ریور، چې پخوا په زکیه نوم یادې ده، ډېلي مېل ته ویلي چې ۱۷ کلنه وه او له غزني څخه کابل ته د زدهکړو لپاره پر لاره وه چې طالبانو یې بس ودراوه.
هغې ویلي، له خپل کلي څخه تر کابل پورې یې شاوخوا دوه ساعته سفر کاوه، ځکه دا یوازینۍ لار وه چې ښوونځي ته پرې تللی شوه. ریور له ماشومتوبه غوښتل چې خبریاله شي او د ښځو د حقونو په اړه راپورونه ولیکي.
د هغې په وینا، وسلهوالو د بس له درولو وروسته پر سپرلیو ډزې پیل کړې. ریور ادعا کړې چې طالبان د ښځو له سفر او له نارینه خپلوانو پرته د هغوی له زدهکړو سره مخالف وو.
هغې ویلي، کله چې خلک یې مخامخ په ډزو وژل کېدل، یوازې په دې فکر کې وه چې څنګه ځان وژغوري.
ریور ویلي، په هماغه شېبه یې یوه چټکه پرېکړه وکړه، پر مخ یې وینه ووهله، د مړو ترمنځ پریوته، ساه یې کنټرول کړه او ځان یې مړ واچاوه.
د هغې په وینا، وسلهوالو چې وینه ولیده، ګومان یې وکړ چې مړه ده او له هغه ځایه ولاړل.
ریور ویلي، نه پوهېږي چې څومره وخت د مړو په منځ کې پرته وه او حتی خپلې سترګې یې نه پرانیستلې.
د هغې په وینا، وروسته پوځیانو وموندله. هغې ویلي، په برید کې د بس ۱۲ سپرلۍ ووژل شوې او یوازې درې کسان ژوندي پاتې شول.
ریور ویلي چې له دې پېښې وروسته هم له طالبانو سره د هغې د مخامخ کېدو وېره پای ته ونه رسېده او د ولسوالیو ترمنځ د سفرونو پر مهال به وسلهوالو موټر درول او خلک به یې ځورول.
د بس له برید لږ وخت وروسته ریور او کورنۍ یې کابل ته کډه شول، ځکه فکر یې کاوه چې هلته به خوندي وي.
نوموړې وروسته د خبریالې په توګه کار پیل کړ او د افغانستان د ښځو د ژوند او تجربو په اړه یې راپورونه جوړول.
د هغې په وینا، خبریالي هم ورته له خطرونو سره مل وه. هغې ګواښونه ترلاسه کړل او یو ځل په سړک کې ودرول شوه او خبرداری ورکړل شو چې خپل کار پای ته ورسوي.
ریور او کورنۍ یې بالاخره د افغانستان پرېښودو پرېکړه وکړه. هغوی لومړی هند ته ولاړل او هلته یې د کډوالو په توګه ژوند وکړ، وروسته استرالیا ته کډه شول.
هغې ویلي، له افغانستانه وتلو یې ټولې ستونزې پای ته ونه رسولې. په هند کې یې کورنۍ د کار اجازه نه درلوده او د نوي ژوند جوړول ورته ستونزمن وو.
ریور ویلي، استرالیا ته له رسېدو شپږ میاشتې وروسته یې ۲۰ کلن ورور خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دې پېښې او کډوالۍ له امله له ژور خپګان سره مخ شوه.
نوموړې ویلي، د ژوند په یوه تر ټولو ستونزمن پړاو کې یې الکحولو ته مخه کړه او د بس د برید خاطرې هم ورسره پاتې وې. هغې به د وسلهوالو د برید په اړه بد خوبونه لیدل او داسې به یې احساس کاوه چې نقابلرونکي کسان ورپسې دي.
ریور د ماشومتوب پر مهال له خپلو وروڼو سره د افغانستان په واورو پوښلو غرونو کې ختله او حتی د مسلکي غره ختونکې کېدو فکر یې هم کړی و، خو د طالبانو حضور یې دغه خوب له منځه یووړ.
استرالیا ته تر رسېدو وروسته هغې بیا غره ختلو ته مخه کړه او سږ کال د اېورسټ څوکې ته وخته.
د راپور له مخې، ریور د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د اېورسټ څوکې ته ورسېده او لومړنۍ افغانه ښځه شوه چې دا کار یې وکړ.
د ریور لپاره اېورسټ یوازې یوه ورزشي لاستهراوړنه نه وه. هغې ویلي، په افغانستان کې تل یو څوک شته چې ښځو ته وایي څه وکړي، څه وخوري او څه واغوندي.
هغې ویلي چې په اېورسټ کې تر بریا وروسته یې ځان ډېر پیاوړی او باوري احساس کړ او دې پایلې ته ورسېده چې د انسان د وړتیاوو لپاره ټاکلی چوکاټ نشته.
ریور ویلي، د خومبو په سیمه کې غره ختونکو د سختې یخنۍ له امله خپل مخونه پټول، خو د هغوی پټو مخونو دې ته هغه وسلهوال کسانو ورپه یادول چې غوښتل یې هغه ووژني.
هغې ویلي: «ووېرېدم او په ژړا شوم.»
ریور وایي، ځان ته یې ویل چې دلته طالبان نشته، دا غر خوندي دی او باید پر خپلې وړتیا او سفر تمرکز وکړي.
د هغې په وینا، اېورسټ په ناڅاپي ډول په داسې ځای بدل شو چې له ۱۷ کلنۍ راهیسې ورسره پاتې وېره یې پکې مخامخ کړه.
هغې ویلي، د همدې وېرې تر اېورسټ پورې له ځان سره وړلو او هلته ورسره د مخامخېدو تجربې ورسره مرسته وکړه چې د تېر وخت د ترخو خاطرو له یوې برخې ځان خلاص کړي.