د ٢٠٢٣ کال د کرېکټ نړۍوال جام کپ کابل ته ورسېده

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپلي اېکس یا پخواني «ټوېټر» پاڼه کې د دغه کپ انځورونه خپاره کړي دي. په دغو انځورونو کې په دودیزو جامو کې افغان ماشومان او د کرېکټ لوبغاړي لیدل کېږي، چې په لوبغالي کې یې د دغه کپ هرکلی کړی دی.