• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، د چین په اسيايي لوبو کې به له افغانستانه هیڅ یوه ښځه ګډون ونه کړي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د بدني روزنې عمومي ریاست اعلان وکړ، چې د چین په اسيايي لوبو کې به له افغانستانه هیڅ ښځه ګډون ونه کړي. تر دې مخکې رویټرز اژانس د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې په حواله ویلي و، چې په دغو سیالیو کې به ۱۷ افغان ښځینه لوبغاړې برخه واخلي.

رویټرز د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې په حواله همداراز ویلي، په دغو سیالیو کې چې د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې له لومړۍ نیټې تر شپاړسمې پورې به د چین په هانګژو ښار کې ترسره شي، افغان ښځینه لوبغاړې به په درېیو برخو: ځغاستې، بایسکل ځغلونې او والیبال برخو کې سیالي وکړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې، "افغانستان به په وياړ سره په اسيايي لوبو کې د ګډون لپاره تر ټولو زيات شمېر ښځينه لوبغاړې وليږي."

د دغې خبرپاڼې له مخې، افغان ښځینه لوبغاړو ته به د درېیو سکالرشیپونو په ورکړې سره د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک کې د ګډون لپاره هم لار هواره کړي.

خو د دغه خبر تر خپرېدو څو ساعته وروسته د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست چې د طالبانو تر واک لاندې دی، د خپلې کورپاڼې په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په چین کې د اسیا د نولسم پړاو په سیالیو کې به له افغانستانه ۱۳۳ لوبغاړي په اوولسو بېلابېلو برخو کې ګډون وکړي؛ خو د دوی په منځ کې به هیڅ ښځینه لوبغاړې نه وي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه نېټه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښځې ډېرې اغیزمنې شوې دي.

له زده‌کړو او کار کولو څخه د ښځو د محرومېدو سربېره، د ښځو د ورزش برخه هم په بشپړه توګه له منځه تللې او ډېری ښځینه لوبغاړې د طالبانو د ویرې له امله له افغانستانه وتلي دي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو له‌خوا د دغو بندیزونو لګول د دې لامل شوی، چې د ملګرو ملتونو سازمان په وینا دغه کړنې باید د بشریت ضد جرم وګڼل شي.

د تېر ډېسمبر په میاشت کې د المپیک نړۍوالې کمېټې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې سپورټ ته د ښځو خوندي لاس‌رسی د ۲۰۲۴ کال د پاریس په لوبو کې د افغانستان د ګډون لپاره اساسي شرط دی.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟