کابل مېشتي په پلازمېنه کې د سوالګرو له ډېرېدو شکایت لري

کابل مېشتي شکایت لري، چې په دې وروستیو اونیو کې په پلازمېنه کابل کې د سوالګرو شمېر د پام وړ زیات شوی دی. دوی وایي، وزګارتیا او بې وزلۍ خلک سوالګرۍ ته اړ اېستي دي.

موسکا چې د کابل د رحمان مېنې اوسېدونکې ده وایي:« د سوالګرو له لاسه له کوره وتلی نه شو، د سوالګرو شمېر د پام وړ زیات شوی.»
هغه وایي:« خلک وږي دي، دندې نه شته پیسې نه شته. خلک له مجبوریته سوالګري کوي، چې خپلې کورنۍ ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوه ګوله ډوډۍ یوسي.»
دا لومړی ځل نه دی، چې خلک له دغه حالته سر ټکوي، بلکې تر دې وړاندې هم څو ځلې کابل مېشتو د سوالګرو د شمېر په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.
فرشته چې د کابل د پروان مېنې اوسېدونکې ده، د افغانستان انټرنشنل خبریالې ولولې کوچۍ ته یې ویلي:« دغه سوالګر څو ځلې وړاندې هم ډېر شوي وو؛ خو طالبانو د سوالګرو د ټولولو خبر ورکړی و، که څه هم دغه سوالګر د لنډې مودې لپاره په واټونو کې کم شوي وو؛ خو اوس بیا ډېر شوي دي.»
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کله چې د سوالګرو د شمېر له زیاتېدو خلکو شکایتونه وکړل،
د طالبانو رییس‌الوزرا حکم ورکړ، چې په پلازمېنه کې دې د سوالګرو د ډېرېدو لاملونه وڅېړل شي.
تر دې وروسته طالبانو د سوالګرو د راټولولو یوه کمېټه جوړه کړه.

د وروستي ځل لپاره د روان کال په مې میاشت کې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري ویل شوي وو، چې څه باندې ۳۳زره سوالګر یې راټول کړي دي. له دې ډلې ۱۴زره او ۴۵تنه یې ښځینه، له ۱۵زره ډېر یې ماشومان او څه باندې ۱۵زره یې نارینه دي.

په کابل کې د سوالګرو کمېټې داهم ویلي و، چې په کابل ښار کې شاوخوا ۸۰سلنه سوالګر راټول شوي او دغه بهیر لا هم روان دی.