• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روغتیا نړیوال سازمان: د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص د ژوند د ژغورلو چانس زیاتوي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص او پر وخت درملنه د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ده. په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د سرطان د تشخیص او تخصصي درملنې له محدود لاسرسي سره مخ دی.

روغتیا نړیوال سازمان په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، د ماشومانو د سرطان د ژر تشخیص درې مهم پړاوونه د ناروغۍ د نښو پېژندل، دقیق او پر وخت تشخیص او ژر تر ژره درملنې ته لاسرسی دي. دغه سازمان ټینګار کوي چې د سرطان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او درملنه کولی شي د ماشوم په ژوند کې «ژور او برخلیک ټاکونکی» بدلون رامنځته کړي.

په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د پراخوالي په اړه په دې وروستیو کې بېلابېل ارقام هم خپاره شوي دي. د سپټمبر په ۹مه د طالبانو یوه چارواکي وویل چې د ۲۰۲۵ کال د جون له ۲۷مې تر ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۷مې پورې نږدې ۹۹ زره د سرطان ناروغانو په دولتي روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. نوموړي همداراز ویلي چې په کابل کې د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره د ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړی دی.

خو دغه ۹۹ زره شمېر د سرطان د نوو پېښو له شمېر سره مستقیمه پرتله کېدای نه شي؛ ځکه دا هغه ناروغان دي چې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې یې د یوه کال په موده کې خدمات ترلاسه کړي، نه دا چې ټول یې په همدې موده کې په سرطان اخته شوي وي. د سرطان د نړیوالې څارنې ادارې د ۲۰۲۲ کال اټکلونو له مخې، په افغانستان کې په هغه کال کې ۲۴ زره او ۲۷۵ د سرطان نوې پېښې او ۱۶ زره او ۹۲۳ مړینې اټکل شوې وې.

په ورته مهال، د افغانستان د سرطان د کنټرول بنسټ د سپټمبر په ۱۳مه ادعا وکړه چې په هېواد کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه کسان پر سرطان اخته دي او هر کال نږدې ۵۰ زره نوې پېښې ثبتېږي. دغه بنسټ ویلي وو چې ارقام یې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له معلوماتو او د نړیوالو ادارو له راپورونو راټول کړي دي.

خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سپټمبر په ۱۴مه دغه شمېرې رد کړې او ویې ویل چې د ۱،۵ میلیونه سرطان ناروغانو ادعا کره نه ده. د دغه وزارت ویاند ویلي چې د سرطان د ناروغانو د شمېر په اړه به وروسته کره احصایه له خلکو سره شریکه کړي.

د سرطان د نړیوالې څارنې ادارې د روغتیا نړیوال سازمان اړوند اټکلونو له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کال کې د سرطان تر ټولو ډېرې نوې پېښې د تیونو، معدې، سږو، رحم د غاړې او وینې سرطانونو وې. د ښځو ترمنځ د تیونو سرطان او د نارینه‌وو ترمنځ د معدې او سږو سرطانونه له مهمو ډولونو څخه بلل شوي دي.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ماشومانو کې د سرطان ډېری ډولونه د مناسبې درملنې په صورت کې د درملنې وړ دي، خو ناوخته تشخیص، ناسم تشخیص، درملنې ته محدود لاسرسی او د اړینو روغتیايي خدمتونو کمښت د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو چانس اغېزمنوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د سرطان د ۲۰۲۶ نړیوال راپور هم ټینګار کوي چې د سرطان د درملنې په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د لاسرسي او پایلو لوی توپیرونه لا هم شته او د سرطان د بار د کمولو لپاره د ژر تشخیص، پیاوړو روغتیايي سیستمونو او عادلانه درملنې پراختیا اړینه ده.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۳
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۴

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي

•
•
•

نور خبرونه

ملګري ملتونه: د فساد افشا کوونکو او څېړنیزو خبریالانو ساتنه د روڼتیا لپاره حیاتي ده

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د جینوا دفتر وايي، د فساد د افشا کوونکو او څېړنیزو خبریالانو خونديتوب د روڼتیا او اداري بشپړتیا لپاره حیاتي دی. دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه او معلوماتو ته د لاسرسي لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د جینوا دفتر په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر له هېوادونو سره مرسته کوي چې قوانین پیاوړي او داسې خوندي او ټول‌شموله میکانیزمونه رامنځته کړي، چې خلک وکولای شي له غچ اخیستنې او وېرې پرته د فساد راپور ورکړي.

دغه دفتر ټینګار کړی چې د فساد د افشا کوونکو او څېړنیزو خبریالانو خوندي کول، په حقیقت کې د اداري بشپړتیا او روڼتیا ساتنه ده.

په افغانستان کې بیا د رسنیو وضعیت ته په کتو، د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل راپور کې ویلي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د سانسور، معلوماتو ته د محدود لاسرسي، ګواښونو، خپلسرو نیونو او ناوړه چلند له ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د ۳۳۶ خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو موارد ثبت شوي چې پکې ۲۵۶ خپلسرې نیونې او توقیفونه، ۱۳۰ د شکنجې او ناوړه چلند موارد او ۷۵ د ګواښ او وېرولو پېښې شاملې دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت ویلي، د طالبانو تر ادارې لاندې پر رسنیو د سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونو، د خپرونو د محتوا د کنټرول او د خبریالانو د نیولو له امله د ځان‌سانسورۍ فضا هم پراخه شوې ده.

دغه ماموریت ټینګار کړی چې ازادې، خپلواکې او خوندي رسنۍ د شفافیت او حساب ورکونې لپاره بنسټیز اهمیت لري.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۴مه هم ویلي وو چې د طالبانو تر ادارې لاندې لږ تر لږه درې خبریالان نیول شوي دي. دغه پلاوي پر خبریالانو د بریدونو او د هغوی د شتمنیو د ضبطېدو راپورونه هم د اندېښنې وړ بللي او له طالبانو یې غوښتي چې د خبریالانو د کار خوندیتوب تضمین کړي.

بلخوا، د خبریالانو د حقونو د څار نړیوال سازمان «بې پولې خبریالان» وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان رسنیز چاپېریال په پراخه کچه اغېزمن شوی او د رسنیو پر محتوا او د خبریالانو پر مسلکي فعالیت محدودیتونه زیات شوي دي.

د دغه سازمان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای لري.

د ملګرو ملتونو د جینوا دفتر د فساد د افشا کوونکو او څېړنیزو خبریالانو د ساتنې غوښتنه په داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه د ملګرو ملتونو او نړیوالو رسنیزو بنسټونو اندېښنې دوام لري.

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۱
100%

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سعودي له «دلتا انټرنشنل» شرکت سره د طالبانو د تېلو او ګازو د تړون په غبرګون کې ویلي، هغه حکومت چې د «پردیو په پیسو او وسلو» پر خلکو تپل شوی وي، د ملت اړوند د طبیعي زېرمو په اړه د پرېکړې کولو حق نه‌لري.

ګلبدین حکمتیار د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) «په سیمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي»؟ تر سرلیک لاندې په یوې مقاله کې د هرات د کشک ـ تېرپل د سیمې د تېلو او ګازو د پلټنې او راایستنې تړون د ۱۹۹۰مې لسیزې له تجربې سره تړلی بللی او ویلي یې دي، چې طالبانو دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړی، چې دا ډله «نه اساسي قانون لري، نه شورا او نه هم د ملت له ملاتړ څخه برخمن حکومت لري».

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د وږي میاشتې په ۱۶مه اعلان وکړ، چې د کشک ـ تېرپل د سیمې د تېلو او ګازو د پلټنې او راایستنې تړون یې له «دلتا انټرنشنل» شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د طالبانو د اعلان له‌مخې، دغه شرکت به د ګازو د اوو بلاکونو د پلټنې او رااېستنې لپاره ۵۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي. دا تړون د طالبانو د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په حضور کې لاسلیک شو.

حکمتیار د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه د طالبانو د پرېکړو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي: «څو زورواکي د یوې ډلې په استازیتوب کولای شي هېواد، ارزښتونه او زېرمې یې» له خلکو څخه له پوښتنې او د «ملت د استازو شورا» له څېړنې پرته له بېلابېلو هېوادونو سره معامله کړي.

د حزب اسلامي مشر خبرداری ورکړی، چې د داسې تړونونو لاسلیکول، په داسې حال کې چې قانوني او د خلکو له خوا منل شوی حکومت نه‌وي، د نویو شخړو لپاره زمینه برابرولای شي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د انرژۍ په پروژو کې د ښکېلو شرکتونو سیمه‌ییز سیالان به «لاس تر زنې او د بې‌پروا نندارچیانو په څېر» پاتې نه‌شي او د انرژۍ د لېږد پر لارو سیالي ښايي د نیابتي جګړو لامل شي.

حکمتیار همداراز ادعا کړې، چې روسیه او ایران د افغانستان له لارې سوېل ته د منځنۍ اسیا د تېلو او ګازو له لېږد سره مخالف دي او هڅه به وکړي، چې د دا ډول پروژو د پلي کېدو مخه ونیسي.

هغه ویلي، که شرکتونه فکر کوي چې روسیه، چین او ایران د دغو پروژو د مخنیوي توان نه‌لري، نو «لویه تېروتنه» کوي.

حکمتیار د طالبانو اوسنی تړون له «دلتا» شرکت سره په افغانستان کې د ۱۹۹۰مې لسیزې د نړیوالو تېلو او ګازو شرکتونو له هڅو سره تړلی بللی او ویلي یې دي، چې د دغه شرکت بیا راتګ، د هغه وخت د ځینو څېرو له حضور سره یو ځای، ښيي چې هماغه جیوپولیټیکي سیالۍ لا هم دوام لري.

حکمتیار د خپلې مقالې په بله برخه کې طالبان تورن کړي، چې د افغانستان د ستراتیژیکو زېرمو په اړه له قانوني جوړښتونو او ملي استازولۍ پرته پرېکړې کوي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د دې ډول تګلارې تکرار ښايي د افغانستان لپاره پراخې امنیتي او سیاسي پایلې ولري.

حکمتیار د خپلې مقالې په پای کې پوښتنه کړې: «ایا د تېر وخت ناکامۍ او پخوانۍ خونړۍ تجربې دومره بسنه نه‌کوله چې له ورته کړنو څخه د بیا تکرار مخنیوی شوی وای»؟

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱
100%

له زده‌کړو څخه د افغان نجونو د محرومیت د پنځم کال په درشل کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش مرکز د څلورو افغان نجونو زد‌ه‌کوونکو کیسې خپرې کړي چې د طالبانو له بندیزونو سره سره په پټه خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي. طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړې دي.

پنځه کاله مخکې د ۱۴۰۰م کال د وږي میاشتې په ۲۷مه، چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له ۱۸مې سره سمون لري، طالبانو د هلکانو هغه ښوونځي بېرته پرانیستل چې د کرونا د خپرېدو له امله تړل شوي وو، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې لا هم تړلې پاتې شوې.

د جورج ډبلیو بوش مرکز په همدې مناسبت د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) په یوه خپاره کړي مطلب کې ویلي، چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو پر وړاندې پراخ بندیزونه لګولي، چې په دې کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز هم شامل دی.

دغه مرکز ویلي، چې د زده‌کړو ملاتړي کسان او بنسټونه د انلاین زده‌کړو د پروګرامونو، پټو ښوونځیو او نورو ښوونیزو نوښتونو له لارې، د طالبانو له بندیزونو سربېره د نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د بوش مرکز همداراز ټینګار کړی، چې له افغانانو او د نجونو د زده‌کړو له ملاتړو او فعالانو څخه د ملاتړ په برخه کې به خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.

لینا یوه ۱۸ کلنه نجلۍ ده، چې په افغانستان کې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته له زده‌کړو پاتې شوې ده. هغې د بوش مرکز ته ویلي، چې د کتابونو په لوستلو او له ښوونیزو سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره لا هم هڅه کوي، چې خپلې زده‌کړې روانې وساتي.

یوې بلې نجلۍ ویلي، چې د زده‌کړو له بندیزونو سره سره لوستل، لیکل او د انګلیسي ژبې زده‌کړه یې روانه ساتلې ده او زیاته یې کړه: «هېڅوک نه‌شي کولای پوهه له انسان څخه واخلي».

دې نجلۍ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغان نجونې هېرې نه‌کړي او هغوی ته د زده‌کړو او پرمختګ زمینه برابره کړي.

هدیه هم یوه له هغو نجونو څخه ده، چې په افغانستان کې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته له زده‌کړو پاتې شوې ده. نوموړې خپلې زده‌کړې د انلاین کورسونو له لارې روانې ساتلې دي. هغې د انګلیسي ژبې، لومړنیو مرستو او یو شمېر نورو مهارتونو زده‌کړې هم کړې دي.

یوه بله ۲۰ کلنه نجلۍ وايي، که څه هم د هغې زده‌کړې درول شوي او د راتلونکي لپاره یې ډېر پلانونه له‌منځه تللي، خو لا هم د زده‌کړو د دوام او د یوه ښه ژوند د جوړولو لپاره هیله په زړه کې لري.

د دغو نجونو کیسې د هغو زرګونو افغان نجونو د ژوند یوه برخه انځوروي چې د طالبانو له لوري پر زده‌کړو د لګېدلو بندیزونو له امله له خپلو زده‌کړو څخه پاتې شوې دي.

د یونېسف د شمېرو له‌مخې، په تېرو پنځو کلونو کې له ۲،۶ میلیونو څخه ډېرې افغان نجونې له منځنیو زده‌کړو څخه بې‌برخې شوې دي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم، د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر د نجونو د زده‌کړو له دوام سره مخالفت پیل کړ او په لومړي سر کې یې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته او بیا په پوهنتون کې له زده‌کړو او په وروستي پړاو کې له طبي انسټيټیوټونو او کورسونو هم منع کړې او په دې برخه کې داخلي او بهرنیو غبرګونونو ته د طالبانو ځواب یوازې دا وو، چې دوی د نجونو د زده‌کړو مخالف نه‌دي او یوازې یې تر «امر ثاني» پورې ځنډولي او د دغه «امر ثاني» هم پنځه کاله پوره شوي، خو لا هم افغان نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه‌لري.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د بې‌سرپرسته ښځو او ماشومانو بېرته ستنول ودروي او د هر افغان له اېستنې مخکې، په انفرادي ډول د هغه د ځورونې، شکنجې او نورو جدي بشري حقونو د نقض خطرونه وڅېړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) له پاکستان څخه د افغانانو پر «جبري ستنولو» د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې اسلام‌اباد باید له خطر سره د مخامخ افغانانو د پېژندنې لپاره یو روښانه او د لاسرسي وړ بهیر رامنځته کړي.

دوی خبرداری ورکړ، چې له داسې یوه میکانیزم پرته، زیانمنونکي کسان ښايي د نیول کېدو، بندي کېدو یا اخراج له وېرې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره له مراجعې ډډه وکړي.

کارپوهانو همدا راز د افغان محصلینو د اېستنې په تړاو د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده.

د دوی په وینا، دا پرېکړه لږ تر لږه ۱۰۰ افغان محصلین چې له ۲۰ تر ۴۰ پورې یې نجونې دي اغېزمنوي.

دوی وویل، چې د افغان نجونو محصلینو لپاره دا ګام د ډاکټرانو او د غاښونو د ډاکټرانو په توګه د دوی د جوړېدو د هیلو د له منځه وړلو په معنا کېدای شي، ځکه طالبانو په افغانستان کې د ښځو لوړې زده کړې او طبي زده کړې منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ته د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د چنګاښ له ۱۹مې د وږي تر ۵مې پورې شاوخوا ۱۲۷ زره او ۳۴۴ افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته اېستل شوي چې لږ تر لږه ۱۴ زره او ۱۸۶ تنه یې په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.

په بېرته ستنېدونکو کې شاوخوا ۳۸ زره او ۳۸۸ تنه یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، چې په پاکستان کې یې د بېلابېلو افغان ډلو په ګډون د ښځو او نجونو د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، پخوانیو قاضیانو او څارنوالانو، امنیتي ځواکونو او د پخواني حکومت د چارواکو، د قومي او مذهبي ډلو د غړو او د جنسي لږکیو د کسانو له خوا د مرستې غوښتنې ترلاسه کړې دي.

دوی همدارنګه افغانستان ته د بې‌سرپرسته افغان ماشومانو د بېرته ستنولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې هېواد کې د دغو ماشومانو د منلو، ملاتړ او پاملرنې لپاره مناسب میکانیزمونه نشته.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د شاوخوا ۱۶ زره زیانمنونکو افغانانو د پېژندنې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له معلوماتو هرکلی وکړ، خو د دغو کسانو د پېژندنې د معیارونو او بهیر په اړه یې د نورو جزییاتو غوښتنه وکړه.

دوی ټینګار وکړ، چې له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره باید د نیول کېدو یا اېستلو له وېرې پرته د ملاتړ غوښتنه وشي او د اړتیا په صورت کې له لنډمهالي ملاتړ او خوندي اقامت څخه برخمن شي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د هر ډول ویزو د تمدید بهیر درولی دی.

د قطر د کډوالو په کمپ کې زېږېدلي بې‌برخلیکه افغان ماشومان

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۲ GMT+۱
•
وحید پیمان
100%

له زرو زیات افغانان له څو کلونو راهیسې د قطر په السیلیه کمپ کې له بې‌برخلیکۍ، ناروغیو او رواني فشارونو سره ژوند کوي او درملنې ته محدود لاسرسی لري. په دغه کمپ کې لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومان زیږېدلي چې یو شمېر یې همالته لوی شوي، خو له منظمو زده‌کړو محروم دي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال د السیلیه کمپ له دوو اوسېدونکو سره خبرې کړې دي چې د امنیتي ستونزو له امله یې د ځان لپاره د «نوا» او «تمیم» مستعار نومونه غوره کړي دي.

د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په ۱۴۰۰ کال کې د قطر السیلیه کمپ د افغانانو د لېږد په یو موقت مرکز بدل شو او یو شمېر افغانان همدې کمپ ته ولېږدول شول.

په پیل کې داسې پرېکړه شوې وه چې السیلیه به د دغو کسانو د لنډمهاله اوسېدو ځای وي. افغانان دغه کمپ ته لېږدول کېدل ترڅو د هویت د څېړنې، امنیتي ارزونو، روغتیايي معایناتو او د کډوالۍ د دوسیې پړاوونه بشپړ کړي او بیا بل هېواد ته ولېږدول شي. خو دا موقتي تمځای د سلګونو کسانو لپاره د میاشتو او کلونو په تمه بدل شوی دی.

د هغو شمېرو له مخې چې د افغان ایواک بنسټ له خوا خپرې شوې دي، اوس مهال په دغه کمپ کې ۱۰۳۹ افغانان ژوند کوي او له دې ډلې ۴۳۳ تنه ماشومان دي. همدارنګه ۳۱۹ ښځې او ۲۸۷ بالغ نارینه هم په کمپ کې شتون لري.

په ټولیزه توګه، ښځې او ماشومان د کمپ د ټولو کډوالو څخه زیات یعنې ۷۲ سلنه برخه جوړوي او ۱۹ ښځې دا مهال امیندوارې دي.

یوې باخبرې سرچینې چې د قطر د کمپ د وضعیت په اړه معلومات لري، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تر اوسه پورې په السیلیه کمپ کې افغان میندو او پلرونو لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومان زیږولي دي.

100%

د دې ماشومانو ځینو خپل ژوند په همدې کمپ کې پیل کړی دی او اوس د هغو سرچینو په وینا چې له افغانستان انټرنشنل سره یې خبرې کړې دي، د یو او پنځو کلونو ترمنځ عمرونه لري.

د ماشومانو نامنظمې زده کړې

د ماشومانو د زده کړو نامنظموالی د کورنیو جدي اندېښنه ده. «نوا» وایي په کمپ کې یو ښوونځی شته، خو ماشومان په منظم ډول په کې نه حاضریږي.

نوموړې وایي، د خوب بې نظمي، اضطراب او د ورځني پروګرام نشتوالي د ماشومانو پر ژوند اغېز کړی دی.

100%
افغان ماشومان د قطر په السیلیه کمپ کې په یوه ښوونیز ټولګي کې په درس او لیکلو بوخت دي

یوې بلې مېرمنې چې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې یې د امریکا د کانګرس له غړو سره په یوه انلاین ناسته کې خبرې کولې، ویلي و چې درې ماشومان یې نږدې دوه کاله له ښوونځي محروم پاتې شوي دي.

همدارنګه نوا وایي، کله چې ناروغه کېږي، د کمپ په کلینیک کې متخصص ډاکټر ته لاسرسی نه لري او د دوحې روغتونونو ته د لېږدولو غوښتنه یې هم تل جدي نه نیول کېږي.

د هغې په وینا، د کمپ یو شمېر اوسېدونکي د ملا له درده، د هډوکو له ستونزو، اضطراب او بې خوبۍ څخه کړېږ. نوموړې هغه همدا راز وایي، چې زاړه عمر لرونکي، امیندواره ښځې او ماشومان په کمپ کې د ژوند له شرایطو اغېزمن شوي دي.

نوا وايي:« کله ناکله د ناروغانو شکایت د رواني ستونزې په توګه انګېرل کېږي او ځینې ناروغان د تخصصي درملنې پر ځای، د رواني ناروغیو څانګې ته د لېږدولو له احتمال سره مخ کېږي».

بل‌خوا د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش یو راپور چې د ۱۴۰۴ کال د وږي په ۲۸مه خپور شو، ښيي چې تر هغه وخته د لیرې واټن څخه د طبي خدماتو لګښت ۴۴۲ زره او ۲۹۴ ډالره و.

تمیم، چې د کمپ د یو بل اوسېدونکي مستعار نوم دی، وایي چې کلونه بې برخلیکتوب، له کورنۍ لیرې والی او د روښانه راتلونکي نشتوالي پر خلکو سخت رواني فشار راوړی دی.

100%
د قطر په السیلیه کمپ کې د امریکا د اردو یو پوځي د یوې افغان مېرمنې د اسنادو د ارزونې په حال کې دی

هغه وایي: «د یو شمېر اوسېدونکو دوسیې وڅېړل شوې او په پای کې رد شوې او د څو کلونو په تېرېدو لا هم زموږ برخلیک معلوم نه دی او نه پوهېږو چې زموږ راتلونکی به څه وي.»

احصایې ښيي چې د ټولو اوسېدونکو دوسیې نه دي رد شوې. له زر کسانو څخه، د ۲۹۲ کسانو دوسیې رد شوې او د ۷۴۷ نورو کسانو حقوقي وضعیت یو شان نه دی.

نوا وویل، چې د کمپ مسوولان هره اونۍ غونډه کوي، خو په دې غونډو کې دوی ته ویل کېږي چې د دوی د راتلونکي په اړه هېڅ معلومات نشته. نوموړې په کمپ کې مېشت کسان «یرغمل شوي» بولي.

نوموړې همدا راز وایي، چې د کمپ مېشت کډوال د کمپ د مسوولانو له نظارت څخه وېرېږي او اندېښمن دي چې د اعتراض یا د خپل وضعیت په اړه د خبرو کولو په صورت کې به افغانستان ته وشړل شي.

تمیم همدا راز وایي چې د کمپ یو شمېر اوسېدونکي د رواني فشارونو له امله، هره ورځ په بېلابېلو پلمو ځان او نورو ته ستونزې او جنجالونه جوړوي او دې وضعیت د ټولو لپاره ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.

همدارنګه نوا وایي، چې د کمپ د نږدې ډېری اوسېدونکو د پاسپورټونو وخت یا پای ته رسېدلی یا هم د پای ته رسېدو په حال کې دی.

د هغې په وینا، کله چې دوی د پاسپورټ د تمدید لپاره په دوحه کې د افغانستان سفارت ته ورځي، نو طالبان ورته پرله پسې توصیه کوي چې افغانستان ته ستانه شي.

نوا وایي، چې د طالبانو چلند کله ناکله ګواښونکی وي.

نورو هېوادونو ته د لېږدولو لپاره بې پایلې خبرې اترې

د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په لومړۍ نېټه، ډونالډ ټرمپ د امریکا د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام وځنډاوه. دا پرېکړه د سلواغې له ۸مې پلي شوه او د افغانانو د لېږد الوتنې او د ځای پر ځای کولو د پروګرام مالي ملاتړ هم ودرول شو. امریکا له څو هېوادونو سره د یو شمېر اوسېدونکو د منلو په اړه خبرې کړې دي. بوټسوانا او مالیزیا لومړني انتخابونه وو، خو خبرې اترې پایلې ته ونه رسېدې.

وروسته د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت مطرح شو.

امریکا دې هېواد ته د دې کسانو د لېږد په اړه خبرې وکړې، خو دا طرحه هم وروسته لغوه شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روان کال په چنګاښ میاشت کې وویل چې لږ تر لږه پنځه هېوادونه د یو شمېر اوسېدونکو د منلو ارزونې ته چمتو دي، خو یو هېواد به دوی ټول ونه مني.

افغانستان ته ستنېدل هم یو له هغو انتخابونو څخه و چې اوسېدونکو ته وړاندیز شوی دی.

د روان کال په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال قانون جوړونکو ته وویل چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو افغانستان ته د ستنېدو مالي وړاندیز منلی دی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې اصلي غوښتونکي ته ۴۵۰۰ ډالره او د کورنۍ هر بل غړي ته ۱۲۰۰ ډالره وړاندیز شوی و. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دا ستنېدل په داوطلبانه ډول دي او هېڅوک په زور افغانستان ته نه لېږل کېږي.

د کمپ خورا لوړ لګښت

د السیلیه د خدماتو لومړنی تړون د ۱۴۰۲ کال په غویي یا غبرګولي کې د ۱۶۲.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.

له ۳۵ تعدیلونو او تمدیدونو وروسته، د دغه تړون مالي ارزښت د ۱۴۰۴ کال د وري تر ۶مې پورې ۴۱۱ میلیونه ډالرو ته ورسېد.

100%

د امریکا د دفاع وزارت د څېړونو څانګه وایي چې پر دغو لګښتونو د یوې برخې څارنه بشپړه نه وه.

حسینا ادعا کوي چې هره ورځ په زیات شمېر کې د کارکوونکو لېږدوونکي موټر کمپ ته ننوځي.

د هغې په وینا، کله ناکله داسې احساسېږي چې د معاش اخیستونکو کارکوونکو او ژباړونکو شمېر د کډوالو له شمېر سره برابر دی.

افغان‌ایوک په میاشت کې د دغه کمپ د اوسني مدیریت لګښت شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالره اټکلوي.

تمیم وایي، چې په دغه کمپ کې مېشت افغانان تر ژمنو او غونډو زیات، یوې روښانه پرېکړې ته اړتیا لري.

هغه وایي: «موږ انسانان یو او حق لرو چې په عزت، امنیت او ارامۍ کې ژوند وکړو.»