• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سویلي ولایتونو کې د تریاکو ښکاره کاروبار؛ طالبانو له ۲۹ زره ټنه ډېر نشه‌يي توکي سوځولي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۱ GMT+۱

طالبانو په داسې حال تر ۲۹ زره ټنه ډېر نشه‌يي توکي سوځولي، چې سویلي ولایتونو کې په ښکاره د تریاکو کاروبار دوام لري. په کندهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، دغه نشه‌يي توکي يې د دوو کلونو په موده کې ضبط کړي او په تړاو یې ۴۳۹ کسان هم نیولي.

په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له لورې د چهار شنبې په ورځ د (وږي په ۱۵مه) ۲۹ زره ۳۸۹ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي داسې مهال وسوځول شول، چې په دغه ولایت کې په ښکاره د نشه‌يي توکو کاروبار کېږي.

په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، په دغه نشه‌يي توکو کې هېروین، ښېښه، چرس، مورفین، ټابلېټ کا، الکولي مشروبات، اومان، اېف او د نشه‌يي توکو د جوړېدو لپاره نور کارېدونکي کیمیاوي توکي شامل دي؛ خو دغه نشه‌یي توکي د هغه مایع تریاکو څخه تولیدېږي، چې همدا اوس یې هم سویلي ولایتونو کې په ښکاره کارو بار کېږي.

د طالبانو په خبره، د دغو نشه‌يي توکو د کاروبار او کارولو په تور يې ۴۳۹ کسان نیولي او د طالبانو عدلي او قضايي ادارو ته یې سپارلي دي.
طالبانو په داسې مهال دغه نشه‌يي توکي له منځه وړي، چې د کندهار په ډېریو ولسوالیو کې د تریاکو د کاروبار لپاره ځانګړي بازارونه جوړ شوي او هره ورځ په کې د ټنونو تریاکو پېر او پلور په ښکاره ترسره کېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو څو میاشتې وروسته د نشه‌يي توکو پر کښت او کارو بار د بندیز فرمان صادر کړ، د دغه فرمان تر صادرېدو وروسته په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت کچه د پام وړ ټيټه شوې؛ خو د تریاکو پېر او‌ پلور په ازاد ډول کېږي.

ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

سرچینې: د مولوي هبت الله په امر د ځینو پخوانیو افغان چارواکو کورونه تخلیه کېږي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي