پنځه کاله پټ ښوونځي

لیلا هره ورځ هغه ټولګي ته ځي چې باید څوک یې ونه ویني. هغه سهار له کوره وځي، داسې ښوونځي ته ځي چې لوحه نه لري او له هغو نجونو سره یوځای زدهکړې کوي چې د خپلو زدهکړو د دوام لپاره باید پټې پاتې شي.

لیلا هره ورځ هغه ټولګي ته ځي چې باید څوک یې ونه ویني. هغه سهار له کوره وځي، داسې ښوونځي ته ځي چې لوحه نه لري او له هغو نجونو سره یوځای زدهکړې کوي چې د خپلو زدهکړو د دوام لپاره باید پټې پاتې شي.
پنځه کاله وړاندې لیلا ۱۲ کلنه او تازه اووم ټولګي ته داخله شوې وه چې طالبانو د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو دروازې وتړلې.
رسمي ښوونځی د هغې لپاره پای ته ورسېد، خو زده کړې نه. څو میاشتې وروسته، هغې په خپله سیمه کې یو پټ ښوونځی پیدا کړ.
اوس لیلا د «پټ یا نامريي ښوونځي» په دولسم ټولګي او د فراغت په درشل کې ده.
هغه وایي، چې د دغو پنځو کلونو تر ټولو لویه ننګونه د ښوونځي د افشا کېدو، د زده کوونکو د نیول کېدو او د ټولګي د تړل کېدو وېره وه.
سره له دې، دا کلونه د هغې لپاره د زده کړې یو فرصت هم و.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زما ذهني وړتیاوو خورا وده کړې، درس ښه زده کوم او خیاطي مې هم زده کړې چې له لارې عاید ترلاسه کولی شم.»
د «پټ ښوونځي» د نوښت بنسټ اېښودونکې پرستو حکیم لپاره پټ پاتې کېدل په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د دوام د بیې یوه برخه ده.
پټې نجونې خورا ډېرې دي
حکیم وایي دا پروګرام د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو لږ وروسته، په یوه پټ ښوونځي سره پیل شو.
اوس د هغې په وینا، دا شبکه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې فعالیت لري او ۳۵ ښوونځي له ۴۵ څخه ډېر ښوونکياو ۱۸۳۰ زده کوونکي تر پوښښ لاندې راولي. خو د حکیم لپاره، «پټ ښوونځی» یوازې د هغو ښوونځیو نوم نه دی چې باید د طالبانو له سترګو پټ پاتې شي.
نجونې سهار وختي پرته له دې، چې شاوخوا خلک خبر شي، له کوره وځي او ښوونکي په عادي کورونو کې د تړلو دروازو شا ته هغوی ته درس ورکوي.
حکیم وایي، چې هغه څه چې په لومړیو کې یو امنیتي ضرورت و، په تدریجي ډول د دې شبکې د هویت په یوه برخه بدل شو.
د حکیم په وینا:«هره ورځ یوه نجلۍ سهار وختي پاڅېږي، په پټه ښوونځي ته ځي او پټ درس لولي. ناڅرګند ښوونکي درس ورکوي او پت ټیم کار کوي.»
هغه وایي، چې همدا وضعیت د شبکې د ځواکمنتیا په نقطه بدل شوی دی. نوموړې وايي، «دوی غوښتل موږ یو کمزوری ځواک وښیي، خو موږ له خپل پټ توب څخه ګټه پورته کړه ترڅو وښیو چې ځواک څه ډول بڼه لري.»
یونېسف وایي، چې په افغانستان کې له ۱۴۰۰ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو زیاتې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې دي.
افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو لپاره پکې منځنۍ او لوړې زده کړې منع دي.
په داسې شرایطو کې، «پټ ښوونځي، یا دغه شبکه» هڅه کوي چې د زده کړو یوه برخه له رسمي نظام څخه بهر ژوندۍ وساتي.
هغه زدهکوونکي چې ښوونکي شوله
یلدا، چې ۱۸ کلنه ده، تېر کال د عالي نومرو په لرلو له همدا دول یوه ښوونځي څخه فارغه شوه.
د هغې نوم د امنیتي دلایلو له امله بدل شوی دی. خو فراغت د هغې لپاره د دې لارې پای نه و.
هغې له فراغت وروسته په کابل کې په ځپل کور کې یو ټولګی جوړ کړ، لسګونه ماشومان یې راټول کړل او د کتابونو او نورو تعلیمي توکو د چمتو کولو لپاره یې د «پټو ښوونځیو د نوښت» له شبکې مرسته وغوښته.
د حکیم په وینا، د زدهکوونکو او ښوونکو همدغو نوښتونو د شبکې په پراخولو کې مرسته کړې ده.
په ټول افغانستان کې له ۲ زرو څخه زیاتو ښوونکو هم چمتووالی ښودلی چې له دغه پروګرام سره یوځای شي او د خپلو زدهکوونکو زده کړې رونې وساتي.
یلدا وایي، له فراغت وروسته یې د هغه ښوونځي له لارې چې درس یې پکې ویلی و، فرصت ترلاسه کړ چې د ښوونکې په توګه فعالیت وکړي.هغه زیاتوي: «له فراغت وروسته مې فرصت پیدا کړ چې د هغه ښوونځي له لارې چې ترې فارغه شوې وم، د استادې په توګه فعالیت وکړم.»
هغه وایي چې دې تجربې هغې ته وښوده چې زدهکړه یوازې یو حق نه دی، بلکې ژوند بدلولی شي.
هوسۍ، چې د دغو ښوونځیو بله زدهکوونکې ده، هم هغه مهال چې د نجونو ښوونځي وتړل شول، د زدهکړو د دوام لپاره یې هېڅ هیله نه درلوده: «دا د باور وړ نه وه چې موږ کولای شو یو پټ ښوونځی پیدا کړو، هلته پنځه کاله درس ووایو او خپل فراغت ونمانځو.»
هغه وایي، چې امنیتي اندېښنې تل له زدهکوونکو سره مل وې، خو د زدهکړو دوام هغوی په کور کې له پاتې کېدو او بېسوادۍ څخه لرې وساتلې. هغه زیاتوي: «موږ یې له بېسوادۍ وژغورلو. داسې ونه شول چې موږ د بېسواده نجونو په توګه په کور کې پاتې شو او یوازې د کور کارونه وکړو.»
هوسۍ هم له فراغت وروسته د ښوونکې په توګه له دا ډول ښوونڅي سره همکاري کوي.
د دغه نوښت ښوونځي د درسي زدهکړو ترڅنګ د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، ډېجیټل زدهکړو، ګاڼو جوړولو، ډیزاین او هنر په څېر مهارتونه هم ښيي.
حکیم وايي غواړي نجونې له دغو مهارتونو څخه په عاید ترلاسه کولو ګټه پورته کړي.
د راتلونکي محدودیت پر وړاندې زدهکړې
یونیسف خبرداری ورکړی چې له ښوونځیو محرومېدونکې نجونې له وخت مخکې واده، د ماشومانو کار او تاوتریخوالي په څېر ګواښونو سره مخ کیږي. د یونېسف ارقام ښيي چې شاوخوا ۲۹ سلنه له ۲۰ تر ۲۴ کلنې افغان ښځې تر ۱۸ کلنۍ وړاندې واده شوې دي.
له دې سره، دا ارقام په یوازې دا نه ښيي چې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ماشومانو د ودونو کچه لوړه شوې ده.
حکیم وایي، چې د پوهنتونونو په تړل کېدو او پر ښځو د محدودیتونو په زیاتېدو سره، د پټو ښوونځیو مسوولیت هم تر درسي زدهکړو هاخوا لاړ. هغه وايي، «زموږ مسوولیت له زدهکړو ډېر وړاندې لاړ. موږ باید له نجونو سره مرسته کړې وای چې له اجباري ودونو، تحمیلي پرېکړو او اقتصادي ستونزو څخه خوندي پاتې شي.»
مریم، چې نوم یې د امنیتي لاملونو له امله بدل شوی، د طالبانو له راستنېدو وروسته شاوخوا شپږ میاشتې په کور کې پاتې شوه.
هغه وایي، چې دې کورناستي د هغې پر رواني حالت ناوړه اغېزه وکړه.
وروسته د سیمې ماشومان د هغې کور ته ورغلل او ترې ویې غوښتل چې درس ورکړي. مریم په تدریجي ډول نور زدهکوونکي هم راټول کړل او وروسته یې د پټو ښوونځیو له شبکې سره همکاري پیل کړه.
هغه وایي، په پنځه کلن پټ تدریس کې یې «هر هره ورځ د ویرې احساس» کړی دی، خو هغه څه چې اغلې مریم یې کار ته هڅولې، د زدهکوونکو په سترګو کې د هیلو څرک و.
نوموړې وویل: «اصلي لامل چې ما خپل کار ته دوام ورکړ، د نجونو په سترګو کې د هیلو لیدل وو.»
مریم اوس د خپلو زدهکوونکو لومړۍ دوره فارغه کړې او د دویمې دورې فراغت ته چمتووالی نیسي.
سبا، چې ۱۵ کلنه ده او د دغو ښوونځیو یوه زدهکوونکې ده، وای، پټو زدهکړو هغه هیله منه کړې، چې خپلو راتلونکو موخو ته ورسېږي. نوموړې وايي، «هر ځل چې موږ راوغورځېدو، زموږ استاد مرسته وکړه چې بېرته تر پخوا پیاوړي ودرېږو.»
هغه وایي هر سهار ښوونځي ته د تلو په انګېزه له خوبه پاڅېږي او له خپلو ښوونکو یې زده کړي چې د خپل راتلونکي لپاره لویې موخې ولري.
یو پټ ټولګی یو نوی انتخاب
یلدا وایي، چې د هغې پټ ښوونځی څو ځلې وتړل شو، خو په پای کې په ۱۴۰۵ کال کې فارغه شوه.
هغې له فراغت وروسته ځان د افغانستان تر ټولو بختوره نجلۍ باله، خو همدې احساس هغه دې ته هم ځیره کړه، چې ولې نورې نجونې باید داسې فرصت ونه لري.
هغې له همدې امله د کوچنیو نجونو لپاره یو پټ ټولګی پیل کړ: «دې تجربې ما ته وښودله چې زدهکړه یوازې د راتلونکي جوړولو لپاره نه ده، بلکې زموږ نن ورځ هم بدلولی شي.»
یلدا اوس هیله لري چې خپلو زدهکړو ته د نړۍ په یوه معتبر پوهنتون کې دوام ورکړي او یو تحصیلي بورس ومومي.
حکیم وایي چې د درسي زدهکړو ترڅنګ پټ ښوونځي د بشري حقونو، انساني کرامت، عدالت او درناوي په اړه د کتاب لوستلو ناستې هم جوړوي.
هغه وایی، چې د دې ناستو موخه په کورنۍ او ټولنه کې د خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره د نجونو د وړتیاوو پیاوړي کول دي، په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې نجونې له رسمي زدهکړو لرې ساتل کیږي.
د پټو ښوونځیو د فعالیتونو دا برخه د پروګرام په پیل کې نه وه.
حکیم وایي، چې د دې نوښت په اړه د هغې لید لوری هم د پنځو کلونو په اوږدو کې بدل شوی دی.
نوموړې وویل: «کله چې ما دا کار پیل کړ، ما فکر کاوه چې هېڅ امکان نه لري طالبان پنځه کاله دوام وکړي. ما فکر کاوه ښايي لږ وخت واخلي، ښايي نړۍ زموږ د ژغورلو لپاره څه وکړي.»
خو پنځه کاله وروسته، پټ ښوونځي لا هم فعال دي.
حکیم وایي، چې افغانې ښځې له یوې خوا د هېواد د واکمنانو له خوا څنډې ته شوې او له بلې خوا داسې احساس کوي چې نړۍ هم د دوی درد ته په کافي اندازه پام نه کوي.
نوموړې وايي، «موږ پټ وو چې کړاو مو ګاله، خو په هر حال مو دوام ورکړ؛ لکه څنګه چې مو تل دوام ورکړی دی.»
د لیلا لپاره، چې پنځه کاله یې د ښوونځي د افشا کېدو او نیول کېدو په وېره کې تېر کړي، د زده کړو دوام د یو بل ډول راتلونکي د انتخاب د امکان د ساتلو په مانا دی.
ښوونځي ممکن پټ وي او ښوونکي په چوپتیا کې کار وکړي، خو په همدې کوچنیو ټولګیو کې نجونې د داسې راتلونکي لپاره چمتو کیږي چې نه غواړي څوک د زده کړو په تړاو حدود ورته وټاکي.
حکیم وایي، چې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه تل په سړکونو او د کامرو پر وړاندې حتمي نه ده، بلکې د انسان د بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه په پټه هم کېدای شي.