• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۸ GMT+۱

یو شمېر افغان ښځینه فعالانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په یوه ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه له اندېښنو څرګندولو او تکراري ژمنو تېر شي او د عدالت، حساب ورکونې او په سیاسي بهیرونو کې د ښځو د ګډون لپاره عملي اقدامات وکړي.

میترا مهران، ګیسو یاري او اصیلا وردک، چې په دې ناسته کې یې ویناوې وکړې، ټینګار وکړ چې افغان ښځې باید د افغانستان د راتلونکي په اړه د هر سیاسي بهیر په مرکز کې وي.
«د ښځو له نظرونو پرته سیاسي بهیر د ناکامۍ له ګواښ سره مخ دی»
د ښځو د حقونو فعالې میترا مهران وویل چې افغان ښځې پوهېږي کومو اقداماتو ورته پایله ورکړې، کوم ناکام شوي او د افغانستان د راتلونکي لپاره څه غواړي.
هغې ټینګار وکړ چې هر هغه سیاسي بهیر چې د افغان ښځو غوښتنې او لیدلوري په پام کې ونه نیسي، له پیله د ناکامۍ له ګواښ سره مخ دی.
اغلې مهران له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره له هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل څخه ډډه وکړي چې د دې ډلې د اړیکو عادي کولو یا مشروعیت ورکولو لامل کېږي.
هغې وویل: «که په یوه سیاسي بهیر کې داخل شو، خو جنسیتي اپارتاید په رسمیت ونه پېژنو، نو د ستونزې له ریښې سره مبارزه نه کوو، بلکې یوازې له پایلو سره یې چلند کوو».
ګیسو یاري: له ۲۰۰ ډېر فرمانونه او قوانین د ښځو پر ژوند اغېزمن شوي
د ښځو د حقونو فعالې ګیسو یاري وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له لوري له ۲۰۰ ډېر فرمانونه، قوانین او لارښوونې د افغانستان د ښځو او نجونو پر ژوند اغېزمنې شوې دي.
د هغې په وینا، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو د هغوی د ژوند نږدې ټولې برخې اغېزمنې کړې دي.
یاري وویل چې افغان ښځې او نجونې، سره له دغو محدودیتونو، په پټه زده کړو، تنظیم، اعتراضونو، د بشري حقونو د سرغړونو ثبتولو او د حق غوښتنې ته دوام ورکړی دی.
هغې وویل چې په همدې موده کې د نړیوالې ټولنې یوه برخه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر لور روانه شوې ده.
یاري له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو پر ځای خبرې ونه کړي، بلکې هغوی ته دې زمینه برابره کړي چې خپل غږ په خپله نړیوالې ټولنې ته ورسوي.
هغې ټینګار وکړ: «مه پرېږدئ چې د افغان ښځو او نجونو محرومیت په یوه عادي او منل شوي وضعیت بدل شي».
اصیلا وردک: «اوس د عمل وخت دی»
د ښځو د حقونو فعالې او پخوانۍ افغانې ډیپلوماتې اصیلا وردک هم د طالبانو د واکمنۍ پنځم کال ته په اشارې وویل چې افغان ښځو په وار وار خپلې غوښتنې مطرح کړې دي او اوس د عملي اقداماتو وخت دی.
وردک وویل: «پنځه کاله تېر شوي دي. نور له موږ مه پوښتئ چې زموږ لپاره څه کولی شئ. موږ څو ځله ویلي چې څه غواړو. اوس د عمل وخت دی».
هغې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان اړوند په ټولو سیاسي بهیرونو کې د افغان ښځو حضور تضمین کړي.
د وردک په وینا، ښځې باید د اجنډا له ټاکلو او پرېکړو څخه نیولې تر سیاسي بهیرونو د عملي کولو پورې، ریښتینی او تلپاتې رول ولري.
وردک د حساب ورکونې د میکانیزمونو د پیاوړتیا، د بشري حقونو د سرغړونو د شواهدو د ساتلو، افغان ښځو او نجونو ته د زده کړو او بورسویو د فرصتونو برابرولو او له هېواده بهر د افغان محصلانو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
هغې همداراز د افغان ښځینه بنسټونو لپاره د مستقیم او څوکلن مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
وردک ټینګار وکړ چې د ښځو د حقونو د سرغړونو اسناد او شواهد باید یوازې په ارشیفونو کې پاتې نه شي.
هغې وویل: «شواهد باید یو ځای ته ورسېږي او هغه ځای عدالت دی».
دې افغان فعالې له د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره خپلې جلا جلا اړیکې په یوه همغږې او څو اړخیزې تګلارې بدلې کړي.
هغې د ښځو د زده کړو، کار، د تګ راتګ د ازادۍ او په عامه چارو کې د ګډون په برخو کې د مشخصو معیارونو د ټاکلو غوښتنه هم وکړه.
په ناسته کې ویناوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت یوازې یوه داخلي موضوع نه ده، بلکې د بشري حقونو، جنسیتي برابرۍ، عدالت او حساب ورکونې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا لپاره یوه ازموینه ده.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۴

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۵

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه

•
•
•

نور خبرونه

ترکیې او قطر له طالبانو سره د القـ .ـاعدې او پاکستاني وسله‌والو ډلو په اړه خبرې کړې دي

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۱
100%

د امریکا د پوځي او امنیتي چارو ویب‌پاڼې «سوف‌ریپ» په یوه تحلیلي راپور کې ادعا کړې چې د ترکیې او قطر لوړپوړو امنیتي چارواکو د سپټمبر پر ۱۶مه په کابل کې له طالب مشرانو سره د القـ .ـاعدې، د دوحې تړون، د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادۍ پوځ په اړه خبرې کړې دي.

د دغه رسنۍ د سپټمبر ۲۱مې په راپور کې، چې سارا اډمز لیکلی، راغلي چې د ترکیې د ملي استخباراتو مشر ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال منشي حمد بن خمیس الکبیسي په کابل کې د طالبانو له دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست له مشر ملا عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.

د راپور له مخې، ابراهیم کالین کندهار ته هم تللی او هلته یې د طالبانو له والي او د هبت‌الله اخوندزاده له ځانګړي استازي ملا محمد شیرین اخوند سره کتلي دي.

راپور لیکي چې د دغو ناستو درې اصلي موضوعات د حمزه بن لادن په افغانستان کې څرګند حضور، له امریکا سره په راتلونکو خبرو کې د دوحې د مذاکراتي چوکاټ څخه د طالبانو د استفادې څرنګوالی او د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ لیبریشن ارمي په اړه پلانونه وو.

د راپور له مخې، د دغو خبرو یوه مهمه موضوع حمزه بن لادن و؛ هغه د القاعدې د بنسټګر اسامه بن لادن زوی او د دې ډلې اوسنی مشر بلل شوی دی.

راپور ادعا کوي چې ترکیه او قطر له وړاندې خبر وو چې حمزه بن لادن ژوندی دی، خو د سپټمبر پر ۱۰مه د القاعدې له خوا د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د «د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو له ۲۵ کلونو وروسته، لومړۍ برخه» تر سرلیک لاندې د یوې ویډیو له خپرېدو وروسته د هغه شتون یو ځل بیا عام شو.

په راپور کې راغلي چې د امریکا حکومت د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر پر ۱۴مه اعلان کړی و چې حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د امریکا په یو د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوی، خو «سوف‌ریپ» وايي چې نوموړی هغه مهال ژوندی و.

د راپور له مخې، ترکیې او قطر له طالبانو څخه دا نه غوښتل چې القاعده له افغانستان نه وباسي، یا حمزه بن لادن له هېواده لرې کړي، بلکې اندېښنه یې دا وه چې د هغه شتون او په افغانستان کې د القاعدې حضور ولې دومره ښکاره شوی چې نړیواله پاملرنه یې بېرته دې هېواد ته اړولې ده.

د راپور په یوه خبره کې راغلي: «موضوع دا نه وه چې ایا په افغانستان کې د ترهګرو لپاره خوندي ځای شته، اندېښنه دا وه چې دغه خوندي ځای د بهرنیو خلکو لپاره تر کومه حده ښکاره شوی دی.»

د دوحې تړون او له امریکا سره راتلونکې خبرې

د راپور له مخې، د ناستو دویمه موضوع دا وه چې طالبان څنګه کولی شي د دوحې د مذاکراتو له رامنځته شوي سیاسي چوکاټ څخه په راتلونکو خبرو کې له امریکا سره د خپل دریځ د پیاوړي کولو لپاره استفاده وکړي.

راپور لیکي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شو او د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره یې چوکاټ برابر کړ. په دغه تړون کې د ترهګرۍ اړوند د طالبانو ژمنې او د راتلونکو سیاسي خبرو موضوع هم شامله وه.

د راپور په وینا، د دوحې د چوکاټ پټو ضمیمو کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د طالبانو د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د امریکا د مالي ملاتړ موضوع هم شامله وه.

راپور ادعا کوي چې د حمزه بن لادن ښکاره کېدل د طالبانو لپاره ځکه ستونزه جوړوي چې دا پوښتنه راپورته کوي چې طالبان د القاعدې د حضور په اړه څومره معلومات لري او ایا امریکا له طالبانو سره د خبرو او ترهګرۍ ضد مالي ملاتړ پر مهال د افغانستان د وضعیت په اړه سم معلومات ترلاسه کړي وو که نه.

د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادۍ پوځ موضوع

د راپور درېیمه موضوع د پاکستان او دوو وسله‌والو ډلو، تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادۍ پوځ، په اړه وه.

د راپور له مخې، د سپټمبر پر ۱۶مه په کابل کې د دغو ډلو د نورو جنګیالیو او مرکزونو له پاکستان څخه افغانستان ته د انتقال پلانونه هم مطرح شوي دي.

راپور ادعا کوي چې ابراهیم کالین دغه موضوع د طالبانو د استخباراتو له مشر ملا عبدالحق وثیق سره په مستقیمه توګه مطرح کړې ده.

د راپور له مخې، د دې پلان لنډمهاله هدف دا و چې پر پاکستان د وسله‌والو بریدونو فشار کم او د سیمې د تاوتریخوالي له امله نړیوال فشار راټیټ شي.

راپور لیکي چې د دغو ډلو انتقال افغانستان ته د هغوی د له منځه وړلو په معنا نه دی، بلکې د دې ډلې د جنګیالیو او وړتیاوو د ساتلو ترڅنګ د هغوی د فعالیتونو د ځای بدلولو په معنا دی.

راپور د ۲۰۲۶ کال د نړیوال ترهګرۍ شاخص ته په اشاره وايي چې پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د ترهګرۍ له پلوه تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد و. د راپور له مخې، په دغه کال کې په پاکستان کې ۱،۰۴۵ ترهګریزې پېښې شوي او ۱،۱۳۹ کسان پکې وژل شوي دي.

د راپور په وینا، یوازې تحریک طالبان پاکستان د ۵۹۵ بریدونو او ۶۳۷ مړینو مسوول بلل شوی چې د ترهګرۍ اړوند د ټولو مړینو ۵۶ سلنه جوړوي.

راپور د سپټمبر پر ۱۸مه په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه مرکز د ځانمرګي موټر بم برید او ورپسې وسله‌وال برید ته هم اشاره کوي. د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم یوې ډلې، چې راپور یې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلې جلا شوې ډله بولي، د برید مسوولیت منلی، خو تحریک طالبان پاکستان د خپل لاس لرل رد کړي دي.

په تحلیل کې ویل شوي چې د سپټمبر ۱۶مې خبرې یوازې د طالبانو او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ عادي امنیتي ناستې نه وې، بلکې د افغانستان د وسله‌والو ډلو، د دوحې د مذاکراتي چوکاټ او د سیمې د امنیتي وضعیت ترمنځ اړیکې یې هم تر بحث لاندې راوستې.

د راپور په پای کې راغلي چې د حمزه بن لادن، القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او بلوچ لیبریشن ارمي موضوعات له یو بل سره تړلي دي او طالبان کولی شي د دغو ډلو په اړه خپل دریځ په راتلونکو سیاسي او امنیتي خبرو کې د فشار یا امتیاز لپاره وکاروي.

راپور وايي، د سپټمبر ۱۶مې ناستو په اړه تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د دغو ډلو د له منځه وړلو پر ځای د هغوی د فعالیتونو د مدیریت او کنټرول موضوع مطرح شوې ده.

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې هلېن مکنټي، ویلي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه کافي خبرې کړې دي او اوس د عملي اقداماتو وخت رارسېدلی دی.

مکنټي د دوشنبې په ورځ د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو نږدې ټول اساسي حقونه ترې اخیستل شوي دي.
هغې وویل چې نړیواله ټولنه باید له ټولو شته سیاسي او نورو امکاناتو څخه یوازې د پیوستون د څرګندولو لپاره نه، بلکې په افغانستان کې د روانو سرغړونو پر وړاندې د عملي اقدام لپاره کار واخلي.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې افغان ښځې باید د پرېکړو کولو په مرکز کې وي او د تجربو له مخې د ښځو ګډون د پرېکړو په بهیر کې د غوره پایلو لامل کېږي.
هغې د طالب چارواکو پر وړاندې نړیوالو بندیزونو ته په اشارې وویل، ایرلنډ د ملګرو ملتونو له میکانیزمونو څخه د هغو اقداماتو د مخنیوي لپاره کار اخیستی چې ښايي د بندیزونو لاندې طالب چارواکو ته یې د سفر زمینه برابره کړې وای.
هغې پوښتنه وکړه: «افغان ښځې حتی د سفر اجازه نه لري؛ نو څنګه کېدای شي چې پر بندیزونو د لګېدلو طالبانو غړو ته د سفر اجازه ورکړل شي؟».
هغې زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو موضوع هم جدي ونیسي.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې وویل، په سیاسي ناستو، د سناتورانو، وزیرانو او نورو پرېکړه کوونکو ترمنځ باید د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه غبرګون او عملي اقدام موجود وي.
هغې ټینګار وکړ چې داسې زمینه باید برابره شي چې د افغان ښځو غږ واورېدل شي.
مکنټي وویل چې ایرلنډ له طالبانو سره د تعامل لپاره د پلاوو د استولو له وړاندیز سره موافق نه دی، ځکه د هغې په وینا، په اوسنیو شرایطو کې دا کار له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر لور ګام ګڼل کېدای شي.
هغې پوښتنه وکړه چې «څه بدل شوي دي؟ کومه پېښه شوې چې اوس باید له طالبانو سره په هغه ډول تعامل وکړو چې وړاندیز شوی دی؟».
مکنټي ټینګار وکړ: «په هېڅ ډول باید طالبان په رسمیت ونه پېژنو».
هغې وویل ایرلنډ باید پر ځای یې له افغانستان دننه له باوري شریکانو سره کار وکړي، څو اړینې مرستې او ملاتړ د دغه هېواد خلکو ته ورسېږي.
یوازې غوسه او شوک بسنه نه کوي
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه انځورونو او راپورونو په نړیواله کچه، هم په عامه غونډو او هم په شخصي بحثونو کې، د غوسې او حیرانتیا احساسات راپارولي دي؛ خو یوازې احساساتي غبرګون بسنه نه کوي.
هغې وویل نړیوال چارواکي باید د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
مکنټي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید داسې میکانیزمونه رامنځته کړي چې د افغان ښځو غږ واورېدل شي او هغوی د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د پرېکړو په بهیر کې ونډه ولري.
هغې د راتلونکو میاشتو له مهمو ننګونو څخه د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو لپاره د یوې لارې موندل او د سیاسي دریځونو بدلول په عملي اقداماتو وبلل.

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۷ GMT+۱
100%

نن د سپټامبر ۲۱مه د سولې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په نړۍ کې داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د پنځو لسیزو نسلونه په ځانګړي ډول اوسني ځوانان لاهم د سولې ارمانجن دي.

دوی وایي، یوازې د جکړې درېدل د سولې د ټینګښت په معنا نه‌ده؛ بلکې بشپړه سوله هغه مهال راتلای شي، چې په هېواد کې خلک له نا امنۍ، وېرې او جبر پرته ژوند وکړي.
د دوی په وینا، سولې ته د رسېدو لپاره افغانانو ګڼې قربانۍ ورکړې دي، سولې ته د رسېدو په لاره کې یې د کورنۍ له غړو نیولي د بدن تر غړو پورې له لاسه ورکړي او ګڼ افغانان د جکړو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د پکتیا ولایت ۴۸کلن اوسېدونکی خیرالله (مستعار نوم) وایي، پر خپلې لور یې «سوله» نوم اېښی چې ښایي له برکته یې په هېواد کې سوله راشي. خیرالله وایي، له هغه وخت نه چې کم عمره زلمی و له خپل پلار او نېکه یې د سولې خبرې اوریدلې او دغه لړۍ تر اوسنیو ځوانانو هم را رسېدلې ده.
خیرالله وایي، چې په اوسنیو ځوانانو کې هومره د سولې جذبه نه‌شته لکه په دوو پخوانیو نسلونو کې چې وه. هغه یې لامل دا ګڼي، چې ښایي خلک له دغه غوښتنې ستړي شوي وي.
د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د هېواد یوشمېر وګړو هیله لرله چې نور به په هېواد کې جګړه پای ومومي او طالبان ښایي د نورو هېوادونو د واکمنانو په څېر زده‌کړو، اقتصاد، بیارغونې او ملي پخلاینې ته کار وکړي؛ خو لاهم په هېواد کې مرموزې وژنې، د ښځو پر زده‌کړو او کار لګېدلي بندیزونه او له هېواده د ځوانانو تېښته دوام لري.
د کابل ښار اوسېدونکې وږمه (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، پخوا یې په افغانستان کې له سولې بل ډول تعریف په ذهن کې و چې ګواکې سوله پر ځمکه د وسلې اېښودل او د بمونو او ځانمرګو برېدونو درېدل دي؛ خو اوس یې د سولې په اړه فکر بدل شوی دی.
هغه وایي: «اوس سوله ماته د نجونو پر زده‌کړو او کار د بندیز لرې کول او په ټولنه کې د مساوي ادغام په معنا ده. هغه مهال به په افغانستان کې یو سوله‌ییز نظام کې د ژوند کولو احساس وکړم، چې ښځې هم د وطن د نارینه‌و په څېر د وطن په رغولو کې ونډه واخلي».
له سولې څخه د ملګرو ملتونو د تعریف له مخې، سوله نه یوازې د جګړو درېدل دي؛ بلکې یو مثبت او خوځنده بهیر دی، چې بېلابېلې مخالفې خواوې په‌کې خبرو اترو ته وهڅول شي او جګړې او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د ټولنیزو چارو کارپوهان بیا وايي، د سولې معنا دا نه‌ده چې یوازې جګړه نه وي؛ بلکې له سولې سره نورې خبرې او نور ټولنیز شرایط هم تړلي دي.
د طالبانو له راتګ وروسته ګڼ هغه کسان د وطن پرېښودو ته اړ شول، چې د هېواد کادرونه او روڼ اندي بلل کېدل. ځینې بهر مېشته افغانان هم لا تر اوسه د سولې په هېله او تمه دي او د سولې په فضا کې وطن ته د بېرته راګرځېدو تمه لري.
اکرام‌الله چې وروسته د طالبانو له راتګ څخه د افغانستان پرېښودو ته اړ شو او اوس‌مهال په امریکا کې ژوند کوي وایي، چې د هغه په نظر سوله یعنې له تحمیل پرته په خپل هېواد کې د یو منل شوي قانون تر سیوري لاندې ژوند کول دي.
هغه په دې اړه چې طالبان د بشپړ امنیت او سولې ادعا کوي وایي، په یو هېواد کې د سولې ادعا هغه مهال د منلو ده چې هلته د هېواد ټول وګړي ښځې او نارینه د ارام، له ګواښ پرته، په خپله خوښه د زده‌کړو، کار او تفریح حق ولري. نوموړی وایي، د سقوط له ورځې تر اوسه هره شېبه په دې تمه دی چې افغانستان کې داسې د سولې فضا حاکمه شي چې پرته له کومې وېرې هلته ژوند وکړي او بېرته هېواد ته وګرځي.
د هیلې په نوم په امریکا کې مېشته یوه بله افغانه مېرمن وایي، په افغانستان کې اوس‌مهال د سولې هیڅ څرک نه لیدل کېږي. هغه وایي، هلته اوس هم د خلکو امنیت او ژوند ته ګواښ دی، خلک حتی خپل نظر نه‌شي څرګندولی او خلک په ځانګړې توکه ښځې له بنسټیرو حقونو محرومې دی.
هغه وایي: «کله چې پرمختللو هېوادونو کې ژوند وکړو، په دې پوهېږو چې ریښتینې سوله یعنې څه».
د سولې نړۍواله ورځ چې په ۱۹۸۱م کال کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه نوم ونومول شوه او هرکال د سپتامبر میاشتې په ۲۱نېټه چې (د وږي ۳۰مې) سره برابره ده د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېل ډول نمانځل کېږي؛ خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه ورځ په افغانستان کې نه نمانځل کېږي.
طالبان ادعا کوي، چې د دوی له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې سوله او سرتاسري امنیت ټینګ شوی. بلخوا خلک وایي، چې یوازې د جګړو درېدل د سولې په معنا نه‌ده؛ بلکې په یوه ارامه فضا کې چې هلته د ټولنې ټول وګړي «ښځې، نارینه، قومي او مذهبي لږکۍ» پرته له کوم بندیز او ګواښ ژوند وکړي.

طالبان داسې مهال په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او سولې ادعا کوي، چې د هېواد هوایي حریم د یادې ډلې په واک کې نه‌دی. تېره شپه پاکستان یو وار بیا د پکتیکا په برمل او د کونړ ولایت په نورګل ولسوالیو هوایي برېدونه وکړل چې له امله یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۷ GMT+۱
100%

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا د جرمونو د نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لګولو لپاره چمتووالی نیسي او په وینا یې ډېر ژر به یې اعلان کړي. دغې محکمې پروسږکال د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د قاضي‌القضات د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.

رويټرز د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) د خپلو سرچینو په حواله په یوه راپور کې ویلي، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا دغه اقدام به د جګړه‌ییزو جنایتونو او نسل وژنې د تعقیبونکې دغې نړیوالې محکمې چارې لا سختې کړي.

رویټرز کاږي: «امريکايي چارواکي غواړي چې دا محکمه د اسراییلي مشرانو د نیولو حکمونه او همدارنګه په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو په اړه پخوانۍ پلټنې ختمې کړي».

سرچینو ویلي، چې د محکمې پر وړاندې بندیزونه چمتو شوي دي، خو د اعلانولو کره نېټه یې لا تر اوسه نه‌ده مشخصه شوې.

وال‌سټریټ ژورنال بیا د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې دا پرېکړه کېدای شي په روانه اونۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال اعلان شي.

ډونالډ ټرمپ تل د دغې محکمې د کمزوره کېدو هڅې کړي او هغه مهال دغو هڅو زور واخیست چې یادې محکمې په غزې کې د اسراییلي ځواکونو له لوري جنګي او بشري ضد جنایتونو له امله د اسراییل د لومي وزیر نتنیاهو د نیولو حکم صادر کړ.

دغې محکمې بیا یو کال وروسته د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۸مه (د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۷مه) د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دغې ډلې د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه هم صادر کړل. د جرمونو نړۍوالې محکمې د معلوماتو پر بنسټ، یاد طالب چارواکي لږ تر لږه د۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د افغانستان پر خلکو د بشر ضد جرمونو په ترسره کولو تورن دي.

محکمې ویلي، چې دواړو طالب مشرانو د طالبانو د جندر پالیسۍ پر بنسټ د ښځو، نجونو او نورو کسانو چې له دې پالیسیو سره مخالف دي، د سیستماتیک ظلم، بندیز، او تبعیضي چلند امر کړی یا یې هڅولی او د هغو کسانو پر وړاندې یې هم ظلم کړی چې د ښځو او نجونو ملاتړي بلل شوي او د طالبانو له پالیسیو سره مخالف دي.

محکمه زیاتوي، طالبان یو داسې حکومتي سیاست عملي کوي چې د ملکي وګړو اساسي بشري حقوق تر پښو لاندې کوي او دا سیاست د قتل، توقیف، شکنجې، جنسي تېري او جبري لادرکه کولو له کړنو سره تړاو لري.

د ترمپ له دغې هڅې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روان کال په جولای میاشت کې د دغې محکمې د منزوي کولو کمپاین پیل کړی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې له دغې محکمې ووځي. واشنګټن تر دې مخکې د یادې محکمې پر یو شمیر قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي، خو تر اوسه یې پر ټولې محکمې د بندیزونو له لګولو ډډه کوله.

د یادونې وړ ده، چې نړیوالې ټولنې په ۲۰۰۲ کال کې د جنګي جنایتونو، نسل وژنې او د بشریت پر ضد جنایتونو د تعقیب لپاره د جرمونو نړۍواله محکمه جوړه کړه. دا محکمه یوازې هغه وخت صلاحیت لري چې یو غړی هېواد په خپله د دغو جنایتونو د تعقیب توان ونه‌لري او یا یې کول نه غواړي او امریکا هېڅکله د دغې محکمې غړې نه ده پاتې شوې.

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

د طالبانو د باخبره سرچینو له قوله، د سپټمبر پر ۱۱مه د پکتیا په ګرده څېړۍ کې د سراج الدین حقاني په کوربه توب ددې ډلې یو شمېر مشرانو ناسته کړې. په ناسته کې ملا برادر، حقاني، د طالبانو د وژل شوي مشر اختر محمد منصور زوی فتح‌الله منصور او یو شمېر نورو طالب چارواکو ګډون کړی و.

د سرچینو د ادعا له مخې، په دې ناسته کې د طالبانو د مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د واک پر څرنګوالي، د هغه پر فرمانونو او د حکومتولۍ پر اوسني ډول بحث شوی او ګډونوالو د احتمالي ګډ دریځ، یا ایتلاف په اړه خبرې کړې دي.

دې ناستې ته هغه طالب چارواکي نه وو بلل شوي چې مولوي هبت‌الله ته نږدې کسان ګڼل کېږي. په دغو کسانو کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم، د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي شامل دي.

د طالبانو اړوند یوه سرچینه، چې په یاده ناسته کې یې د ګډون ادعا کوي، چې ګډونوالو د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د حکومتولۍ پر څرنګوالي او د هغه پر ځینو فرمانونو او پالیسیو نیوکې درلودې.

د دغو سرچینو په وینا، د ناستې ګډونوالو هڅه کوله، چې د خپلو ګډو اندېښنو پر بنسټ یو غیر رسمي ټولی یا ایتلاف رامنځته کړي او د هبت‌الله د ځینو سیاستونو پر وړاندې ګډ دریځ ولري. سرچینې ادعا کوي چې د دې هڅې موخه د هبت‌الله منزوي کول او د هغه پر سیاستونو داخلي فشار زیاتول دي.

سرچینې همداراز وايي، چې که سراج‌الدین حقاني، عبدالغني برادر، د ملا اختر محمد منصور زوی فتح‌الله منصور او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په څېر یو شمېر بانفوذه کسان په یوه ګډ دریځ کې سره راټول شي، د هبت‌الله لپاره به اوسني سیاسي او اداري مسیر ته دوام ورکول اسانه نه وي.

د افغانستان د اوسني وضعیت تغییر، پر سیاسي څېرو او عامو افغانانو د ځینو بندیزونو کمول او د حکومتولۍ د لارې د اصلاح غوښتنه هم په دې ناسته کې د بحث یو محور و. د ناستې ګډونوالو پر دې هم بحث کړی چې د هبت‌الله د هغو پرېکړو پر وړاندې چې د دوی په باور د طالبانو د ادارې لپاره زیانناکې پایلې لرلی شي، باید ګډ دریځ غوره شي. د سرچینو په وینا، دا دریځ کېدای شي د مدلل مخالفت او یا د ځینو پرېکړو د نه ملاتړ په بڼه څرګند شي.

په طالبانو کې د هبت الله په اړه دوه لیدلوري

په کابل کې یو شمېر لوړپوړي طالب چارواکي د ادارې د ورځني مدیریت، اقتصاد، امنیت، بهرنیو اړیکو او نړیوال تعامل له موضوعاتو سره مستقیم سروکار لري، خو صلاحیتونه یې محدود دي. د طالبانو د ادارې جوړښت د دې ډلې مشر، یا ددوی په وینا، امیر المومنین ته خورا ډېر واکونه ور کړي او هغه یې په یوه « اطاعت وړ او نه چیلنج کېدونکي» امیر بدل کړی.

د تېرو څو کلونو په بهیر کې په طالبانو کې دوه لیدلوري راټوکېدلي، چې یو یې د مشر د فرمانونو او لارښوونو پر اطاعت ټینګار کوي او بل لیدلوری د حکومت د ادارې، نړیوال تعامل او د اوسنيو سیاستونو د تعدیل اړتیا په ګوته کوي.

د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې یو شمېر رپوټونو د هبت‌الله او سراج‌الدین حقاني، یعقوب مجاهد او ځینو نورو جګپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو ادعاوې مطرح کړې دي. په ۲۰۲۴ کال کې داسې رپوټونه خپاره شول چې حقاني او یعقوب په چارو کې د هبت الله له خورا ډېرې مداخلې خوښ نه دي.

خو په ورته وخت کې د طالبانو چارواکو په وار وار د داخلي اختلافاتو رپوټونه رد کړي او د خپل مشر د اطاعت او خپلمنځي یووالي دریځ یې څرګند کړی دی.

د ګردې څېړۍ د ناستې ترکیب ځکه مهم بلل کېږي چې د طالبانو له بېلابېلو څېرو او دورو سره تړلي کسان پکې شامل دي.

سراج‌الدین حقاني د طالبانو په امنیتي جوړښت کې مهم کس دی او د کورنیو چارو وزارت مشري کوي. عبدالغني برادر د طالبانو له بنسټګرانو شمېرل کیږي، چې د دې ډلې په سیاسي او مذاکراتي بهیر کې یې هم مهم رول درلود. برادر د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د مذاکراتو له بهیر سره هم تړلی و.

فتح‌الله منصور بیا د ملا اختر محمد منصور زوی دی. ملا اختر محمد منصور د طالبانو دویم مشر و چې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته د دې ډلې مشر شو او په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په برید کې ووژل شو. د طالبانو په ډله کې د منصور خپل پلویان دي.

له همدې امله، که رښتیا هم د دغو څېرو ترمنځ د ګډ سیاسي دریځ د جوړولو هڅه شوې وي، دا ښايي لومړی ځل وي، چې د طالبانو په منځ کې د هبت الله پر وړاندې د یوه ایتلاف هڅه کیږي.

د ایتلاف لپاره باید څو نښې ولیدل شي، لکه منظمې ناستې، ګډې پرېکړې، ګډ دریځ او نور، چې تراوسه نه دي لیدل شوې.

ایا د تغییر او فشار څه امکان شته؟

د طالبانو په منځ کې د اختلاف یوه مهمه موضوع د هبت الله بندیزونه او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل څرنګوالی دی.

د طالبانو ځینو چارواکو په تېرو کلونو کې د نړیوال تعامل، اقتصادي اړیکو او د افغانستان د نړیوالې انزوا د کمولو پر اړتیا ټینګار کړی او یونیم ځل د طالبانو د مشرتابه پر سیاستونو نیوکې هم شوې دي، خو په دې وروستیو کې دا ډول نیوکې او ټینګارونه کم یا بیخي نه ترسترګو کیږي.

په ۲۰۲۵ کال کې د عباس ستانکزي د قضیې په اړه هم رپوټونه ورکړل شول، چې د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو له هبت‌الله څخه د هغه د بښلو غوښتنه کړې وه، خو دغه غوښتنه تراوسه نه ده منل شوې او هغه لا هم له هېواده بهر اوسیږي. دې د طالبانو په منځ کې د نقد جرئت له منځه وړی دی.

د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه لا هم د طالبانو د ادارې پر وړاندې سترې ننګونې او د نړیوالو د نیوکو مهم موارد دي.

برادر او حقاني د طالبانو په اداره کې د بېلابېلو کړیو استازیتوب کوي.

برادر په دې ډله کې پخوانۍ اړیکې، نفوذ او مخینه لري. حقاني هم د طالبانو په منځ کې او هم بهرنیو جنګیالیو کې له کافي نفوذه برخمن دی. که دواړه د هبت‌الله د ځینو سیاستونو په اړه ګډې اندېښنې او ګډ دریځ ولري، دا د طالبانو د ادارې پر اوسني وضعیت اغیز ښندلی شي.

د طالبانو د ادارې په تحلیل کې د کندهار او کابل ترمنځ د واک مساله هم مطرح ده.

کابل د حکومت اداري او دیپلوماتیک مرکز دی، خو هبت‌الله په کندهار کې مېشت دی او د طالبانو د اصلي رهبرۍ مهم تصمیمونه له هغه ځایه نیول کیږي. د هبت الله شاوخوا د کندهار حوزې شیوخ او مذهبي عالمان راټول دي، چې ډېر کم مسایلو ته په پرانېستي فکر ګوري. خو په کابل کې ځینې هغه چارواکي چې له نړیوالو استازو، اقتصادي ستونزو، اداري چارو او د خلکو له ورځنیو اړتیاوو سره مخ دي، د حکومتولۍ په اړه ښايي متفاوت لید ولري. سره له دې، چې هبت الله په ډېرو ادارو کې تغییرات راوستي او خپل نږدې کسان یې ګومارلي، خو په ځینو پوسټونو لکه د کورنیوچارو، دفاع وزارتونو د وزیرانو په کچه، یا د رییس الوزرا د مرستیالانو په کچه تغییر راوستل ظاهرا د هغه لپاره اسانه تصامیم نه دي.

د ګردې څېړۍ د ناستې د پایلو په تړاو درې احتمالي سناریوګانو مطرح دي:

لومړی، ممکن د طالبانو مشران د ستونزو د حل لپاره مشورتي بهیر غوره وګڼي او د هبت‌الله د رهبرۍ چوکاټ ومني. په دې حالت کې به اختلافات د حکومت په دننه کې د بحثونو تر کچې محدود وي، خو هبت الله ښايي پر هغوی کنټرول ډېر کړي او کابینه په کندهار کې مستقره کړي.

دویم ، شونی ده، چې د کابل یو شمېر لوړپوړي چارواکي پر هبت‌الله د ځینو فرمانونو د بدلولو په برخه کې ګډ فشار راوړي او هغه نرمښت ته وهڅوي، چې شته وضعیت او د هبت الله اخوندزاده طبیعت ته په پام د دغسې فشار د عملي پایلو کچه لا روښانه نه ده.

درېیم، که د کندهار محافظه کاره حلقه مقاومت وکړي، د طالبانو د مهمو څېرو ترمنځ منظم ایتلاف رامنځته شي او د خپل مشر د تصمیمونو پر وړاندې یې ګډ دریځ عملي بڼه واخلي؛ ښايي ددې ډلې په منځ کې نور منځلاري کسان هم له دې ډلې سره د یوځای کېدو جرئت وکړي. دغه سناریو د اختلاف کچې ته رسېدای شي، چې د طالبانو پر سیاستونو او داخلي یووالي او انسجام هم اغیز کولی شي.