هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې هلېن مکنټي، ویلي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه کافي خبرې کړې دي او اوس د عملي اقداماتو وخت رارسېدلی دی.

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې هلېن مکنټي، ویلي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه کافي خبرې کړې دي او اوس د عملي اقداماتو وخت رارسېدلی دی.
مکنټي د دوشنبې په ورځ د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو نږدې ټول اساسي حقونه ترې اخیستل شوي دي.
هغې وویل چې نړیواله ټولنه باید له ټولو شته سیاسي او نورو امکاناتو څخه یوازې د پیوستون د څرګندولو لپاره نه، بلکې په افغانستان کې د روانو سرغړونو پر وړاندې د عملي اقدام لپاره کار واخلي.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې افغان ښځې باید د پرېکړو کولو په مرکز کې وي او د تجربو له مخې د ښځو ګډون د پرېکړو په بهیر کې د غوره پایلو لامل کېږي.
هغې د طالب چارواکو پر وړاندې نړیوالو بندیزونو ته په اشارې وویل، ایرلنډ د ملګرو ملتونو له میکانیزمونو څخه د هغو اقداماتو د مخنیوي لپاره کار اخیستی چې ښايي د بندیزونو لاندې طالب چارواکو ته یې د سفر زمینه برابره کړې وای.
هغې پوښتنه وکړه: «افغان ښځې حتی د سفر اجازه نه لري؛ نو څنګه کېدای شي چې پر بندیزونو د لګېدلو طالبانو غړو ته د سفر اجازه ورکړل شي؟».
هغې زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو موضوع هم جدي ونیسي.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې وویل، په سیاسي ناستو، د سناتورانو، وزیرانو او نورو پرېکړه کوونکو ترمنځ باید د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه غبرګون او عملي اقدام موجود وي.
هغې ټینګار وکړ چې داسې زمینه باید برابره شي چې د افغان ښځو غږ واورېدل شي.
مکنټي وویل چې ایرلنډ له طالبانو سره د تعامل لپاره د پلاوو د استولو له وړاندیز سره موافق نه دی، ځکه د هغې په وینا، په اوسنیو شرایطو کې دا کار له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر لور ګام ګڼل کېدای شي.
هغې پوښتنه وکړه چې «څه بدل شوي دي؟ کومه پېښه شوې چې اوس باید له طالبانو سره په هغه ډول تعامل وکړو چې وړاندیز شوی دی؟».
مکنټي ټینګار وکړ: «په هېڅ ډول باید طالبان په رسمیت ونه پېژنو».
هغې وویل ایرلنډ باید پر ځای یې له افغانستان دننه له باوري شریکانو سره کار وکړي، څو اړینې مرستې او ملاتړ د دغه هېواد خلکو ته ورسېږي.
یوازې غوسه او شوک بسنه نه کوي
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه انځورونو او راپورونو په نړیواله کچه، هم په عامه غونډو او هم په شخصي بحثونو کې، د غوسې او حیرانتیا احساسات راپارولي دي؛ خو یوازې احساساتي غبرګون بسنه نه کوي.
هغې وویل نړیوال چارواکي باید د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
مکنټي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید داسې میکانیزمونه رامنځته کړي چې د افغان ښځو غږ واورېدل شي او هغوی د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د پرېکړو په بهیر کې ونډه ولري.
هغې د راتلونکو میاشتو له مهمو ننګونو څخه د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو لپاره د یوې لارې موندل او د سیاسي دریځونو بدلول په عملي اقداماتو وبلل.

نن د سپټامبر ۲۱مه د سولې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په نړۍ کې داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د پنځو لسیزو نسلونه په ځانګړي ډول اوسني ځوانان لاهم د سولې ارمانجن دي.
دوی وایي، یوازې د جکړې درېدل د سولې د ټینګښت په معنا نهده؛ بلکې بشپړه سوله هغه مهال راتلای شي، چې په هېواد کې خلک له نا امنۍ، وېرې او جبر پرته ژوند وکړي.
د دوی په وینا، سولې ته د رسېدو لپاره افغانانو ګڼې قربانۍ ورکړې دي، سولې ته د رسېدو په لاره کې یې د کورنۍ له غړو نیولي د بدن تر غړو پورې له لاسه ورکړي او ګڼ افغانان د جکړو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د پکتیا ولایت ۴۸کلن اوسېدونکی خیرالله (مستعار نوم) وایي، پر خپلې لور یې «سوله» نوم اېښی چې ښایي له برکته یې په هېواد کې سوله راشي. خیرالله وایي، له هغه وخت نه چې کم عمره زلمی و له خپل پلار او نېکه یې د سولې خبرې اوریدلې او دغه لړۍ تر اوسنیو ځوانانو هم را رسېدلې ده.
خیرالله وایي، چې په اوسنیو ځوانانو کې هومره د سولې جذبه نهشته لکه په دوو پخوانیو نسلونو کې چې وه. هغه یې لامل دا ګڼي، چې ښایي خلک له دغه غوښتنې ستړي شوي وي.
د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د هېواد یوشمېر وګړو هیله لرله چې نور به په هېواد کې جګړه پای ومومي او طالبان ښایي د نورو هېوادونو د واکمنانو په څېر زدهکړو، اقتصاد، بیارغونې او ملي پخلاینې ته کار وکړي؛ خو لاهم په هېواد کې مرموزې وژنې، د ښځو پر زدهکړو او کار لګېدلي بندیزونه او له هېواده د ځوانانو تېښته دوام لري.
د کابل ښار اوسېدونکې وږمه (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، پخوا یې په افغانستان کې له سولې بل ډول تعریف په ذهن کې و چې ګواکې سوله پر ځمکه د وسلې اېښودل او د بمونو او ځانمرګو برېدونو درېدل دي؛ خو اوس یې د سولې په اړه فکر بدل شوی دی.
هغه وایي: «اوس سوله ماته د نجونو پر زدهکړو او کار د بندیز لرې کول او په ټولنه کې د مساوي ادغام په معنا ده. هغه مهال به په افغانستان کې یو سولهییز نظام کې د ژوند کولو احساس وکړم، چې ښځې هم د وطن د نارینهو په څېر د وطن په رغولو کې ونډه واخلي».
له سولې څخه د ملګرو ملتونو د تعریف له مخې، سوله نه یوازې د جګړو درېدل دي؛ بلکې یو مثبت او خوځنده بهیر دی، چې بېلابېلې مخالفې خواوې پهکې خبرو اترو ته وهڅول شي او جګړې او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د ټولنیزو چارو کارپوهان بیا وايي، د سولې معنا دا نهده چې یوازې جګړه نه وي؛ بلکې له سولې سره نورې خبرې او نور ټولنیز شرایط هم تړلي دي.
د طالبانو له راتګ وروسته ګڼ هغه کسان د وطن پرېښودو ته اړ شول، چې د هېواد کادرونه او روڼ اندي بلل کېدل. ځینې بهر مېشته افغانان هم لا تر اوسه د سولې په هېله او تمه دي او د سولې په فضا کې وطن ته د بېرته راګرځېدو تمه لري.
اکرامالله چې وروسته د طالبانو له راتګ څخه د افغانستان پرېښودو ته اړ شو او اوسمهال په امریکا کې ژوند کوي وایي، چې د هغه په نظر سوله یعنې له تحمیل پرته په خپل هېواد کې د یو منل شوي قانون تر سیوري لاندې ژوند کول دي.
هغه په دې اړه چې طالبان د بشپړ امنیت او سولې ادعا کوي وایي، په یو هېواد کې د سولې ادعا هغه مهال د منلو ده چې هلته د هېواد ټول وګړي ښځې او نارینه د ارام، له ګواښ پرته، په خپله خوښه د زدهکړو، کار او تفریح حق ولري. نوموړی وایي، د سقوط له ورځې تر اوسه هره شېبه په دې تمه دی چې افغانستان کې داسې د سولې فضا حاکمه شي چې پرته له کومې وېرې هلته ژوند وکړي او بېرته هېواد ته وګرځي.
د هیلې په نوم په امریکا کې مېشته یوه بله افغانه مېرمن وایي، په افغانستان کې اوسمهال د سولې هیڅ څرک نه لیدل کېږي. هغه وایي، هلته اوس هم د خلکو امنیت او ژوند ته ګواښ دی، خلک حتی خپل نظر نهشي څرګندولی او خلک په ځانګړې توکه ښځې له بنسټیرو حقونو محرومې دی.
هغه وایي: «کله چې پرمختللو هېوادونو کې ژوند وکړو، په دې پوهېږو چې ریښتینې سوله یعنې څه».
د سولې نړۍواله ورځ چې په ۱۹۸۱م کال کې د ملګرو ملتونو لهخوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه نوم ونومول شوه او هرکال د سپتامبر میاشتې په ۲۱نېټه چې (د وږي ۳۰مې) سره برابره ده د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېل ډول نمانځل کېږي؛ خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه ورځ په افغانستان کې نه نمانځل کېږي.
طالبان ادعا کوي، چې د دوی له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې سوله او سرتاسري امنیت ټینګ شوی. بلخوا خلک وایي، چې یوازې د جګړو درېدل د سولې په معنا نهده؛ بلکې په یوه ارامه فضا کې چې هلته د ټولنې ټول وګړي «ښځې، نارینه، قومي او مذهبي لږکۍ» پرته له کوم بندیز او ګواښ ژوند وکړي.
طالبان داسې مهال په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او سولې ادعا کوي، چې د هېواد هوایي حریم د یادې ډلې په واک کې نهدی. تېره شپه پاکستان یو وار بیا د پکتیکا په برمل او د کونړ ولایت په نورګل ولسوالیو هوایي برېدونه وکړل چې له امله یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا د جرمونو د نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لګولو لپاره چمتووالی نیسي او په وینا یې ډېر ژر به یې اعلان کړي. دغې محکمې پروسږکال د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د قاضيالقضات د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.
رويټرز د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) د خپلو سرچینو په حواله په یوه راپور کې ویلي، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا دغه اقدام به د جګړهییزو جنایتونو او نسل وژنې د تعقیبونکې دغې نړیوالې محکمې چارې لا سختې کړي.
رویټرز کاږي: «امريکايي چارواکي غواړي چې دا محکمه د اسراییلي مشرانو د نیولو حکمونه او همدارنګه په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو په اړه پخوانۍ پلټنې ختمې کړي».
سرچینو ویلي، چې د محکمې پر وړاندې بندیزونه چمتو شوي دي، خو د اعلانولو کره نېټه یې لا تر اوسه نهده مشخصه شوې.
والسټریټ ژورنال بیا د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې دا پرېکړه کېدای شي په روانه اونۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال اعلان شي.
ډونالډ ټرمپ تل د دغې محکمې د کمزوره کېدو هڅې کړي او هغه مهال دغو هڅو زور واخیست چې یادې محکمې په غزې کې د اسراییلي ځواکونو له لوري جنګي او بشري ضد جنایتونو له امله د اسراییل د لومي وزیر نتنیاهو د نیولو حکم صادر کړ.
دغې محکمې بیا یو کال وروسته د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۸مه (د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۷مه) د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د دغې ډلې د قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه هم صادر کړل. د جرمونو نړۍوالې محکمې د معلوماتو پر بنسټ، یاد طالب چارواکي لږ تر لږه د۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د افغانستان پر خلکو د بشر ضد جرمونو په ترسره کولو تورن دي.
محکمې ویلي، چې دواړو طالب مشرانو د طالبانو د جندر پالیسۍ پر بنسټ د ښځو، نجونو او نورو کسانو چې له دې پالیسیو سره مخالف دي، د سیستماتیک ظلم، بندیز، او تبعیضي چلند امر کړی یا یې هڅولی او د هغو کسانو پر وړاندې یې هم ظلم کړی چې د ښځو او نجونو ملاتړي بلل شوي او د طالبانو له پالیسیو سره مخالف دي.
محکمه زیاتوي، طالبان یو داسې حکومتي سیاست عملي کوي چې د ملکي وګړو اساسي بشري حقوق تر پښو لاندې کوي او دا سیاست د قتل، توقیف، شکنجې، جنسي تېري او جبري لادرکه کولو له کړنو سره تړاو لري.
د ترمپ له دغې هڅې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روان کال په جولای میاشت کې د دغې محکمې د منزوي کولو کمپاین پیل کړی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې له دغې محکمې ووځي. واشنګټن تر دې مخکې د یادې محکمې پر یو شمیر قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي، خو تر اوسه یې پر ټولې محکمې د بندیزونو له لګولو ډډه کوله.
د یادونې وړ ده، چې نړیوالې ټولنې په ۲۰۰۲ کال کې د جنګي جنایتونو، نسل وژنې او د بشریت پر ضد جنایتونو د تعقیب لپاره د جرمونو نړۍواله محکمه جوړه کړه. دا محکمه یوازې هغه وخت صلاحیت لري چې یو غړی هېواد په خپله د دغو جنایتونو د تعقیب توان ونهلري او یا یې کول نه غواړي او امریکا هېڅکله د دغې محکمې غړې نه ده پاتې شوې.
د طالبانو د باخبره سرچینو له قوله، د سپټمبر پر ۱۱مه د پکتیا په ګرده څېړۍ کې د سراج الدین حقاني په کوربه توب ددې ډلې یو شمېر مشرانو ناسته کړې. په ناسته کې ملا برادر، حقاني، د طالبانو د وژل شوي مشر اختر محمد منصور زوی فتحالله منصور او یو شمېر نورو طالب چارواکو ګډون کړی و.
د سرچینو د ادعا له مخې، په دې ناسته کې د طالبانو د مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د واک پر څرنګوالي، د هغه پر فرمانونو او د حکومتولۍ پر اوسني ډول بحث شوی او ګډونوالو د احتمالي ګډ دریځ، یا ایتلاف په اړه خبرې کړې دي.
دې ناستې ته هغه طالب چارواکي نه وو بلل شوي چې مولوي هبتالله ته نږدې کسان ګڼل کېږي. په دغو کسانو کې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم، د پوهنې وزیر حبیبالله اغا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي شامل دي.
د طالبانو اړوند یوه سرچینه، چې په یاده ناسته کې یې د ګډون ادعا کوي، چې ګډونوالو د مولوي هبتالله اخوندزاده د حکومتولۍ پر څرنګوالي او د هغه پر ځینو فرمانونو او پالیسیو نیوکې درلودې.
د دغو سرچینو په وینا، د ناستې ګډونوالو هڅه کوله، چې د خپلو ګډو اندېښنو پر بنسټ یو غیر رسمي ټولی یا ایتلاف رامنځته کړي او د هبتالله د ځینو سیاستونو پر وړاندې ګډ دریځ ولري. سرچینې ادعا کوي چې د دې هڅې موخه د هبتالله منزوي کول او د هغه پر سیاستونو داخلي فشار زیاتول دي.
سرچینې همداراز وايي، چې که سراجالدین حقاني، عبدالغني برادر، د ملا اختر محمد منصور زوی فتحالله منصور او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په څېر یو شمېر بانفوذه کسان په یوه ګډ دریځ کې سره راټول شي، د هبتالله لپاره به اوسني سیاسي او اداري مسیر ته دوام ورکول اسانه نه وي.
د افغانستان د اوسني وضعیت تغییر، پر سیاسي څېرو او عامو افغانانو د ځینو بندیزونو کمول او د حکومتولۍ د لارې د اصلاح غوښتنه هم په دې ناسته کې د بحث یو محور و. د ناستې ګډونوالو پر دې هم بحث کړی چې د هبتالله د هغو پرېکړو پر وړاندې چې د دوی په باور د طالبانو د ادارې لپاره زیانناکې پایلې لرلی شي، باید ګډ دریځ غوره شي. د سرچینو په وینا، دا دریځ کېدای شي د مدلل مخالفت او یا د ځینو پرېکړو د نه ملاتړ په بڼه څرګند شي.
په طالبانو کې د هبت الله په اړه دوه لیدلوري
په کابل کې یو شمېر لوړپوړي طالب چارواکي د ادارې د ورځني مدیریت، اقتصاد، امنیت، بهرنیو اړیکو او نړیوال تعامل له موضوعاتو سره مستقیم سروکار لري، خو صلاحیتونه یې محدود دي. د طالبانو د ادارې جوړښت د دې ډلې مشر، یا ددوی په وینا، امیر المومنین ته خورا ډېر واکونه ور کړي او هغه یې په یوه « اطاعت وړ او نه چیلنج کېدونکي» امیر بدل کړی.
د تېرو څو کلونو په بهیر کې په طالبانو کې دوه لیدلوري راټوکېدلي، چې یو یې د مشر د فرمانونو او لارښوونو پر اطاعت ټینګار کوي او بل لیدلوری د حکومت د ادارې، نړیوال تعامل او د اوسنيو سیاستونو د تعدیل اړتیا په ګوته کوي.
د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې یو شمېر رپوټونو د هبتالله او سراجالدین حقاني، یعقوب مجاهد او ځینو نورو جګپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو ادعاوې مطرح کړې دي. په ۲۰۲۴ کال کې داسې رپوټونه خپاره شول چې حقاني او یعقوب په چارو کې د هبت الله له خورا ډېرې مداخلې خوښ نه دي.
خو په ورته وخت کې د طالبانو چارواکو په وار وار د داخلي اختلافاتو رپوټونه رد کړي او د خپل مشر د اطاعت او خپلمنځي یووالي دریځ یې څرګند کړی دی.
د ګردې څېړۍ د ناستې ترکیب ځکه مهم بلل کېږي چې د طالبانو له بېلابېلو څېرو او دورو سره تړلي کسان پکې شامل دي.
سراجالدین حقاني د طالبانو په امنیتي جوړښت کې مهم کس دی او د کورنیو چارو وزارت مشري کوي. عبدالغني برادر د طالبانو له بنسټګرانو شمېرل کیږي، چې د دې ډلې په سیاسي او مذاکراتي بهیر کې یې هم مهم رول درلود. برادر د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د مذاکراتو له بهیر سره هم تړلی و.
فتحالله منصور بیا د ملا اختر محمد منصور زوی دی. ملا اختر محمد منصور د طالبانو دویم مشر و چې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته د دې ډلې مشر شو او په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په برید کې ووژل شو. د طالبانو په ډله کې د منصور خپل پلویان دي.
له همدې امله، که رښتیا هم د دغو څېرو ترمنځ د ګډ سیاسي دریځ د جوړولو هڅه شوې وي، دا ښايي لومړی ځل وي، چې د طالبانو په منځ کې د هبت الله پر وړاندې د یوه ایتلاف هڅه کیږي.
د ایتلاف لپاره باید څو نښې ولیدل شي، لکه منظمې ناستې، ګډې پرېکړې، ګډ دریځ او نور، چې تراوسه نه دي لیدل شوې.
ایا د تغییر او فشار څه امکان شته؟
د طالبانو په منځ کې د اختلاف یوه مهمه موضوع د هبت الله بندیزونه او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل څرنګوالی دی.
د طالبانو ځینو چارواکو په تېرو کلونو کې د نړیوال تعامل، اقتصادي اړیکو او د افغانستان د نړیوالې انزوا د کمولو پر اړتیا ټینګار کړی او یونیم ځل د طالبانو د مشرتابه پر سیاستونو نیوکې هم شوې دي، خو په دې وروستیو کې دا ډول نیوکې او ټینګارونه کم یا بیخي نه ترسترګو کیږي.
په ۲۰۲۵ کال کې د عباس ستانکزي د قضیې په اړه هم رپوټونه ورکړل شول، چې د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو له هبتالله څخه د هغه د بښلو غوښتنه کړې وه، خو دغه غوښتنه تراوسه نه ده منل شوې او هغه لا هم له هېواده بهر اوسیږي. دې د طالبانو په منځ کې د نقد جرئت له منځه وړی دی.
د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه لا هم د طالبانو د ادارې پر وړاندې سترې ننګونې او د نړیوالو د نیوکو مهم موارد دي.
برادر او حقاني د طالبانو په اداره کې د بېلابېلو کړیو استازیتوب کوي.
برادر په دې ډله کې پخوانۍ اړیکې، نفوذ او مخینه لري. حقاني هم د طالبانو په منځ کې او هم بهرنیو جنګیالیو کې له کافي نفوذه برخمن دی. که دواړه د هبتالله د ځینو سیاستونو په اړه ګډې اندېښنې او ګډ دریځ ولري، دا د طالبانو د ادارې پر اوسني وضعیت اغیز ښندلی شي.
د طالبانو د ادارې په تحلیل کې د کندهار او کابل ترمنځ د واک مساله هم مطرح ده.
کابل د حکومت اداري او دیپلوماتیک مرکز دی، خو هبتالله په کندهار کې مېشت دی او د طالبانو د اصلي رهبرۍ مهم تصمیمونه له هغه ځایه نیول کیږي. د هبت الله شاوخوا د کندهار حوزې شیوخ او مذهبي عالمان راټول دي، چې ډېر کم مسایلو ته په پرانېستي فکر ګوري. خو په کابل کې ځینې هغه چارواکي چې له نړیوالو استازو، اقتصادي ستونزو، اداري چارو او د خلکو له ورځنیو اړتیاوو سره مخ دي، د حکومتولۍ په اړه ښايي متفاوت لید ولري. سره له دې، چې هبت الله په ډېرو ادارو کې تغییرات راوستي او خپل نږدې کسان یې ګومارلي، خو په ځینو پوسټونو لکه د کورنیوچارو، دفاع وزارتونو د وزیرانو په کچه، یا د رییس الوزرا د مرستیالانو په کچه تغییر راوستل ظاهرا د هغه لپاره اسانه تصامیم نه دي.
د ګردې څېړۍ د ناستې د پایلو په تړاو درې احتمالي سناریوګانو مطرح دي:
لومړی، ممکن د طالبانو مشران د ستونزو د حل لپاره مشورتي بهیر غوره وګڼي او د هبتالله د رهبرۍ چوکاټ ومني. په دې حالت کې به اختلافات د حکومت په دننه کې د بحثونو تر کچې محدود وي، خو هبت الله ښايي پر هغوی کنټرول ډېر کړي او کابینه په کندهار کې مستقره کړي.
دویم ، شونی ده، چې د کابل یو شمېر لوړپوړي چارواکي پر هبتالله د ځینو فرمانونو د بدلولو په برخه کې ګډ فشار راوړي او هغه نرمښت ته وهڅوي، چې شته وضعیت او د هبت الله اخوندزاده طبیعت ته په پام د دغسې فشار د عملي پایلو کچه لا روښانه نه ده.
درېیم، که د کندهار محافظه کاره حلقه مقاومت وکړي، د طالبانو د مهمو څېرو ترمنځ منظم ایتلاف رامنځته شي او د خپل مشر د تصمیمونو پر وړاندې یې ګډ دریځ عملي بڼه واخلي؛ ښايي ددې ډلې په منځ کې نور منځلاري کسان هم له دې ډلې سره د یوځای کېدو جرئت وکړي. دغه سناریو د اختلاف کچې ته رسېدای شي، چې د طالبانو پر سیاستونو او داخلي یووالي او انسجام هم اغیز کولی شي.
نن د سپټامبر۲۰مه د پاکوالي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د خځلو د سم مدیریت لپاره یو منظم سیستم نه لري او دې مسلې د خلکو پر ورځني ژوند، چاپیریال، او روغتیا مستقیم اغیز کړی دی.
نړیوالو سازمانونو د افغانستان د استوګنې چاپیریال په اړه په دې وروستیو کې اندېښنې ښودلي، چې ښايي د کافي بودجې د نشت له امله به دغه برخه نوره هم اغیرمنه شي.
د اقلیمي او نورو چاپیریالي ستونزو ترڅنګ، د کثافاتو مدیریت هم د افغانستان د ښارونو او استوګنې چاپیریال تر ټولو ستره ستونزه ګڼل شوې او د دغو راپورونو پر بنسټ د طالبانو واک ته رسېدو سره دغه ستونزه لا ډېره شوې ده.
د چاپېریال ساتنې کارپوه ساحل دوران وایي چې افغانستان کې د کثافاتو د مدیریت لپاره امکانات هومره هم ندي کم چې په دغه برخه کې خدمات نشي وړاندې کولی. د نوموړي په وینا ښاروالي او د چاپیریال ساتنې ملي اداره د کثافاتو د مدیریت په برخه کې ځانګړې دنده او تګلارې لري او باید هغه په سمه توګه وکارول شي.
د ساحل په وینا د کثافاتو د راټولولو برخه کې افغانستان د کثافاتو ملی پالیسي لري او همداراز د کثافاتو د لیږد او ټولولو برخه کې خصوصي شرکتونه هم فعالیت کوي.
نوموړی وایي چې اصلي ستونزه د امکاناتو کمښت نه دی بلکه د منظم سیستماتیک مدیریت ستونزه ده.
ښاغلی ساحل وایي چې که چیرې د دغو کثافات د تولید، راټولولو، لیږد، بیلولو، بیا کارونې او خوندي دفعې بهیر په منظم ډول په پام کې ونیول شي د ښه مدیریت لپاره یې زمینه برابریږي.
د هغه په وینا که کثافات په سمه توکه له چاپیریال څخه لرې نشي د اوبو د زهرې کولو نه نیولو د هوا او خاورې تر ککړتیا پورې رسیږي چې په مستقیمه توګه د چاپیریال په ککړتیا او د ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کیږي.
وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځایونو پروګرام (یو اېن–هېبیټاټ) خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان لوی ښارونه د هوا له سختې ککړتیا سره مخ دي. د دغه سازمان په وینا، د هوا ککړتیا د خلکو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ ده. د یاد سازمان په وینا، د موټرو لوګي، د صنعتي تولیداتو، د سکرو او پلاستیکونو سوځولو له امله په بېلابېلو ښارونو کې د هوا ککړتیا په بېساري توګه لوړه شوې ده.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د پاکوالي نړۍوالې ورځې په مناسبت راپور کې چې یکشنبه(د وږي۲۹مه) خپور شوی ویلي، چې د خځلو د مدیریت ستونزه یوازې د کثافاتو تر راټولولو او له ښارونو څخه د هغو تر لېږد پورې محدوده نه ده، بلکې د خځلو د تولید له کمولو، بیا کارونې، بیلول او د عضوي موادو له بیا پروسس سره هم تړاو لري.
د ملګرو ملتونو په وینا، سږکال د پاکوالي نړۍوالې ورځې تمرکز پر خوړو د ضایعاتو دی او د «له پاکو لوښو تر پاکو ښارونو» تر شعار لاندې دغه ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي.
ملګري ملتونه وایي هره ورځ په ټوله نړۍ کې له یو میلیارد ټنو ډېر خواړه ضایع کېږي، په داسې حال کې چې میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د خوړو ضایع کېدل نه یوازې د کثافاتو د مدیریت ستونزه زیاتوي، بلکې د اقلیم بدلون، د اوبو او ځمکې د سرچینو د ضایع کېدو لامل هم کېږي او د خوړو د ښه او عادلانه سیستم جوړولو هڅې هم اغېزمنوي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام د خوړو د ضایعاتو برخې، د ۲۰۲۴ کال راپور ته په کتو ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په کورونو، هوټلونو او رسټورانتونو او پرچون پلورنځیو کې شاوخوا ۱،۰۵ میلیارده ټنه خواړه ضایع شوي، چې د مصرف کوونکو لپاره د موجودو خوړو نږدې ۱۹ سلنه جوړوي.
شیما هاشمي چې د کابل ښار اوسېدونکې ده افغانستان انټرنشل-پښتو ته ویلي چې کابل ښار له دې امله چې پلازمېنه ده او ګڼ نفوس لرونکی ښار دی د خځلو زیاتوالی پکې له نورو ښارونو پرتله ډیر محسوسیږي.
نوموړې وایي د کثافاتو په کمولو کې د حکومتونو تر څنګ خلک هم خورا مهم رول لري او په وینا یې تر هغو چې په خلکو کې د ښار د پاک ساتلو فرهنګ پیاوړی نشي د ښار پاکوالی ناشوني ده.
د میرمن هاشمي په وینا طالبان هم له دې امله چې ډیر مسلکي کسان او پیاوړی د مدیریت سیستم نه لري نشي کولی د ښار دغه وضعیت کنټرول کړي.
هغه همداراز وایي چې د ویالو د بوی له امله خلک ډېر زوریږي او د باران په ورځو کې د دې پر ځای چې له باراني فضا خوند واخلو د ښار او کوڅو د بد بوی له امله له کوره نشي راوتلي.
طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د کثافاتو د مدیریت په برخه کې کومه ځانګړې تګلاره نه ده عملې کړې. بلخوا د ګډوالو راتګ په لویو ښارونو کې نفوس زیات کړی چې د خځلو په تولید او د هوا په ککړتیا یې اغیز کړی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې یو ترکي شرکت غواړي په افغانستان کې له خځلو او کثافاتو څخه د برېښنا د تولید او د برېښنايي تاسیساتو د بیا رغونې په برخو کې پانګونې وکړي. چې طالبانو دغه چاره د کثافاتو د مدیریت په برخه کې یو ګام بللی و.
برېټانوۍ ورځپاڼې «ډېلي مېل» د ریور په نوم د یوې افغانې ښځې کیسه خپره کړې چې وايي، په ۲۰۱۴ کال کې یې د طالبانو د یوه برید پر مهال ځان مړ اچولی و او له پېښې ژوندۍ وتلې ده. نوموړې وروسته له افغانستانه وتلې او سږ کال د اېورسټ څوکې ته د ختلو لومړنۍ افغانه ښځه شوې ده.
ریور، چې پخوا په زکیه نوم یادې ده، ډېلي مېل ته ویلي چې ۱۷ کلنه وه او له غزني څخه کابل ته د زدهکړو لپاره پر لاره وه چې طالبانو یې بس ودراوه.
هغې ویلي، له خپل کلي څخه تر کابل پورې یې شاوخوا دوه ساعته سفر کاوه، ځکه دا یوازینۍ لار وه چې ښوونځي ته پرې تللی شوه. ریور له ماشومتوبه غوښتل چې خبریاله شي او د ښځو د حقونو په اړه راپورونه ولیکي.
د هغې په وینا، وسلهوالو د بس له درولو وروسته پر سپرلیو ډزې پیل کړې. ریور ادعا کړې چې طالبان د ښځو له سفر او له نارینه خپلوانو پرته د هغوی له زدهکړو سره مخالف وو.
هغې ویلي، کله چې خلک یې مخامخ په ډزو وژل کېدل، یوازې په دې فکر کې وه چې څنګه ځان وژغوري.
ریور ویلي، په هماغه شېبه یې یوه چټکه پرېکړه وکړه، پر مخ یې وینه ووهله، د مړو ترمنځ پریوته، ساه یې کنټرول کړه او ځان یې مړ واچاوه.
د هغې په وینا، وسلهوالو چې وینه ولیده، ګومان یې وکړ چې مړه ده او له هغه ځایه ولاړل.
ریور ویلي، نه پوهېږي چې څومره وخت د مړو په منځ کې پرته وه او حتی خپلې سترګې یې نه پرانیستلې.
د هغې په وینا، وروسته پوځیانو وموندله. هغې ویلي، په برید کې د بس ۱۲ سپرلۍ ووژل شوې او یوازې درې کسان ژوندي پاتې شول.
ریور ویلي چې له دې پېښې وروسته هم له طالبانو سره د هغې د مخامخ کېدو وېره پای ته ونه رسېده او د ولسوالیو ترمنځ د سفرونو پر مهال به وسلهوالو موټر درول او خلک به یې ځورول.
د بس له برید لږ وخت وروسته ریور او کورنۍ یې کابل ته کډه شول، ځکه فکر یې کاوه چې هلته به خوندي وي.
نوموړې وروسته د خبریالې په توګه کار پیل کړ او د افغانستان د ښځو د ژوند او تجربو په اړه یې راپورونه جوړول.
د هغې په وینا، خبریالي هم ورته له خطرونو سره مل وه. هغې ګواښونه ترلاسه کړل او یو ځل په سړک کې ودرول شوه او خبرداری ورکړل شو چې خپل کار پای ته ورسوي.
ریور او کورنۍ یې بالاخره د افغانستان پرېښودو پرېکړه وکړه. هغوی لومړی هند ته ولاړل او هلته یې د کډوالو په توګه ژوند وکړ، وروسته استرالیا ته کډه شول.
هغې ویلي، له افغانستانه وتلو یې ټولې ستونزې پای ته ونه رسولې. په هند کې یې کورنۍ د کار اجازه نه درلوده او د نوي ژوند جوړول ورته ستونزمن وو.
ریور ویلي، استرالیا ته له رسېدو شپږ میاشتې وروسته یې ۲۰ کلن ورور خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دې پېښې او کډوالۍ له امله له ژور خپګان سره مخ شوه.
نوموړې ویلي، د ژوند په یوه تر ټولو ستونزمن پړاو کې یې الکحولو ته مخه کړه او د بس د برید خاطرې هم ورسره پاتې وې. هغې به د وسلهوالو د برید په اړه بد خوبونه لیدل او داسې به یې احساس کاوه چې نقابلرونکي کسان ورپسې دي.
ریور د ماشومتوب پر مهال له خپلو وروڼو سره د افغانستان په واورو پوښلو غرونو کې ختله او حتی د مسلکي غره ختونکې کېدو فکر یې هم کړی و، خو د طالبانو حضور یې دغه خوب له منځه یووړ.
استرالیا ته تر رسېدو وروسته هغې بیا غره ختلو ته مخه کړه او سږ کال د اېورسټ څوکې ته وخته.
د راپور له مخې، ریور د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د اېورسټ څوکې ته ورسېده او لومړنۍ افغانه ښځه شوه چې دا کار یې وکړ.
د ریور لپاره اېورسټ یوازې یوه ورزشي لاستهراوړنه نه وه. هغې ویلي، په افغانستان کې تل یو څوک شته چې ښځو ته وایي څه وکړي، څه وخوري او څه واغوندي.
هغې ویلي چې په اېورسټ کې تر بریا وروسته یې ځان ډېر پیاوړی او باوري احساس کړ او دې پایلې ته ورسېده چې د انسان د وړتیاوو لپاره ټاکلی چوکاټ نشته.
ریور ویلي، د خومبو په سیمه کې غره ختونکو د سختې یخنۍ له امله خپل مخونه پټول، خو د هغوی پټو مخونو دې ته هغه وسلهوال کسانو ورپه یادول چې غوښتل یې هغه ووژني.
هغې ویلي: «ووېرېدم او په ژړا شوم.»
ریور وایي، ځان ته یې ویل چې دلته طالبان نشته، دا غر خوندي دی او باید پر خپلې وړتیا او سفر تمرکز وکړي.
د هغې په وینا، اېورسټ په ناڅاپي ډول په داسې ځای بدل شو چې له ۱۷ کلنۍ راهیسې ورسره پاتې وېره یې پکې مخامخ کړه.
هغې ویلي، د همدې وېرې تر اېورسټ پورې له ځان سره وړلو او هلته ورسره د مخامخېدو تجربې ورسره مرسته وکړه چې د تېر وخت د ترخو خاطرو له یوې برخې ځان خلاص کړي.