په افغانستان کې له ۱۴۰۰ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو زیاتې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې دي.

افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو لپاره پکې منځنۍ او لوړې زده کړې منع دي.

په داسې شرایطو کې، «پټ ښوونځي، یا دغه شبکه» هڅه کوي چې د زده کړو یوه برخه له رسمي نظام څخه بهر ژوندۍ وساتي.

100%

هغه زده‌کوونکي چې ښوونکي شوله

یلدا، چې ۱۸ کلنه ده، تېر کال د عالي نومرو په لرلو له همدا دول یوه ښوونځي څخه فارغه شوه.

د هغې نوم د امنیتي دلایلو له امله بدل شوی دی. خو فراغت د هغې لپاره د دې لارې پای نه و.

هغې له فراغت وروسته په کابل کې په ځپل کور کې یو ټولګی جوړ کړ، لسګونه ماشومان یې راټول کړل او د کتابونو او نورو تعلیمي توکو د چمتو کولو لپاره یې د «پټو ښوونځیو د نوښت» له شبکې مرسته وغوښته.

د حکیم په وینا، د زده‌کوونکو او ښوونکو همدغو نوښتونو د شبکې په پراخولو کې مرسته کړې ده.

په ټول افغانستان کې له ۲ زرو څخه زیاتو ښوونکو هم چمتووالی ښودلی چې له دغه پروګرام سره یوځای شي او د خپلو زده‌کوونکو زده کړې رونې وساتي.

یلدا وایي، له فراغت وروسته یې د هغه ښوونځي له لارې چې درس یې پکې ویلی و، فرصت ترلاسه کړ چې د ښوونکې په توګه فعالیت وکړي.هغه زیاتوي: «له فراغت وروسته مې فرصت پیدا کړ چې د هغه ښوونځي له لارې چې ترې فارغه شوې وم، د استادې په توګه فعالیت وکړم.»

هغه وایي چې دې تجربې هغې ته وښوده چې زده‌کړه یوازې یو حق نه دی، بلکې ژوند بدلولی شي.

هوسۍ، چې د دغو ښوونځیو بله زده‌کوونکې ده، هم هغه مهال چې د نجونو ښوونځي وتړل شول، د زده‌کړو د دوام لپاره یې هېڅ هیله نه درلوده: «دا د باور وړ نه وه چې موږ کولای شو یو پټ ښوونځی پیدا کړو، هلته پنځه کاله درس ووایو او خپل فراغت ونمانځو.»

هغه وایي، چې امنیتي اندېښنې تل له زده‌کوونکو سره مل وې، خو د زده‌کړو دوام هغوی په کور کې له پاتې کېدو او بې‌سوادۍ څخه لرې وساتلې. هغه زیاتوي: «موږ یې له بې‌سوادۍ وژغورلو. داسې ونه شول چې موږ د بې‌سواده نجونو په توګه په کور کې پاتې شو او یوازې د کور کارونه وکړو.»

هوسۍ هم له فراغت وروسته د ښوونکې په توګه له دا ډول ښوونڅي سره همکاري کوي.

د دغه نوښت ښوونځي د درسي زده‌کړو ترڅنګ د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، ډېجیټل زده‌کړو، ګاڼو جوړولو، ډیزاین او هنر په څېر مهارتونه هم ښيي.

حکیم وايي غواړي نجونې له دغو مهارتونو څخه په عاید ترلاسه کولو ګټه پورته کړي.

100%
د پټانو د غالۍ اوبدلو کارګاه

د راتلونکي محدودیت پر وړاندې زده‌کړې

یونیسف خبرداری ورکړی چې له ښوونځیو محرومېدونکې نجونې له وخت مخکې واده، د ماشومانو کار او تاوتریخوالي په څېر ګواښونو سره مخ کیږي. د یونېسف ارقام ښيي چې شاوخوا ۲۹ سلنه له ۲۰ تر ۲۴ کلنې افغان ښځې تر ۱۸ کلنۍ وړاندې واده شوې دي.

له دې سره، دا ارقام په یوازې دا نه ښيي چې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ماشومانو د ودونو کچه لوړه شوې ده.

حکیم وایي، چې د پوهنتونونو په تړل کېدو او پر ښځو د محدودیتونو په زیاتېدو سره، د پټو ښوونځیو مسوولیت هم تر درسي زده‌کړو هاخوا لاړ. هغه وايي، «زموږ مسوولیت له زده‌کړو ډېر وړاندې لاړ. موږ باید له نجونو سره مرسته کړې وای چې له اجباري ودونو، تحمیلي پرېکړو او اقتصادي ستونزو څخه خوندي پاتې شي.»

مریم، چې نوم یې د امنیتي لاملونو له امله بدل شوی، د طالبانو له راستنېدو وروسته شاوخوا شپږ میاشتې په کور کې پاتې شوه.

هغه وایي، چې دې کورناستي د هغې پر رواني حالت ناوړه اغېزه وکړه.

وروسته د سیمې ماشومان د هغې کور ته ورغلل او ترې ویې غوښتل چې درس ورکړي. مریم په تدریجي ډول نور زده‌کوونکي هم راټول کړل او وروسته یې د پټو ښوونځیو له شبکې سره همکاري پیل کړه.

هغه وایي، په پنځه کلن پټ تدریس کې یې «هر هره ورځ د ویرې احساس» کړی دی، خو هغه څه چې اغلې مریم یې کار ته هڅولې، د زده‌کوونکو په سترګو کې د هیلو څرک و.

نوموړې وویل: «اصلي لامل چې ما خپل کار ته دوام ورکړ، د نجونو په سترګو کې د هیلو لیدل وو.»

مریم اوس د خپلو زده‌کوونکو لومړۍ دوره فارغه کړې او د دویمې دورې فراغت ته چمتووالی نیسي.

سبا، چې ۱۵ کلنه ده او د دغو ښوونځیو یوه زده‌کوونکې ده، وای، پټو زده‌کړو هغه هیله منه کړې، چې خپلو راتلونکو موخو ته ورسېږي. نوموړې وايي، «هر ځل چې موږ راوغورځېدو، زموږ استاد مرسته وکړه چې بېرته تر پخوا پیاوړي ودرېږو.»

هغه وایي هر سهار ښوونځي ته د تلو په انګېزه له خوبه پاڅېږي او له خپلو ښوونکو یې زده کړي چې د خپل راتلونکي لپاره لویې موخې ولري.

100%
د لویانو لپاره د سواد زده‌کړو پټ ټولګی

یو پټ ټولګی یو نوی انتخاب

یلدا وایي، چې د هغې پټ ښوونځی څو ځلې وتړل شو، خو په پای کې په ۱۴۰۵ کال کې فارغه شوه.

هغې له فراغت وروسته ځان د افغانستان تر ټولو بختوره نجلۍ باله، خو همدې احساس هغه دې ته هم ځیره کړه، چې ولې نورې نجونې باید داسې فرصت ونه لري.

هغې له همدې امله د کوچنیو نجونو لپاره یو پټ ټولګی پیل کړ: «دې تجربې ما ته وښودله چې زده‌کړه یوازې د راتلونکي جوړولو لپاره نه ده، بلکې زموږ نن ورځ هم بدلولی شي.»

یلدا اوس هیله لري چې خپلو زده‌کړو ته د نړۍ په یوه معتبر پوهنتون کې دوام ورکړي او یو تحصیلي بورس ومومي.

حکیم وایي چې د درسي زده‌کړو ترڅنګ پټ ښوونځي د بشري حقونو، انساني کرامت، عدالت او درناوي په اړه د کتاب لوستلو ناستې هم جوړوي.

هغه وایی، چې د دې ناستو موخه په کورنۍ او ټولنه کې د خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره د نجونو د وړتیاوو پیاوړي کول دي، په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې نجونې له رسمي زده‌کړو لرې ساتل کیږي.

د پټو ښوونځیو د فعالیتونو دا برخه د پروګرام په پیل کې نه وه.

حکیم وایي، چې د دې نوښت په اړه د هغې لید لوری هم د پنځو کلونو په اوږدو کې بدل شوی دی.

نوموړې وویل: «کله چې ما دا کار پیل کړ، ما فکر کاوه چې هېڅ امکان نه لري طالبان پنځه کاله دوام وکړي. ما فکر کاوه ښايي لږ وخت واخلي، ښايي نړۍ زموږ د ژغورلو لپاره څه وکړي.»

خو پنځه کاله وروسته، پټ ښوونځي لا هم فعال دي.

حکیم وایي، چې افغانې ښځې له یوې خوا د هېواد د واکمنانو له خوا څنډې ته شوې او له بلې خوا داسې احساس کوي چې نړۍ هم د دوی درد ته په کافي اندازه پام نه کوي.

نوموړې وايي، «موږ پټ وو چې کړاو مو ګاله، خو په هر حال مو دوام ورکړ؛ لکه څنګه چې مو تل دوام ورکړی دی.»

د لیلا لپاره، چې پنځه کاله یې د ښوونځي د افشا کېدو او نیول کېدو په وېره کې تېر کړي، د زده کړو دوام د یو بل ډول راتلونکي د انتخاب د امکان د ساتلو په مانا دی.

ښوونځي ممکن پټ وي او ښوونکي په چوپتیا کې کار وکړي، خو په همدې کوچنیو ټولګیو کې نجونې د داسې راتلونکي لپاره چمتو کیږي چې نه غواړي څوک د زده کړو په تړاو حدود ورته وټاکي.

حکیم وایي، چې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه تل په سړکونو او د کامرو پر وړاندې حتمي نه ده، بلکې د انسان د بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه په پټه هم کېدای شي.

100%

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۱
100%

د نړۍ په بازارونو کې د خامو تېلو د بیو له لوړېدو سره په افغانستان کې هم د تېلو بیې لوړې شوې دي. راپورونه ښيي، چې د تېلو نړۍوالې بیې د سعودي عربستان پرضد د حوثیانو د بریدونو او د فارس خلیج په اوبو کې پر څو بېړیو د برید له امله لوړې شوې دي.

په کابل کې موټر چلوونکی صبور احمد وایي، چې د تېلو د بیو لوړېدل په اوسنیو شرایطو کې د دوی لپاره جدي ستونزه ده. هغه وایي، د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی او دوی هم نه‌شي کولی د تېلو د بیې د لوړېدو له امله کرایه لوړه کړي.
بلخوا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه توکو د بیو د زیاتوالي لاملونه یې له واردوونکو شرکتونو سره څېړلي دي او شرکتونو ډاډ ورکړی چې د تېلو او اوبلنو ګازو کافي زېرمې شته او واردات یې په عادي ډول روان دي.

شنونکي خبرداری ورکوي، که په سیمه کې روانې ترینګلتیاوې همداسې دوام وکړي؛ نو د خامو تېلو بیه ښايي په ژمي کې تر ۱۲۰ ډالرو پورې لوړه شي. د دوی په وینا، افغانستان هم د تېلو د بیو له نړۍوالو بدلونونو اغېزمنېږي؛ ځکه دغه هېواد د خپلې اړتیا ډېره برخه تېل له ګاوڼډیو او له منځني ختیځ هېوادونو واردوي.
وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې د دوشنبې ورځې د راکړې ورکړې په پیل کې د برنټ خامو تېلو بیه ۳،۶۲ ډالره لوړه شوې او په هر بېرل ۱۰۷،۲۳ ډالرو ته رسېدلې ده. د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ تېلو بیه هم ۳،۱۵ ډالره لوړه شوې او هر بېرل یې په ۱۰۳،۲۰ ډالرو پلورل شوی دی.

اقتصادي شنونکی سیر قریشي وایي، په نړۍوال بازار کې د تېلو د بیو لوړېدل، د وارداتو، لېږد، بیمې او د پېسو د لېږد لګښتونو زیاتېدل په مستقیم ډول د افغانستان پر کورنیو بیو اغېز کوي.

د قریشي په وینا، د تېلو په وارداتو کې پر ګاونډیو هېوادونو تکیه، د اسعارو د بیو بدلون، د عرضې کمښت او د بازار کمزوری څار هم د بیو د لوړېدو له لاملونو دي. نوموړی د بیو د ثبات لپاره د وارداتو د سرچینو بدلون، د کافي زېرمو ساتلو او د بازار د څار پیاوړتیا وړاندیز کوي.

د افغانستان انټرنشنل پښتو له‌خوا د راټولو شویو معلوماتو له مخې، په کابل کې د یوې اوونۍ په اوږدو کې د پټرولو بیه له ۸۷ افغانۍ څخه ۸۸ افغانیو ته لوړه شوې ده. د ډیزلو بیه هم له ۶۴ څخه ۷۹ افغانیو ته لوړه شوې؛ خو د ګازو بیه له ۶۶ څخه ۶۴ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هرات کې د ګازو بیه ۶۵، د پټرولو ۹۰ او د ډیزلو ۷۲ افغانۍ ښودل شوې ده. په کندهار کې بیا پټرول ۸۱، ډیزل ۷۱ او ګاز ۶۱ افغانۍ پلورل کېږي.

اقتصادي شنونکی فرید فرهنګ د افغانستان د تېلو پر بازار د نړۍوالو بدلونونو اغېز تر یوه بریده د وارداتو د لارو او سیمه‌ییزو ستونزو له امله ګڼي. نوموړی وایي، افغانستان مخکې له ترکمنستان نه په پراخه کچه تېل پېرل؛ خو په سیمه کې روانو ترینګلتیاوو د تېلو پر لېږد اغېز کړی دی. د هغه په وینا، له عراق نه د اربیل او سلیمانیه له لارې د تېلو د لېږد ستونزې هم پر لګښتونو اغېز کوي.

فرهنګ وایي، د افغانستان بازار ته ډېری وخت د ټیټ کیفیت تېل واردېږي او له همدې امله د هرمز تنګي وضعیت پر افغانستان مستقیم اغېز نه‌شي لرلی؛ خو د منځني ختیځ روانه جګړه او له ترکمنستان او عراق نه د تېلو د لېږد ستونزې د بیو د لوړېدو له لاملونو بلل کېږي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی، د تېلو د بیو دوامداره لوړوالی ښايي د ترانسپورټ ترڅنګ د ګڼو نورو توکو او خدمتونو پر بیو هم اغېز وکړي. بلخوا د شنونکو په وینا، د نړۍوالو بیو او سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د دوام په صورت کې ښايي په افغانستان کې د تېلو بیې لا هم لوړې شي.

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
100%

په برېتانیا کې ۱۸ کلن افغان پناه‌غوښتونکي سلیمان تاجزي په لندن کې د ۲۶ کلن فرمان‌الله شېرزاد پر وژنې اعتراف کړی دی. د لندن د متروپولیتن پولیسو ویلي، تاج‌زي د جمعې په ورځ په اولډ بېلي محکمې کې د قتل تور منلی دی.

تاج‌زی چې د لیډز په ښار کې اوسېده، د چړې د ناقانونه لېږدولو جرم هم منلی دی. ټاکل شوې ده، چې محکمه (د وږي په ۲۷مه) د هغه د مجازاتو حکم صادر کړي.

د محکمې د راپور له مخې، سلیمان تاج‌زي تر وژنې وړاندې د قرباني د اوسېدو او کار ځای په اړه معلومات راټول کړي وو. هغه د تېرکال (د کب ۲۷مه) په لیډز کې د چړې تر اخیستو وروسته لندن ته ولاړ او د وېسټ مینسټر په سیمه کې د شېرزاد د کور مخې ته د هغه د بېرته راتګ په تمه و. کله چې شېرزاد ورسېد تاج‌زي پرې برید وکړ.

شېرزاد د چړې د څو ګوزارونو له امله د وېسټ مینسټر کلیسا ته څېرمه ووژل شو. تاج‌زی دوه ورځې وروسته په لیډز کې د خپل تره په کور کې ونیول شو. پولیسو د دغه کور د پلټنې پرمهال د هغه یوشمېر وسایل، چې په‌کې په وینو ککړ ورزشي بوټان هم شامل وو ضبط کړل.

د دواړو ترمنځ شخړه د قرباني او د تاج‌زي د تره زوی د مېرمنې ترمنځ له عاطفي اړیکې سره تړاو درلود. شېرزاد دغه اړیکه تایید کړې وه او ویلي یې و، چې له یادې ښځې سره مینه لري.

د تاج‌زي د تره زوی او د هغه مېرمن د تېرکال په سپټمبر کې د لیډز پولیسو ته له شېرزاد څخه شکایت کړی و او د هغه عکس او یوشمېر پیغامونه یې پولیسو ته ښودلي وو؛ خو یادې ښځې له پولیسو سره د خصوصي خبرو پرمهال پیغامونه حذف کړل، له رسمي بیان سره یې له لاسلیک کولو ډډه وکړه.

د اکتوبر په درېیمه پولیسو په لیډز ښار کې د یادې جوړې کور ته ولاړل او شېرزاد یې داسې وموند چې پر ځمکه ناست و، لاسونه یې په ټوکر تړل شوي وو او بوټان ترې لرې وو.

شېرزاد هغه مهال د څار او د جنسي جرم د ترسره کولو په نیت د ناقانونه ننوتلو په شک ونیول شو. هغه پولیسو ته ویلي و، له یادې ښځې سره یې عاطفي اړیکه لرله او وروسته له هغه چې ښځې د «سنېپ‌چېټ» له لارې د لیدو بلنه ورکړې وه لیډز ته تللی و.

د شېرزاد له خوشې کېدو وروسته، د تاج‌زي د تره زوی او مېرمن یې څو ځله بیا له پولیسو سره اړیکه ونیوله؛ خو وروسته ورته وویل شول چې د شېرزاد پر وړاندې به نور اقدام ونه شي.

د لندن د متروپولیتن پولیسو مشر پلټونکي او د دغه قضیې د څېړنو مسوول وین جولي د تاج‌زي له اعتراف وروسته وویل: «دا یوه ډېره دردوونکې قضیه ده، چې په‌کې یو ځوان د یوه تاوتریخوالي ډک، بې‌رحمانه او بې‌معنا اقدام له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ».